د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی د دوحې ناسته کې کډون کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویاند وايي، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې راتلونکې ناسته کې به د دې ډلې د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی کډون وکړي. عبدالقهار بلخي د پلاوي نور غړي نه دي ډاګیز کړي خو وايي، د طالبانو د مشرتابه له «هدایت» سره سم دا پلاوی ټاکل شوی دی.