• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی بېرته کابل ته ستون شو

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱

سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن بېرته کابل ته شتون شو. د غويي د میاشتې په ۳۱ نېټه طالبانو د افغانستان پر پخواني ولسمشر کرزي د سفر بندیز لېرې کړ او هغه ته یې بهر ته د تګ اجازه ورکړه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې کرزی نن ماسپښین له جرمني څخه کابل ته ورسېد.

کرزي په دغه موده کې د خپل ورور قیوم کرزي په جنازه کې د کډون لپاره امریکا ته لاړ او څو ورځې وروسته بېرته جرمني ته ستون شو او هلته یې د جرمني په دوسلدورف ښار کې خپله سترګه عملیات کړه.

څه موده وړاندې باوري سرچینو ویلي وو، چې ښاغلي کرزي غوښتل جرمني ته د سترګو د جراحي عملیاتو لپاره لاړ شي؛ خو طالبانو د هغه د سفر مخه ونیوله.

ښاغلي کرزي د طالبانو د بندیز له امله، له تېر یوه کال راهیسې بهر ته سفر نه و کړی او وروستی سفر یې هم د تېر لمریز کال په وري میاشت کې برېتانیا ته کړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی د دوحې ناسته کې کډون کوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویاند وايي، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې راتلونکې ناسته کې به د دې ډلې د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی کډون وکړي. عبدالقهار بلخي د پلاوي نور غړي نه دي ډاګیز کړي خو وايي، د طالبانو د مشرتابه له «هدایت» سره سم دا پلاوی ټاکل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې د ګډون په اړه د همغږۍ ناسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ ترسره شوه.

دی زیاتوي په دې ناسته کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په کډون د دې ډلې په واک کې د افغانستان بانګ مرستیال نور احمد اغا، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر خلاف د مبارزې معین عبدالحق همکار او د صعنت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو ګډون کړی و.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند د یادښت په پای کې لیکلي، چې په دغه ناسته کې ګډونوالو د دوحې ناسته کې د طالبانو د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام پر بندیزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې د ننګونو او د مخدره موادو پرضد د طالبانو پر اقداماتو خبرې اترې وکړې.

تمه کېدله، چې د دوحې دریمه ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په غاړه وي.

ټاکل شوې، چې د دوحې دریمه ناسته د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون کې تر راتلونکو څو ورځو جوړه شي.

واشنګټن پوسټ: د اقلیم بدلون به په افغانستان کې د کوکنارو کښت بیا زیات کړي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۱

واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې د بزګرانو اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی دی. د دغه راپور له مخې، د اوبو د کمښت، بې بدیله کښت او د ملاتړ پروګرام له نشتوالي سره بیا افغان کروندګر د کوکنارو کښت ته اړ کېږي.

راپور لیکي، د کوکنارو پر کښت بندیز په افغانستان کې د نشه يي توکو په تولید کې د پام وړ کمښت لامل شوی، خو د اقلیم د بدلون اغیزې د دې کښت د له منځه وړلو هڅې ننګوي.

واشنګټن پوسټ زیاته کړې، چې د کوکنارو پر کښت بندیز د بدیل محصولاتو د بیې د ټیټوالي او د کاري فرصتونو د نشتوالي او بې وزلۍ له امله د ځینو بزګرانو د ناخوښۍ لامل شوی دی.

دې امریکايي ورځپاڼې لیکلي، چې د تېر کال د سپوږمکۍ انځورونو وښودله، چې په هلمند کې د کوکنارو په حاصلاتو کې ۹۹ سلنه او په کندهار کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی، خو د دغو دوو ولایتونو خلک د غنمو او پنبې کرلو ته متوجه شوي، چې دا دوه محصولات د دوی په نرخونو کې د پام وړ کمښت لامل شوي.

