• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روغتیا؛ په ګرمۍ کې هره ورځ د مستو خوړل د انسان د بدن د اوبو د کمښت خطر کموي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳۰ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۱

څېړونکي وايي، چې انسانان له پیړیو راهیسي مستې خوري او هره ورځ د مستو خوړل د انسان بدن ته ګڼې روغتيايي ګټې لري. څېړنې ښيي، چې په اوړي کې د مستو خوړل په بدن کې د اوبو د کمښت خطر کموي.

هره ورځ يوه پياله مستې خوړل د بدن ۵۰ سلنه کلسيم پوره کوي او هډوکو ته هم ګټه رسوي.

د دې تر څنګ په مستو کې ډېر داسې غذايي مواد هم شته، چې د روغتیا لپاره ګټور دي.

په اوړي کې د مستو د خوړلو ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

د هاضمي سیسټم ګټې:

مستې ګټورې باکترياوي دي او د پروپايټيکونو لویه سرچينه ده، چې د هاضمې روغتيا ته وده ورکوي.

پروپايټکونه په معدې کې د باکتريا توازن ښه کوي او د هاضمې د مختلفو ستونزو لکه؛ د معدې، ګاز او اسهال خطر هم کموي.

په بدن کې د اوبو کمبود:

مستې هغه خواړه دي، چې د ډي هایډریشن یا د بدن د اوبو د کمښت خطر کموي.

ډي هايډريشن یو حالت دی، چې د انسان د بدن څخه د ډېرې مايع د ضايع کېدو له امله رامنځته کیږي.

په اوړي کې د مستو کارول په بدن کې د اوبو د مناسب مقدار په ساتلو کې مرسته کوي.

په اوړي کې د مستو خوړولو له امله د یخنۍ د زياتېدو احساس:

د مستو خوړل بدن ته د طبیعي یخنۍ احساس ورکوي او له همدې امله يې خوړل د ګرمۍ په وړاندې د ساتنې لپاره مناسب دی.

يخي مستې خوړل د ګرمۍ په ماتولو کې مرسته کوي.

100%

د پروټين قوي کول:

پروټین یو غذایی توکی دی، چې د عضلاتو په ساتلو کې مرسته کوي، ستاسو اوږد احساس ساتي او عمومي روغتیا ته وده ورکوي.

مستې د کیفیت لرونکي پروټین یوه ښه سرچینه ده، چې پورته يې د ځينو ګټو يادونه وشول.

د روغتیا لپاره ګټور غذايي مواد ترلاسه کول:

مستې تقریبا ټول هغه مواد لري، چې زموږ بدن ورته اړتیا لري.

کلسیم، هډوکو او غاښونو ته ګټه رسوي.

همدا ډول مستې د B ویټامینونو په ځانګړې توګه ویټامین B12 او ویټامین B2 زيات لري او دا دوه ویټامینونه د زړه د ناروغیو په وړاندې ساتنه کوي.

یو پیاله مستې د ورځنۍ اړتیا ۲۸سلنه فاسفورس، ۱۰سلنه مګنیزیم او ۱۲سلنه پوتاشیم پوره کوي.

دا درې واړه په بدن کې دويني فشار، ميټابوليزم او د هډوکو روغتيا لپاره اړين دي.

مستې ویټامین ډي نه لري؛ خو فورټيفايډ مستې ویټامین ډي لري، چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

د بدن د وزن د کنټرول ساتل:

یو شمیر څېړنیزو راپورونو د مستو خوړل د بدن د غوړو او وزن په کمولو کې مهمي یادې کړې دي.

د مستو په خوړولو سره ډېر وخت د بشپړتيا احساس کيږي او د بې وخته خوړولو مخه نیسي، چې همدا چاره د بدن د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

د دې ترڅنګ د مستو خوړل میتابولیزم ته وده ورکوي، چې د بدن د وزن د کنټرول لپاره اړین دي.

د معافیت سیسټم لپاره د مستو ګټې:

د مستو خوړل د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او د موسمي ناروغیو خطر کموي.

په مستو کې شته باکتریاوې په بدن کې پړسوب کموي، چې له ډېرو ناروغیو سره تړاو لري.

د څیړنېزو راپورونو له مخې؛ د پروبایوټیک کارول ممکن د موسمي زوکام د مودې او شدت په کمولو کې هم مرسته وکړي.

په مستو کې شته مګنیزیم او زنک هم د معافیت سیسټم روغتیا ته وده ورکوي.

د خولې بد بوی له منځه وړي:

د تل لپاره د بد بوی څخه د خلاصون یوه غوره لاره دا ده، چې مستې د خپل رژیم برخه وګرځوئ.

