• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شل اوریز نړيوال جام؛ اسټرالیا سکاټلېنډ ته د پنځو ویکېټو په توپير ماتې ورکړه

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۰۳ GMT+۱

له یادې لوبې وروسته په بي ګروپ کې اسټرالیا او انګلستان د (اته غوره پړاو) ته لاره وموندله. تېره ورځ د نړېوال جام‌ په دوام د هند او کاناډا وروستۍ ګروپي لوبه د باران له امله بې پایلي اعلان شوه او انګلستان نمیبیا ته، سویلي افریقا نیپیال او نیوزیلنډ یوګانډا ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ۳۵مه لوبه نن اسټرالیا او سکاټلېنډ لوبډلو تر منځ په یوسیجور لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او سکاټلېنډ لولبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د سکاټلېنډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان د برینډون مکالم ۶۰، ریچي برینګتون ۴۲ او جورج مانسي ۳۵ منډو په مټ په شل اورونو کې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا په ګټه بیا مکسویل دوه، اډم زامپا او ناتان الیس یوه یوه ویکېټه واخیسته.

د اسټرالیا لوبډلې د سکاټلېنډ له لوري د ورکړل شوي ۱۸۱ منډو هدف د لوبې په شلم اور کې د ټراویز هډ ۶۸، مارکس سټوینیس ۵۹ او ټیم ډیویډ ۲۴ ناسوځېدلو منډو په مټ پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکیټو په توپیر وګټله.

له بي ګروپ څخه اسټرالیا او انګلېنډ د اته غوره لوبډلو په لیست کې شاملې شوې.

د نن ورځې په وروستیو کې دویمه لوبه د پاکستان او ایرلېنډ تر منځ ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبغاړی عبدالسمیع فیضي د خپل کاناډايي سیال پر وړاندي ماتې وخوړه

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د رزمي لوبو لوبغاړي عبدالسمېع فيضي د خپل کاناډايي سيال محمد ادو پر وړاندي ماتې وخوړه. دا په کاناډا کې د ازادو مبارزو د سازمان «UNIFED» د ۵۸ ام پړاو سيالي وه.

فيضي له دريو کالو او دوو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بيا د لوبې ميدان ته داخل شو او د سيالۍ په لومړي پړاو کې له ماتې سره مخامخ شو.

نوموړي تر دې وړاندي اته سيالۍ تر سره کړې وي، چې شپږ يې ګټلې او په دوو کې يې ماته خوړلې، چې اوس له درېيمې ماتې سره هم مخ شوی دی.

محمد ادو څلور ريکاډونه او څلور برياوي درلودې، چې اوس يې پنځمه اتلولې هم په خپل نوم کړه.

دا لوبه د یو ايف سي سازمان سيالیو ته هم لاره هواره وي او د فیضي ماتې هغه د لوړو کچو سیالیو څخه محروم کړی دی.

د هرات اټک انرژۍ فوټبال لوبډلې د اسیا چلینج لیګ سياليو ته لار ومونده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۱

افغانستان فوټبال فدراسیون ويلي، د دغه هېواد د فوټبال لیګ اتل ټیم «د هرات اټک انرژۍ لوبډلې» د اسيا چلينج لیګ سياليو ته لار ومونده. فدراسيون زياتوي، دې لوبډلې د اسيا د فوټبال کنفدراسيون د ټولو معيارونو پوره کولو سره په اسیا چلینج لیګ سياليو کې د ګډون جواز تر لاسه کړ.

د افغانستان فوټبال فدراسيون نن پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي، چې په دې سیاليو کې د ګډون لپاره به دوی د اټک انرژۍ او اسيا فوټبال کنفدراسيون ترمنځ پاته چارې منظمي مخ ته بوځي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون زياتوي، چې د اتلانو فوټبال لیګ د درې فصلونو تر سره کولو سره افغان لوبډلې د معياري کېدو په لور روانې دي.

د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ دريم پړاو سيالۍ په تېره غويي مياشت کې په کابل کې پای ته ورسېدې.

په دغو سيالیو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت يې دوام وکړ.

په افغانستان کې د اتلانو فوټبال لیګ د دویم او درېيم پړاو سياليو اتلولې هرات اټک انرژۍ په خپل نوم کړې.

د پهلوانۍ افغان لوبډله په نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره ایران ته لاړه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د طالبانو واک کې د افغانستان د المپيک، بدنې روزنې او ورزش اداره وايي، د زورخانه یي پهلوانۍ ۸ کسيزه ډله یې په ۵ ورځنیو نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره د ایران اصفهان ښار ته لاړه. د افغانستان د زورخانه يي پهلوانۍ ملي فدراسیون د لوبو د پيل د ورځې او مهالوېش اړوند نور څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې زورخانه يي پهلوانۍ لوبه په رسمي ډول په ۱۳۸۵ کال کې پيل شوه، چې یو کال وروسته یې فدراسیون د نړیوال فدراسیون غړیتوب هم ترلاسه کړ.

د دې لوبې په وسایلو کې کباده، میل، تيږه، ډامبل او زورخانه يي کوډ شامل دي، چې هر یو يې ځانګړی استعمالېږي او لوبغاړي يې د تمرین پر مهال کاروي.

دغه راز د دې لوبې جامې یا لباس هم له نورو لوبو سره توپیر لري.

د افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د «کافا اتلولۍ» په سيالیو کې برخه اخلي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وایي، چې له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ اسيا د «کافا اتلولۍ» په سياليو کې برخه واخلي. د فوټبال دغه سيالۍ د همدې کال د جولای مياشتي له ۵ څخه تر ۱۲مي نېټې پوري د قرغزستان په کوربه توب تر سره کيږي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه خبر کې ويلي؛ دوی چمتو دي، چې لوبډله یې په دې سيالیو کې برخه واخلي.

د همدې فدراسيون د خبر له مخې؛ په دې سيالیو کې افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې برخه لري.

د یادوني وړ ده، چې د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندنې لپاره نن سې شنبه شپه د کوېټ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

په دغو سیالیو کې څلور ورځې وړاندې افغان لوبډلې د اسيا د اتلې لوبډلې قطر سره لوبه مساوي پای ته ورسوله.

شل اوره نړیوال جام کې پاکستان نن له کاناډا سره لوبه لري

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

پاکستان نن د کرېکټ شل اوره نړیوال جام سیالیو کې خپله دريمه لوبه له کاناډا سره لري. پاکستان په خپلو لومړيو دوو لوبو کې ماتې خوړلې او کاناډا په دوو لوبو کې يوه ګټلې او بله يې بایللې ده.

د پاکستان او کاناډا کريکټ لوبډلو ترمنځ دغه لوبه په نيورياک کې د پاکستان پر وخت د ماښام ۷ بجې پيليږي.

د نړيوال شل اوره جام سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ سيالۍ کې له امریکا او په دويمه کې له هند ماتې خوړلې.

د کاناډا کريکټ لوبډلې بيا په لومړۍ سیالۍ کې له امریکا ماته خوړلې خو خپله دويمه لوبه یې له ايرلينډ ګټلې ده.

د پاکستان او کاناډا لوبډلو ترمنځ دا د نړیوال شل اوره جام ۲۲مه سيالۍ ده، چې تر سره کيږي.