• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: افغانستان کې د نشه يي توکو د کمېدو کومه نښه نشته

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز وايي په افغانستان کې د کوکنارو د کمښت نښې نه ليدل کيږي او دغه هېواد له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر جنجالونه لري. احمد رضا رادان زياتوي، چې په افغانستان کې د امريکايانو د شتون پر مهال دغه کښت پام وړ زيات شو.

د ایران تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، احمد رضا رادان له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوالي ورځي په مناسبت په کنفرانس کې وويل، چې ایران د دې کښت د مخنيو لپاره قربانۍ ورکړې او په دې مبارزه کې مخکښ دی.

هغه زياتوي، چې «په افغانستان کې د امريکایانو په شتون کې د نشه یي توکو د کښت زياتوالی د نړۍ د ځوانانو د تباهۍ پېلامه وه.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: «په حقیقت کې د کښت زیاتوالي ته د ټرانزیټ او مصرف زیاتوالي لپاره لېوالتیا زیاته شوه او په دې برخه کې یې ځوانان او هېوادونه ښکېل کړل؛ دا یوازې په درواغو او رواني عملیاتو سره د نړۍ د خلکو ذهنونه له حقیقت څخه بل لوري ته اړول.»

نوموړی وایي، چې د نشه یي توکو سره د مبارزې سره سره ایران لا هم د بنديزونو سره مخ دی او ممکن دا بنديزونه دغه مبارزه له نېمګړیتاو سره مخ کړي.

هغه وايي: « د دې نیمګړتیاوو تر ټولو زیات زیان د هغو کسانو له خوا ليدل کيږي، چې په ناپوهۍ سره یې موږ بایکاټ کړي يو او په حقیقت کې یې ځانونه د ستونزو سره مخ کړي دي.»

خو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع پرون ويلي، چې لنشه يي توکي یو نړیوال ګواښ دی او له دې پدېدې سره مبارزه د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

قانع ويلي و، چې واک ته د دوی د رسېدو سره سم يې د نشه يي توکو کښتونه له منځه وړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امیر خان متقي راشد خان ته: ستاسو بریا لوی زېری دی، لوبې او سیاست باید جلا وساتل شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د کرېکټ ملي لوبډلې له مشر راشد خان سره په ویډیویي خبرو کې د وروستیو لوبو د ګټلو مبارکي ورکړه. امیرخان متقي وویل، چې د کرېکټ د ملي لوبډلې دا بریا لوی زېری دی او لوبې او سیاست باید سره جلا وساتل شي.

ښاغلي متقي زیاته کړه: «دا بریا د ټولو افغانانو د خوشالۍ لامل شوه او د لوبو په برخه کې ستاسو زیار اېستل ددې لامل کیږي، چې ځوانان له غلطو لارو را وګرځي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له راشد خان سره په دغو خبرو کې نوموړي ته په نورو لوبو کې هم د بریا هیله وکړه.
له دې سره، د کرېکټ ملي لوبډلې مشر راشد خان بیا له ښاغلي متقي سره په خبرو کې د دوی د ملاتړ او هڅونې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي د وطن نوم نور هم لوړ کړي.
راشد خان وایي: «په راتلونکې لوبه کې به هم ښه وځلېږو.»


تر دې وړاندې پر طالب مشرانو نیوکې وې، چې د افغان لوبډلې د لوبو د ګټلو ته بې تفاوته دي او هیڅ کوم غبرګون نه ښيي.
د افغانستان دواړو پخوانیو ولسمشرانو هم د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د بریا او نړیوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ مبارکي ورکړې ده.

د اسټرالیا او بنګله دېش په مقابل کې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې وروستۍ بریاوې د میلیونو افغانانو د خوشالۍ لامل ګرځیدلې دي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه خلک واټونو ته راوتلي او دا تاریخي بریا لمانځي.
سره له دې چې د طالبانو له خوا په هېواد کې هر ډول ساز او سرود بند دی؛ خو دغو افغانانو له ساز پرته پر واټونو نڅا وکړه او خپله خوشالي یې ولمانځله.

د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د لارموندنې مبارکي ورکړې

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د افغانستان دواړو پخوانیو ولسمشرانو د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د بریا او نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په اېکس پاڼه لیکلي:« د شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغان اتلانو د پام وړ لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي.»
نوموړي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړو ته ویلي:« ستاسو زحمت زموږ د ملت لپاره ستر تاریخي وياړ دی. په راتلونکي پړاو کې ستاسو د لا د نورو بریالیتوبونو په هیله.»
ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په اېکس پاڼه لیکلي:‏« د ⁧‫بنګله دېشه‬⁩ د لوبې په ګټلو سره ⁧‫افغانستان‬⁩ د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړۍوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله. د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د دې بریا په اړه د زړه له کومې ټولو هېوادوالو په تېره بیا د کرېکټ ملي لوبډلې ګرانو لوبغاړو ته مبارکي وایم او د دوي د لا ډېرو کامیابیو هیله کوم.»
دا رنګه نن په خوست، جلال اباد او د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زره خلک په ټکنده غرمه کې چې په ډېرو دغو ښارونو کې د تودوخې درجه تر څلوېښتو درجو لوړه وه واټونو او لارو کوڅو ته راوتي وو او د خپلې ملي لوبډلې د دغه بریالیتوب نمانځنه یې کوله.