د يوې څېړنې د معلوماتو له مخې؛ هغه خلک چې د ۶ اونيو لپاره مستې وخوري د خولې د بوی مرکبات يې ټيټې کچې ته رسيږي او د خولې باکترياوي يې هم کميږي.

یادونه: دا لیکنه په طبي مجلو کې د خپرو شویو جزییاتو پر بنسټ ده او لوستونکي کولای شي، چې په دې اړه له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د سلمان خان پلار: سلمان خان ډېر ساده دی په اسانۍ سره مینه کوي خو له واده کولو ډاریږي

۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۵ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۱

د هندي سینما د وتلي ستوري سلمان خان پلار سلیم خان وايي، چې زوی یې ډېر ساده مزاجه دی او ډېر ژر مینه کوي؛ خو له واده ډاریږي چې "انتخاب کړې مېرمن به یې د مور په څېر ټوله کورنۍ سمبال کړي او که نه".

د سلمان خان د واده په تړاو د هغه مینوال ګڼې پوښتنې لري؛ خو له ډېرې مودې وروسته د هغه پلار له یوه هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې سلمان له نجونو سره ژر اړیکه ټینګوي.

هغه زیاته کړې: " دی غواړي په خپلې راتلونکې مېرمنې کې هغه جوهر وګوري کوم چې د سلمان خان په مور کې شته".

د هغه په خبره، چې سلمان خان غواړي د خپل ژوند ملګرې داسې څوک وټاکي، چې کورنۍ او خپلو اولادونو ته وخت ورکړي؛ خو د داسې چا پېدا کول وخت غواړي.

له دې وړاندې سلمان خان په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له داسې چا سره به واده کوي، چې هغه یې لومړۍ او وروستۍ مېرمن شي.

سېلاب خیریه بنسټ په ننګرهار کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو لپاره ډله ییز واده وکړ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۱

سېلاب خیریه بنسټ نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو ډلیز واده وکړ. د دغه بنسټ مشر سید احمد سېلاب وايي، ننګرهار د افغانستان په کچه واحد ولايت دی چې خسرګنۍ خپلو زومانو ته ولور او ټول لګښتونه وبښل.

سید احمد سېلاب زیاتوي، چې هر زوم ته يې د کور لپاره شاوخوا دوه سوه اجناس اخيستي دي چې ټولې اړتياوې پرې پوره کيږي.

دې مراسمو کې څو خسرانو وویل، له کالونو راهیسې يې لورڼه ورکړې وې، خو زومانو يې د ولور او د واده د لګښت توان نه درلود، خو د سېلاب خیریه په غوښتنه يې خپلو زومانو ته ولورونه او نور لګښتونه وبښل.

دوی له والدينو وغوښتل چې له ولور او نورو ناوړه دودونو څخه ډډه وکړي.

سېلاب خیریه بنسټ پر ننګرهار سربېره نورو ولایتونو کې کې هم ورته ډله ییز ودونه کړي دي.

دغه بنسټ د هغو ځوانانو سره مرسته کوي، چې ولور او نورو مراسمو ترسره کولو توان ونه لري.

طالبان وايي ډېر ژر به د جام منار د خوندي کولو کار پیل کړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۱ GMT+۱

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ، چې د جام منار د خوندي کول کار به ډېر ژر پیل کړي. دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو پلاوي د جام منار د وضعیت ارزونه کړې ده.

په دغه پلاوي کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې رییس محمد حسیب نسیمي او یوه تخنیکي ډله برخه لري.

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، دغه پلاوى د جام منار جام د وضعيت د څېړلو لپاره سيمې ته تللى و.

څو ورځې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته عکسونه لېږلي او ویلي وو، چې د سختو بارانونو له امله د دغه تاریخي منار شاوخوا سېلابونو لاندې کړې ده.

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د جام منار شاوخوا سېمه بايد پاکه شي.

جام منار د دوولسمې پیړۍ په وروستیو کې له خټو جوړ شوی و،چې قراني ایتونه پر لیکل شوي.

دغه منار،چې د غوري تمدن يوه له غوره اثارو څخه بلل کېږي په ٢٠٠٢ کال کې د يونسکو د نړيوال فرهنګي ميراث په نوملړ کې ثبت شوی؛خو په تيرو دوو لسیزو کې یې بيارغورنې ته د نه پاملرنې له امله د ړنګېدو د احتمال خبرداری ورکړل شوی.

