• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سلګونو حاجیانو له مړینې وروسته د ۱۶ مصري سیاحتي شرکتونو جوازونه لغوه شول

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

وروسته له هغې چې د حج د مراسمو پر مهال تر ۱۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول، مصري چارواکو د ۱۶ سیاحتي شرکتونو د جوازونو د لغوه کولو امر صادر کړ او د دغو شرکتونو د مدیرانو دوسیې یې د «درغلیو» په تور د دغه هېواد قضايي سیستم ته وسپارلې.

د مصر لومړي وزیر مصطفی مدبولي د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د دغو شرکتونو د جواز د لغوه کولو حکم صادر شوی او د هغو حاجیانو کورنیو ته به تاوان ورکړل شي، چې د دغو شرکتونو له خوا د حج مراسمو ته استول شوي او ورک شوي دي.

دغو شرکتونو په غیر قانوني توګه سعودي عربستان ته حاجیان وړل.

د رسمي معلوماتو او همدارنګه د ډیپلوماټانو له خوا ورکړل شوي معلوماتو له مخې؛ د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د جمعې تر ورځې پورې د حج پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۰۰ ته رسیدلی.

د مړو شویو حاجیانو له نیمایي څخه زیات له مصر څخه راغلي وو او مصري چارواکو هم د مصري حاجیانو په منځ کې د ۳۱ تنو د مړینې لامل «مزدنۍ ناروغۍ» بللي دي.

په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې په وروستیو ورځو کې د تودوخې درجه تر ۵۱ درجو پورې رسېدلې، چې ډېری یې د ډېرې ګرمۍ له امله مړه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې هر کال په لسګونو زره کسان اجازې پرته د حج په مراسمو کې د ګډون هڅه کوي.

د جمعې په ورځ د سعودي یوه لوړ پوړي چارواکي د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره د هېواد د مدیریت دفاع وکړه.
هغه اې اېف پي ته وویل: "حکومت ناکام نه و، مګر د خلکو له خوا غلط فهم و، چې خطرونه یې نه محاسبه کول."

د دغه سعودي چارواکي په وینا؛ د هوا د تودوخې د دغو مړینو لامل وو.

د جون په لومړیو کې سعودي عربستان اعلان وکړ، چې امنیتي ځواکونو یې له مکې څخه څه باندې ۳۰۰ زره هغه کسان اېستلي چې د حج لپاره یې نوم لیکنه نه وه کړې.

له دې جملې څخه شاوخوا ۱۵۴۰۰۰ بهرنیان یوازې د سیاحتي ویزو په لرلو هېواد ته داخل شوي او د حج له رسمي پروسې څخه نه دي تللي.

د ۲۰۱۹ راهیسې سعودي عربستان د هیواد د ګرځندوی صنعت ته وده ورکولو لپاره د سیاحتي ویزو صادرول ډیر کړي.

په مکه مکرمه کې د مسلمانانو سپېڅلي ځای ته زیارت کول د اسلام له پنځو رکنونو څخه یو دی او هر مسلمان چې د دې توان لري باید په خپل ژوند کې لږترلږه یو ځل ددې زیارت وکړي.

د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه د سعودي عربستان له خوا نورو هېوادونو ته د ورکړل شوي کوټې سیسټم پراساس ټاکل کیږي.

د تېرې جمعې په ورځ د تونس ولسمشر قیس سعید د حج په مراسمو کې د لسګونو تنو تونسیانو د وژل کېدو نه وروسته د مذهبي چارو وزیر له دندې ګوښه کړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله خبرپاڼه کې د نوموړي د ګوښه کېدو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو دا پرېکړه د حج له مراسمو وروسته چې د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول پای ته ورسېده اعلان شوه.

په تونس کې یو شمېر کسان د حج لپاره له رسمي اجازې پرته سعودي عربستان ته تللي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اوکراین: د روسیې بریدونو کې د برېښنا ویجاړېدو سره مجبور یو، د ریکارډ کچې برق وارد کړو

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۹ GMT+۱

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو برید نن د دغه هیواد په سویل ختیځ او لویدیځ کې د بریښنا تاسیسات زیانمن کړي، د بریښنا دوه کارکوونکي یې ټپیان کړي او اوکراین یې مجبور کړی چې د ریکارډ تر کچې بریښنا وارده کړي.

د بریښنا د ملي شبکې چلوونکي یوکرینرګو وویل، دا اونۍ په سویل ختیځه زاپروژیا او په لویدیځ ته په لیویف کې د روسیې دوهم لوی هوایی برید کې د بریښنا تاسیسات زیانمن شوي دي.

