• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نړۍ مشران د اوکراین د سولې غونډه کې د ګډون لپاره په سویس کې راټول شوي دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د څه باندې سلو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو استازي د سویس په پلازمینه کې راټول شوي چې د اوکراین د سولې په دوه ورځنۍ غونډه کې برخه واخلي.

تمه کیږي چې په دغه غوڼډه کې خبرې اترې په هغو پراخو اندېښنو چې د جګړې له امله رامنځته شوي لکه د خوړو او اټومي امنیت او سمندري ازادۍ تمرکز وکړي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د دې غونډې د وروستۍ اعلاميې مسوده، چې د شنبې او يکشنبې په ورځو کې ترسره کېږي، روسيه د یو یرغلګر په توګه معرفي کوي.

خو د روسیې او د هغه د ځواکمنو متحدینو لکه چین، نه شتون د دې غونډې بالقوه اغیز کم کړی دی.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتس دغه غوڼه د پرمختګ په لور یو مهم ګام وباله. هغه سویس ته له خپل سفر مخکې ولټ تلویزیون ته وویل: «د سولې او امنیت پر ډېرو مسایلو به خبرې وشي.»

تمه کیږي، چې د شاوخوا سلو هېوادونو او سازمانونو استازي به د سویس په پلازمینه کې د بورګن ستوک سیمه کې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې که اوکراین له هغو ۴ سیمو پوځ وباسي چې مسکو یې خپلې بولي او هم په ناټو کې له غړیتوب تېر شي کرملین به اوربند او خبرې ور سره پیل کړي.

سویس چې دا سرمشریزه یې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په غوښتنه جوړه کړې، غوښتل یې چې د سولې راتلونکي بهیر ته چې روسیه هم په کې شامله ده، لاره هواره کړي، خو جیوپولیټیک ویش د دې کار مخه ونیوله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د ولسمشر مرستیالې د اوکراین سره د یونیم ملیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمیالا هاریس له اوکراین سره د امریکا د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه او د دغه هیواد د انرژۍ سکتور او د بشري وضعیت د ښه کیدو لپاره یې د ۱.۵ میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.

هاریس دا اعلان د سویس په لوسرن ښار کې د اوکراین د سولې په سرمشریزه کې وکړ، چیرې چې هغې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره کتلي هم دي. تمه کیږي چې هغه د سرمشریزې عمومي غونډې ته وینا هم وکړي.

هاریس له زیلینسکي سره د لیدو پر مهال وویل: "دا جګړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره یوه بشپړه ناکامي ده." هغې زیاته کړه: "دا زموږ په ګټه ده چې نړیوال نورمونه وساتل شي، او د همدې له امله د اوکراین ملاتړ کوو.”

د ولسمشر د مرستیالې دفتر وویل، چې په دې یونیم ملیارده ډالرو کې ۵۰۰ میلیونه ډالر د انرژۍ سکتور د بیارغونې لپاره په نظر کې نیول شوي.‌ د امریکا له پخوانیو مرستو به هم ۳۲۴ میلیونه ډالر د انرژۍ زیربیناوو د جوړولو لپاره ولګول شي.

د هاریس دفتر وویل: "دا هڅې به له اوکراین سره مرسته وکړي چې د انرژۍ زیربناوې چې د روسیې وروستي بریدونو کې ویجاړې شوي، جوړې کړي او د دغه هیواد د انرژۍ سیسټم د ترمیم او پراخولو زمینه برابره کړي."

هغې همداراز د بهرنیو چارو وزارت او د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا د ۳۷۹ میلیون ډالرو بشري مرستې اعلان کړې چې د اوکرایني کډوالو او جنګ ځپلو لپاره به ولګول شي.

دغه پیسې به د میلیونونو اوکراینیانو لپاره د خواړو، روغتیایی خدمتونو، سرپناه او اوبو برابرولو لپاره ولګول شي.

هاریس، په دغه غوڼډه کې د ولسمشر بایډن به استازیتوب ګډون کړی. ولسمشر بایډڼ چې اوسمهال د اوو صنعتونو هیوادونو په غوڼډه کې په ایټالیا کې دی، ټاکل شوې چې نن بیرته د امریکا لاس انجلس ښار ته راستون شي،‌ چیرې چې نوموړی د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره د پیسو د راټولو په یو پروګرام کې ګډون کوي.

سویډن او ایران د یو بریالي تړون له مخې د بندیانو تبادله وکړه

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۱

سویډن د ایران یو پخوانی چارواکی چې په ۱۹۸۰ کلونو په ډله ییز اعدامونو کې د برخې اخیستو له امله محکوم شوی و، خوشې کړ.‌ بل خوا ایران دوه سویډني بندیان له بنده خلاص کړل. د عمان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بندیانو تبادله د دغه هیواد په منځګړتوب شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: “د عمان د هڅو په پایله کې دواړه خواوو د بندیانو د خوشي کولو په اړه موافقه وکړه، خوشي شوي کسان له تهران او ستاکهولم څخه خپلو هیوادونو ته لیږدول شوي دي.”

د ایران د بشري حقونو لوړپوړي چارواکي پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پغیام کې ویلي، چې شویډن په بند محکوم شوی پخوانی ایرانی چارواکی حامد نوري خوشی کړی دی.‌

نوري په ۱۹۸۸ کال کې په ایران کې د سیاسي بندیانو په ډله ییزه وژنه کې د لاس لرلو په تور محکوم شوی و. ایراني چارواکو ویلي، چې نوموړی به په څو ساعتونو کې ایران ته ورسیږي.

