• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي، د اسراییل په بریدونو کې ۴۲ کسان وژل شوي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د حماس تر کنټرول لاندې د حکومت د رسنیو دفتر مشر ویلي، چې د نن د فلسطین شمال ته د غزې په ښار کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي دي. اسماعیل الثوبطه رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې په الشطي کې پر کورونو باندې د اسرایی هوايي برید کې ۲۴ کسان ووژل شول.

دغه سیمه د غزې له اتو تاریخي سیمو څخه یوه ده. ۱۸ نور فلسطینیان د الطفه په ګاونډ کې پر کورونو په بمبار کې وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي: «د اسراییل جنګي الوتکو د غزې په ښار کې د حماس پر دوو پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.»

پوځ وايي،‌ چې په دې اړه نور جزیات به ژر خپاره شي.

حماس د اسراییل د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې چې د دوی پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي که نه.

د حماس په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې بریدونو ملکي وګړي په نښه شوي او ژمنه یې کړې چې "اشغال او نازي مشران به یې زموږ د خلکو په وړاندې د خپلو سرغړونو بیه پرې کړي."

رویټرز ته رسېدلي انځورونه ښیې چې لسګونه فلسطینیان د ویجاړو شوو کورونو په مینځ کې د قربانیانو په لټه کې دي.

په انځورونو کې د شاتي د کډوالو په کمپ کې ویجاړ شوي کورونه، ویجاړ شوي دیوالونه او ویجاړې کوڅې لیدل کیږي.

پر غزه د اسراییل ځمکني او هوایي بریدونه هغه مهال پیل شو، چې د اکتوبر په اوومه د حماس په مشرۍ اورپکو د اسراییل پر سویلي سیمو برید وکړ، چې د اسراییلو د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او تر ۲۵۰ډېر نور یې یرغمل کړل.

د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، دغه برید نږدې ټوله غزه ویجاړه کړې، له ۳۷ زره ۴۰۰ څخه ډیر خلک یې وژلي، چې یوازې ۱۰۱ کسانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د اسراییل د بریدونو په پایله کې نږدې ټول خلک بې کوره شوي دي.

د جګړې له پیله تر اتو میاشتو ډیر وخت تیریږي او اوس د اسراییل پرمختګ پر دوو وروستیو سیمو راټول دی چې ځواکونو یې لا تر اوسه نه دي نیولې.

دغه دوه سیمې د غزې په سویلي څنډه کې رفح ښار او په مرکز کې د دیر البلاح شاوخوا کلي دي.

د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې اسراییلي ټانکونو په وروستیو ورځو کې د رفح په لویدیځ او شمالي سیمو کې خپل یرغل لا پسې زیات کړی دی.

د شنبې په ورځ اسراييلي ځواکونو له هوا او ځمکې څخه پر داسې سيمو بریدونه وکړل، چې ډیر شمیر کورنۍ ژوند کوي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې ځواکونو یې په رفح کې "د استخباراتو پر بنسټ" هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي، ګڼ شمېر فلسطینیان یې وژلي او پوځي بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.

د جمعې په ورځ، د غزې روغتیا وزارت ویلي و، چې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیان د لویدیځ رفح ښار په موسي کې وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

فلسطیني چارواکو ویلي، چې د ټانک مرمۍ د بې ځایه شویو کورنیو پر خیمو لګېدلې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په جنوبي هند کې د ککړو الکولي مشروباتو د استعمال د قربانیانو شمېر ۵۴ ته ورسېد

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د هند په جنوبي تامیل ناډو ایالت کې د ککړو شرابو د څښلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۴ تنو ته رسېدلی او تر ۱۰۰ ډېر کسان لا هم په روغتونونو کې بستر دي. له چارشنبې راهیسې، نږدې ۲۰۰ کسان د میتانولي الکولي مشروباتو د څښاک له امله درملل کېږي.

دغه کسان د ککړو الکولي مشروباتو له څښلو وروسته په کانګو، د معدې درد او اسهال اخته شوي وو.

ایالتي حکومت اعلان وکړ، چې دوی به د میتانول په تولید کې د ښکیلو کسانو د پیژندلو لپاره اقدامات وکړي.

میتانول یوه زهرجنه کیمیاوي ماده ده چې معمولا د صنعتي موخو لپاره کارول کیږي.

د چارواكو په وينا، د پېښې په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي او اووه تنه يې نيولي دي.

یو لوړ پوړي سیمه ییز چارواکي پرسانث وویل، د تامیل ناډو د پلازمینې چینای څخه شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره لرې په کالاکوریچي ولسوالۍ کې د شرابو او بیر پلورونکو په وړاندې نور عملیات روان دي.

په هند کې خلک تر ډېره د برانډ شویو شرابو د اخیستلو وس نه لري او همدا وج ده چې له بې قانونه تولید شويو الکولو یا وطني شرابو مړینه عامه چاره ده.

د امریکا الوتک وړونکې بېړۍ د پوځي تمرين لپاره جنوبي کوريا ته ورسېده

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د امريکا یوه اټومي ځواک لرونکې الوتک وړونکی بېړۍ «ټيوډور روزویلت» نن د جنوبي کوريا بوسان بندري ښار ته ورسېده. رويټر خبري‌اژانس د جنوبي کوريا د سمندري ځواک له قوله ليکلي، چې امريکا به په همدې مياشت کې له کوربه هېواد او جاپان سره ګډ پوځي تمرينونه شروع کړي.