د ښځو له پوهنې سره مخالفت؛ عقده، عقیده که سیاست؟

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د ښځو د تعلیم مخنیوی او د دغه «حق» لپاره د غږونو پورته کول دومره ډېر وشاربل شول، چې ښايي ځینې خلک یې له ډېرې ناهیلۍ نور نه یادوي او ځينې وګړي یې هم له ضد او عقدې څخه.

مګر لاهم د افغانستان خلک نه پوهېږي، چې د وطن معصومې نجونې ولې له خپل دغه انساني او خورا طبیعي حق څخه محرومې دي. نړۍ ته هم دا یوه عجیبه معما ده.

د اوس‌واکمنې ډلې په لومړۍ دوره کې د ښځو پر زدکړو، کار او ټولنیز فعالیت بندیز د دوی ترمنځ دود د منځنیو پېړیو له ایډیو لوژیک او عقیدوي بستر څخه راپاڅېدلی امر ګڼل کېده، چې هغه مهال یې د «ولې؟» دومره زیاتې پوښتنې راولاړې کړې نه وې. هغه مهال چې د افغانستان خلک تنظیمي جګړو ځپلي وو او وطن په یوه شاړه کنډواله بدل شوی و، د خلکو او نړیوالو لویه اندېښنه و هڅه دا وه، چې په افغانستان کې یو ابتدايي ژوند ته څنګه بېرته راوګرځي او دلته پاتې خلک څنګه ژوندي پاتې شي؟

هغه مهال هم طالبان له لوستیو ښځو وېرېدل او هم د دوی سناریستانو (پاکیستان او نورو) له دې ډاره د نجونو د پوهنې مخه نیوله، چې په افغانانو کې تر خپل مدیریت لاندې د روان (جهاد) روایت کمزوری نه شي. پاکیستان تر هرڅه زیات په افغانانو کې د ملي تفکر، هوښیارۍ، مدني کېدو او پرمختګ څخه ویره لرله او لري یې، ځکه پوهیږي، چې د روښانه او لوستیو مېرمنو پر بچیانو خپل ایډيولوژیک او مدرسه‌يي اغېز و نفوذ بایلي.

خو دا ځل هرڅه بدل دي. افغانستان یوه شل کلنه مدني دوره تجربه کړې ده، چې په کې د ښځو حقونو ته حتی تر طبیعي بریده زیات تبلیغات وشول.د طالبانو د تحریک څه شمېر غړي چې د امریکايي پوځي حضور پر مهال په افغانستان کې پاتې وو، هم په دې اړه په صراحت غږېدل، چې ښځې په اسلام کې خپل حقونه لري. د دوی وطنمېشتو قلمي و لوستیو پاتې شونیو په دې اړه کتابونه ولیکل. په ۱۳۸۰ کلونو کې «ښځه په اسلام کې» داسې سرلیک و، چې ښايي زرګونه مقالې، ویناوې او سلګونه رسالې وکتابونه به پرې لیکل شوي وي، او د دې ګڼ شمېر یې هماغه پاتې شونیو لیکلي وو، چې د واکمنۍ پر لومړي ځل یې د نجونو او ښځو محرومیت د سیاست یوه برخه وه.

دغو لیکنو او کتابونو دا څرګندوله، چې په اسلام کې پر ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز فعالیت بندیز نشته. په تېرو شلو کلونو کې هرڅه توپیر وموند، نړۍ په دې وپوهېده، چې افغانان له نورو انسانانو سره توپیر نه لري او که شرایط ورته مساعد شي، ښځې و نر تعلیم کوي، استعداد لري او کړلای شي په ښو کادرونو بدل شي. نړې ورو ورو د افغانانو له دغه پېژاند سره بلده شوه. ټول پوه شول، چې پرښځو د بندیزونو مسئله نه په اسلام کې ریښه لري او نه په افغاني دود دستور کې، ځکه خلکو لیدل، چې هرځای فیزیکي و رواني امنیت وي، هلته نجونې ښوونځي ته ځي. په کندهار کې، په خوست و بدخشان و سر پل و نیمروز و بامیان کې، هرځای و هرڅوک غواړي لوڼې و خویندې یې زدکړه وکړي.

د دوحې د مبهمو، مرموزو او له توطئې ډکو خبرو اترو پرمهال هم چې د طالبانو د وسله والې ډلې د بدلون نغارې ډنګېدې او خلیلزاد او نورو پلویانو یې په وازکومي چیغې وهلې، چې دا طالبان نور هغه د ۱۳۷۰ یمو کلونو طالبان نه دي او هرڅه به سم وي، تر یوه بریده نړیوالو او عامو افغانانو ته د ویرې و تمې ترمنځ هیلې وې، چې که دغه ډله واک ته راوستل شي، ښايي د دوی لوڼې به له ښوونځي و پوهنځي راونه ګرځوي. دوحه کې د پټو پرېکړو او مبهمو ضمایمو پر بنسټ واک وروسپارل شو، خو چې دوی لا هم د نجونو د تعلیم مخالفت ته بیا لاس ورواچاوه او دا یې د خپل حکومت اصلي هدف اعلان کړ، دا ځل نو د افغانستان خلک او نړیوال پوه شول، چې د دې مخالفت شاته نورې کیسې دي او دا یوازې د اسلام یا د دوی په ژبه د افغان دود دستور مخالفت نه دی.

