هغه مهال طالبانو شرطونه ایښي وو، چې له دې ډلې پرته به بل څوک د افغانانو په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون نه کوي.
داسې ښکاري چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنې منلي او دغه ناسته به په داسې حال کې ترسره شي، چې د افغانستان په استازیتوب به یوازې د طالبانو استازي په کې وي.
د طالبانو پر ضد د ښځو اعتراضي خوځښتونو، سیاسي ګوندونو او بهیرونو څو - څو ځلې ویلي، چې د ښځو د استازو او د سیاسي ګوندونو په نه شتون کې د دوحې د ناستې ترسره کول طالبانو ته د امتیازونو ورکولو په معنا دي.
سیاسي بهیرونو او معترضو ښځو هم د دوحې د غونډې په اړه په یوه ګډه خبرپاڼه کې لیکلي: «له ترهګرو ډلو سره جوړجاړی به ستونزه حل نه کړي او نور ناورینونه به وزیږوي.»
زه د نولسمې پېړۍ د هغې مشهورې مقولې په پیروۍ دا وایم، چې که میلیونونه محروم او تر استبداد لاندې پراته افغانان د شاتو مچیو په شان یوازې وبنګیږي، هم له استبداد څخه ځانونه ژغورلای شي. مدني فعالان دې بل څه نه کوي،په افغانانو کې دې جمعي اعتراض توان راویښ کړي او که دا کړلای نهشي، نو نه د جایزې مستحق دي او نه د سرتیفیکیت، نه حتی د هغې قهوې چې د دوحې د غونډو په حاشیو کې یې په بېخبرۍ کې څښي.
په یاد ولرئ، دا مصیبت پردیو پر افغانانو ورتپلی، د افغانانو جمعي اراده به دا مصیبت او آفت له منځه وړي، که د افغانانو جمعي اراده یې مات نه کړي، نو د «امرثاني» په شان به لایتناهي پرې واک چلوي. د بهرنیانو تش په نامه ملاتړ به یوازې په هغو کاغذونو کې لیکلی پاتې شي، چې د سفارتونو د ګودامونو موږکانو ته په درد خوري او بس.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوحې په غونډه کې د امریکا د ځانګړي استازي د نه ګډون د لامل په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. دا هم معلومه نه ده چې ایا د امریکا بل استازی به د ټام وسټ او رینا امیري پر ځای دوحې ته ولاړ شي او که نه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د دوحې دریمې غوڼډې ته د مدني ټولنې د استازو د نه ګډون په هکله د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ملګري ملتونه د دې غونډو کوربتوب کوي او دا پوښتنې باید ملګرو ملتونو ته راجع شي.
د بښنې نړۍوال سازمان مشرې هم ویلي، چې که د دوحې په ناسته کې د بشري او مېرمنو د حقونو فعالان برخه و نه لري او هلته د بشري حقونو موضوع له پامه غورځول کېږي؛ نو دغه غوڼډه هېڅ ډول اعتبار نه شي لرلای.
اګنس کالامار د دوحې د ناستې په درشل کې په یو پیغام کې ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه په خبرو اترو نه پر ځای کېږي؛ بلکې هغوی باید د ملګرو ملتونو په ناسته کې چې په دوحه کې جوړېدونکې ده رغنده ونډه ولري.
عبدالقهار بلخی وايي که د غونډې اجنډا کې بدلون را شي دوی به پر ګډون بیا غور وکړي
د جون د میاشتې په اتلسمه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد فرانس خبري اژانس ته وویل، چې « د اسلامي امارت یو هییت به د دوحې په کنفرانس کې ګډون کوي، هغوی به هلته د افغانستان نمایندګي کوي او د افغانستان دریځ به څرګندوي.»
هغه زیاته کړه چې طالبان ځکه په دې غونډه کې ګډون کوي چې په اجندا کې یې له افغانستان سره د اقتصادي کومکونو او د سرمایه ګزارۍ مواقع پیدا کولو موضوعات شامل دي او دا د افغانستان لپاره ګټور دي.
