• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

معتبره سرچېنې : د طالبانو د مشر اړیکې له امیر خان متقي سره خړې پړې شوې دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۹ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۰۱ GMT+۱

معتبرو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده اړیکې د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره خرابې شوې دي.

په دې وروستیو کې طالبانو د امیر خان متقي پر ځای د دغې ډلې مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره ټاکلی دی.
که څه هم چې د بهرنیو چارو وزارت پراخه جوړښتونه لري او دغه بنسټ له وزیر پرته سیاسي او اداري مرستیالان او بې‌شمېره رییسان لري؛ خو دغې ناستې ته د ذبیح الله مجاهد ګومارنې بېلابېلې پوښتنې راولاړې کړې دي.
دغه سرچېنې وايي، له هغه مهاله چې د ذبیح الله مجاهد دفتر کندهار ته لېږدول شوی؛ نو ورسره هم‌مهاله د هغه واک هم تر پخوا زیات شوی دی.
سرچېنې وایي، چې ذبیح‌الله مجاهد ملا هبت الله ته ډېر نږدې او وفاداره کس دی.

هغه یواځینی چارواکی دی، چې دفتر یې له هغې وروسته چې کندهار د «طالبانو په سیاسي پلازمېنې» بدل شو، دغه ولایت ته لېږدول شوی دی.
ښاغلی مجاهد د طالبانو په واکمنۍ کې تر ویاندویۍ اوچت ځای ځایګی لري.

سرچېنې وایي، چې د طالبانو په حکومتولۍ کې د هغه واکونه تر ډېرو وزیرانو هم پورته دي.
د دوحې په درېیمه ناسته کې د خبرو اترو لپاره د طالبانو په استازولۍ د ذبیح الله مجاهد ټاکنه د دې ښکارندویي کوي، چې نوموړی د ملاهبت الله ډېر باوري او نږدې کس دی.
په خارجي سیاست کې د ښاغلي مجاهد وروستۍ څرګندونې دا په ډاګه کوي، چې هغه د یو ویاند له دریځه پورته د بهرنیو چارو د وزیر په بڼه چارې پر مخ وړي.
نوموړي په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ډیپلوماسۍ بنسټ د مشر له دریځه غږېدلی دی.

هغه د طلوع‌نیوز سره په خبرو کې د چین د ولسمشر له هغو څرګندونو هم مننه کړې، چې د افغانستان سره یې د اړیکو د پیاوړي کولو په تړاو کړې وې.
دا رنګه ښاغلي مجاهد د طالبانو په استازیتوب د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم غږېدلی او دا یې ویلي، چې د دوی رژیم د ایراني لوري سره د ښو اړیکو ملاتړی دی او هیله یې ښکاره کړې، چې د ایران راتلونکی دولت به هم له دوی سره د دغه اړیکو دوام او پرمختیا ته ژمن پاتې شي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د ملا هبت الله او متقي تر منځ به د اړیکو ترینګلتیا پر کوم لوري ولاړه شي او ذبیخ الله مجاهد به تر دې ډېر څومره سیاسي او اداري واګې تر لاسه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

سیما سمر: نړیوالې ټولنې تر ډیره افغانان له خبرو او پرېکړو څڼډې ته کړي دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشرې د دوحې دریمه غونډه ناکامه وبلله او ویې ویل چې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو له حضور پرته هره پریکړه د منلو وړ نه ده.

سیما سمر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نړیوالې ټولنې تر ډیره افغانان په خبرو اترو او پریکړو کې نه دي دخیل کړي‌.

سیما سمر ټینګار کړی چې د طالبانو غوښتنو ته تسلیمېدل په افغانستان کې د بشري حقونو د لا زیاتو سرغړونو بنسټ جوړوي.

هغې وویل، چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او دا ډله ولسي ملاتړ نه لري.

مېرمن سمر زیاته کړه چې نړیوالې ټولنې د ښځو او بشري حقونو په مسلو کې له طالبانو سره همغږي کړې ده.

هغې څرګنده کړه:«د دوحې په غونډه کې هره موضوع چې بحث پرې وشو، د افغان ښځو پر وضعیت مستقیم اغېز لري. په دې غونډه کې د ښځو نه شتون ښيي چې دوی د ستونزو د حل په لټه کې نه دي، بلکې د وخت تېرولو په لټه کې دي.»

د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشرې وویل، چې د ملګرو ملتونو بنسټیزه دنده د بشري حقونو ساتنه ده، خو د هغې په وینا، دغې ادارې د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو موضوع له پامه غورځولې.

د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی: خلک د دوحې په غوڼډه کې حضور نه لري

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي د طالبانو په فرمایش د دوحې د دریمې ناستې پر تنظیم او جوړولو نیوکه کوي.

نصیر احمد اندېشه په یوه مقاله کې کاږي، چې په دې غونډه کې له افغان ولس، د طالبانو مخالفینو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو پرته نور ټول لوبغاړي ګډون لري.

