• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا: ټام وسټ او رینا امیري تر اوسه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون پلان نه لري

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري. ویست او امیري د افغانستان په اړه د دوحې په لومړۍ او دویمه غونډو کې ګډون کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوحې په غونډه کې د امریکا د ځانګړي استازي د نه ګډون د لامل په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. دا هم معلومه نه ده چې ایا د امریکا بل استازی به د ټام وسټ او رینا امیري پر ځای دوحې ته ولاړ شي او که نه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د دوحې دریمې غوڼډې ته د مدني ټولنې د استازو د نه ګډون په هکله د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ملګري ملتونه د دې غونډو کوربتوب کوي او دا پوښتنې باید ملګرو ملتونو ته راجع شي.

تمه کیږي چې د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون، د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېته جوړه شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) ویلي و، چې د دې ډلې استازي به د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون وکړي.

د دوحې د غونډې د مېلمنو له لېست څخه د ښځو او مدني ټولنې د غړو د نومونو لرې کېدو د بشري حقونو د سازمانونو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان مشرې هم ویلي،‌ چې که د دوحې په ناسته کې د بشري او مېرمنو د حقونو فعالان برخه و نه لري او هلته د بشري حقونو موضوع له پامه غورځول کېږي؛ نو دغه غوڼډه هېڅ ډول اعتبار نه شي لرلای.

اګنس کالامار د دوحې د ناستې په درشل کې په یو پیغام کې ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه په خبرو اترو نه پر ځای کېږي؛ بلکې هغوی باید د ملګرو ملتونو په ناسته کې چې په دوحه کې جوړېدونکې ده رغنده ونډه ولري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

فایق: د دوحې ناسته کې دې افغان مېرمنو ته بلنه ورکړل شي

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۵۸ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی سرپرست د امنیت شورا په غوڼډه کې وایي، چې د دغه هیواد په اړه په ټولو ناستو کې او په ځانګړې توګه د دوحې په ناسته کې باید ښځو ته بلنه ورکړل شي.

نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې وويل، چې د افغانستان په اړه ټولو ناستو کې باید افغان مېرمنې ګډون ولري.

هغه د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه وغوښتل، چې په ټولو غونډو کې او په ځانګړې توګه د دوحې په ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو ګډون په پام کې ونیسي.

د دوحې ناسته به د روانې عیسوي میاشتې په ۳۰ مه پیل او د جولای په لومړۍ نېته پای ته ورسیږي.

ښاغلی فایق وايي، چې طالبان یوه ډله ده او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب نه شي کولی. د هغه په وینا، د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو غوښتنه داده چې باید د «جنسیتي تبعیضي نظام» د یو عادي نظام په توګه و نه منل شي.

ښاغلي فایق په دې اړه خواشني څرګنده کړه چې د دوحې درېیمه ناستې ته میرمنې نه دي بلل شوي او ویې ویل، چې دا پرېکړه د افغانستان د خلکو د غوښتنو څخه د لرې کیدلو، د امنیت شورا د پرېکړه لیک د ناکامۍ او د وضعیت د عادي کیدلو په مانا ده.

هغه زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د جون میاشتې راپور کې د دوحې ناسته کې د افغان ښځو او نجونو د ګډون غوښتنه کړې وه.»

فایق وویل، چې د افغانستان د خلکو د راتلونکي په اړه هر ډول خبرې اترې به تر هغه وخته مثبتې پایلې ونه لري، چې کلیدي مسایل لکه د حکومت مشروعیت، د ټولو اتباعو اساسي او اسلامي حقونه، امنیتي ګواښونه او مخدره توکي، چې د اوسني کړکیچ لامل شوي دي، په پام کې ونه نیول شي.

هغه د دوحې ناسته د نړۍوالې ټولنې لپاره یو ښه فرصت وباله، تر څو د افغانستان په اړه د مشخصو موخو په هلکه د لارې نقشه پر جوړولو سره توافق وکړي، چې په دې توګه دغه هیواد د مستقل او با امنه راتلونکې پر لور یوسي.

فایق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ناسته کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یو ځل بیا د ټولګډونه حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه.

همدا راز، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان، سویس او امریکا د استازو په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښته وکړه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره: په تېرو ۳ کلونو کې په کې هېڅ نجلۍ له ښوونځي نه ده فارغه شوې

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشرې منیژه وافق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې په تېرو دريو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ نجلۍ له ښوونځي نه ده فارغه شوې. د هغې په وینا، د ښځو پر حقونه باید مذاکرې ونشي او له ښځو پرته دغه هېواد راتلونکی نه لري.

