• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

درېیو افغان لوبغاړو د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ ۲۰ اوره نړۍوال جام غوره شوې لوبډلې ته لار پیدا کړه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۲ GMT+۱

د کرېکټ نړۍوالې شورا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې درې افغان ستوري د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ ۲۰ اوره نړۍوال جام په سیالیو کې غوره شوې لوبډلې ته لاره پېدا کړه. راشد خان ارمان، رحمان الله ګربز او فضل الحق فاروقي هغه افغان لوبغاړي دي، چې د نړۍوال جام غوره شوې لوبډلې ته انتخاب شوي دي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) کارپوهانو د نړۍوال جام د ټولو لوبډلو په منځ کې له پنځو بهترينو لوبډلو څخه دغه لوبغاړي غوره کړي دي.

په دې لوبډله کې د افغانستان، هند، استرالیا، وېسټ انډیز او سویلي افریقا لوبغاړي شامل شوي او د نورو هېوادونو لوبغاړي نه دي غوره شوي.

په دې لوبډله کې د هند ۶ لوبغاړي غوره شوي، چې د نورو لوبډلو تر لوبغاړو زيات دي، ځکه هند نړۍوال جام ګټلی.

له هند وروسته په دې غوره شوې لوبډله کې افغانستان د درېیو ستورو په لرلو سره تر ټولو زیات استازي لري.

د ویسټ انډیز، اسټرالیا او سویلي افریقا له لوبډلو څخه یوازې یو - یو لوبغاړی د نړۍوال جام د غوره شوې لوبډلې غړیتوب تر لاسه کړی دی.

د لوبغاړو جوړښت:

د هند شپږ لوبغاړي: روهیت شرما، سوریاکومار یادو، هارډیک پانډیا، اکسار پټیل، جسپرټ بومرا او ارسډیپ سینګ شامل دي.

د افغانستان درې لوبغاړي: رحمان الله ګربز، راشد خان ارمان او فضل الحق فاروقي

د ویسټ انډيز یو لوبغاړی: نیکولاس پوران

د اسټرليا یو لوبغاړی: مارکوس اسټوینیس

د سويلي افريقا یو لوبغاړی: انریچ نورته

د هند لوبډلې کپتان رهيت شرما او جسپرټ بومرا چې د سيالیو غوره لوبغاړي وو؛ د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې خاص رول درلود.

د کرېکټ په ۲۰ اوره نړۍوال جام کې افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز تر ټولو ډېرې منډې کړې او فضل الحق فاروقي د نړۍوال جام غوره توپ اچونکی ټاکل شوی، ځکه دې غوره شوې لوبډلې ته انتخاب شوي دي.

په نړۍوال جام کې د افغانستان د لوبډلې کپتان راشد خان د تل په څېر بریالی او اغېزمن و.

نوموړی ځکه دې لوبډلې ته غوره شوی، چې د کپتان په توګه د هغه د مديريت لوړوالی د ټیم رهبري کول او د نړۍ د مخکښو ټیمونو پروړاندې د لویو بریاو ګټل یاد شوي.

سره له دې چې اسټرالیا نیمه پایلوبې ته ونه رسیده؛ خو مارکوس سټوینیس په دې جام کې بهتريني سيالۍ تر سره کړې.

د نړۍوال جام د دويم مقام لرونکي سويلي افريقا او کوربه هېواد ويسټ انډيز لوبډلو څخه په دې غوره شوې لوبډله کې يوازې يو - يو لوبغاړی انتخاب شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي استازي د دوحې په ناسته کې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره له طالبانو سره د رغنده او دوامداره خبرو غوښتنه وکړه. طارق علي بخيت وویل، چې دغه سازمان له طالبانو سره د ښځو د تعلیم او کار او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه رغنده خبرو ته دوام ورکوي.

د اسلامي همکاريو د سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي بخيت په خپلو خبرو کې د افغانستان او خلکو له ګڼو ننګونو سره د مقابلې لپاره د یوې همغږې او منسجمې ستراتېژۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه وویل؛ دغه هدف ته رسېدل د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د دوامداره او رغنده تعامل له لارې ممکن دي.