نصیر احمد اندېشه د Just Security په نشریه کې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د دوحې د غونډې په اړه د سیمې د هېوادونو، ملګرو ملتونو او امریکا ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه او نور اړخونه د دوحې ناستې د کړنلارې، اجنډا او ګډونوالو په اړه د طالبانو شرطونه پلي کوي.

ښاغلي اندېشي وويل، چې د طالبانو د سپينولو او بدلون هڅې ناکامې شوې، ځکه د ده په باور طالبان نه دي بدل شوي.

هغه لیکلي، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د وړو مسلو ته د دغه هیواد د وګړو د اساسي حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په پرتله لومړیتوب ورکړی دی.

دغه ډيپلوماټ د دوحې په غونډه کې د بېلابېلو طبقو شتون مهم وباله او ويې ويل، چې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د خبرو اترو په مېز کې د ټولو سياسي طبقو ګډون ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي په دې مقاله کې لیکلي دي چې طالبانو د داعش خراسان او القاعدې په ګډون د سیمې او نړۍ تروریستي ډلو ته مناسب ایډیالوژیکي او عملیاتي چاپیریال برابر کړی دی.

د ښځو اړوند د ملګرو ملتونو کمیټه: د دوحې له غونډې د ښځو په اېستلو ادېښمن یو

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېټه وایي، د دوحې له دریمې غونډې څخه د ښځو او نجونو د نه شتون په اړه ژوره اندیښنه لري.

دغې کمېټې وویل، په بحثونو کې باید ښځې حضور ولري او د افغان مېرمنو حقونه باید د غونډې په اجنډا کې شامل شي.

یادې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې د ښځو خراب وضعیت راتلونکي نسلونو ته د نه جبرانېدونکي زیانونو لامل کېږي.

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټه وايي، چې د دوحې په دریمه ناسته کې د ښځو نه ګډون به د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون» نقض کړي.

دغه سازمان زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې افغان ښځې له زده کړو، کار او په ټولنه کې له ونډې اخیستنې محرومه دي او د ښځو پر وړاندې دغه محدودیتونه مخ په ډېریدو دي.

بل خوا، د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي، چې ټولو ښځینه کارکوونکو ته یو شان او لږ معاش ټاکلو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه د افغان ښځو د توان د له منځه وړلو لپاره یو خصمانه عمل دی.

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کمیټې په خپله اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې دې له طالبانو سره د افغان ښځو د حقونو موضوع د بحث محور وګرځوي. دغې کمېټې همداراز ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره هر ډول ممکنه اقداماتو ترسره کړي او هغوی دې نه څنډې ته کوي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېټه ترسره کیږي.

طالبان: که هر څوک زمونږ پر حریم تېری وکړي د عواقبو مسئولیت به یې پر خپله غاړه وي

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر د پاکستان دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې که هر څوک په هره بهانه زموږ پر حریم تیری وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي. د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و، چې دغه هیواد به په افغانستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي پر ضد عملیات کوي.

د طالبانو دفاع وزارت نن جعمې - د جنګاښ ۸مه - پر اېکس ټولنزي شبکې یو پیغام کې لیکلي چې د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هېچا په ګټه به نه وي.

د طالبانو دفاع وزارت زیاتوي چې د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچا ته اجازه ور نه کړي چې په دې حساسو موضوعاتو کې څرگندونې وکړي.

له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو په نښه کولو په اړه یو ځايي خبري ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و: « که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»

نوموړي په دې وروستیو کې له افغانستان سره د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي باید له سره وارزول شي.
ښاغلی اصف وایي:« موږ د افغانستان لپاره ډېر څه کړي؛ خو دا هغه انعام دی چې موږ یې د خپلې مهربانۍ په بدل کې ترلاسه کوو.»

د طالبانو دفاع وزارت یو ځل بیا په ډاکه کړې، چې د طالبانو دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي.

ذبیح الله مجاهد: په ایران کې چې هر حکومت راځي له افغانستان سره به اړیکي لا ښه کړي

۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته غبرګون کې وايي، چې په دغه هېواد کې هر راتلونکی حکومت به «له افغانستان سره اړیکي لا ښه کړي.» د باختر اژانس د راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې طالبان له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختيا غواړي.

د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي په مړینه پسې نن په ایران کې وار مخکې ټاکنو ته رایه پیل شوه.

په دې ټاکنو کې مسعود پزشکیان، سعید جلیلي، مصطفا پورمحمدي او محمد باقر قالیباب ولسمشرۍ ته نوماند دي.

دوی خپلو ټاکنیزو مبارزو کې بیا بیا افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو خبره کړې ده.

د طالبانو په واکمنېدو پسې له یو میلیون ډېر افغانان ایران ته کډوال شول، خو له تېر کال راهیسې یې د بېرته ستنولو او د ځورولو راپورونو ډېر شوي دي.