د دوحې درېیمه ناسته به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن روزمیري ډيکارلو تر څارنې لاندې جوړه شي.
د دوحې دویمه غونډه د سلواغې په ۲۸مه او ۲۹مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش او د ۲۵ هېوادونو او نړېوالو سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوه. چې په دغې ناسته کې د طالبانو له ګډون څخه د انکار او هم د دغې ډلې د شرطونو د نه منلو له امله له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په ۱۴۰۲ کال د کب په ۱۶مه د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی ښودلی و. او هیله یې ښودلې وه چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه و ورکړي.
خو اوس داسې اوازې دي چې د دوحې درېیمه ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د جي اوه هيوادونو د ځینو استازو له ګډون پرته جوړه شي.
طالبان په دغې ناسته کې څه ډول ګډون غواړي؟
په پام کې ده چې درېيمه غونډه د طالبانو له اجنډا سره سمه جوړه شي. په دې مانا چې د افغانستان مهم مسایل له دغې اجنډا څخه ایستل شوي او یوازې د طالبانو په ګټو پورې تړلي مسایل په کې ځای شوي دي. نو داسې بریښي چې دغه غونډه به یوازې د طالبانو د غوښتنو لپاره جوړه شي، نه د افغانستان د لویو او مهمو مسایلو لپاره.
د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته دا ځل داسې شرطونه ایښي چې که د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو، د ښځو د زدهکړو او کار او ټولګډونه حکومت مسایل په اجنډا کې وي، دوی به په کې ګډون ونه کړي او د دوی لومړیتوب د نشه یي توکو پر ضد مبارزه، امنیتي او اقتصادي او مالي مسایل دي. تر دې دمه د ملګرو ملتونو د ځینو استازو له دریځه هم داسې ښکاري چې د دوحې غونډه دې د طالبانو له طبعیت او خوښې سره سمه جوړه شي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اختر له رخصتیو له راستنېدلو وروسته د هغه وزارت کارکونکو ته د وینا پر مهال ویلي، چې نړۍ د طالبانو په ارزښت او حیثیت پوهېدلې ځکه یې د دوحې د درېیمې ناستې لپاره د دوی شرطونه منلي دي.
د طالبانو د نورو غوښتنو تر څنګ یوه یې داده چې ښځې، مدني ټولنې او پخواني افغان سیاستوال دې په دغې غونډه کې ګډون نه کوي، طالبان له دغو بهیرونو په ناسته کې ځکه وېره لري چې په افغانستان کې یې بشري حقونه، د ښځو حقونه، نجونو او ښځو د زدهکړو او کار حق، د بیان ازادۍ او داسې نور تر پښو لاندې کړي، او دغه بهیرونه کېدای شي په دې برخه کې له دوی حساب وغواړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د درېیم ریاست مشر ذاکر جلالي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دوحه کې د درېیمې ناستې اجنډا به د خصوصي سکټور، مالي او بانکي مسایلو، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د بدیل معیشت مسایل د بحث موضوع ګانې وي. د دغه طالب چارواکي له خبرو داسې څرګندیږي چې د ښځو، بشري حقونو او ټولګډونه حکومت مسایل له اجنډا اېستل شوي، دغو موضوع ګانو ته په کتو د دوحې په درېیمه ناسته کې د مطرح شویو مسایلو په اړه د طالبانو له وړاندیز سره ډېر ورته والی لري.
له امریکا سره د دوحې تړون د لاسلیک کولو پر مهال د خبرو اترو مشري د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي کوله او هغه مهال یې په خبرو اترو کې له نړېوالې ټولنې سره ژمنې کړې وې چې د افغانانو ټولو قشرونو او د هغوی حقونو ته به درناوی کوي او ټولو ته به له کار نیولې تر انساني ازادۍ پورې ټول حقونه ورکوي خو واک ته له رسیدو وروسته دغې ډلې خپلې ټولې ژمنې چې په دوحه کې یې له امریکايي لوري سره د خبرو اترو پر مهال کړې وې ماتې او تر پښو لاندې کړې.
که څه هم د دغه پلاوي نور غړي نه دي ډاګیز شوي خو ويل کیږي، چې دغه پلاوی د طالبانو د مشرتابه لخوا ټاکل شوی دی.
تر هغه وړاندې د افغانستان انټرنشنل سرچینو ویلي وو، چې د دوحې په را روانه درېیمه ناسته کې د دغې ډلې ځینې لوړپوړي مشران د احتمالي پلاوي په حیث یاد شوي خو ویل شوي، چې د ګډون او نه ګډون پرېکړه به د طالبانو مشر ملا هبت الله کوي.
د دوحې په راتلونکې درېیمه ناسته کې د طالبانو په احتمالي پلاوي کې چې د دغې ډلې او ملګرو ملتونو او امریکايي استازو تر منځ د همغږئ غونډه شوې، په کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ملا هبت الله ځانګړی استازی عبدالمنان عمري، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، په دوحه کې د طالبانو استازی ډاکتر نعیم وردګ او په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر چارسمبالی او ملګرو ملتونو ته د طالبانو له خوا ورپېژندل شوی دایمي استازی سهېل شاهین شامل دی.
خو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو پلاوی له تمې پرته ډېر بدلون وکړ او ویل کیږي چې دغه تصمیم د دغې ډلې مشر ملا هبت الله نیولی او د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی به په دغې ناسته کې ګډون کوي.
