• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه؛ هند سويلي افريقا ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د هند او سويلي افريقا ترمنځ د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ ۲۰ اوره نړيوال جام په پايلوبه کې هند خپلي سيالي لوبډلې ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه د همدې لوبې پچه هند لوبډلې وګټله او لومړۍ يې توپوهنه غوره کړه.

د هند کرېکټ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سويلي افريقا ته ۱۷۷ منډې هدف وټاکه

د هند په لوبډله کې ویرات کوهلی په ۵۹ توپونو ۷۶ منډې جوړي کړې.

د سويلي افريقا په توپ اچونونکو کې کېشو مهاراج او انریچ نورتجي دوه دوه هندي لوبغاړي وسوځول.

هند او سويلي افريقا هغه دوې قوي لوبډلې دي، چې د کريکټ په دې ۲۰ اوره نړيوال جام کې يې یوې لوبډلې هم مات نه کړل او په خپلو ټولو سياليو کې یې برياوي په نوم کړې.

د سوېلي افریقا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې لوبډله یې د شل اوره سیالیو نړۍوال جام پایلوبې ته لاره مومي.

د دې پايلوبې د دوهمې برخې له پای ته رسېدو سره به اتله لوبډله معلومه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغان فوټسال ۱۷ او ۱۹ کلنو لوبډلو لپاره د کډوالو لوبغاړو انتخابولو کمپ پای ته ورسېد

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې خبر ورکړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو لوبغاړو د فوټسال روزنیز او انتخابي کمپ پای ته ورسېد. په دې کمپ کې د افغان فوتسال د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي محسن رضايي د افغانستان د ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو لوبډلو لپاره ۶۰ لوبغاړي غوره کړل.

دغه تمریناتي کمپ د ایران پلازمېنې ته څېرمه په قم ښار کې د افغانستان د ۱۹ کلنو د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي محسن رضايي او د دغه ټیم د مرستیال روزونکي شکرالله مومند په مشرۍ د افغان کډوالو فوټسال لوبغاړو لپاره جوړ شوی و.

د کمپ په لومړي پړاو کې ۶۰ لوبغاړي وټاکل شول.

100%

اشرف غني د کرېکټ ملي لوبغاړو ته: نیمه پایلوبې ته رسېدل یوه ستره لاسته راوړنه وه

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۰۳ GMT+۱

د افغانستان مخکینی ولسمشر اشرف غني په نړۍوال شل اوریز جام کې د کرېکټ ملي لوبغاړو له لاسته راوړنو مننه کړې. نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي:« زه په ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام کې ستاسو د بې سارو هلو ځلو له امله د زړه له کومې مننه کوم.»

هغه وایي، نیمه پایلوبې ته رسېدل یوه ستره لاسته راوړنه ده.
هغه په خپله لیکنه کې ویلي، په دې سختو وختونو کې تاسو افغان ملت ته د یووالي او خوښۍ شیبې وروبخښلې.
هغه وایي:« مننه چې د افغانستان استازیتوب مو په دومره ویاړ سره وکړ.»
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي:« موږ تاسو ته ستاسو په راتلونکو سیالیو کې د لا بریالیتوبونو هیله کوو. لا وځلېږئ، او موږ پر تاسو ویاړو. تاسو زموږ اتلان یاست.»
له بل پلوه په خواله رسنیو کې له سوېلي افریقا څخه له ماتې وروسته ګڼو افغانانو په خپلو لیکنو کې د افغان لوبډلې ملاتړ کړی دی.

دا لومړی ځل و، چې افغانستان په نړۍوال جام سیالیو کې تر نیمه پایلوبې رسېږي.

وړمه ورځ افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده، چې د نړۍوال جام پایلوبې ته لار ومومي.

نن د نړۍوال جام په پایلوبه کې سوېلي افریقا په نهو وېکټو افغانستان ته ماتې ورکړه او پاییلوبې ته ووته.