۵۵ کلن کروندګر حاجي وزیر واشنګټن پوسټ ته ویلي: «کله چې مې کوکنار وکرل، پنځه چنده زیاته ګټه مې ترلاسه کړه او د کرلو او ټولولو پروسه اسانه وه. خو اوس موږ خپل لګښتونه د نورو فصلونو په کرلو سره پوره کولی نه شو.»

دغه ورځپاڼه په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر سر شخړې ته په اشاره لیکي، چې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د کوکنارو د کښت د بندیدو سره مخالفت مخ په زیاتیدو دی.
د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور له مخې، په بدخشان کې د کوکنارو په کښت کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ یوازې ۵۶ سلنه کموالی راغلی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په ټولو ولايتونو کې هڅې روانې دي، چې د کوکنارو پر ځاى د غلو او مېوو د کرلو لپاره ګټور بديل پيدا کړي.

د انارو او شفتالو پروګرام چې د افغانستان پخواني حکومت پیل کړی، په دغو ولایتونو کې د بدیل کښت په توګه معرفي شوی.

طالب چارواکي په دې باور دي چې انار د ژورو ریښو له امله یو مناسب بدیل کیدی شي، خو د خاورې او اوبو متخصصین وايي دا میوه به په سختو مالګینو صحرايي سیمو کې چې ښه پایله ونه لري.

کندهار کې د کرېکټ د بريا پر لمانځلو بنديز، خو په هلمند کې بیا د لمانځلو اجازه ور کړل شوه

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو امنيه قومندانۍ خلکو ته خبرداری ور کړی، چې ښار او سړکونو ته دې نه را وځي او د افغانستان کرېکټ بريا دي نه لمانځي. بل لور ته بيا په هلمند کې ځايي طالبانو خلګو ته د دې بريا د لمانځلو لپاره مشخصه ساحه ټاکلې ده.

په کندهار کې د طالبانو امنيتي مسولينو په خبرتیا کې ويلي، چې د کرېکټ د لمانځلو لپاره دې څوک سړکونو ته نه وځي او زیاتوي، که څوک د دې خوښيو په لمانځلو کې د پټاکيو او ډزو کولو پر مهال ونیول شي له جدي چلند سره به مخ شي.

د دې ولایت د طالبانو د امنیت امر شاه اغا هم د حوزو امرينو ته په يوه ږغيز پيغام کې له هغوی غوښتي، چې په بازارانونو، هوټلونو او چوکونو کې دي د خلګو د را ټولېدو مخه ونيسي.

هغه د حوزو له مسولينو غوښتي: « د عامو خلکو سره ځني مجاهدين هم غواړي بازارو ته را ووځي، د ټولو حوزو د امرينو توجه غواړم، که هر چا ټکان وکړه باید ونیول شي او هیڅوک باید را ونه وځي ځکه نظم خرابوي.»

د دې ولایت د طالبانو قومندانۍ او استخباراتو ادارې وايي، چې په ښار کې د کرېکټ د خوښي پر لمانځلو بنديز يې د امنيت د ټیګښت لپاره دی.

خو په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندي پر اېکس پاڼه په يوه خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې د لښکرګاه ایوب خان مېنه کې د کرېکټ د بريا خوښۍ په سم ډول ولمانځي.

نوموړي له خلکو غوښتي، چې نورو خلکو ته دې هم مزاحمتونه نه جوړوي.

افغانستان نن د کرېکټ نړيوال شل اوره جام سياليو کې بنګلدېش مات کړ او په لومړي ځل يې نېمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

د افغان لوبډلې دا بريا ډېرو افغانانو په افغانستان کې او بهر لمانځلې ده.

په خوست ولایت کې په سلګونه د کرېکټ مينه وال سړکونو ته راوتلي او دا بريايې ولمانځله. خو وروسته طالبان لیدل کېږي چې په اوبو شیندلو سره د دوی د تیت پرک کولو هڅه کوي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم سلګونو خلکو د کرېکټ بری ولمانځه، خو هلته د طالبانو د مخالفت کوم راپور نه دی ور کړل شوی.

