په ننګرهار ولایت کې د کورنۍ شخړې له امله درېو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ په خپل منځي شخړه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ په خپل منځي شخړه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، چې پېښه د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اتمي امنیتي حوزې د قلعه چميار سیمه کې شوې ده.
مولوي عبدالبصیر زابلي وایي، چې د دغو دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر لانجه کې د يوې کورني له خوا ډزې شوي، چې په پایله کې یې د بلې کورنۍ دوه کسان وژل شوي.
همداراز په ډزو کې یو هغه کس هم وژل شوی، چې د لانجې د خلاصون هڅه یې کوله.
د طالب ویاند په وینا، په دغو ډزو کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپیان شوي هم دي.
نوموړی زیاتوي، چې د مړي او زخمیان یې صحت عامې ته انتقال کړي دي.
زابلي وایي، چې مجرمین د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ریانووستي خبري اژانس ته ویلي؛ تمه لري چې د دوحې غونډه به پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړي. ښاغلي شاهین وویل، چې بندیزونه د افغانانو د کړاو لامل ګرځي.
دغه طالب چارواکي ویلي: «زه هیله من یم چې دا غونډه به د افغانستان د ستونزې د حل لپاره، چې خلک ورسره لاس او ګریوان دي د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.»
ټاکل شوې د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه جوړه شي.
په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د طالبانو په استازيتوب به د ذبیح الله مجاهد په مشری یو پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د چنګاښ۹مه) په یوه خبري غونډه کې وويل، چې دا ډله په دوحه کې د «ټولو لوریو سره د متقابل عمل او د ستونزو د حل» په موخه په دریمه ناسته کې ګډون کوي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي، چې د دوحې درېیمه ناسته به هغه مهال ګټوره وي، چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو همکارۍ ممکنه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر د دوحې غونډې ته طالب پلاوي تلو ته په اشاره وايي، د ملګرو ملتونو سازمان د دې ډلې لپاره له خپلو اساسي اصولو تېر شو. رحمت الله نبیل څو ورځې وړاندې هم ویلي و، ټام وېست او رینا امیري د دوحې په غونډه کې د ښځو د ګډون په اړه چوپه خوله دي.
د افغانستان پخواني د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل نن په خپله اېکس پاڼه کې دوحې ته د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالب د پلاوي د تګ د عکس خپرولو سره نن بیا په دغه غونډه کې د دوی د ګډون له امله پر ملګرو ملتونو نیوکه کړې ده.
نبیل لیکلي «بې له شکه، د خلیلزاد په مشرۍ د دوحې ناستې او په هغه پسې د دوحې د دریمه ناسته له نیابتي ډلو سره د خبرو استازیتوب کوي.»
رحمت الله د یادښت په پای کې د دوحې د راتلونکې درېمې ناستې په اړه لیکلي چې «دې غونډو کې سیمه ییز او ناسیمه ییز قدرتونه د خپلو پټو او نیابتي ګټو لپاره چنې وهي، نه د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره!»
د نوموړي تر دې څرګندونو ګړۍ مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې غونډې ته د دې ډلې د پلاوي د روانېدو خبر ور کړ.
د قطر پلازمېنه دوحه کې دا دریمه غونډه سبا د دوو ورځو لپاره پیلېږي او په لومړي ځل پکې د ښاغلي مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی ګډون کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې خبر ورکړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو لوبغاړو د فوټسال روزنیز او انتخابي کمپ پای ته ورسېد. په دې کمپ کې د افغان فوتسال د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي محسن رضايي د افغانستان د ۱۷ کلنو او ۱۹ کلنو لوبډلو لپاره ۶۰ لوبغاړي غوره کړل.
دغه تمریناتي کمپ د ایران پلازمېنې ته څېرمه په قم ښار کې د افغانستان د ۱۹ کلنو د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي محسن رضايي او د دغه ټیم د مرستیال روزونکي شکرالله مومند په مشرۍ د افغان کډوالو فوټسال لوبغاړو لپاره جوړ شوی و.
د کمپ په لومړي پړاو کې ۶۰ لوبغاړي وټاکل شول.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څو شېبې مخکې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان لپاره د دوحې غونډې ته د دې ډلې د پلاوي د روانېدو خبر ور کړ. د قطر پلازمېنه دوحه کې دا دریمه غونډه سبا د دوو ورځو لپاره پیلېږي او په لومړي ځل پکې د ښاغلي مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی ګډون کوي.
هغه انځور چې له روانېدو ذبیخ الله محاهد په خپل اېکس کې خپور کړی، د نوموړي او سهیل شاهین په ګډون د دې ډلې پنځه غړي ښيي.
ښاغلي محاهد له دې انځور سره لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت استازي د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته روان شول.»
ښاغلي مجاهد دوحې ته تر روانېدو څو ګړۍ مخکې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، په دغه ناسته کې دوی له هغه وروسته برخه اخلي چې ملګرو ملتونو د دوی ځینې شرایط ومنل، خو نوموړي د دغو منل شویو شرایطو په اړه نور جزییات په ډاګه نه کړل.
هغه دا رنګه ویلي، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه بحث نه کېږي او لامل یې دا ښودلی چې د افغانستان کورنۍ مسلې به په کور د ننه هوارېږي او له ملګرو ملتونو سره تړاو نه لري.
له دې سره یې له نړیوالې ټولنې د اقتصادي مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه:« موږ د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو غواړو، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي.»
تېره اونۍ د پلاوي ټاکلو سره طالبانو وویل، چې پر مجاهد سربېره به د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د افغانستان بانک استازي په دغه غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو د افغانستان بانګ رییس هدایت الله بدری د اسلامي مالي خدمتونو بورډ ۲۲مه کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره جیبوټي ته نن روان شو. د افغاستان بانک وايي، دا غونډه د ۲ ورځو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو بورډ او د جیبوټي د مرکزي بانک له لوري جوړېږي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په خپله برېښنا پاڼه کې جیبوټي ته له روانېدو وړاندې د هدایت الله بدري او مل پلاوي انځور خپور کړی دی.
د جولای په لومړۍ او دوهمه نېټه په غه دوه ورځنۍ غونډه کې د بورډ د تېر کال پر اجراتو او مالي راپورونو بحثونه کېږي او بیا به تصویب شي.
طالبان وايي، په دغه ناسته کې به د بورډ غړي هېوادونه د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په رڼا کې د اسلامي بانکوالۍ اړوندو مغایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکوالۍ د ډیجیټلایزیشن اثر او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحثونه وشي.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) یوه نړیواله اداره ده، چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت د سلامت او ثبات د پیاوړتیا لپاره معیارونه چمتو او خپروي.
دا معیاورنه د اسلامي شریعت او اصولو په چوکاټ کې د بانکوالۍ سکتور، مالي بازارونو او بیمې په برخه کې د هغو مؤسساتو لپاره رامنځته کېږي چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت په برخه کې فعالیتونه تر سره کوي.
د طالبانو واک لاندې د افغانستان بانګ تایدوي چې د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې ادارې د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ (IFSB) غړیتوب لري.