اولي رابینسن په يو اور کې د ۴۳ منډو په ورکولو سره د کرېکټ په تاريخ کې ګران بيه لوبغاړی شو

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د انګليستان تېز توپ اچوونکي اولي رابينسن په کورنيو سياليو کې په يو اور کې خپلې سيالې لوبډلې ته ۴۳ منډې ورکړې او د کرېکټ په تاريخ کې تر ټولو ګران بيه لوبغاړی شو. رابینسن د سسیکس لوبډلې لوبغاړي و.

په انګليستان کې د لیسټر شاير او سسیکس لوبډلو ترمنځ په کورنيو اتلولیو سياليو کې د شاير لوبډلې توپوهونکي لويیس کمبر په يو اور کې ۴۳ منډې جوړې کړې.

په دې اور کې ۶ څلوريزي، دوې شپږيزي، په یوه توپ يوه منډه او پر درې "نو" توپونه ۶ منډې تر سره شوې.

100%

دا د کرېکټ په تاريخ کې په کورنيو سياليو کې دویم تر ټولو ګران بيه اور دی.

تر دې دوې ورځې وړاندې د انګلينډ سپينر توپ اچونکي شعيب بشير د لیسټرشاير لپاره په يو اور کې د پنځو شپږو سره ۳۸ منډې ورکړې وې.

د انګلينډ په دې سياليو کې د ليسټرشاير توپووهنکي کمبر په ۱۰۰ توپونو دوې سليزې پوره کړې.

په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان کرېکټ لوبغاړي شفیق الله شینواري په ۸۹ توپونو تر ټولو چټکې دوې سلیزې جوړې کړې وې.

راشدخان په شل اوریزو لوبو کې د ۱۵۰ چټکو وېکټو اخیستونکی لوبغاړی شو

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او سوکه توپ اچوونکی راشدخان په شل اوریزو لوبو کې د ۱۵۰ چټکو وېکټو په اخیستو سره د غوره توپ اچوونکي په توګه وپېژندل شو. راشدخان په ۹۲ شل اوریزولوبو کې توانېدلی، چې د نړۍوالو ملي لوبډلو ۱۵۰ لوبغاړي وسوځي.

د راشدخان څخه وروسته د نیوزیلنډ لوبغاړی ساوتي هم په ۱۱۸ لوبو کې ۱۵۰ وېکټې اخیستې وې.
شکیب الحسن بیا ۱۲۹ لوبې ترسره کړې دي او یوازې یوه وېکټه له دغه نوملړه لرې پاتې شوی دی.
له بل پلوه په نړۍوال جام سیالیو کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په اوږد پارټنرشېپ کې د رضوان او بابراعظم ریکارډ مات کړ.

ورته مهال په نړۍوال جام کې فضل الحق فاروقي لاهم د دغو سیالیو زیات وېکټ اخیستونکی لوبغاړی دی او د ۱۶ لوبغاړو په سوځولو سره د نوملړ په سر کې دی، چې دویم د هند هرش دېپ او درېیم بیا راشدخان دی.

په نړۍوال جام کې رحمان الله ګربز بیا ۲۸۱ تر ټولو ډېرې منډې کړې او د غوره توپ وهونکو نوملړ کې یې لومړی مقام خپل کړی دی.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ هند اسټرالیا ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه

۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۴ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۲۴ GMT+۱

د کرېکټ د نړۍوال شل اوریز جام په سیالیو کې د هند ملي لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او اسټرالیا دغې ماتې نیمه پای لوبې ته د افغانستان لاره پېدا کول اسانه کړل.

د شل اوریز نړۍوال جام د اتو غوره لوبډلو تر منځ په سیالیو کې هند له اسټرالیا سره مخامخ شوه، چې په پیل کې یې توپوهنه وکړه.

په لومړۍ پاڼۍ کې هند د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلې ونه شول کولی، چې د ټولو اورونو په لوبولو سره ټاکلی هدف پوره کړي او یادې لوبډلې د ۲۴ منډو په توپیر له هند څخه ماتې وخوړه.

د اسټراليا نننۍ ماته د افغان لوبډلې په ګټه تمامه شوه او که چېرې سبا افغان لوبډله د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړي؛ نو نيمه پايلوبې ته به لاره پېدا کړي.