طالبان وایي په فاریاب کې یې د یوه ځوان د شکنجه کولو په تور شپږ کسان ونیول

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن وویل، چې د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې یې شپږ کسان د یوه ځوان د شکنجه کولو په تور نیولي دي. د دغه ځوان ویډیو وړمه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، چې د طالبانو یو ځايي قومندان یې شکنجه او د جامو اېستلو سره بې ستره کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع که څه هم د دې نیول شویو هوویت نه دی ډاګیز کړی، خو وايي، د یوه ځوان د وحشیانه شکنجې په تور یې شپږ کسان نیولی او څلور تر تعفیب لاندې دي

نوموړی وايي، د دې پېښې له عاملینو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

طالبان وايي، دغه ځوان د "شخصي دښمنۍ" له امله د دغې پېښې د عاملینو په کور کې شکنجه شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې په دې برخه کې د پولیسو پلټنې دوام لري.

که څه هم د طالبانو په خبرپاڼه کې د دغه تنکي ځوان د شکنجه کولو د عاملینو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رارسېدلو معلوماتو له مخې د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ طالبانو امنیه قومندانۍ د ټولي قومندان قاري بلال اکا د ګل محمد په نوم ځوان له یوې جلۍ سره د تیلفوني خبرو په تور نیولی وو، چې له نیولو وروسته سخت فزیکي شکنجه او جامې یې ترې اېستلې او بیا یې ویډیو ترې کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په فاریاب کې د دې ډلې د یوه غړي قاري بلال اکا نیول کېدل نه تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي.

که څه طالبان ادعا کوي چې عدلي او قضايي ادارې یې د اسلامي شرعیت له مخې پرېکړې کوي خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې تر اوسه طالبانو خپل غړي چې په ورته جرایمو کې تورن دي محاکمه کړي نه دي او نه یې هم د عامو افغانانو په څېر ښکاره سزا ورکړې.

ایرانی چارواکی: افغانستان کې د نشه يي توکو د کمېدو کومه نښه نشته

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز وايي په افغانستان کې د کوکنارو د کمښت نښې نه ليدل کيږي او دغه هېواد له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر جنجالونه لري. احمد رضا رادان زياتوي، چې په افغانستان کې د امريکايانو د شتون پر مهال دغه کښت پام وړ زيات شو.

د ایران تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، احمد رضا رادان له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوالي ورځي په مناسبت په کنفرانس کې وويل، چې ایران د دې کښت د مخنيو لپاره قربانۍ ورکړې او په دې مبارزه کې مخکښ دی.

هغه زياتوي، چې «په افغانستان کې د امريکایانو په شتون کې د نشه یي توکو د کښت زياتوالی د نړۍ د ځوانانو د تباهۍ پېلامه وه.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: «په حقیقت کې د کښت زیاتوالي ته د ټرانزیټ او مصرف زیاتوالي لپاره لېوالتیا زیاته شوه او په دې برخه کې یې ځوانان او هېوادونه ښکېل کړل؛ دا یوازې په درواغو او رواني عملیاتو سره د نړۍ د خلکو ذهنونه له حقیقت څخه بل لوري ته اړول.»

نوموړی وایي، چې د نشه یي توکو سره د مبارزې سره سره ایران لا هم د بنديزونو سره مخ دی او ممکن دا بنديزونه دغه مبارزه له نېمګړیتاو سره مخ کړي.

هغه وايي: « د دې نیمګړتیاوو تر ټولو زیات زیان د هغو کسانو له خوا ليدل کيږي، چې په ناپوهۍ سره یې موږ بایکاټ کړي يو او په حقیقت کې یې ځانونه د ستونزو سره مخ کړي دي.»

خو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع پرون ويلي، چې لنشه يي توکي یو نړیوال ګواښ دی او له دې پدېدې سره مبارزه د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

قانع ويلي و، چې واک ته د دوی د رسېدو سره سم يې د نشه يي توکو کښتونه له منځه وړي.