• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانیو چارواکو او کرېکټ پوهانو له اسټرالیا څخه د افغانستان بری ستایلی خو طالبان غلي دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د اسټرالیا لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته، محمد اشرف غني، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، امرالله صالح، د کرېکټ نړېوالو پوهانو او میلیونونو د کرېکټ مینوالو د افغان لوبډلې ستاینه کړې خو طالب چارواکي تر اوسه پورې غلي دي.

نن یکشبې د (چنګاښ درېیمه) د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې دغه بری د نړۍ په هره برخه کې د کرېکټ د مینوالو او پوهانو له لوري وستایل شو.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د دغه بري په اړه لوبغاړو ته مبارکي ویلي، او د شل اوریزو نړېوالو لوبو اتلې لوبډلې اسټرالیا ته د افغان لوبډلې له لوري ماتې ورکول یې د کرېکټ تاریخي شېبه یاده کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پره خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د خوښۍ خبره ده چې د اسټرالیا په وړاندې د کرېکټ ملي لوبډلې بریا خپله کړه او خپل ولس یې خوښ کړ.»

همدارنګه په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د اسټرالیا په وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بری ستایلی او دغه بری یې د افغانستان لپاره تاریخي ګڼلی.

د مخکیني ولسمشر ډاکتر اشرف غني لومړی مرستیال او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د اسټرالیا په وړاندې د افغان ملي لوبډلې د بري مبارکي ویلې، او په خپله اېکس پاڼه یې لیلکي: « د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بریا مو مبارک شه، زه د خوست له خلکو څخه هم مننه کوم چې د بریا د نمانځلو پرمهال یې د طالبانو بیرغ رد کړی.»

د دې تر څنګ د نړۍ غوره کرېکټ پوهانو او د بېلابېلو هېوادونو د کرېکټ پخوانیو لوبغاړو، محمد کیف، اشوین، ټام موډي، مایکل واګون، ډینیش کارټیک، وسیم جعفر او مفومیلو د اسټرالیا په وړاندې د افغان لوبډلې بری ستایلی او افغان لوبډله یې د شل اوریزو سیالیو غوره لوبډله بللې ده.

خو طالب چارواکو د تل په څېر یو ځل بیا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دغه تاریخي بري په اړه هیڅ پیغام نه دی خپور کړی.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړېوال جام سیالیو کې تردې مهاله شپږ لوبې تر سره کړې چې څلور یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.

افغان لوبډله په داسې حال کې د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکوي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغان لوبډلې سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو په غبرکون کې رسمي لوبې لغوه اعلان کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: افغانستان سره د روسیې د دوامدارو اړیکو پاللو په اړه د سرګي لاوروف د خبرو هرکلی کوو

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعي په ورځ د ډله ییز امنیت د تړون سازمان په غونډه کې ویلي و؛ چې له افغانستانه ګواښونه دوام لري، خو د باثباته، تلپاتي او بنسټیزو خبرو اترو په موخه له طالبانو سره د ځانګړو پروژو پلي کولو ملاتړ کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ درېیمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هغو څرګندونو هرکلی کوي، چې له دغې ډلې سره یې د باثباته، دوامدارو خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دوه ورځې وړاندې د قزاقستان په الماتا ښار کې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو سره له کتنې وروسته خبرداری ورکړ چې: «ګواښونه لا هم له افغانستان څخه سرچینه اخلي.»

سرګي لاوروف ویلي و؛ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له طالبانو سره د لا زیاتو بنسټیزو خبرو اترو اړتیا ده.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي؛ چې دغې ډلې تل ټینګار چې د یو مسوول حکومت په توګه چمتو دي، چې له ټولو لوریو سره پرګډو مسلو پراخې او پایله لرونکي خبرې اترې ولري.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دغې خبرپاڼه کې د روسیې په ګډون نورو هېوادونو ته د پخوا په څېر د امنیت ډاډ ورکړل شوی.

د مقاومت جبهه: احمد مسعود د طالبانو د مخالفینو په غونډه کې د ګډون لپاره ویانا ته تللی

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۱

د مقاومت جبهې ویلي، چې د دغې جبهې مشر احمد مسعود د افغانستان د سیاسي او مدني ګوندونو او شخصیتونو په غونډه کې د ګډون لپاره ویانا ته تللی دی.

ټاکل شوې دغه غونډه د دوشنبې په ورځ د اتریش په پلازمېنه کې جوړه شي. د غوڼډې د جوړونکو په وینا، د طالبانو ۷۰ سیاسي مخالفین به په دې غوڼډه کې برخه واخلي.

د مقاومت جبهې د یکشنبې په ورځ په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ویانا د غونډې موخه د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشې جوړول دي.

د ویانا دریمه ناسته په ۱۴۰۲ کال کې د اتریش په پلازمینه کې په ورته موخې جوړه شوې وه.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د احمد مسعود تر څنګ به د ویانا په څلورمه ناسته کې د ازادۍ جبهې، جمعیت، حرکت او اسلامي وحدت ګوندونو غړي هم ګډون وکړي.

د تیرو غونډو په څیر، دا ځل هم د سیاسي او نظامي جریانونو تر څنګ د تېر حکومت غړي، د پوهنتونونو استادان، مدني فعالان او د رسنیو استازي هم رابلل شوي دي.

د ګډونوالو په لومړني نوملړ کې د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، د بهرنیو چارو د پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل او د بشري حقونو د کمیسیون د پخوانۍ مشرې سیما سمر نومونه شامل دي.

دا لا څرګنده نه ده، چې دې غونډې ته به له نورو افغان سیاسي ګوندونو او پوځي خوځښتونو څخه څوک راځي که نه.