د مصنوعي هوش پر مټ جوړ شوی انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو متنقدینو خپور کړی
100%
د مصنوعي هوش پر مټ جوړ شوی انځور چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو متنقدینو خپور کړی

درې ډوله شننې کېدې:

۱ـ طالبان له لوستیو ښځو او د دوی په لمنو کې له روښانه روزل شويو افغانانو څخه ډاریږي او پوهیږي، چې روښانفکر او په ملي روحیه سنبال افغانان به د دوی تیاره واکمني ونه زغمي.

۲- دوی ځکه نجونې تعلیم ته نه پرېږدي، چې د دوی د لیکو ترمنځ نارضایتي پېښه نه شي، ځکه دوی خپل صفوف پر هماغه د منځنیو پېړیو روسته پاتې روایتونو راټول ساتلي، چې په پاکیستاني مدرسو کې ورښوول شوي او هلته ورته ویل شوي، چې اسلامي حکومت جوړول او اسلامي شریعت پلي کول یعنې د ښځو په کور کېنول او له هرڅه یې محرومول. نو که اوس دوی نجونې زدکړو ته پرېږدي، بیا به یې د منځنۍ او ټيټې کچې وسلوال ورڅخه مخ واړوي.

۳- درېیم روایت ډېر سیاسي او ټکان ورکوونکی دی. دا ګومان ورځ په ورځ په یوه باور اوړي، چې طالبانو د افغانستان د نجونو تعلیماو د ښځینه‌وو کار و ټولنیز فعالیت په سیاسي توګه یرغمل کړی دی او د دې اجازې په بدل کې له نړۍ څخه امتیازات غواړي. دوی غواړي له دې مسئلې څخه د وسیلې په توګه کار واخلي او پر نړیوالو فشار راوړي، چې دوی په رسمیت وپېژني، په ملګرو ملتونو کې څوکۍ وروسپاري، له تورو لیستونو او بندیزونو څخه یې وباسي او حتی د دې لپاره مادي باج ورکړي.

دا درېیمه برخه ګومانونه ولې رامنځ ته شول؟

دا روایت ډېر جدي دی، چې ګواکې د طالبانو ۹۹ سلمه غړي د نجونو د تعلیم پلویان دي او دا یې وار وار په خپلو مرکو او رسمي تربیونونو څخه هم ویلي دي. پوښتنه دا ده، چې دا یو سلمه (۱٪) زورور طالبان ولې بل ډول فکر کوي؟

که اسلام و دود دستور پلمه وي، خو باید پر دې د ټولو باور یو ډول وای. ولې هغه ۹۹ سلمه بل ډول فقهي باور لري او دا یو فیصد بل ډول فقهي و دودیز باور پالي؟

له اروپا څخه تللیو د دوی پلوي افغانانو، چې پر همدې مسئله ورسره خبرې کولې، هم په خپلو رسمي څرګندونو کې وویل، چې ۹۹ سلمه طالبان د نجونو تعلیم غواړي، خو یوه سلمه یې نه غواړي او هغې یوې سلمې ته څوک موږ نه ورپرېږدي.

له دې ښکاري، چې د عقیدې و دود خبره نه ده، بلکې کیسه سیاسي ده او هغه څه چې مرموز (۱٪) واکمو ته څرګند دي، لاندې ۹۹ ٪ پرې خبر نه دي.ښکاري دا چې هغه (۱٪) د واک له اصلي سرچینې سره اړیکه لري او دا نور نه پوهیږي، چې څه روان دي؟

بل دا چې له دوی څخه رسماً دا هم واورېدل شول: کله چې نړۍ دوی په رسمیت نه پېژني او امتیازات نه ورکوي، دوی ولې د نړۍ خبره ومني او نجونې ښوونځيو ته پرېږدي؟ دا خبره له عجیبو غبرګونونو سره مخ شوه، اعتراض وشو چې له نړیوالو د امتیاز و رسمیت غوښتنې لپاره مو خپلې لوڼې ولې محرومې کړي دي؟ دې خبرې بیا وارخطا کړل اوبیا یې دغه کیسه تکرار نه کړه، خو باور دا دی، چې په رسمي ناستو کې له هربهرني سره دا خبره کوي او د نجونو د تعلیم د اجازې په بدل کې امتیازات غواړي. نړیوالو هیئتونو هم دا خبره پټه کړې نه ده.

