کرېکټ شل اوریز نړېوال جام؛ افغانستان اسټرالیا ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ

افغانستان د نړېوال جام د غوره اته لوبډلو په پړاو کې خپله دویمه لوبه د اسټرالیا په وړاندې ترسره کوي. په دغه پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه درې ورځې وړاند هند ته وبایلله.

افغانستان د نړېوال جام د غوره اته لوبډلو په پړاو کې خپله دویمه لوبه د اسټرالیا په وړاندې ترسره کوي. په دغه پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه درې ورځې وړاند هند ته وبایلله.
د شل اوریز کرېکټ نړېوال جام د دویم پړاو سیالیو په دوام نن یکشنبه افغانستان د اسټرالیا په وړاندې لوبیږي.
د لوبه پچه اسټرالیا لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډله نن د دوه بدلونونو سره د سیالۍ ډګر ښکته شوه.
په افغان لوبډله کې نن د حضرت الله ځاځي او نجیب ځدراڼ پر ځای کریم جنت او ننګیال خروټی لوبیږي.
د افغانستان لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو د اسټرالیا لوبډلې ته ۱۴۹ منډې هدف ورکړ.
د افغان کرېکټ لوبډلې په ګټه رحمان الله ګربز ۶۰ ابراهیم ځدران ۵۱ او کریم جنت ۱۳ منډې جوړې کړې.
د اسټرالیا په وړاندې د ۶۱ منډو په جوړیدو سره رحمان الله ګربز په روان نړېوال جام کې درېیمه او ابراهیم ځدران دویمه نیمه سلیزه بشپړه کړه.
له لنډې دمې وروسته افغان لوبډله د اسټرالیا په وړاندې توپ اچونه پیلوي.
د شل اوریز نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه درې ورځې وړاندې هند ته وبایلله.


د رزمي لوبو فعاله افغان لوبغاړې تمنا احمدي، چې د کیک بوکس په سياليو کې مخکښه تجربه لري اوس په ازادو سياليو کې د ګډون لپاره میدان ته راوتلې. تمنا احمدي په خپله لومړۍ تجربه کې په ايم ايم ای سيالیو کې د خپلې بريتانوۍ سیالۍ نیکولانايت سره په لوبه کې مخ کيږي.
د دې دوو لوبغاړو لوبه به د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) نېټه د المايټي فايت سازمان د ۳۷م پړاو سياليو کې د انګلستان د دورهام کاونټي ښار په کورتوب تر سره شي.
تمنا احمدي لومړنۍ افغانه نجلۍ ده، چې د نړيوالو ازدو سيالیو د يوه معتبره سازمان په لوبو کې برخه اخلي.
هغې له ۲۰۱۸ څخه دغه سيالۍ پيل کړې دي.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې پنځو لوبغاړو د کاناډا په ګلوبل ۲۰ اوره سياليو کې د ګډون لپاره د بېلابېلو لوبډلو سره تړونونه لاسلیک کړه. پاکستاني رسنۍ وایي، چې د ملي لوبډلې تېز توپ اچونکی شاهين اپريدی به د کاناډا ټورنټو لوبډلي سره لوبيږي.
ال روانډر افتخار احمد، د مسیسا بنګال ټايګز لوبډلې اخيستی او تېز توپ اچونکی محمد عامر، ويکټ ساتونکی او پوتوپوهنکی محمد رضوان او کپتان بابراعظم به د وينګورنايټز لوبډلې سره تړونونه کړي دي.
د کاناډا ګلوبل شل اوره سيالۍ په ۲۰۱۸ کال د کرېکټ د نړيوالۍ شورا تر تصويب وروسته د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
له هغه راهیسې دا لوبې هر کال په جون او جولای کې کېږي.
د دې سيالیو په هره لوبډله کې ۴ بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه سبا سې شنبه له ویسټ انډیز سره تره سره کوي. دغه سيالۍ د افغانستان پر وخت د سهار پر پنځه بجې د ويسټ انډيز په کوربتوب تر سره کيږي.
افغانستان د دریو بریاو او شپږو نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی، غواړي د نړیوال جام په دریم ګروپ کې خپل نه ماتیدونکي ریکارډ وساتي او مخکښ شي.
ویسټ انډیز د کرکټ په نړۍ کې یوه له پیاوړو لوبډلو څخه ده، چې دوه ځله یې د شل اوریزو نړیوال جام اتلولي ګټلې ده. دا لوبډله د میدان او لوبو په ټولو برخو کې پیاوړې ده، چې اوسمهال د شپږ نمرو په لرلو سره د ګروپي جدول دویم ځای لري.
افغانستان او ويسټ انډيز دواړه لوبډلې د سياليو ۸ غوره لوبډلو ته ځان رسولی دی.
په افغان لوبډله کې حضرت الله ځاځی د مجیب الرحمن پر ځای د لوبو اصلي ترکيب ته اضافه شوی.
افغانستان په دې سيالیو کې له تمې خلاف ښې لوبې کړي او د سياليو په لومړي ګروپي پړاو کې يې د راشد خان ارمان په مشرۍ خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړې.
په دې سيالیو کې د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان او نور ملي لوبغاړي ښه لوبېدلي دي.
دغه سيالۍ د راتلونکې پړاو لپاره د دواړو لوبډلو پر برخلیک اغېز نه کوي؛ خو د لوبډلې په لوړ مورال ساتلو کې اغېزمنه بلل کيږي.
د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ په نړيوال ۲۰ اوره جام سیاليو کې په اته غوره پړاوو کې افغانستان له پياوړو لوبډلو سره مخ دی، چې د هند په څېر له قوي لوبډلو سره به سيالۍ تر سره کوي.
که څه هم د ویسټ انډیز لوبډله پیاوړې ده؛ خو افغان لوبډلې هم پوره چمتووالی ښودلی دی.
محمد نبي د افغانستان په لوبډله کې د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو سیالیو یو له غوره الراونډرانو څخه دی.
راشد خان د کرکټ په نړۍ کې یو له نامتو څهرو بلل کیږي.
افغان تېز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي په دولسو ویکټو سره د یاد نړیوال جام د غوره توپ اچوونکو او رحمان الله ګربز هم د نړیوال جام د غوره توپ وهونکو په سر کې ځای لري.
د دغو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان نور ستوري هم د ویسټ انډیز پر وړاندې د ښې لوبې د ترسره کولو لپاره لازمه تجربه لري.
افغان لوبډلمشر راشد خان تر اوسه د ویسټ انډیز پر وړاندې په اتو لوبو کې نهه ویکټې اخیستي دي.
د «ډارين سامي» نړیوال لوبغالی، چې د سبا سيالۍ ځای دی، د نورو لوبغالو په پرتله د توپ اچونې لپاره ډیر مناسب دی.
په دې لوبغالي کې هرې لوبډلې، چې پچه ګټلې هڅه کوي لومړی توپ وهنه وکړي؛ خو مختلفې پایلې یې لرلې.
په دې لوبغالي کې تر دې وړاندې هم هغه لوبډلو چې لومړی یې توپ وهنه کړې شپږ ځلې او هغه لوبډلې چې توپ اچونه یې کړې هم شپږ ځلې بریا خپله کړې ده.
د افغانستان په لوبډله کې تمه کیږي رحمان الله ګربز د نورو لوبغاړو په پرتله، ښه وځليږي.