اغلې وافق له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د ښځو حقونو ته د خپلو پرېکړو په لومړیتوب کې ځای ورکړي او اجازه ورنه کړي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه عادي شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې منیژه وافق د جمعې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې «جنسیتي تبعیض» پلي کوي.

د هغې په وینا، د طالبانو سیاستونه د دې لامل شوې، چې د ښځو د ځان وژنې کچه لوړه شي او پر نارينه وو له پخوا ډېرې تکیه شي.

تمه کیږي، چې د دوحې درېیمه غونډه د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي او ویل کېږي چې په دې غونډه کې یوازې طالبان د افغانستان په استازیتوب بلل شوي او افغان مېرمنو ته په غوڼډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د ښځو د حقونو موضوع هم په اجندا کې شامله نه ده.

د بشري حقونو د څار ادارې اجراییوي مشر ې د ښځو د حقونو د موضوع د لرې کولو او دوحې غونډې ته د ښځو د نه بللو خبره «حیرانوونکې» وبلله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د سویس استازې وویل، چې د دوحې دریمې غونډې ته باید د ښځو او مدنې ټولنو استازي وبلل شي.

همدا راز، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازي وویل،چې د دوحې په درېیمه غونډه کې باید د افغانستان د ټولو فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځو غږ واورېدل شي.

ښاغلي شینو میتسوکو وویل، هېواد یې چمتو نه دی چې د طالبانو پر وړاندې د ښځو له حقونو سره جوړجاړی وکړي.

ملګري ملتونه: پاکستان په تېرو دریو میاشتو کې دوه ځله پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، پاکستان په تېرو دریو میاشتو کې پر افغانستان دوه هوايي بریدونه کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې سازمان امنیت شورا ته په راپور کې وویل، دغو بریدونو لږ تر لږه اته ملکیان وژل شوي. د مارچ په ۱۸مه د پاکستان هوايي ځواک په خوست او پکتیکا بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په خوست کې د پاکستان د برید له امله یو سړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او په پکتیکا کې د دوو ښځو، دریو نجونو او دوو هلکانو په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

له هغې ورځې وروسته په پکتيا ولايت کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو تر منځ وسله واله نښته وشوه، چې په نتيجه کې يې د دريو ماشومانو او يو سړي په ګډون څلور تنه ملکي افغانان ووژل شول او اووه تنه ملکي افغانان ټپيان شول.

طالب چارواکو د خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بریدونه د افغانستان پر خاوره تېری بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د بریدونو هدف هغه ترهګر وو، چې په پاکستان کې دننه د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسوول دي.

د پښتونخوا غرختونکې ثمر خان د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته وخته

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د پښتونخوا د دیر غرختونکي ثمر خان په بریالیتوب سره د البروس په نوم د اروپا تر ټولو لوړې څوکې ته وخته. ثمرخان لومړنۍ پښتنه ده چې په روسیه کې د ۵۶۴۲ مترو په لوړوالي دغې څوکې ته خېږي.

ثمر خان خپل انسټاګرام کې هم لیکلي چې دغې څوکې ته ختل یې ارمان و.

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې په پښتونخوا کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ ثمر خان دا د پام وړ کارنامې ترسره کړې او په دې څوکه کې یې د پاکستان بیرغ په فخر سره پورته کړ.

ثمر خان د افریقا په کلیمانجارو کې د نړۍ پر دریم لوی کنګل د باسیکل ځغلولو له مخې هم لومړۍ ښځینه لوبغاړې ده

هغې په ۲۰۲۱ کې د ریډ بل هومر په نوم د واورې بورډینګ مسایقه کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان د ۱۷۰ زره تقاعد شویو دولتي کارکوونکو معاشونه نه ورکوي

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل نوي راپور کې وايي، چې طالبان د ۱۷۰ زره متقاعدو دولتي کارکوونکو معاشونه نه ورکوي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې د اپریل په ۲۰ طالب ځواکونو په کابل کې د شاوخوا سلو متقاعدو دولتي کارکوونکو یوه غونډه کډوډه کړه.

دغه کسان په یوه سوله ییز لاریون کې راغونډ شوي وو، چې له طالبانو څخه د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د وري په میاشت کې امر وکړ، چې د حکومت ټولو نظامي او ملکي ادارو ته دې د تقاعد معاش نه ورکول کیږي. دا فرمان په دې معنا دی، چې په افغانستان کې به هیڅ دولتي کارکوونکی تقاعد نه لري.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ملکي مامورین یې تقاعد نه لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو مشر په دغه فرمان کې د هغو ۱۷۰ زره متقاعدینو یادونه نه ده کړې، چې حکومت یې د کار د کلونو په ترڅ کې د تقاعد په نوم د هغوی د معاش یوه برخه کمه کړې وه.