د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: تر اوسه د دوحې په غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټام وېسټ او رینا امیري په دوحه کې د افغانستان په تړاو په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټام وېسټ او رینا امیري په دوحه کې د افغانستان په تړاو په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته ویلي، چې اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام وېست او رینا امیري د دوحې په غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري.
له دې وړاندې یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جي اوو هېوادونو له ډلې امریکا، برېتانیا او یو شمېر نور هېوادونه د دوحې د درېیمې دورې ناستې د جوړښت او اجنډا خلاف دي.
د سرچينې په وينا؛ شونې ده چې په دې غونډه کې د امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ونه کړي.
دغو سرچینو د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته وویل، چې د جي اووه هېوادونو غړي په افغانستان کې د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا له کړنو راضي نه دي.
په دغه ګروپ کې امریکا، برېتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، کاناډا او ایټالیا شامل دي.
د نړۍ اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې په غونډو کې دې افغانې مېرمنې او د مدني ټولنې غړي شامل کړي؛ خو دغه فعالان په راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي.
ټاکل شوې چې د روانې جون میاشت په ۳۰مه نېټه په دوحه کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په تړاو غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې د طالبانو په استازیتوب د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی ګډون کوي، چې یو شمېر افغان سیاستوال له دغې کړنې څخه خوښ نه دي.


یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جي اوو هېوادونو له ډلې امریکا، برېتانیا او یو شمېر نور هېوادونه د دوحې د درېیمې دورې ناستې د جوړښت او اجنډا خلاف دي.
د سرچينې په وينا؛ شونې ده چې په دې غونډه کې د امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ونه کړي.
دغو سرچینو د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته وویل، چې د جي اووه هېوادونو غړي په افغانستان کې د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا له کړنو راضي نه دي.
په دغه ګروپ کې امریکا، برېتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، کاناډا او ایټالیا شامل دي.
د نړۍ اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې په غونډو کې دې افغانې مېرمنې او د مدني ټولنې غړي شامل کړي؛ خو دغه فعالان په راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي.
ځینو ډېپلوماتانو وویل، چې کاناډا او فرانسه د نورو هېوادونو په پرتله "قوي دریځ" لري.
سرچینې وايي، د امریکا په ګډون ځینې هېوادونه د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا د فعالیتونو په اړه "خوشبینه نه دي".
د دوی په وینا؛ اغلې اوتنبایوا شاید "په خپل دریځ کې روسیې ته نږدې وي."
د لوېدیځو هېوادونو اختلاف یوازې د دوحې د درېیمې ناستې پر ترکیب او اجنډا پورې محدود نه دی، بلکې دوی غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي او له ملګرو ملتونو یې په دې اړه د تعقیب غوښتنه کړې ده.
طالبان د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکلو مخالف دي؛ خو د جي اووه ډلې د غړو په ګډون لوېدیځ هېوادونه په دې باور دي، چې د افغانستان روان کړکېچ ته د حل لاره موندل له ځانګړي استازي پرته امکان نه لري.
ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې لوېدیځ ډېپلوماتان به د دوحې په درېیمه غونډه کې د دویم پړاو په څېر په لوړه کچه ګډون ونه کړي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو تایید کړې وه، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش به د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون ونه کړي.
ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش له افغانستانه " ستړی" دی.
د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا؛ د دوحې درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې مېرمن روزماري ډي کارلو تر څارنې لاندې جوړه شي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او رینا امیري د ګډون پلان نه لري. د افغانستان انټرنشنل له خوا د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د ملګرو ملتونو همغږی کوونکی سینیرلی اوغلو چې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي پوست لپاره احتمالي نوماند ګڼل کېده، "د اوس لپاره غوښتنه رد کړې ده."
ښاغلي اوغلو وویل، چې دی د دې دندې اخیستلو ته لېواله نه دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اختر له رخصتیو وروسته د یاد وزارت کارکونکو ته د وینا پرمهال وویل، چې له امریکا او لوېدځیو هېوادونو سره هم داسې نږدې اړیکې غواړي لکه دا مهال یې چې د افغانستان له ګانډیو هېوادونو سره لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ څلورمه) د بهرنیو چارو وزات کارکونکو ته د لوی اختر له رخصتیو وروسته د رسمیاتو د پیل پرمهال وینا خپره کړې ده.
امیر خان متقي د خپلې وینا پر مهال د دوحې درېیمې ناستې ته په اشاره وویل: «د دوحې ناستې ته زموږ وربلل او ګډن کول د نړېوالو له لوري زموږ د ارزښت پوهېدو په معنا دي.»
نوموړی زیاتوي: «په راتلونکو ورځو کې د دوحې ناسته جوړیږي، موږ ته رسمي بلنه راکړل شوې، چې په دغه غونډه کې ګدون وکړو، دا هم پردې دلالت کوي، چې زموږ ارزښت نړېوال ورځ تر بلې درک کوي.»
خو د طالبانو پر حکومت ملګري ملتونه او نور نړېوال سازمانونه نیوکې کوي او وايي، چې په افغانستان کې د یوه ټولکډونه حکومت نشتوالی، د نجونو د زده کړو او ښځو ته په ټولنیزو برخو کې د حق په نه ورکړې او په ډیرو نورو ستونزو سربېره یې بشري حقونه هم تر پښو لاندې کړي دي.
تردې مهاله طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې د خپل احتمالي پلاوي نوملړ نه دی رسنیز کړی. خو تمه ده چې د راتلونکي اونۍ تر ورستیو به طالبان د دوحې په غونډه کې د ګډون په موخه خپل استازي قطر ته واستوي.