په دې توګه ګورو، چې د نجونو له زدکړو مخنیوی تر یو بریده عقده او ویره ده، چې دوی یې له ویښو او هوښیارو افغان نسلونو څخه لري. هغسې چې پخوا ګڼل کېده، چې د دغه بندیز مخنیوی د عقیدې پربنسټ کیږي دا روایت اوس منتفی دی، ځکه نه یې دوی مني او نه هم خلک ورسره موافق دي. اصلي لامل اوس راڅرګندیږي، چې هغه سیاسي دی او دغه حق د سیاسي امتیازاتو لپاره یرغمل شوی دی.

د خلکو له نظره، نور نو «امرثاني» یو مطلق درواغ دی او «شرعي چاپېریال»، «اسلامي طرزالعمل»، «بېل ټولګي» او «اسلامي نصاب» ، «حجاب» او... نورې ټولې هغه افسانې دي، چې که دوی ته امتیازات ورنه کړل شي، ښايي د دوی د واکمنۍ تر پای یا بدلون راتللو پورې هم رامنځته نه شي.

له دې ټولو پایله اخیستل کیږي، چې نه دوی، نه نړیوال او نه نور څوک د افغان ولس د لوڼو له غمه مړه دي، دوی دا حق یرغمل کړی او د دې سیاسي لوبې قربانیان د افغانستان خلک په تېره بیا معصومې نجونې دي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې سلګونه زره د تل لپاره له زدکړو محرومې شوې، ځکه دا ثابته ده، چې که په راتلونکې کې ښوونځی و پوهنځي پیل هم شي، دغه درې نسلونه د عمر د زیاتېدو، په شخصي احوال کې د بدلون او د ناهیلۍ و محرومیت د ګرومونو اوربړو له کبله به د زدکړو دوام ته زړه ښه نه کړي.

حللاره یې هم یوازې له خلکو سره ده. خلک باید پر دغه حقیقت پوه شي، چې د دوی د بچیانو له برخلیک سره سیاسي لوبې کیږي او ترهغو چې ولس د خپل دغه بنسټي حق د ترلاسه کولو لپاره یو موټی نه شي، هيڅوک به یې مرستې ته لاس رااوږد نه کړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

تاجکستان د څادرۍ په اغوستلو بندیز ولګاوه

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د تاجکستان ولسي جرګې د «دودونو او عنعناتو د ترتیب» په قانون کې د بدلون له لارې د بورقې یا څادرۍ اغوستل منع کړل.

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله شهناز کامل زاده، وايي، تاجکستان هغه ټیکري چې د ښځو مخ پټوي د «تاجک فرهنګ خلاف» ګڼي.

تاجک میرمنې اوس هم هغه ټېکري یا پړوني په سر کولی شي چې خپل مخ، ویښتان او غاړه یې پوره پټه نه کړي.

د تاجکستان اسيا پلاس خبري اژانس ته درې ورځې مخکې د تاجکستان د ديني چارو د کمېټې مشر سليمان دولت زاده ویلي و چې د هېواد په «دودونو او د ادابو ترتیب» د وخت له غوښتنو سره سم دی.

سلیمان دولت زاده ویلي:«له ملي کولتور سره ټکر کې د بهرنیو جامو واردول، پلورل، ترویج او همدارنګه په عامه ځایونو کې د دې جامو اغوستل منع دي.»

خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې څه ډول جامې «پردۍ» دي.

فرغانه خبري اژانس هم د خپلو ځایي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې که ښځې د «تاجکي سبک» حجاب و انه غونځي، عامه ځایونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.

100%

فرغانه خبري اژانس د تاجکستان د پلټونکو له قوله لیکلي: «هغه جامې چې مخ بشپړ پټوي «له ملي کولتور پردۍ » پدیده ده.

د فرغانې د راپور له مخې، هغه ښځې چې له دغه قانون سرغړونه وکړي، درې زره او ۵۰۰ ساماني یا ۳۲۲ډالره جریمه کېږي.

په ورته وخت کې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي امنیتي ځواکونه تاجکې ودروي او ورته وایي چې له تاجک کولتور سره سم دې خپل ټېکري په سر کړي.

په دې ویډیو کې تاجکستاني افسرانې ښځو ته وايي چې خپل ټېکري د تاجکستان له کولتور سره سم پر سر کړي.