• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړېوال شل اوریز جام؛ انګلېنډ امریکا ته د لسو ویکېټو په توپير ماتې ورکړه

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۴۴ GMT+۱

د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام د غوره اته پړاو لوبډلو په سیالیو کې انګلېنډ د امریکا لوبډلې ته د لسو ویکېټو په توپير ستره ماتې ورکړه. بلخوا د ویسټ اینډیز او سوېلي افریقا تر منځ لوبه د باران له امله درول شوې.

د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړېوال جام کې ۴۹مه لوبه د امریکا او انګلېنډ لوبډلو تر منځ ترسره شوه.

د لوبې پچه انګلېنډ وګټله او د امریکا لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د امریکا لوبډلې ونشوی کولی چې په بشپړ ډول ۲۰ اورونه ولوبوي، او ټوله لوبډله یې ۱۸،۵م اور کې وسوځېدله.

د امریکا لوبډلې د نیتیش کمار ۳۰، کوري انډرسن ۲۹ او هارمیت سینګ ۲۱ منډو په مټ ۱۱۵ منډې جوړې او انګلېنډ لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ.

په دغه لوبه کې د امریکا له لوري کریس جورډن ۴ ، عادل رشید او سام کرن دوه دوه ویکېټې تر لاسه کړې.

د امریکا له لوري ورکړل شوی هدف د انګلېنډ لوبډلې پیلزو لوبغاړو د لوبې په ۹،۴ اور کې پوره کړ او امریکا ته یې د لسو ویکېټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې بټلر ۸۳ او فیل سالټ ۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د انګلېنډ لوبډلې توپ اچونکي عادل رشید ته ورکړل شوه.

بل خوا د ویسټ اینډیز او سویلي افریقا تر منځ روانه سیالۍ د باران د ورښت له امله د اوس لپاره ځنډول شوې.

د دغې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او ویسټ اینډیز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د ویسټ اینډیز لوبډلې د شل اورونو په لوبولو سره د اتو ویکېټو په زیان ۱۳۵ منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د سوېلي افریقا لوبډله د هدف پوره کېدو په موخه د سیالۍ ډګر ښکته شوه.

سویلي افریقا د دوو اورونو په لوبولو سره ۱۵ منډې جوړې کړې او دوه لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د اوس لپاره دغه سیالۍ د باران د ورښت له امله درول شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ نړۍوالې شورا په ټولنیزو شبکو کې د سر عکس د افغانستان د کرېکټ بریا ته ځانګړی کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د کرېکټ نړۍوالې شورا رسمي فیسبوک پاڼې خپل د سر عکس د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سترې بریا او خوښۍ ته ځانګړی کړی دی. د ای سي سي فیسبوک ۶۷ میلیونه تعقيبونکي لري او اوس په دې پاڼه کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي ګلبدین نایب د خوشحالۍ د نمانځلو انځور دی.

د کرېکټ د شل اوره نړۍوال جام د دویم پړاو د اتو غوره لوبډلو د سياليو پر مهال د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دغه بریا د افغانستان د ورزش د مينه والو ترڅنګ په ټوله نړۍ کې د تود هرکلي او خوښيو سره مخ شوې ده.

د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته تګ اسانه کړ؛ خو څلورو لوبو ته د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې تګ يې سخت کړ.

د کرېکټ افغان اتلان اوس ښه چانس لري، چې په خپله وياړلې بريا او تاریخ سره د نړۍوال جام وروستيو څلورو لوبډلو ته لاره پيدا کړي.

که هند لوبډله اسټرليا او افغانستان بنګلدېش ته ماته ورکړي؛ نو افغان لوبډله به د سيالیو نيمه پايلوبې ته ورسیږي او د جام ګټلو لپاره به خپلې هڅې جارې وساتي.

100%

پخوانیو چارواکو او کرېکټ پوهانو له اسټرالیا څخه د افغانستان بری ستایلی خو طالبان غلي دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د اسټرالیا لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته، محمد اشرف غني، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، امرالله صالح، د کرېکټ نړېوالو پوهانو او میلیونونو د کرېکټ مینوالو د افغان لوبډلې ستاینه کړې خو طالب چارواکي تر اوسه پورې غلي دي.

نن یکشبې د (چنګاښ درېیمه) د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې دغه بری د نړۍ په هره برخه کې د کرېکټ د مینوالو او پوهانو له لوري وستایل شو.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د دغه بري په اړه لوبغاړو ته مبارکي ویلي، او د شل اوریزو نړېوالو لوبو اتلې لوبډلې اسټرالیا ته د افغان لوبډلې له لوري ماتې ورکول یې د کرېکټ تاریخي شېبه یاده کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پره خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د خوښۍ خبره ده چې د اسټرالیا په وړاندې د کرېکټ ملي لوبډلې بریا خپله کړه او خپل ولس یې خوښ کړ.»

همدارنګه په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د اسټرالیا په وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بری ستایلی او دغه بری یې د افغانستان لپاره تاریخي ګڼلی.

