د مقاومت جبهه: احمد مسعود د طالبانو د مخالفینو په غونډه کې د ګډون لپاره ویانا ته تللی

د مقاومت جبهې ویلي، چې د دغې جبهې مشر احمد مسعود د افغانستان د سیاسي او مدني ګوندونو او شخصیتونو په غونډه کې د ګډون لپاره ویانا ته تللی دی.

د مقاومت جبهې ویلي، چې د دغې جبهې مشر احمد مسعود د افغانستان د سیاسي او مدني ګوندونو او شخصیتونو په غونډه کې د ګډون لپاره ویانا ته تللی دی.
ټاکل شوې دغه غونډه د دوشنبې په ورځ د اتریش په پلازمېنه کې جوړه شي. د غوڼډې د جوړونکو په وینا، د طالبانو ۷۰ سیاسي مخالفین به په دې غوڼډه کې برخه واخلي.
د مقاومت جبهې د یکشنبې په ورځ په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ویانا د غونډې موخه د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشې جوړول دي.
د ویانا دریمه ناسته په ۱۴۰۲ کال کې د اتریش په پلازمینه کې په ورته موخې جوړه شوې وه.
تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د احمد مسعود تر څنګ به د ویانا په څلورمه ناسته کې د ازادۍ جبهې، جمعیت، حرکت او اسلامي وحدت ګوندونو غړي هم ګډون وکړي.
د تیرو غونډو په څیر، دا ځل هم د سیاسي او نظامي جریانونو تر څنګ د تېر حکومت غړي، د پوهنتونونو استادان، مدني فعالان او د رسنیو استازي هم رابلل شوي دي.
د ګډونوالو په لومړني نوملړ کې د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، د بهرنیو چارو د پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل او د بشري حقونو د کمیسیون د پخوانۍ مشرې سیما سمر نومونه شامل دي.
دا لا څرګنده نه ده، چې دې غونډې ته به له نورو افغان سیاسي ګوندونو او پوځي خوځښتونو څخه څوک راځي که نه.