ایرانی چارواکی: په سوېلي خراسان کې د کار له اجازه لیک پرته د افغانانو کار کول بند دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د سوېلي خراسان د کار او ټولنیزو چارو لوی مدیر غلام رضا اشرفي ویلي؛ چې په دغه ولایت کې له کاري اجازه لیک پرته افغانانو ته کار ورکول بند دي او هغه کسان به جریمه کړي چې بهرنیو وګړو ته له جواز پرته کار ورکوي.

د مشهد صنفونو ادارې په دې وروستیو کې ویلي چې افغانان د امام رضا د زیارت په درې کیلومترۍ کې له کار کولو بند دي.

په ورته وخت کې غلام رضا اشرفي ویلي چې په ۱۴۰۲ کال کې د بهرنیو وګړو د لټون ۲۶۰ ګډې ګزمې په سوېلي خراسان کې د اړوندو اجرایوي ارګانونو په همکارۍ ترسره شوې دي.

د ایران د بازار خبري اژانس د راپور له مخې، د سوېلي خراسان د کار او ټولنیزو چارو لوی مدیر ویلي؛ چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانانو د ناقانونه کار د هرې ورځې جریمې اندازه شاوخوا ۲۰۰ ډالره ده.

د ایران په نورو ولایتونو کې هم د افغانانو پر کار د ایران له لوري د بندیزونو لګول دوام لري.

ایرنا خبري اژانس د شنبې په ورځ د (چنګاښ دویمه) راپور ورکړی چې د ایران په مشهد ښار کې د صنفونو د څارنې مدیر محسن صیادي ویلي، چې د (امام رضا) د زیارت په درې کیلومترۍ کې د افغانانو کار کول بند دي.

محسن صیادي ویلی دي؛ چې په مشهد ښار کې د ۳۱ هغو سوداګریزو اتحادیو په اړه د سرغړونې قضیې ثبتې شوې چې افغانانو ته یې کار ورکړی وو.

د خراسان رضوي ولایت د وګړو د ثبت ادارې د شمېرو له مخې، له تهران وروسته چې د بهرنیو کډوالو تر ټولو زیات شمېر لري، په مشهد کې همڅه د پاسه ۴۰۰ زره بهرني وګړي چې قانوني اسناد لري او کابو ۳۰۰ زره هغه بهرني وګړي اوسیږي چې هیڅ قانوني اسناد نه لري.

خو دغه شمېرې تر اوسه پورې د کوم سازمان له لورې نه دي تایید شوې.

تردې وړاندې د کرمانشاه ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو لوی ریاست د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ، اوسېدو او کار کولو بندیز لګولی و.

ختیځ اذربایجان، لوېدیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحل او بختیاري، کوهګیلویه، بویر احمد، ګیلان، مازندران، سیستان، بلوچستان، هرمزګان او همدان هغه ولایتونه دي چې د افغانانو اوسېدل او کار کول په کې بند دي.

طالبان: له سل ډیر افغان کډوال له پاکستانه په زور راستانه کړل شول

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري ډول افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو راستانه شوي چې ۱۲ تنه په کې بندیان وو. د پاکستان حکومت وايي، دغه لړۍ به روانه ساتي.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ درېیمه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۱۶۹ افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو د پاکستان حکومت له لوري په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت له قوله لیکلي، چې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۳ تنو رسیږي له همدې لارې هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت وایي،‌ په زور راستنو شویو تازه کډوالو کې ۱۲ تنه هغه افغانان هم شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې بندیان وو.

همدارنګه د کډوالو وزارت د تورخم د سرحدي امری‍ت له قوله لیکلي، چې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴ تنه وو، د تورخم له لارې راستنې شوې.

طالبان وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د روانې جون میاشتې تر ۲۱ مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغانانو شمیر شپږ لکه او ۲۰ زره او ۹۸۱ تنو رسېدلی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

جرمني رسنۍ: په تېرو دوو کلونو کې تر ۵۰۰ ډېر له ګواښ سره مخ افغانان جرمني ته لېږدول شوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۰۱ GMT+۱

جرمني رسنیو ویلي، چې د دغه پروګرام له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۵۳۰ له ګواښ سره مخ افغانان جرمني ته لېږدول شوي. ویل کیږي چې دغه پروګرام په ۱۴۰۱ کال کې پیل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د دغه پروګرام له لارې د منل شویو افغانانو شمېر د زیاتو امنیتي پلټنو له امله کم شوی دی.

جرمني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي، جرمني پلان لري چې له خطر سره د مخ افغانانو د منلو له پروګرام سره په میاشت کې ۱۰۰۰ افغانان دغه هېواد ته ولېږدوي.

د همدې راپورونو له مخې، دغه پروګرام د ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې په میاشت کې پیل شو او د تېر کال په تله میاشت کې یوازې ۱۳ افغانان د دغه هېواد د کورنیو چارو په وزارت ثبت شوي.

له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو په پروګرام کې هغه کسان شامل دي چې د طالبانو له خوا د شکنجې او ځورولو له خطر سره مخامخ دي، او یا د پخوانیو دندو لکه عدالت غوښتنې، زده کړو او یا سیاست له امله د طالبانو له لوري له لوړ خطر سره مخ دي.

جرمني ته له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو خبرې په داسې حال کې راپورته شوې چې په دغه هېواد کې د جرمونو په تور د یو شمېر افغان کډوالو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر په دې وروستیو کې وویل: «موږ د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره سخت کار کوو چې خطرناک اسلامپال او توندلاري جنایتکاران افغانستان ته بیرته واستوو.»

دغه څرګندونې د جرمني په ځينو ښارونو کې د افغان کډوالو له خوا د دغه هېواد پر وګړو او پوليسو تر بريدونو وروسته وشوې.