• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن پوسټ: د اقلیم بدلون به په افغانستان کې د کوکنارو کښت بیا زیات کړي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۱

واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې د بزګرانو اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی دی. د دغه راپور له مخې، د اوبو د کمښت، بې بدیله کښت او د ملاتړ پروګرام له نشتوالي سره بیا افغان کروندګر د کوکنارو کښت ته اړ کېږي.

راپور لیکي، د کوکنارو پر کښت بندیز په افغانستان کې د نشه يي توکو په تولید کې د پام وړ کمښت لامل شوی، خو د اقلیم د بدلون اغیزې د دې کښت د له منځه وړلو هڅې ننګوي.

واشنګټن پوسټ زیاته کړې، چې د کوکنارو پر کښت بندیز د بدیل محصولاتو د بیې د ټیټوالي او د کاري فرصتونو د نشتوالي او بې وزلۍ له امله د ځینو بزګرانو د ناخوښۍ لامل شوی دی.

دې امریکايي ورځپاڼې لیکلي، چې د تېر کال د سپوږمکۍ انځورونو وښودله، چې په هلمند کې د کوکنارو په حاصلاتو کې ۹۹ سلنه او په کندهار کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی، خو د دغو دوو ولایتونو خلک د غنمو او پنبې کرلو ته متوجه شوي، چې دا دوه محصولات د دوی په نرخونو کې د پام وړ کمښت لامل شوي.

۵۵ کلن کروندګر حاجي وزیر واشنګټن پوسټ ته ویلي: «کله چې مې کوکنار وکرل، پنځه چنده زیاته ګټه مې ترلاسه کړه او د کرلو او ټولولو پروسه اسانه وه. خو اوس موږ خپل لګښتونه د نورو فصلونو په کرلو سره پوره کولی نه شو.»

دغه ورځپاڼه په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر سر شخړې ته په اشاره لیکي، چې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د کوکنارو د کښت د بندیدو سره مخالفت مخ په زیاتیدو دی.
د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور له مخې، په بدخشان کې د کوکنارو په کښت کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ یوازې ۵۶ سلنه کموالی راغلی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په ټولو ولايتونو کې هڅې روانې دي، چې د کوکنارو پر ځاى د غلو او مېوو د کرلو لپاره ګټور بديل پيدا کړي.

د انارو او شفتالو پروګرام چې د افغانستان پخواني حکومت پیل کړی، په دغو ولایتونو کې د بدیل کښت په توګه معرفي شوی.

طالب چارواکي په دې باور دي چې انار د ژورو ریښو له امله یو مناسب بدیل کیدی شي، خو د خاورې او اوبو متخصصین وايي دا میوه به په سختو مالګینو صحرايي سیمو کې چې ښه پایله ونه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د کرېکټ د بريا پر لمانځلو بنديز، خو په هلمند کې بیا د لمانځلو اجازه ور کړل شوه

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو امنيه قومندانۍ خلکو ته خبرداری ور کړی، چې ښار او سړکونو ته دې نه را وځي او د افغانستان کرېکټ بريا دي نه لمانځي. بل لور ته بيا په هلمند کې ځايي طالبانو خلګو ته د دې بريا د لمانځلو لپاره مشخصه ساحه ټاکلې ده.

په کندهار کې د طالبانو امنيتي مسولينو په خبرتیا کې ويلي، چې د کرېکټ د لمانځلو لپاره دې څوک سړکونو ته نه وځي او زیاتوي، که څوک د دې خوښيو په لمانځلو کې د پټاکيو او ډزو کولو پر مهال ونیول شي له جدي چلند سره به مخ شي.

د دې ولایت د طالبانو د امنیت امر شاه اغا هم د حوزو امرينو ته په يوه ږغيز پيغام کې له هغوی غوښتي، چې په بازارانونو، هوټلونو او چوکونو کې دي د خلګو د را ټولېدو مخه ونيسي.

هغه د حوزو له مسولينو غوښتي: « د عامو خلکو سره ځني مجاهدين هم غواړي بازارو ته را ووځي، د ټولو حوزو د امرينو توجه غواړم، که هر چا ټکان وکړه باید ونیول شي او هیڅوک باید را ونه وځي ځکه نظم خرابوي.»

د دې ولایت د طالبانو قومندانۍ او استخباراتو ادارې وايي، چې په ښار کې د کرېکټ د خوښي پر لمانځلو بنديز يې د امنيت د ټیګښت لپاره دی.