100%


که څه هم چې د طالبانو په واکمنۍ کې په هر ډول ساز او سرود سخت بندیز لګېدلی؛ خو دغو افغانانو بې ډوله نڅاوې کولې او چک چکې یې هم وهلې.

که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دغې تاریخي بریا مبارکي نه ده ورکړې؛ خو په اسلام اباد کې د دغې ډلې د پخوانۍ واکمنۍ پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضغیف په خپله اېکس پاڼه د دغه بریالیتوب مبارکي ویلې ده.

میاخېل د ویانا په غونډه کې: د قومي او ژبني تعصباتو روایتونه د افغانستان د درد دوا نه ده

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست او د جمهوري غوښتونکو د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل وايي، چې د افغانستان منازعه په بلې منازعې د حل وړ نه ده. نوموړی وايي، چې ژبني او قومي تعصبات د افغانستان د "درد" دوا کېدلی نه شي.

د میاخېل په خبره، چې افغانان لا هم په دې جنجال کوي، چې څوک په لومړۍ او یا دویمې څوکۍ کې کېني.

هغه زیاته کړه: "موږ نه وزیران یو، نه والیانو او نه چارواکي یو، هر کس د خپل سازمان نماینده ګي کوي نه د ټول افغانستان".

د میاخېل په خبره؛ په دغه غونډه کې سیاستوال د دې لپاره راټول شوي، چې د افغانستان د راتلونکي مشروع نظام لپاره زمینه برابره کړي.

هغه وویل: "پخوا هم د حکومت په بدنه کې ځینو د جمهوري نظام پښې وهلې او د شخصي ګټو لپاره یې له هېڅ درېغ نه دی کړی".

د میاخېل په وینا، چې د افغانستان مساله په زړو او قومي روایتونو د حل وړ نه دی او اړتیا ده، چې نوي ملي روایتونه جوړ شي.

هغه د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د افغانستان په تړاو دې ملي روایت رامنځته کړي او له قومي او ژبنیو تعصاباتو دې لاس واخلي.

میاخېل وویل: "هر څه چې موږ په ذهن کې جوړ کړي او بنسټ یې قومي او ژبنی دی باید له منځه لاړ شي او ملي روایت ته کار وشي".

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د سیاسي مخالفینو غونډه په ویانا کې جوړه شوې، چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو پکې بحثونه روان دي.

ازادۍ جبهه وايي، کابل کې یې پنځه طالبان وژلي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۲ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ جبهې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د کابل ښار په علاو‌الدین څلور لارې کې د طالبانو په یو سیار چک پاینټ برید کې پنځه طالبان وژلي دي.‌

دغه جبهې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دې بريد کې د طالبانو دوه غړي ټپيان شوي هم دي.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې له دې برید څخه یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې د چاودنې غږ اوریدل کیږي.

طالبان: نړۍوال سازمانونه دې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل معیشت په برخه کې همکاري وکړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند د يوې اعلامیې په خپرولو سره له نړۍوالو سازمانونو څخه غوښتي، چې د افغان بزګرانو سره د کوکنارو د بديل معيشت په برخه کې همکاري وکړي.

عبدالمتين قانع وايي، چې د افغانستان له اړخه نړۍ او ګاونډيو هېوادونو ته د نشه يي توکو په برخه کې هېڅ ګواښ موجود نه دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع د دوشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې نشه يي توکي یو نړۍوال ګواښ دی او له دې پدېدې سره مبارزه د هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

قانع وايي، چې واک ته د دوی د رسېدو سره سم يې د نشه يي توکو کښتونه له منځه وړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې نړۍ او سازمانونه دې افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل معشیت په برخه کې همکاري وکړي.

که څه هم طالبان په افغانستان کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو یادونه کوي؛ خو لا هم د افغانستان په سويلي او شمالي ولایتونو کې په پراخه کچه د نشه يي توکو د کښتونو شتون لري.

پرون یکشنه (د چنګانښ ۳مه) د هلمند يو شمېر کروندګرو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، چې دوی د کوکنارو د کر یو بل فصل ته تیاری نیسي او کروندې ورته اماده کوي.

دغو کروندګرو او تارياک پلورونکو، چې د پلور لوی بازارونه بند شوي وايي اوس کاروبار له کورنو څخه مخ ته وړي.

پر طالبانو نیوکې دا دي، چې دغه ډله په ځینې جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.