د مخکیني ولسمشر ډاکتر اشرف غني لومړی مرستیال او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د اسټرالیا په وړاندې د افغان ملي لوبډلې د بري مبارکي ویلې، او په خپله اېکس پاڼه یې لیلکي: « د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې بریا مو مبارک شه، زه د خوست له خلکو څخه هم مننه کوم چې د بریا د نمانځلو پرمهال یې د طالبانو بیرغ رد کړی.»

د دې تر څنګ د نړۍ غوره کرېکټ پوهانو او د بېلابېلو هېوادونو د کرېکټ پخوانیو لوبغاړو، محمد کیف، اشوین، ټام موډي، مایکل واګون، ډینیش کارټیک، وسیم جعفر او مفومیلو د اسټرالیا په وړاندې د افغان لوبډلې بری ستایلی او افغان لوبډله یې د شل اوریزو سیالیو غوره لوبډله بللې ده.

خو طالب چارواکو د تل په څېر یو ځل بیا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د دغه تاریخي بري په اړه هیڅ پیغام نه دی خپور کړی.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړېوال جام سیالیو کې تردې مهاله شپږ لوبې تر سره کړې چې څلور یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.

افغان لوبډله په داسې حال کې د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکوي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغان لوبډلې سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو په غبرکون کې رسمي لوبې لغوه اعلان کړې.

افغانستان د ۲۱ منډو په توپیر اسټرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۱۰ GMT+۱

افغانستان په لومړي ځل د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. تردې وړاندې افغانستان په هیڅ لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې نه وه ورکړې. د افغانستان او سټرالیا لوبډلو تر منځ د نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان پیلیز توپ وهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د ښې ملګرتیا په مټ اسټرالیا لوبډلې ته ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

د اسټرالیا لوبډلې له لورې د افغانستان د ورکړل شوي هدف د پوره کېدو لپاره میکسویل ۵۹ منډې جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي یې د ډیرو کمو منډو جوړولو وروسته وسوځیدل.

په دغې لوبه کې ګلبدین نایب د څلورو اورو په لوبولو سره د اسټرالیا څلور، نوین الحق درې، راشد خان او محمد نبي یو یو لوبغاړي وسوځول، او د اسټرالیا لوبډله یې پرینښودله چې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې د لومړۍ ځل دی چې افغان لوبډله د اسټرالیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو توانیږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته اسټرالیا څو ځله په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بندیدو او د ښځو د حقونو د نه مراعتولو په پلمه له افغان لوبډلې سره لوبې کول لغوه کړي و.

د اسټرالیا د دغه کار په اعتراض کې هم افغان لوبغاړو د اسټرالیا هېواد په کورنۍ لیګونو کې له لوبیدو څخه ډډه وکړه.

کرېکټ شل اوریز نړېوال جام؛ افغانستان اسټرالیا ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۳:۲۸ GMT+۱

افغانستان د نړېوال جام د غوره اته لوبډلو په پړاو کې خپله دویمه لوبه د اسټرالیا په وړاندې ترسره کوي. په دغه پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه درې ورځې وړاند هند ته وبایلله.

د شل اوریز کرېکټ نړېوال جام د دویم پړاو سیالیو په دوام نن یکشنبه افغانستان د اسټرالیا په وړاندې لوبیږي.

د لوبه پچه اسټرالیا لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډله نن د دوه بدلونونو سره د سیالۍ ډګر ښکته شوه.

په افغان لوبډله کې نن د حضرت الله ځاځي او نجیب ځدراڼ پر ځای کریم جنت او ننګیال خروټی لوبیږي.

د افغانستان لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو د اسټرالیا لوبډلې ته ۱۴۹ منډې هدف ورکړ.

د افغان کرېکټ لوبډلې په ګټه رحمان الله ګربز ۶۰ ابراهیم ځدران ۵۱ او کریم جنت ۱۳ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا په وړاندې د ۶۱ منډو په جوړیدو سره رحمان الله ګربز په روان نړېوال جام کې درېیمه او ابراهیم ځدران دویمه نیمه سلیزه بشپړه کړه.

له لنډې دمې وروسته افغان لوبډله د اسټرالیا په وړاندې توپ اچونه پیلوي.

د شل اوریز نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه درې ورځې وړاندې هند ته وبایلله.

د ازادو سيالیو افغان لوبغاړې تمنا احمدي له بريتانوۍ سيالې سره د لوبې ډګر ته دانګي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د رزمي لوبو فعاله افغان لوبغاړې تمنا احمدي، چې د کیک بوکس په سياليو کې مخکښه تجربه لري اوس په ازادو سياليو کې د ګډون لپاره میدان ته راوتلې. تمنا احمدي په خپله لومړۍ تجربه کې په ايم ايم ای سيالیو کې د خپلې بريتانوۍ سیالۍ نیکولانايت سره په لوبه کې مخ کيږي.

د دې دوو لوبغاړو لوبه به د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) نېټه د المايټي فايت سازمان د ۳۷م پړاو سياليو کې د انګلستان د دورهام کاونټي ښار په کورتوب تر سره شي.

تمنا احمدي لومړنۍ افغانه نجلۍ ده، چې د نړيوالو ازدو سيالیو د يوه معتبره سازمان په لوبو کې برخه اخلي.

هغې له ۲۰۱۸ څخه دغه سيالۍ پيل کړې دي.