• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادو سيالیو افغان لوبغاړې تمنا احمدي له بريتانوۍ سيالې سره د لوبې ډګر ته دانګي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د رزمي لوبو فعاله افغان لوبغاړې تمنا احمدي، چې د کیک بوکس په سياليو کې مخکښه تجربه لري اوس په ازادو سياليو کې د ګډون لپاره میدان ته راوتلې. تمنا احمدي په خپله لومړۍ تجربه کې په ايم ايم ای سيالیو کې د خپلې بريتانوۍ سیالۍ نیکولانايت سره په لوبه کې مخ کيږي.

د دې دوو لوبغاړو لوبه به د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) نېټه د المايټي فايت سازمان د ۳۷م پړاو سياليو کې د انګلستان د دورهام کاونټي ښار په کورتوب تر سره شي.

تمنا احمدي لومړنۍ افغانه نجلۍ ده، چې د نړيوالو ازدو سيالیو د يوه معتبره سازمان په لوبو کې برخه اخلي.

هغې له ۲۰۱۸ څخه دغه سيالۍ پيل کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پنځو پاکستاني لوبغاړو د کاناډا ګلوبل شل اوره سياليو کې د لوبېدو تړونونه لاسلیک کړل

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۵ GMT+۱

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې پنځو لوبغاړو د کاناډا په ګلوبل ۲۰ اوره سياليو کې د ګډون لپاره د بېلابېلو لوبډلو سره تړونونه لاسلیک کړه. پاکستاني رسنۍ وایي، چې د ملي لوبډلې تېز توپ اچونکی شاهين اپريدی به د کاناډا ټورنټو لوبډلي سره لوبيږي.

ال روانډر افتخار احمد، د مسیسا بنګال ټايګز لوبډلې اخيستی او تېز توپ اچونکی محمد عامر، ويکټ ساتونکی او پوتوپوهنکی محمد رضوان او کپتان بابراعظم به د وينګورنايټز لوبډلې سره تړونونه کړي دي.

د کاناډا ګلوبل شل اوره سيالۍ په ۲۰۱۸ کال د کرېکټ د نړيوالۍ شورا تر تصويب وروسته د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

له هغه راهیسې دا لوبې هر کال په جون او جولای کې کېږي.

د دې سيالیو په هره لوبډله کې ۴ بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

امریکا: ټام وسټ او رینا امیري تر اوسه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون پلان نه لري

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري. ویست او امیري د افغانستان په اړه د دوحې په لومړۍ او دویمه غونډو کې ګډون کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوحې په غونډه کې د امریکا د ځانګړي استازي د نه ګډون د لامل په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. دا هم معلومه نه ده چې ایا د امریکا بل استازی به د ټام وسټ او رینا امیري پر ځای دوحې ته ولاړ شي او که نه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د دوحې دریمې غوڼډې ته د مدني ټولنې د استازو د نه ګډون په هکله د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ملګري ملتونه د دې غونډو کوربتوب کوي او دا پوښتنې باید ملګرو ملتونو ته راجع شي.

تمه کیږي چې د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون، د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېته جوړه شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) ویلي و، چې د دې ډلې استازي به د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون وکړي.

د دوحې د غونډې د مېلمنو له لېست څخه د ښځو او مدني ټولنې د غړو د نومونو لرې کېدو د بشري حقونو د سازمانونو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان مشرې هم ویلي،‌ چې که د دوحې په ناسته کې د بشري او مېرمنو د حقونو فعالان برخه و نه لري او هلته د بشري حقونو موضوع له پامه غورځول کېږي؛ نو دغه غوڼډه هېڅ ډول اعتبار نه شي لرلای.

اګنس کالامار د دوحې د ناستې په درشل کې په یو پیغام کې ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه په خبرو اترو نه پر ځای کېږي؛ بلکې هغوی باید د ملګرو ملتونو په ناسته کې چې په دوحه کې جوړېدونکې ده رغنده ونډه ولري.

فایق: د دوحې ناسته کې دې افغان مېرمنو ته بلنه ورکړل شي

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۵۸ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی سرپرست د امنیت شورا په غوڼډه کې وایي، چې د دغه هیواد په اړه په ټولو ناستو کې او په ځانګړې توګه د دوحې په ناسته کې باید ښځو ته بلنه ورکړل شي.

نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې وويل، چې د افغانستان په اړه ټولو ناستو کې باید افغان مېرمنې ګډون ولري.

هغه د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه وغوښتل، چې په ټولو غونډو کې او په ځانګړې توګه د دوحې په ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو ګډون په پام کې ونیسي.

د دوحې ناسته به د روانې عیسوي میاشتې په ۳۰ مه پیل او د جولای په لومړۍ نېته پای ته ورسیږي.