د بنګله دېش لوبډلې له لوري نیپال ته په ماتې ورکولو سره د نړېوال جام د اتو غوره لوبډلو نوملړ بشپړ شو. د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه تنظیم حسین ته ورکړل شوه.
د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ د شل اوریز نړېوال جام ۳۷مه لوبه د بنګله دېش او نیپال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې پچه نیپال لوبډلې وګټله او بنکله دېش لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۱۹،۳ اورونو کې د ۱۰۶ منډو جوړېدو وروسته وسوځېدله.
د بنګله دېش په ګټه شکیب الحسن ۱۷، رشاد حسین او محمد الله۱۳ ، ۱۳ تر نورو ډیرې منډې جوړې کړې.
د نیپال په ګټه سومپال کامي، سندیپ لامیچانه او روهیت پودل هر یوه د بنګله دېش دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د بنګله دېش لوبډلې د خپل ۱۰۶ منډو څخه په ښه ډول دفاع وکړه او د تنظیم حسین او مصطفیض الرحمن د ښې توپ اچونې په مټ یې د نیپال ټوله لوبډله ۱۹،۲ اورو کې وسوځوله.
د بنګله دېش له لوري د نیپال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د نړېوال جام د اتو غوره لوبډلو نوملړ هم بشپړ شو.
د سږني نړېوال جام اته غوره لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي.
په لومړی ګروپ کې هند او افغانستان، اسټرالیا او بنګله دېش او په دویم ګروپ کې امریکا، انګلینډ، ویسټ اینډیز او سوېلي افریقا مخامخ دي.

له یادې لوبې وروسته په بي ګروپ کې اسټرالیا او انګلستان د (اته غوره پړاو) ته لاره وموندله. تېره ورځ د نړېوال جام په دوام د هند او کاناډا وروستۍ ګروپي لوبه د باران له امله بې پایلي اعلان شوه او انګلستان نمیبیا ته، سویلي افریقا نیپیال او نیوزیلنډ یوګانډا ته ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ۳۵مه لوبه نن اسټرالیا او سکاټلېنډ لوبډلو تر منځ په یوسیجور لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او سکاټلېنډ لولبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د سکاټلېنډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان د برینډون مکالم ۶۰، ریچي برینګتون ۴۲ او جورج مانسي ۳۵ منډو په مټ په شل اورونو کې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.
د اسټرالیا په ګټه بیا مکسویل دوه، اډم زامپا او ناتان الیس یوه یوه ویکېټه واخیسته.
د اسټرالیا لوبډلې د سکاټلېنډ له لوري د ورکړل شوي ۱۸۱ منډو هدف د لوبې په شلم اور کې د ټراویز هډ ۶۸، مارکس سټوینیس ۵۹ او ټیم ډیویډ ۲۴ ناسوځېدلو منډو په مټ پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکیټو په توپیر وګټله.
له بي ګروپ څخه اسټرالیا او انګلېنډ د اته غوره لوبډلو په لیست کې شاملې شوې.
د نن ورځې په وروستیو کې دویمه لوبه د پاکستان او ایرلېنډ تر منځ ترسره کیږي.