د کرېکټ نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ د بریا په تړاو د نړۍ د مشهورو کرېکټ لوبغاړو غبرګون

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې د لومړي ځل لپاره د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پېدا کړې، چې دې بریا د نړۍ مشهور کرېکټ لوبغاړي حیران کړي دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې د لومړي ځل لپاره د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پېدا کړې، چې دې بریا د نړۍ مشهور کرېکټ لوبغاړي حیران کړي دي.
د کرېکټ د نړۍوال جام د دویم پړاو سیالۍ چې شپږ ورځې وړاندې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې، د یو شمېر هېوادونو د تمې خلاف افغانستان وکړی شو، چې نیمه پایلوبې ته ورسېږي.
د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې نننۍ تاریخي بریا د زرګونو افغانانو زړونو ته خوښي ور وبخښله او یو ځل بیا یې د افغانستان نوم د نړۍوالو رسنیو د سر ټکی کړ.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر شاهد افریدي د نړۍوال جام پایلوبې ته د افغانستان د ملي لوبډلې وتل ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې دا بریا د افغان لوبډلې لپاره تاریخي لاسته راوړنه ده.
د نوموړي په خبره؛ راشد خان د ټیم ښه لوبډلمشري او نوین الحق بیا غوره توپ اچونه کړې ده.

له دې سره؛ یو بل پاکستاني لوبغاړي احمد شهزاد په خپل اېکس کې لیکلي: «افغانستان چې د لومړي ځل لپاره د نړۍوال جام پایلوبې ته وتلی دا یې په بشپړ ډول حق و او د دوی د پیاوړي کېدو بېلګه ده.»
هندوستان بیا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د کرېکټ په لوبو کې د سیمې په کچه پیاوړې لوبډله لري او په روانو سیالیو کې هند یوازینی هېواد و، چې لوبه یې له افغانستانه وګټله.
د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني توپوهونکي سچن ټنډولکر هم د افغان کرېکټ ملي لوبډلې له نننۍ بریا وروسته په خپل اېکس کې لیکلي: «د نیوزیلاینډ او اسټرالیا په څېر لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته وتل د حیرانتیا وړ وه.»
نوموړي زیاته کړې ده، چې په روانو لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې بریا د دغې لوبډلې د وړتیاوو د لوړېدو ښکارندویي کوي.

د هند د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هربجن سېنګ هم د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته د افغانستان وتل ستایلی دی او زیاته کړې یې ده: «افغان لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه.»
دغه راز د پاکستان د ملي لوبډلې پخواني توپ اچوونکي عمر ګل هم د نړۍوال جام سیالیو پایلوبې ته د افغان لوبډلې وتل ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې افغان لوبډلې ثابته کړه چې په لېوالتیا سره هر څه ممکن دي.

افغانستان په داسې حال کې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته وځي، چې د نړۍوال جام له پیلېدو مخکې د وېسټ انډیز پخواني لوبغاړي براین لارا وړاندوینه کړي وه، چې د افغانستان ملي لوبدله به نیمه پایلوبې ته لار پېدا کړي.
د اسټرالیا او بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې وروستۍ بریاوې د میلیونو افغانانو د خوشالۍ لامل ګرځیدلې دي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه خلک واټونو ته راووتل او دا تاریخي بریا یې ونمانځله.
سره له دې چې د طالبانو له خوا په هېواد کې هر ډول ساز او سرود بند دی؛ خو افغانانو له ساز پرته پر واټونو نڅا وکړه او خپله خوشالي یې ونمانځله.

بل خوا په کندهار کې بیا د دې بريا د خوښي پر نمانځلو بنديز لګول شوی او د دې ولایت اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی، چي په ښار، بازار او هوټلونو کې د دې خوښي د نمانځلو لپاره دې نه سره راټوليږي.