ښاغلی فایق وايي، چې طالبان یوه ډله ده او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب نه شي کولی. د هغه په وینا، د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو غوښتنه داده چې باید د «جنسیتي تبعیضي نظام» د یو عادي نظام په توګه و نه منل شي.

ښاغلي فایق په دې اړه خواشني څرګنده کړه چې د دوحې درېیمه ناستې ته میرمنې نه دي بلل شوي او ویې ویل، چې دا پرېکړه د افغانستان د خلکو د غوښتنو څخه د لرې کیدلو، د امنیت شورا د پرېکړه لیک د ناکامۍ او د وضعیت د عادي کیدلو په مانا ده.

هغه زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د جون میاشتې راپور کې د دوحې ناسته کې د افغان ښځو او نجونو د ګډون غوښتنه کړې وه.»

فایق وویل، چې د افغانستان د خلکو د راتلونکي په اړه هر ډول خبرې اترې به تر هغه وخته مثبتې پایلې ونه لري، چې کلیدي مسایل لکه د حکومت مشروعیت، د ټولو اتباعو اساسي او اسلامي حقونه، امنیتي ګواښونه او مخدره توکي، چې د اوسني کړکیچ لامل شوي دي، په پام کې ونه نیول شي.

هغه د دوحې ناسته د نړۍوالې ټولنې لپاره یو ښه فرصت وباله، تر څو د افغانستان په اړه د مشخصو موخو په هلکه د لارې نقشه پر جوړولو سره توافق وکړي، چې په دې توګه دغه هیواد د مستقل او با امنه راتلونکې پر لور یوسي.

فایق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ناسته کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یو ځل بیا د ټولګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه.

همدا راز، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان، سویس او امریکا د استازو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښته وکړه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره: په تېرو ۳ کلونو کې په کې هېڅ نجلۍ له ښوونځي نه ده فارغه شوې

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشرې منیژه وافق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې په تېرو دريو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ نجلۍ له ښوونځي نه ده فارغه شوې. د هغې په وینا، د ښځو پر حقونه باید مذاکرې ونشي او له ښځو پرته دغه هېواد راتلونکی نه لري.

اغلې وافق له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د ښځو حقونو ته د خپلو پرېکړو په لومړیتوب کې ځای ورکړي او اجازه ورنه کړي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه عادي شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې منیژه وافق د جمعې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې «جنسیتي تبعیض» پلي کوي.

د هغې په وینا، د طالبانو سیاستونه د دې لامل شوې، چې د ښځو د ځان وژنې کچه لوړه شي او پر نارينه وو له پخوا ډېرې تکیه شي.

تمه کیږي، چې د دوحې درېیمه غونډه د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي او ویل کېږي چې په دې غونډه کې یوازې طالبان د افغانستان په استازیتوب بلل شوي او افغان مېرمنو ته په غوڼډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د ښځو د حقونو موضوع هم په اجندا کې شامله نه ده.

د بشري حقونو د څار ادارې اجراییوي مشر ې د ښځو د حقونو د موضوع د لرې کولو او دوحې غونډې ته د ښځو د نه بللو خبره «حیرانوونکې» وبلله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د سویس استازې وویل، چې د دوحې دریمې غونډې ته باید د ښځو او مدنې ټولنو استازي وبلل شي.

همدا راز، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازي وویل،چې د دوحې په درېیمه غونډه کې باید د افغانستان د ټولو فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځو غږ واورېدل شي.

ښاغلي شینو میتسوکو وویل، هېواد یې چمتو نه دی چې د طالبانو پر وړاندې د ښځو له حقونو سره جوړجاړی وکړي.

د پښتونخوا غرختونکې ثمر خان د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته وخته

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د پښتونخوا د دیر غرختونکي ثمر خان په بریالیتوب سره د البروس په نوم د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته وخته. ثمرخان لومړنۍ پښتنه ده چې په روسیه کې د ۵۶۴۲ مترو په لوړوالي دغې څوکې ته خېږي.

ثمر خان خپل انسټاګرام کې هم لیکلي چې دغې څوکې ته ختل یې ارمان و.

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې په پښتونخوا کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ ثمر خان دا د پام وړ کارنامې ترسره کړې او په دې څوکه کې یې د پاکستان بیرغ په فخر سره پورته کړ.

ثمر خان د افریقا په کلیمانجارو کې د نړۍ پر دریم لوی کنګل د باسیکل ځغلولو له مخې هم لومړۍ ښځینه لوبغاړې ده

هغې په ۲۰۲۱ کې د ریډ بل هومر په نوم د واورې بورډینګ مسایقه کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ.