• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ټیلیفوني شبکې او انټرنیټ بند دی

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، چې د سهار له شپږ بجو راهیسې په سوېلي او سویل لوېدیځو ولایتونو کې د ټولو ټیليفوني شبکو او انټرنیټ پر فعالیت د طالبانو له لوري بندیز لګول شوی. سرچینې وايي، ټیلفیوني شبکې د سهار له شپږو بجو څخه بندې شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن دوشنبه د (غبرګولي ۲۸مه) په سوېلي او سویل لوېدځو ولایتونو کې د طالبانو له لوري پر ټیلیفوني شبکو له بندیز وروسته هر راز اړیکې پرې شوې دي.

ویل کیږي، طالبانو په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې د اختر لمونځ اداکولو لپاره د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه له تېرو دریېو ورځو راهیسې کلک امنیتي تدابیر هم نیولي دي.

سرچیني زیاتوي چې طالبانو ټیلیفوني شبکې د اختر لمانځه پرمهال د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه بندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کوچني اختر په ورځ هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه ټیلیفوني شبکې د درېیو ساعتونو لپاره بندې کړې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ایران بهرنیو چارو سرپرست وزیر: طالبان دې بهرنیو کړیو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۷ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري د یکشنبې په ماښام د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره خپله لومړنۍ ټیلیفوني خبرې وکړې. هغه طالبان هڅولي چې د سیمې له هیوادونو اړېکې پراخې کړي.

ښاغلي باقري د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو پر نږدېوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې طالبان دې بهرنیو لوبغاړو ته چې د افغانستان د اوسني وضیعت مسوول دي، د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

وروسته له هغه چې د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر امیر حسین عبداللهیان په یوه هوایي پېښه کې ووژل شو، علي باقري د ایران بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتیکې برخې مشر وټاکل شو.

د باقري له ټاکل کېدو نږدې یوه میاشت وروسته دا د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره د نوموړي لومړۍ رسمي اړېکه ده، د ایران له لوري دغه ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې نیول کیږي چې د افغانستان په اړه د تهران وروستۍ غونډې ته طالبانو خپل استازی نه و لېږلی.

ښاغلي باقري د متقي سره په خبرو کې د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو پر پیاوړتیا او له لوېدیځو هېوادونو سره پر لیرې والي ټینګار کړی.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د افغانستان خلک له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د همکارۍ په برخه کې د خپل هېواد اصلي تصمیم نیونکي دي، او دوی بهرنیو لوبغاړو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي، هغه څوک چې د ویجاړونکو لاسوهنو تاریخ لري او د اوسنیو ستونزو مسوول دي.»

نوموړی زیاتوي؛ چې ایران او طالبان د دواړو هېوادونو کلتوري همکارۍ په پام کې نیولو سره د سمیې د ټیکاو او امنیت د ساتلو لپاره د همکارۍ او همغږۍ هڅه کوي.

له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته ایران په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره یې په پرله پسې ډول اړیکې ښې کړې دي.

خو تهران د طالبانو اصلي غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، او دغه ډله یې تر اوسه پورې په رسمیت نه ده پيژندلې.

په کندز کې د کانګو ۱۶ مشکوکې پېښې ثبت شوي، چې دوه کسان مړه شوي دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د کندوز د عامې روغتیا چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د کانګو ۱۶ شکمنې پښې ثبت شوي، چې له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي.

د کندوز د عامې روغتیايي ولایتي چارواکو په افغانستان کې یو شمېر سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې ولایتي روغتون ته یو شمېر ناروغانو مراجعه کړې، چې له ډلې یې ۱۶ د کانګو شکمنې پښې ثبت شوي او د دغو ناروغانو له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ویلي وو، چې په افغانستان کې د کانګو تبه تېرو دوو میلادي میاشتو کې ۳۸ سلنه ډېره شوې ده.

شرافت زمان امرخېل زیاتوي، چې تېر کال په افغانستان کې تر ۱۲۴۴ کسان په کانګو تبه اخته شوي او تر سلو ترې مړه شوي وو.

ښاغلي امرخېل زیاته کړې چې روان میلادي کال کې په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۰۳ کسان پر دې ناروغۍ اخته او پکې شپږ کسان مړه شوي دي.

حکمتيار: ځينو له دين څخه داسې مذهب جوړ کړی چې د اختلافاتو او تکفير وسيله ګرځېدلې

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د اسلامي حزب مشر د لوی اختر په مناسبت په خپل پيغام کې ليکي، چې ځينو له «دين څخه داسې مسلک او مذهب جوړکړی، چې د اختلافاتو او تکفيرولو لامل او په جوماتونو کې انتحاري بریدونه جنت ته د تلو وسيله ګڼې.» ګلبدين حکمتيار امریکا د افغانستان ترڅنګ د نړۍ د ټولو جنګونو مسووله بللې ده.

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار نن یکشنبه د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کي ويلي، چې په افغانستان کې باید «کرغېړن سياسي، فکري، قومي، ژبني او مذهبي اختلافات ختم او یو د بل د حذفولو ناکامې مخکنۍ تجريبې تکرار نه شي.»

حکمتيار ليکلي: «دين د يووالي، رحمت او الفت وسيله ده؛ خو متاسفانه ځيني له دين داسې مسلك او مذهب جوړوي، چې د اختلاف، نفرت او يو د بل تكفيرولو وسيله شي او كار یې هغه ځاى ته ورسېږي چي په جوماتونو كي د لمانځه په مهال چاودنې او انتحاري عمليات جنت ته د رسېدو وسيله گڼي.»

که څه هم نوموړي د کوم کس او ډلې نوم نه دی یاد کړی؛ خو په دې وروستيو کې طالبانو د حکمتيار پر سياسي ليدونو، د حزب او رسنيو د نه فعاليت تر څنګ بېلابيل بندیزونه ولګول.

ګلبدين حکمتيار وايي، چې په «اسلامي نظام» کې د حکومت او چارواکو دنده د احکامو پلي کول دي نه د قوانينو وضع کول.

نوموړی په دې اړه زياتوي: «الهي صريح احكامو كې نه د تغيير او تعديل حق او اجازه چا ته وركړل شوې او نه د تزييد او تنقيص»

حکمتيار ليکي، چې «امريکا د افغانانو پوروړې او د ۲۱مي پېړۍ د ټولو جنګونو مسووله» ده.

د نوموړي په خبره، چې امریکا په افغانستان کې تېر شل کاله په ورانولو تېره کړل او اوس هم «کرايي جنګيالي استخداموي او د وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي».

هغه په دې اختريز پيغام کې وايي، چې «امريکا تر يو نیم لک زيات افغانان د بيا جنګولو لپاره له ځان سره بېولي، دفترونه يې ورته نيولي، مختلفي جنګې ډلې يې تنظیم کړي او د عملياتو راپورنه یې په امريکایي او غربي رسنيو کې خپروي».

د حکمتيار په خبره، چې په افغانستان کې د «امريکا مجدد نظامي حضور» د منلو نه دی او په افغانستان کې «ټولو اسلامپالو ډلو او اشخاصو» ته په کار ده، چې دې لوی ګواښ ته عادي ونه ګوري.

هغه په مسلمانو هېوادونو کې د جنګونو او زياتې مرګ ژوبلې د پېښېدو لامل د مسلمانانو وېشل کېدل ياد کړه.

وروسته له هغه، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړل، په ګلبدین حکمتیار پورې تړلې ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه وکړه، چې د سعودي خلاف یې د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، چې طالبان دې یا د یکشنبې ورځ اختر اعلان کړي یا دې د دوشنبې ورځ له پاکستان سره اختر وکړي.

شهادت ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي وه؛ خلک حیران دي، چې د طالبانو ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.

تاشکند له جرمني غوښتي چې د افغانانو په شړلو کې د مرستې په بدل کې د دوی کارګر ومني

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۱

جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د می په میاشت کې تاشکند ته سفر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي. د رېپوټ له مخې؛ ازبک چارواکو له جرمني غوښتي، چې د همکارۍ په بدل کې دې د دغه هېواد مسلکي کارګرانو ته ځای ورکړي.

د دغو راپورونو له مخې؛ د ازبکستان مشرتابه د مرستې ژمنه کړې، خو په بدل کې یې د کډوالۍ د یوې هوکړې کولو غوښتنه کړې، تر څو ازبک وګړي په اسانۍ سره جرمني ته د کار لپاره ولاړ شي.

شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دې اړه یې د جرمني د کورنیو چارو وزارت نظر غوښتی؛ خو دغه وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه تبصره وکړي.