په زاپریژیا کې دوه کارګران د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي.

د انرژۍ وزارت ویلي، د روسیې بریدونو د هېواد په لوېدیځ کې د ګاز یوه شبکه هم په نښه کړې ده.

د دغه وزارت اعلامیه کې ویل شوي: "د مارچ له میاشتې راهیسې د بریښنا شبکو باندې د دښمن له اتو لویو بریدونو وروسته، د انرژۍ په برخه کې وضعیت ستونزمن دی."

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو له الوتکو، کښتیو او بې پیلوټه الوتکو په لر واټنه توغنديو، په اوکراین کې د مهماتو ډیپو او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي، چې په وینا یې د پوځي تولیداتو ملاتړ یې کاوه.

د اوکراین سمندري ځواکونو ویلي، د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې روسي ځواکونو د تور سمندرګي پر ځای له ازوف بحیرې څخه توغندي توغولي.

د اوکراین د سمندري ځواکونو ویاند دیمیترو پلیتینچوک یو سیمه ییز ټلویزیون ته وویل: "دا یو مهم بدلون دی او دوی ځکه دا کار کوي،‌ چې دغه سیمه تر تور سمندرګي خوندي ده."

د اوکراین هوايي دفاعي ځواک ویلي، د روسیې توغول شوي ۱۶ توغندي او ټولې ۱۳ بې پیلوټه الوتکې یې له منځه وړې دي.

د اوکرایین د انرژۍ وزارت وویل، چې د دغو بریدونو معنا دا ده چې هیواد به یې نن د ریکارډ تر کچې، یعنې ۳۳ زره ۵۵۹ میګاواټه ساعت بریښنا وارده کړي. ټاکل شوې چې حکومت په ټول هیواد کې د څو ساعتونو لپاره بریښنا قطع کړي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي، د اسراییل په بریدونو کې ۴۲ کسان وژل شوي دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د حماس تر کنټرول لاندې د حکومت د رسنیو دفتر مشر ویلي، چې د نن د فلسطین شمال ته د غزې په ښار کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي دي. اسماعیل الثوبطه رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې په الشطي کې پر کورونو باندې د اسرایی هوايي برید کې ۲۴ کسان ووژل شول.

دغه سیمه د غزې له اتو تاریخي سیمو څخه یوه ده. ۱۸ نور فلسطینیان د الطفه په ګاونډ کې پر کورونو په بمبار کې وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي: «د اسراییل جنګي الوتکو د غزې په ښار کې د حماس پر دوو پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.»

پوځ وايي،‌ چې په دې اړه نور جزیات به ژر خپاره شي.

حماس د اسراییل د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې چې د دوی پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي که نه.

د حماس په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې بریدونو ملکي وګړي په نښه شوي او ژمنه یې کړې چې "اشغال او نازي مشران به یې زموږ د خلکو په وړاندې د خپلو سرغړونو بیه پرې کړي."

رویټرز ته رسېدلي انځورونه ښیې چې لسګونه فلسطینیان د ویجاړو شوو کورونو په مینځ کې د قربانیانو په لټه کې دي.

په انځورونو کې د شاتي د کډوالو په کمپ کې ویجاړ شوي کورونه، ویجاړ شوي دیوالونه او ویجاړې کوڅې لیدل کیږي.

پر غزه د اسراییل ځمکني او هوایي بریدونه هغه مهال پیل شو، چې د اکتوبر په اوومه د حماس په مشرۍ اورپکو د اسراییل پر سویلي سیمو برید وکړ، چې د اسراییلو د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او تر ۲۵۰ډېر نور یې یرغمل کړل.

د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، دغه برید نږدې ټوله غزه ویجاړه کړې، له ۳۷ زره ۴۰۰ څخه ډیر خلک یې وژلي، چې یوازې ۱۰۱ کسانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د اسراییل د بریدونو په پایله کې نږدې ټول خلک بې کوره شوي دي.

د جګړې له پیله تر اتو میاشتو ډیر وخت تیریږي او اوس د اسراییل پرمختګ پر دوو وروستیو سیمو راټول دی چې ځواکونو یې لا تر اوسه نه دي نیولې.

دغه دوه سیمې د غزې په سویلي څنډه کې رفح ښار او په مرکز کې د دیر البلاح شاوخوا کلي دي.

د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې اسراییلي ټانکونو په وروستیو ورځو کې د رفح په لویدیځ او شمالي سیمو کې خپل یرغل لا پسې زیات کړی دی.