د دغه پلاوي نور غړي لا نه دي څرګند چې د طالبانو د کومې کچې کسان به وي، خو داسې بریښي چې د دغې ناستې پر سر او تر دې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او یو شمېر طالب وزیرانو تر منځ ژور اختلافات رامنځته شوي دي.
د ملګرو ملتونو او امریکايي لوري اجنډا چې طالبانو سره به دوحه کې پرې بحثونه وکړي
ملګرو ملتونو او امریکايي لوري له طالبانو سره د دوحې ناستې لپاره جوړه شوې اجنډا له دغې ډلې سره شریکه کړې، چې دغه اجنډا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړې او شرطونه یې په۱۵ مادو کې په لاندې ډول بیان شوي دي.
لومړۍ: د دوحې په را روانه درېیمه ناسته کې د اجنډا لومړی موضوع په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت او پر افغانستان د طالبانو درې کلنې واکمنۍ ته کتنه.
دویمه: په افغانستان کې د افغان مېرمنو، نجونو او خبريالانو پر وړاندې د طالبانو د دريځ په تړاو هر اړخيز بحث.
پورتنۍ یادې شوې موضوع ګانې د ملګرو ملتونو او امریکايي استازو له لوري د دوحې درېیمې ناستې ته د اجنډا لپاره ټاکل شوې او په پام کې ده چې له طالبانو سره پرې بحث وکړي.
دريم: د طالبانو پر مشرانو د ملګرو ملتونو او امریکا له لوري د بنديزونو د لرې کولو لپاره اقدامات.
څلورم: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې له موسسو دا غوښتنه، چې خپلې چارې د طالبانو له غوښتنو سره پرمخ بوځي.
پنځم: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو پر ضد د اعلامیو بندول چې د دواړو اړخونو ترمنځ جوړجاړی ځنډوي او سختوي.
شپږم: د افغان نجونو او مېرمنو د زدهکړو او کار د بنديز په تړاو د طالبانو پر ضد د اعلاميو او بهر مېشتو افغانانو سره په دې برخه کې د غونډو له جوړولو مخنیوی.
اووم: د طالبانو پر ضد د ملګرو ملتونو او امریکا د فشار او بې ضرورته ګامونو اخیستلو د مخنیوی غوښتنه، چې ګډ جوړجاړي ته لار هواره شي.
اتم: په افغانستان کې د بشري مرستو او اقلمي بدلونو پر مهال د ملګرو ملتونو, نړيوالې ټولنې او امریکا د بشپړي پاملرنې او بې شرطه دوامدارو بشري مرستو غوښتنه.
نهم: په افغانستان کې د زدهکړو په برخه کې بايد د ملګرو ملتونه نامشروطه مرستې او همکاري يو اړخیزې یا یوازې د عصري زدهکړو لپاره و نه اوسي.
خو لا هم نه ده څرګنده چې د ملګرو ملتونو له لوري په ذکر شویو موضوع ګانو به بحثونه وشي او کنه؟ ځکه طالبان د دغو ډیریو مادو خلاف دي. او دا هم لا څرګنده نه ده چې د ملګرو ملتونو، امریکايي لوري، هیوادونو او نړېوالو سازمانونو استازي به د طالبانو د یادو شویو نهو شرطونو په اړه څه دریځ غوره کړي؟
د لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اختلاف یوازې د دوحې د درېیمې ناستې پر جوړښت او اجنډا پورې محدود نه دی، بلکې دوی غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي او له ملګرو ملتونو یې د دغه کار د څارلو غوښتنه کړې ده. خو طالبان او د افغانستان ګاونډي هيوادونه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکل کېدو مخالف دي.
تر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا استازې رینا امیري د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون پلان نه لري.
ایا د دوحې را روانه غونډه به د طالبانو په حضور کې د افغانستان حالت بدل کړي؟
نه! دغه غونډه به هم د تېرو هغو په څېر وي، د دوحې درېيمه ناسته به د افغانستان په روان وضعيت ډېر اغېز ونه کړي. له طالبانو سره د ملګرو ملتونو دا ډول جوړجاړي به دغه ډله نوره غښتلې کړي او د افغان ولس ستونزې به نورې هم له پامه وغورخول شي، طالبان به خپل سیاسي مخالفان نور هم له پامه وغورځوي. په دې سره به د افغانستان سیاسي ستونزې حل نه بلکې لا ډیرې شي؛ ځکه طالبان د افغانستان د مسلې د یو اړخ په توګه ځانته او د افغانانو پر وړاندې ولاړ دي او ملګري ملتونه هم د دغې ډلې غوښتنې مني. تر هغه وخته چې په افغانستان کې سیاسي مسایل له ټولو اړخونو سره د خبرو له لارې حل نه شي، بل حل نه لري. که د افغانستان ستونزه یوازې له طالبانو سره حل کېدلی، اوس به دغې ډلې چې پر افغانستان هم واکمنه ده، په تېرو دریو کالو کې د نړیوالې ټولنې او سیمې هیوادونو مشروعیت ترلاسه کړی وای. خو داسې نه ده. دوی تر اوسه پورې نه له ځان، نه د افغانستان له خلکو او نه له نړیوالې ټولنې سره سوله کړې.