خو په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندي پر اېکس پاڼه په يوه خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې د لښکرګاه ایوب خان مېنه کې د کرېکټ د بريا خوښۍ په سم ډول ولمانځي.

نوموړي له خلکو غوښتي، چې نورو خلکو ته دې هم مزاحمتونه نه جوړوي.

افغانستان نن د کرېکټ نړيوال شل اوره جام سياليو کې بنګلدېش مات کړ او په لومړي ځل يې نېمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

د افغان لوبډلې دا بريا ډېرو افغانانو په افغانستان کې او بهر لمانځلې ده.

په خوست ولایت کې په سلګونه د کرېکټ مينه وال سړکونو ته راوتلي او دا بريايې ولمانځله. خو وروسته طالبان لیدل کېږي چې په اوبو شیندلو سره د دوی د تیت پرک کولو هڅه کوي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم سلګونو خلکو د کرېکټ بری ولمانځه، خو هلته د طالبانو د مخالفت کوم راپور نه دی ور کړل شوی.

طالبان وایي په فاریاب کې یې د یوه ځوان د شکنجه کولو په تور شپږ کسان ونیول

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن وویل، چې د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې یې شپږ کسان د یوه ځوان د شکنجه کولو په تور نیولي دي. د دغه ځوان ویډیو وړمه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، چې د طالبانو یو ځايي قومندان یې شکنجه او د جامو اېستلو سره بې ستره کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع که څه هم د دې نیول شویو هوویت نه دی ډاګیز کړی، خو وايي، د یوه ځوان د وحشیانه شکنجې په تور یې شپږ کسان نیولی او څلور تر تعفیب لاندې دي

نوموړی وايي، د دې پېښې له عاملینو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

طالبان وايي، دغه ځوان د "شخصي دښمنۍ" له امله د دغې پېښې د عاملینو په کور کې شکنجه شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې په دې برخه کې د پولیسو پلټنې دوام لري.

که څه هم د طالبانو په خبرپاڼه کې د دغه تنکي ځوان د شکنجه کولو د عاملینو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رارسېدلو معلوماتو له مخې د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ طالبانو امنیه قومندانۍ د ټولي قومندان قاري بلال اکا د ګل محمد په نوم ځوان له یوې جلۍ سره د تیلفوني خبرو په تور نیولی وو، چې له نیولو وروسته سخت فزیکي شکنجه او جامې یې ترې اېستلې او بیا یې ویډیو ترې کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په فاریاب کې د دې ډلې د یوه غړي قاري بلال اکا نیول کېدل نه تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي.

که څه طالبان ادعا کوي چې عدلي او قضايي ادارې یې د اسلامي شرعیت له مخې پرېکړې کوي خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې تر اوسه طالبانو خپل غړي چې په ورته جرایمو کې تورن دي محاکمه کړي نه دي او نه یې هم د عامو افغانانو په څېر ښکاره سزا ورکړې.

ایرانی چارواکی: افغانستان کې د نشه يي توکو د کمېدو کومه نښه نشته

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د ایران د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز وايي په افغانستان کې د کوکنارو د کمښت نښې نه ليدل کيږي او دغه هېواد له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر جنجالونه لري. احمد رضا رادان زياتوي، چې په افغانستان کې د امريکايانو د شتون پر مهال دغه کښت پام وړ زيات شو.

د ایران تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، احمد رضا رادان له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړيوالي ورځي په مناسبت په کنفرانس کې وويل، چې ایران د دې کښت د مخنيو لپاره قربانۍ ورکړې او په دې مبارزه کې مخکښ دی.

هغه زياتوي، چې «په افغانستان کې د امريکایانو په شتون کې د نشه یي توکو د کښت زياتوالی د نړۍ د ځوانانو د تباهۍ پېلامه وه.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: «په حقیقت کې د کښت زیاتوالي ته د ټرانزیټ او مصرف زیاتوالي لپاره لېوالتیا زیاته شوه او په دې برخه کې یې ځوانان او هېوادونه ښکېل کړل؛ دا یوازې په درواغو او رواني عملیاتو سره د نړۍ د خلکو ذهنونه له حقیقت څخه بل لوري ته اړول.»

نوموړی وایي، چې د نشه یي توکو سره د مبارزې سره سره ایران لا هم د بنديزونو سره مخ دی او ممکن دا بنديزونه دغه مبارزه له نېمګړیتاو سره مخ کړي.