د ملګرو ملتونو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوحې د غونډې هدف دا دی چې «طالبان وهڅوي چې د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول له نړۍ سره خبرې وکړي.» سټیفن دوجاریک زیاته کړه چې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د «دوحې په غونډه کې په ټولو بحثونو کې مهم وي.»
دوجاریک زیاته کړه چې د دوحې غونډې «د یوه بهیر برخه ده، نه یو ګام» او افغان ښځې او مدني ټولنې به د دې بهیر برخه وي.
طالبان به د راتلونکې اونۍ په پای کې قطر ته خپل استازي واستوي چې په دوحه کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان لپاره د ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو سره ګډون وکړي.
دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه او د طالب چارواکو په شتون کې لومړۍ ناسته ده چې ترسره کېږي، خو له اصلي غونډې څخه د ښځو او مدني ټولنو د استازو وتل د پراخو نیوکو لامل شوي دي.
د بشري حقونو څار سازمان اجرایوي مشرې تیرنا حسن، رویټرز ته وویل: «د دوحې له غونډې څخه د ښځو ایستل طالبانو ته د مشروعیت ورکولو خطر زیاتوي او د ښځو د حقونو د مدافع په توګه د ملګرو ملتونو باور او د هغوی معنا لرونکي ګډون ته زیان رسوي.»
د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنیس کالمارد د دوحې د دریمې ناستې په اړه وویل چې «د بشري حقونو په اړه خورا مهم بحثونه څنډې ته کول د منلو وړ نه دي او یو ډیر زیانمن تاریخ جوړوي.»
د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشره روزماري ډی کارلو او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایو له طالبانو سره تر لیدنې وروسته د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره جلا جلا لیدنې کوي.
خو روزا اوتونبایوا په نیویارک کې په یوه خبري ناسته کې د افغانستان انټرنشنلد خبریالې مریم رحمتي د پوښتنې په ځواب کې چې د دوحې په غونډه کې د ښځو له ګډون سره د طالبانو مخالفت څه دی،وویل: «طالبان زموږ او تاسو په څېر نه دي. طالبان له غرونو او جګړې څخه راغلي او دا اسانه کار نه دی چې هغوی په داسې کسانو بدل کړي چې د خبرو مېز ته کېني او زموږ اصول ومني.»
اوتونبایوا وویل چې د دوحې غونډه به د خصوصي سکټور او د نشه یي توکو پر وړاندې پر مبارزې تمرکز وکړي. هغې دا هم وویل چې راتلونکې غونډې «د پام وړ تمې رامنځته کړې چې په حقیقت کې دغه تمې په یوه ناسته کې نشي پوره کیدای.»