خو د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سوشل میدیا د ایکس له لارې د متحده قومونو سازمان ته اختار ورکړی چې که د دوحې د راتلونکی ناستی په اجندا یا د ګډونوالو په لست کې کوم تغیر یا بدلون را ولي، نو دا کار به په دغه ناسته کې د ګډون په باره کې د طالبانو په تصمیم اغیز ولري.
مطلب دا دې چې که متحده قومونه د دوحې په راتلونکې ناسته کې له طالبانو نه پرته کوم بل افغان ته د ګډون بلنه ورکړي او یا د غونډې په اجنډا کې د بشري حقونو خبره او یا کومه بله موضوع شامله کړي، نو طالبان به په دغه غونډه کې د خپل ګډون په تصمیم تجدید نظر وکړي.
دا ډیره عجبه ده چې د ټوپک سالارۍ په اساس ولاړ د یوه ناروا یا نامشروع او مستبد نظام نمایندګان، چې زیاتره کړنې یې د ملل متحد له چارتر نه سرغړونه کوي، د ملل متحد سازمان باندې خپل غیر عادلانه شرطونه تحمیلوي.
دا خبره بیخي طبیعي ده چې د افغانستان د مدني ټولنې نمایندګانو او په خاصه توګو ښځو د متحده قومونو له خوا د طالبانو د یکه تازۍ او انحصار په منلو او په جنسیتي اپارتاید د سترګې پټولو باندې اعتراض کړی، خو ور سره د نړۍ د بشري حقوقو ګڼو سازمانونو هم په دې حصه کې د خپل تشویش څرګندونه کړې ده.
دغه پرمختګونه او هغو ته عکس العملونه دا جوتوي چې د ملل متحد سازمان په افغانستان کې د بشری حقونو او په خاصه توګه د ښځو د حقونو او د جینکو د معارف په مسلو د خپل دریځ نه انحراف کړی دی.
د دوحې د دریمې ناستې د ګډونوالو لسټ او اجندا یې د طالبانوپه وینا جوړ کړي، چې ملي او بین المللي مشروعیت نه لري.
خو سیاسي شنونکي په دې خبره پوهیږي چې د ملل متحد سازمان په مهمو بین المللي مسایلو کې د تصمیم نیولو په حصه کې استقلال نه لري او د مصونیت شورا د پنځو دایمي غړو هیوادونو یا ابر قدرتونو په خوښه تصمیم نیسي.
دا هم معلومه خبره ده چې د ابر قدرتونو لپاره خپلې ستراتیجکې ګټې اهمیت لري او د افغانستان د ګټو یا د افغان ښځو د حقوقو په غم کې نه دي.
د افغانستان پر طبیعي زېرمو سیالي
چین ته د افغان طبیعي زېرمو لپاره د طالبانو په څېر حکومت ګټور ښکاري
افغانستان د اسیا قلب بلل کیږي او د اسیا او اروپا تر مینځه د ځمکني پل د جوړیدو یا نه جوړیدو په مسله کې د افغانستان جغرافیه خاص اهمیت لري.
خو اوس داخبره هم هر عام و خاص ته معلومه ده چې افغانستان خورا ډیرې طبیعي زیرمې لري چې هر ابر قدرت پرې ګيډه اچول غواړي او د خپل اقتصاد قوي کولو لپاره ترې ګټه پورته کول غواړي.
په نړۍ کې د خپلې هژمونۍ د تامین لپاره د افغانستان د ستراتیجکې جغرافیه نه د یوه بل په ضد استفاده کول د ابر قدرتونو د افغان پالیسۍ اصلي اساس دی او په دې وجه له پنځه څلویښت کلونو نه په افغانستان کې د ابر قدرتونو غیر مستقیم جنګ ادامه لري.