بل خوا د سویډن لومړي وزیر الف کریسترسن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې سویډني وګړي جوهان فلوډیروس او سعید عزیزي چې په ایران کې بندیان وو په الوتکه کې سویډن ته پر لاره دي.

کریسترسن وویل: "ایران دوی دواړه د پخواني ایراني چارواکې حامد نوري د خوشي کولو لپاره په بند کې ساتلي وو. نوري په ۱۹۸۰ کلونو کې په ایران کې د جدي جرمونو د ترسره کولو له امله محکوم شوی و.."

هغه زیاته کړه: "د لومړي وزیر په توګه زه د سویډن د وکړو د خوندیتوب لپاره ځانګړی مسؤلیت لرم. له همدې امله حکومت د سویډن امنیتي خدماتو سره یوځای له ایران سره خبرې اترې وکړې او په دې موضوع یې په جدي توګه کار وکړ."

په قرغزستان کې ۱۵ تنه د داعش د ملاتړ په تور ونیول شول

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د قرغزستان چارواکو پرون وویل، چې ۱۵ تنه یې د داعش د ملاتړ په تور نیولي دي. د قرغزستان د ملي امنیت ادارې ویلي: د دغې ډلې یو مشر په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې تر څارنې لاندې کار کاوه.

د قرغزستان ملي امنیت ویلي چې دغه سخت دریځه ډله چې په پټه یې د داعش ایډیالوژۍ ته وده ورکوله، وپیژندل شوه او ونیول شوه او د هغوی فعالیتونه بند شول.

د مسکو په څنډه کې د کنسرت پر یوه تالار له مرګوني برید وروسته چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخېست، د دغې ډلې د ورانکارو فعالیتونو په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې فعالیت له دغه هېواد سره پر پوله د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره ډېرې اندېښنې پیدا کړې دي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو د داعش او افراطي اسلامپالو ډلو پر وړاندې جګړه د خپلو امنیتي پلانونو په سر کې ځای کړې ده.

تر دې وړاندې د تاجکستان حکومت هم د افغانستان له پولو څخه هېواد ته د مذهبي سخت دریځو ډلو د ننوتو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له افغانستان سره په پوله کې یې له روسي ځواکونو سره ګډ تمرینات ښودلي وو.

که څه هم د قرغزستان اکثریت نفوس مسلمانان دي، خو د دغه هېواد حکومت سیکولر ارزښتونو ته غاړه ایښې او جهادي فعالیتونه دروي.

نړیوال بانک پاکستان ته ۱۵۰ میلیون ډالره پور منظور کړ

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۱

نړیوال بانک په پنجاب صوبه کې د ماشومانو د زدکړو د ملاتړ لپاره پاکستان ته ۱۵۰ میلیون ډالره پور منظور کړ. نړیوال بانک وايي، پاکستان ته د دې پور ور کولو سره غواړي چې پنجاب صوبه کې له زدکړو بې برخې ماشومان لومړنیو ښوونځیو ته جذب شي.

تمه ده چې د دې پور پروژې سره پنځه میلیونه ماشومانو، ۷ زره سرښوونکو، یو لک ۶۵ زره ښوونکو او تر دریو زرو ډېرو روزونکو ته مخامخ ګټه ورسېږی.

په پاکستان کې نږدې ۲۶ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي چې له دې شمېرې یوازې اوه میلیونه په پنجاب کې دي.

نړیوال بانک تېره اونۍ د داسو برېښنا بند د جوړولو لپاره پاکستان ته یو میلیارد ډالر پور تصویب کړ.

دا بانک وايي، چې داسو بند ځايي ټولنو ته ټولنیز او اقتصادي خدمتونه برابروي او په راتلونکي کې د نورې ابي انرژۍ د پروژو پراختیا ته لار برابروي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي، چې د داسو بند بشپړېدو سره به ۲۱۶۰ میګاواټه برېښنا تولید شي او په کم لګښت سره به دا اندازه ۴۳۲۰ میګاواټو ته زیاتېدلی شي.

امریکا له ایرانه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې له څارونکو سره همکاري وکړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۴۸ GMT+۱

امريکا ویلي، چې که د ایران اسلامي جمهوريت د ملګرو ملتونو د اټومي څار له ادارې سره همکاري ونه کړي؛ نو د خپلو متحدينو سره یو ځای به پر دغه هېواد لا زيات فشار راوړي.

تیره اونۍ د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د یو پریکړه لیک په صادرولو سره د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې ادارې سره د تهران پر نه همکارۍ نیوکه وکړ.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د غبوګولي۲۴مه) خبرداری ورکړ، چې ایران د خپلو اټومي وړتیاوو د پراخولو په حال کې دی.

دغې ادارې، غړو هېوادونو ته خبر ورکړی، چې ایران د نتنز او فردو د غني کولو په تاسیساتو کې نور کاسکیډونه ځای پر ځای کوي. کاسکیډ د سنټرفیوزونو او ماشینونو مجموعه ده، چې د یورانیمو د غني کولو په پروسه کې کارول کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیس میلر ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت باید پرته له ځنډه د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې له ادارې سره په خپلو اټومي ژمنو عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم ومنله چې ایران غواړي خپل اټومي پروګرام ته "په داسې لارو چارو دوام ورکړي چې د اعتبار وړ سوله ایز هدف نه لري".

میلر همدا راز وویل: "که له اژانس سره د ایران نه همکاري دوام ولري، موږ چمتو یو چې له خپلو شریکانو او متحدینو سره په نږدې همغږۍ کې پر ایران فشارونه زیات کړو."

په ورته وخت کې، ایران د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې سره د تهران د نه همکارۍ په اړه د اټومي انرژۍ د ادارې پریکړه لیک "مخکې له وخته او بې ځایه" بللی دی.