د ملګرو ملتونو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې د دوحې درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزماري ډیکارلو تر څارنې لاندې جوړه شي. دغه سرچینه زیاتوي، چې مېرمن ډيکارلو به په جلا جلا توګه د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.
ټاکل شوې یوه اونۍ وروسته به د دوحې غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو، د طالبانو د یوه پلاوي او یو شمېر افغان مدني فعالانو په ګډون جوړه شي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې دغې غونډې ته مېرمن ډیکارلو لېږي چې په دې وروستیو کې پر دغه سازمان په دې غونډه کې د ښځو د استازو د شتون او د ښځو د حقونو د طرحې په اړه د «سترګې پټولو» له امله سختې نیوکې شوې دي.
نیوکه کوونکو ویلي، چې ملګرو ملتونو د طالبانو په غوښتنه، چې ښځې یې د عام ژوند له ټولو برخو څخه ایستلې او د ښځو د پر کار او زدهکړو یې بندیز لګولی، د دوحې له غونډې څخه یې ښځې او د ښځو حقونه بې برخې کړل.
خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، چې په دې ناسته کې به د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د ښځو پر حقونو خبرې وشي.
د مېرمن اوتونبایوا په وینا، په افغانستان کې د درې میلیونه په نشو روږدو له ډلې ۳۵ سلنه ښځې دي او په کار ده چې دا موضوع د دوحې په غونډه کې یاده شي.
تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي و، چې له دې ډلې سره د دوحې د ناستې اجنډا په پام کې نیول شوې او په دې غونډه کې به پر خصوصي سکتور، مالي، بانکي او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحثونه وشي.
خو دې غونډې په اړه یو شمېر اعتراض کوونکو په پاریس کې په یوه اعتراضیه غونډه کې له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې دغه غونډه دې تحریم کړي.
روزماري ډيکارلو په سیاسي او ډیپلوماټیکو چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله ده او د ځینو خبري رسنیو د معلوماتو له مخې، نوموړې څو اونۍ وړاندې کابل ته تللې وه او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او دغې ډلې ته یې بلنه ورکړه چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.
د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو مخکینۍ غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش او د افغانستان یو شمېر ښځینه استازو او مدني فعالانو په ګډون جوړه شوې وه.

په پاريس کې يو شمېر د ښځو د حقونو فعالانو او سياسيونو د اعتراض په ډول د دوحې په درېيمه ناسته کې د «مذاکرتو په نوم د طالبانو له ترهګرې ډلې سره تعامل د معاملې» په معنا ياد کړ. دوی له نړۍوالو وغوښتل، چې پر طالبانو بنديزونه زيات کړي.
په پاريس کې يو شمېر ښځيه افغانې فعالانې، سياسيون او د مدني ټولنې استازو نن یکشنبه د اعتراض په ډول راټول شوي او د دوحې په ناسته کې یې له ګډونوالو وغوښتل، چې د «طالب ترهګرې ډلې» سره مذاکرات او تعامل ونه کړي.
اعتراض کوونکو د دوحې په دريېمه ناسته کې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: «هر څوک، چې په دې ناسته کې برخه اخلي مجرمان او ظالمان» دي.

په اعتراض کوونکو کې د ښځو د حقونو فعالې رشمين جوينده پر نړۍوالي ټولنې د توندو انتقادو ترڅنګ پر هغوی غږ وکړ، چې «حق نه لري د طالبانو ترهګره ډله په رسميت وپېژنې.»
جويندې زیاته کړه: «تاسو نړۍوال حق نه لري، چې طالبان په رسميت وپېژنئ، تاسو اجازه نه لرئ، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې داسې یوه جفا وکړی، تاسو حق نه لرئ چې د ښځو پر وړاندې بې ځایه سیاست غوره کړئ او مونږ تاسو ته د داسې یوه جنایت اجازه نه درکوو.»
اعتراض کوونکو د پاريس په يوه ګڼه ګوڼه سيمه کې له ځانونو سره د طالبانو پر ضد شعارونه هم لرل، چې پکې ليکل شوي وو: « طالبان ترهګره ډله د ټولې نړۍ دوښمنان دي».
په يوه بله شعار کي بيا لیکل شوي: « افغانستان ازاد کړئ، ډوډۍ، کار او ازادي.»
او په يوه جلا شعار کې يې بيا لیکل شوي وو: « موږ دريږو، موږ به وژل کېږو؛ خو ذلت نه منو.»
د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
د دوحې په دویمه ناسته کې هم ملګرو ملتونو هڅه وکړه، چې طالبان په یاده غونډه کې ګډون ته وهڅوي، خو دغو هڅو نتیجه ورنه کړه.
هغه مهال طالبانو شرطونه ایښي وو، چې له دې ډلې پرته به بل څوک د افغانانو په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون نه کوي.
داسې ښکاري چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنې منلي او دغه ناسته به په داسې حال کې ترسره شي، چې د افغانستان په استازیتوب به یوازې د طالبانو استازي په کې وي.
د طالبانو پر ضد د ښځو اعتراضي خوځښتونو، سیاسي ګوندونو او بهیرونو څو - څو ځلې ویلي، چې د ښځو د استازو او د سیاسي ګوندونو په نه شتون کې د دوحې د ناستې ترسره کول طالبانو ته د امتیازونو ورکولو په معنا دي.
سیاسي بهیرونو او معترضو ښځو هم د دوحې د غونډې په اړه په یوه ګډه خبرپاڼه کې لیکلي: «له ترهګرو ډلو سره جوړجاړی به ستونزه حل نه کړي او نور ناورینونه به وزیږوي.»