هغه وايي: « د دې نیمګړتیاوو تر ټولو زیات زیان د هغو کسانو له خوا ليدل کيږي، چې په ناپوهۍ سره یې موږ بایکاټ کړي يو او په حقیقت کې یې ځانونه د ستونزو سره مخ کړي دي.»

خو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع پرون ويلي، چې لنشه يي توکي یو نړیوال ګواښ دی او له دې پدېدې سره مبارزه د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

قانع ويلي و، چې واک ته د دوی د رسېدو سره سم يې د نشه يي توکو کښتونه له منځه وړي.

امیر خان متقي راشد خان ته: ستاسو بریا لوی زېری دی، لوبې او سیاست باید جلا وساتل شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د کرېکټ ملي لوبډلې له مشر راشد خان سره په ویډیویي خبرو کې د وروستیو لوبو د ګټلو مبارکي ورکړه. امیرخان متقي وویل، چې د کرېکټ د ملي لوبډلې دا بریا لوی زېری دی او لوبې او سیاست باید سره جلا وساتل شي.

ښاغلي متقي زیاته کړه: «دا بریا د ټولو افغانانو د خوشالۍ لامل شوه او د لوبو په برخه کې ستاسو زیار اېستل ددې لامل کیږي، چې ځوانان له غلطو لارو را وګرځي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له راشد خان سره په دغو خبرو کې نوموړي ته په نورو لوبو کې هم د بریا هیله وکړه.
له دې سره، د کرېکټ ملي لوبډلې مشر راشد خان بیا له ښاغلي متقي سره په خبرو کې د دوی د ملاتړ او هڅونې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې هڅه کوي د وطن نوم نور هم لوړ کړي.
راشد خان وایي: «په راتلونکې لوبه کې به هم ښه وځلېږو.»


تر دې وړاندې پر طالب مشرانو نیوکې وې، چې د افغان لوبډلې د لوبو د ګټلو ته بې تفاوته دي او هیڅ کوم غبرګون نه ښيي.
د افغانستان دواړو پخوانیو ولسمشرانو هم د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د بریا او نړیوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ مبارکي ورکړې ده.

د اسټرالیا او بنګله دېش په مقابل کې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې وروستۍ بریاوې د میلیونو افغانانو د خوشالۍ لامل ګرځیدلې دي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه خلک واټونو ته راوتلي او دا تاریخي بریا لمانځي.
سره له دې چې د طالبانو له خوا په هېواد کې هر ډول ساز او سرود بند دی؛ خو دغو افغانانو له ساز پرته پر واټونو نڅا وکړه او خپله خوشالي یې ولمانځله.

د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو نیمه پایلوبې ته د افغان لوبډلې د لارموندنې مبارکي ورکړې

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د افغانستان دواړو پخوانیو ولسمشرانو د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د بریا او نړۍوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په اېکس پاڼه لیکلي:« د شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغان اتلانو د پام وړ لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي.»
نوموړي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړو ته ویلي:« ستاسو زحمت زموږ د ملت لپاره ستر تاریخي وياړ دی. په راتلونکي پړاو کې ستاسو د لا د نورو بریالیتوبونو په هیله.»
ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په اېکس پاڼه لیکلي:‏« د ⁧‫بنګله دېشه‬⁩ د لوبې په ګټلو سره ⁧‫افغانستان‬⁩ د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړۍوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله. د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د دې بریا په اړه د زړه له کومې ټولو هېوادوالو په تېره بیا د کرېکټ ملي لوبډلې ګرانو لوبغاړو ته مبارکي وایم او د دوي د لا ډېرو کامیابیو هیله کوم.»
دا رنګه نن په خوست، جلال اباد او د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زره خلک په ټکنده غرمه کې چې په ډېرو دغو ښارونو کې د تودوخې درجه تر څلوېښتو درجو لوړه وه واټونو او لارو کوڅو ته راوتي وو او د خپلې ملي لوبډلې د دغه بریالیتوب نمانځنه یې کوله.

100%


که څه هم چې د طالبانو په واکمنۍ کې په هر ډول ساز او سرود سخت بندیز لګېدلی؛ خو دغو افغانانو بې ډوله نڅاوې کولې او چک چکې یې هم وهلې.

که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دغې تاریخي بریا مبارکي نه ده ورکړې؛ خو په اسلام اباد کې د دغې ډلې د پخوانۍ واکمنۍ پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضغیف په خپله اېکس پاڼه د دغه بریالیتوب مبارکي ویلې ده.