د شنبې په ورځ اسراييلي ځواکونو له هوا او ځمکې څخه پر داسې سيمو بریدونه وکړل، چې ډیر شمیر کورنۍ ژوند کوي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې ځواکونو یې په رفح کې "د استخباراتو پر بنسټ" هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي، ګڼ شمېر فلسطینیان یې وژلي او پوځي بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.

د جمعې په ورځ، د غزې روغتیا وزارت ویلي و، چې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیان د لویدیځ رفح ښار په موسي کې وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

فلسطیني چارواکو ویلي، چې د ټانک مرمۍ د بې ځایه شویو کورنیو پر خیمو لګېدلې دي.

په جنوبي هند کې د ککړو الکولي مشروباتو د استعمال د قربانیانو شمېر ۵۴ ته ورسېد

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د هند په جنوبي تامیل ناډو ایالت کې د ککړو شرابو د څښلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۴ تنو ته رسېدلی او تر ۱۰۰ ډېر کسان لا هم په روغتونونو کې بستر دي. له چارشنبې راهیسې، نږدې ۲۰۰ کسان د میتانولي الکولي مشروباتو د څښاک له امله درملل کېږي.

دغه کسان د ککړو الکولي مشروباتو له څښلو وروسته په کانګو، د معدې درد او اسهال اخته شوي وو.

ایالتي حکومت اعلان وکړ، چې دوی به د میتانول په تولید کې د ښکیلو کسانو د پیژندلو لپاره اقدامات وکړي.

میتانول یوه زهرجنه کیمیاوي ماده ده چې معمولا د صنعتي موخو لپاره کارول کیږي.

د چارواكو په وينا، د پېښې په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي او اووه تنه يې نيولي دي.

یو لوړ پوړي سیمه ییز چارواکي پرسانث وویل، د تامیل ناډو د پلازمینې چینای څخه شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره لرې په کالاکوریچي ولسوالۍ کې د شرابو او بیر پلورونکو په وړاندې نور عملیات روان دي.

په هند کې خلک تر ډېره د برانډ شویو شرابو د اخیستلو وس نه لري او همدا وج ده چې له بې قانونه تولید شويو الکولو یا وطني شرابو مړینه عامه چاره ده.

د امریکا الوتک وړونکې بېړۍ د پوځي تمرين لپاره جنوبي کوريا ته ورسېده

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د امريکا یوه اټومي ځواک لرونکې الوتک وړونکی بېړۍ «ټيوډور روزویلت» نن د جنوبي کوريا بوسان بندري ښار ته ورسېده. رويټر خبري‌اژانس د جنوبي کوريا د سمندري ځواک له قوله ليکلي، چې امريکا به په همدې مياشت کې له کوربه هېواد او جاپان سره ګډ پوځي تمرينونه شروع کړي.

د رويټرز د معلوماتو له مخي، د همدې دريو هېوادونو مشرانو د ۲۰۲۳ کال په اګسټ مياشت کې په کمپ ډيويډ غونډه کې د سويلي چين سمندرکي په لانجمنو اوبو کې د چين «خطرناک او تېریګر چلند» وغانده او هوکړه یې وکړه، چې کلني پوځي تمرینونه تر سره کړي.

سیمې ته د امریکا د الوتک وړونکې بېړۍ تر رسېدو څو ورځې مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې اونۍ کې د ۲۴ کلونو په جريان کې په لومړي ځل شمالي کوريا ته سفر وکړ او د هغه هېواد له مشر کیم جونګ اون سره يې دوه اړخيز دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون هم د دې تړون لاسلیک کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد په نوم وبلل.

د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر وايي، د «ترهګرۍ» تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړه کوي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر شهباز شریف وايي، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ تر بشپړ له منځه تللو پورې جګړې ته دوام ورکوي. اصف علي زرداري او شهباز شریف د پښتونخوا په کورمه کې د چاودنې له امله د ۵ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په غبرګون کې نن دا خبره کړې ده.

د پاکستان حکومت مني، چې بېګا ناوخته په کورمه کې د ځواکونو پر ګزمه د چاودنې له امله پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف غبرګون ښودلی دی او دغه برید یې غندلی دی.

اصف علي زرداري په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو پورې به په دغه هیواد کې عملیات روان وي.

زرداري د وژل شويو پاکستاني عسکرو له کورنیو سره غمرازي ښودلې ده.

په وروستیو کې په پښتونخوا او پلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو وسلوال بریدونه څو برابره زیات شوي دي.

پښتونخوا کې د ورځږ په تېریدو سره د ترهګرو فعالیتونه مخ په زیاتېدو دي.

پاکستاني نظامیان دا ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر وړاندې کاروي، هغه څه چې تل د افغان طالبانو لخوا رد شوي دي.