طالبان: په هرات ولایت کې د څه باندې لس زره معتادینو درملنه شوې ده

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳

په هرات ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې عمومي مدير د يکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په تېرو دريو کلونو کې په دغه ولایت کې د څه باندې لس زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.‌

حيات الله روحاني زياته کړه چې د روږدو کسانو درملنه د "اوبو درملنې، د ويناوو او سپورټ" په مرسته شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په هرات ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د عمومي رييس په حواله لیکلي، چې په دغه ولايت کې د معتادينو د درملنې په څو مرکزونوکې په زرګونو تنه روږدي کسانو درملنه شوې ده.

تر دې مخکې د زمري میاشت کې طالبانو ویلي و چې، ۳۰۰څخه زیات په نشه يي توکو روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د روحاني د ادعا له مخې، هرات ښار په نښه ای توکو د روږدو کسانو څخه پاک شوی دی.‌

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې د اټکل له مخې په افغانستان کې له هرو دریو کورنیو څخه یوه یې په نشه یي توکو اخته دي.

نور خبرونه

رادیو