د رويټرز د معلوماتو له مخي، د همدې دريو هېوادونو مشرانو د ۲۰۲۳ کال په اګسټ مياشت کې په کمپ ډيويډ غونډه کې د سويلي چين سمندرکي په لانجمنو اوبو کې د چين «خطرناک او تېریګر چلند» وغانده او هوکړه یې وکړه، چې کلني پوځي تمرینونه تر سره کړي.

سیمې ته د امریکا د الوتک وړونکې بېړۍ تر رسېدو څو ورځې مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې اونۍ کې د ۲۴ کلونو په جريان کې په لومړي ځل شمالي کوريا ته سفر وکړ او د هغه هېواد له مشر کیم جونګ اون سره يې دوه اړخيز دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون هم د دې تړون لاسلیک کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد په نوم وبلل.

د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر وايي، د «ترهګرۍ» تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړه کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف وايي، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړې ته دوام ورکوي. اصف علي زرداري او شهباز شریف د پښتونخوا په کورمه کې د چاودنې له امله د ۵ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په غبرګون کې نن دا خبره کړې ده.

د پاکستان حکومت مني، چې بېګا ناوخته په کورمه کې د ځواکونو پر ګزمه د چاودنې له امله پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف غبرګون ښودلی دی او دغه برید یې غندلی دی.

اصف علي زرداري په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو پورې به په دغه هیواد کې عملیات روان وي.

زرداري د وژل شويو پاکستاني عسکرو له کورنیو سره غمرازي ښودلې ده.

په وروستیو کې په پښتونخوا او پلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو وسلوال بریدونه څو برابره زیات شوي دي.

پښتونخوا کې د ورځږ په تېریدو سره د ترهګرو فعالیتونه مخ په زیاتېدو دي.

پاکستاني نظامیان دا ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي، هغه څه چې تل د افغان طالبانو لخوا رد شوي دي.

په غزه کې د سره صلیب دفتر ته څېرمه د اسراییل په برید کې ۲۲ فلسطينيان وژل شوي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۱

اسراييلي پوځ په غزه کې د سره صليب دفتر ته څېرمه يو کمپ په نښه کړی، چې له امله يې ۲۲ فلسطينيان ووژل شول او ۴۵ نور بیا ټپیان دي. د سره صلیب په وینا، د دوی پر دفتر مرمۍ لګېدلې چې د دغه بنسټ دفتر ته یې هم زیان اړولی دی.

د سره صلیب یو چارواکی وايي، دواړه لوري د مرستندویه موسسې له دفتره خبر دي، چې د موسسې کارکوونکي او کډوال ورته نږدې پراته دي؛ خو بیا هم بریدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د عربي رسنیو په وینا، د سره صلیب دفتر ته څېرمه لومړه برید وشو او کله چې له برید وروسته خلک د پېښې ځای ته ورغلل، بیا ډزې وشوې، چې د مرګ ژوبلې شمېره یې لا لوړه کړه.
د تېر کال د اکټوبر له اوومې نېټې راهيسې د اسراييل په روانو بريدونو کې تر اوسه له ۳۷ زره ډېر فلسطينيان وژل شوي او تر ۸۴ زرو ډېر بیا ټپيان دي.

له بل پلوه اسراییل ویلي، چې د دغه برید په اړه څېړنه کوي.

ورته مهال د اسراییل او حزب الله ترمنځ د لبنان پر پوله جګړې زور اخیستی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ، چې لبنان به پر یوې بلې غزې بدل شي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جمعې پر ورځ د اسراییل او د لبنان د حزب الله تر منځ د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او ویې ویل، یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ رامنځته کړي او دغه کړکېچ بیا دومره پراخ شي چې چا یې فکر او سوچ هم نه وي کړی.

انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړ، نړۍ نور د دې زغم نه لري چې لبنان دې په دویمه غزه بدل شي.
ګوترېش خبریالانو ته وویل: «یو بې سوچه ګام او یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي کړکېچ پیل کړي، چې له تصوره ډېر لرې وي. که په څرګنده توګه یې ووایم نړۍوال نور د دې زغم نه لري، چې لبنان دې پر یوې بلې غزې بدل شي.»
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر لبنان برید وکړي «د اسراییل هېڅ یوه برخه» به د دوی له بریده خوندي پاتې نه شي.

هغه په یوې ویډیويی وینا کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ټینګار کړی، که اسراییل برید وکړي حزب الله به «پر یوې نا محدوده او ناپایه جګړې» لاس پورې کړي.
له دې سره هم‌مهاله د اسراییلي پوځ ویاند دانیل هاګاري د العربیه رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د حزب الله سره د جګړې لپاره دوی چمتوالی لري.

تر دې وړاندې د اسراییل کابینې د حزب الله پر وړاندې د مقابلې لپاره یوه تګلاره هم تایید کړې وه.
د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او بې وسلې مسلکي څارونکي له ډېرې مودې راهیسې د لبنان په سویلي برخو کې ځای پر ځای شوي، چې د لبنان او اسراییل تر منځ پر پوله څارنه وکړي.
ګوترېش وویل: «د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هڅه کوي، چې تاوتریخوالی کم او د نا حساب شویو تېروتنو مخه ونیسي.»
د اکټوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان د حزب الله له‌خوا پر اسراییل توغندي توغول شوي، چې له امله یې لسکونه زره خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د لبنان په سوېل کې هم لسګونه زره لبنانیان د اسراییل له بریدونو وروسته بې‌ځایه شوي دي.