جرمني رسنيو د غبرګولي په ٢٧مه خبر ورکړى، چې جرمني غواړي له طالبانو سره د همکارۍ د مخنيوي په موخه ازبکستان ته د اخراج وړ افغان کډوال ولېږدوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي؛ هېواد یې په دې اړه له ازبک چارواکو سره خبرې کوي.

د راپورونو له مخې؛ جرمني د افغان کډوالو د اخراج پلان داسې دی، چې افغان کډوال د خصوصي هوايي شرکتونو له لارې تاشکند ته استول کېږي او له هغه ځایه کابل ته لېږدول کېږي.

په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې د مېشتو افغانانو له خوا د بریدونو په اړه څو رپوټونه خپاره شوي دي.

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ، چې په لویدیځ برلین کې یې د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال د سیالیو د پرانیستلو په لوبه کې یو افغان وګړي وروسته له هغه په ​​پښه ډزې وکړې چې یو هېوادوال یې وواژه او پر نندارچیانو یې برید وکړه.

د جرمني پوليسو د غبرګولي په ٢٢مه اعلان وکړ، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ ښځې د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

همدغه راز دجمعې په ورځ هم يو ٢٥ کلن سليمان عطایي په منهايم ښار کې داسلام د مخالفينو په يوه غونډه بريد کې يو پوليس وژلى او پينځه ملکي کسان يې ژوبل کړي وو.

په دې وروستیو کې د جرمي صدراعظمې اولاف شولز هم خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به نور د «ترهګریزو اعمالو» ستاینه ونه زغمي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلکو له طالبانو پټ اختر او قربانۍ کړي دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو ویلي، چې دوی نن یکشنبه په خپلو سیمو کې له طالبانو پټ اخترونه او قربانۍ کړې دي.

که څه هم طالبانو د ټولې اسلامي نړۍ خلاف د دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده؛ خو د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ځینو خلکو له طالبانو په پټه نن یکشنبه اختر نمانځلی دی.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی چې خپل مستعار نوم حاجي خلیل ښيي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دوی په خپل کلي کې د لوی اختر لمونځ کړی او قربانۍ یې هم کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: “زموږ د جومات ملا امام وویل، چې د یکشنبې په ورځ حقیقي اختر دی او باید لمونځ یې وکړو، موږ هم د اختر لمونځ په پټه په خپل جومات کې وکړ او قربانۍ مو کړې دي”.

د حاجي خلیل په خبره؛ په سعودي عربستان کې د عرفې مراسم د شنبې په ورځ تر سره شوي او د اسلامي اصولو له مخې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

د کابل د ارزان قیمت د سیمې اوسېدونکی چې د نوم له ښودلو ډده کوي وايي، چې نن یې اختر نمانځلی او د لوی اختر قرباني یې په خپل کور کې کړې ده.

هغه زیاتوي، چې دوی له سعودي عربستان سره اختر نمانځلی دی.

نوموړي وویل: “که کوچني اختر کې مخکې وروسته وي پروا نه لري؛ مګر په لوی اختر کې خو د عرفې ورځ مهمه ده، دا څنګه اختر دی، چې عرفه دې د شنبې په ورځ وي او اختر دې د دوشنبې په ورځ کوو”.

هغه وايي، چې طالبان له اسلامه نوی تعبیر لري او دوی نه شي کولی، چې خپله اسلامي عقیده د دوی مطابق جوړه کړي.

د نوموړي په خبره؛ دوی اختر په خپل کور کې نمانځلی او بېرون نه دي وتلي.

د کونړ، غزني، مزارشریف او تخار له بېلابېلو سیمو هم افغانستان انټرنشنل – پښتو پېغامونه تر لاسه کړي، چې پکې د یو شمېر سیمو خلکو له طالبانو پټ اختر نمانځلی او قربانۍ یې کړې دي.

د طالبانو له خوا د لوی اختر د ورځې پر تغیر د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون ګڼو سیاستوالو، دیني عالمانو او افغان فعالانو نیوکې کړي او دا یې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې پرېکړه بللې ده.

په اسلامي حزب پورې تړلې د شهادت ورځپانې د ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي، چې د لوی اختر لمونځ یې د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷مه د پاکستان د حزب اسلامي په جامع جومات کې ادا کړ.

شهادت ورځپاڼې پر اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې د حزب اسلامي افغانستان په جامع جومات کې "زرګونو کسانو" د اختر لمونځ ادا کړ.

په ویډیو کې ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي چې د اختر لمونځ ادا کوي.