د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د یکشنبې په ورځ پيل او نن دوشنبې پای ته ورسېده.

د دوحې په درېيمه ناسته کې د افغان مېرمنو لرې کول او پر هغوی د ظلم موضوع په افغانستان کې د ننه او بهر د دغه هېواد د اتباعو د پراخو اعتراضونو سره مخ شوې ده.

د افغانستان ګڼ شمېر مدني فعالانو، سیاسي څېرو او هېوادوالو له دې غونډې د بایکاټ غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلاميه کې د دوحې په عمومي غونډه کې د افغان ښځو د استازو، مذهبي اقلیتونو، قومي او د بشري حقونو د فعالانو نه‌شتون «خورا خواشینوونکی» بللی دی.

دغه وزارت وايي، د دوحې په ناسته کې د افغان مېرمنو له معقول او مساوي ګډون پرته به له دې ناستې څخه هېڅ هدف ترلاسه نه شي.

طالبانو په مالستان کې ښوونځی، کلینیک او بازار تړلي او خلک یې د دُرو وهلو نندارې ته بېولي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د غزني مالستان ولسوالۍ څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالبانو د شنبې په ورځ د ښوونځي، کلینک او بازار دروازې تړلې او خلک یې د دوو تورنو کسانو د دُرو وهلو نندارې ته بيولي. د ځايي خلکو په خبره؛ طالبانو د مالستان په بازار کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ تایید کړې وه، چې د غزني په مالستان ولسوالۍ کې یې په عام محضر کې «یو کس» په دُرو وهلی دی.

سترې محکمې دغه تورن کس ته د پنځلس کاله تنفیذي بند سزا هم اورولې ده.

د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) ځايي خلکو افغانستان انټرنشنل ته د دغو دوو کسانو د دُرو وهلو په اړه نور جزيیات ورکړي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو سيمه ييز خلک د وسلو په زور د تورونو کسانو د وهولو ځای ته د نندارې لپاره بوتلل.

ویل کیږي، چې د طالبانو قاضي دغو کسانو ته د سزا ورکولو پر مهال د غزني د مالستان ولسوالۍ خلکو ته خبرداری ورکړ، چې ښځې له «حجاب او شرعي محرم پرته» د ګرځېدو اجازه نه لري.

سیمه ییزې سرچینې دا هم وايي، چې طالبانو په سېمه کې سخت څار کاوه او د پېښې د نندارچیانو ټلیفونونه یې هم ټول کړل څو د تورنو کسانو د وهلو پر مهال دعکس او ویډيو اخیستلو مخه ونيسي.

په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست خبريالانو ته: «ږېرې پرېږدئ او لنګوټي وتړئ»

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۵۳ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف رياست رییس خبريالانو او د رسنیو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې «ږيرې پرېږدئ او لنګوټي وتړئ.» عبدالحي عمري خبريالانو ته د پېغور په ډول ويلي، چې رسنۍ او خبريالان د اخلاقي فساد سرچينه دي او باید ځانونه اصلاح کړي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، چې د طالبانو امربالمعروف رياست تېره ورځ د رسنیو له مسوولینو او خبريالانو سره په ليدنه کې يو ځل بیا ګواښ کړی، چې ځانونه پر شریعت برابر او د دوی اصول مراعت کړي.

د سرچېنو په خبره، د طالبانو د امربالمعروف ریاست رییس عبدالحي عمري په تکراري او جدي ډول د رسنیو له مسوولینو غوښتي، چې«د ښځو غږ مطلق بند او باید په هيڅ خپرونه کې خپور نه شي.»

عبدالحي عمري د رسنيو مسوولینو او خبريالانو ته په جدي توګه ويلي: «لنګوټي وتړئ، ږېرې پرېږدئ او ځانونه اصلاح کړئ.»

په کندهار کې خبريالان د امربالمعروف رياست ته غوښتل شوي وو او دغې ادارې ته تر داخلېدو مخکې امنيتي کسانو يو ساعت ټکنده لمر ته د انتظار په بهانه هم درولي وو.

بل لوري بیا نن دوشنبه په کندهار کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د ولایت مقام او استخباراتو استازو د خبريالانو او رسنيو له مسولينو سره د ستونزو اورېدو او حل په موخه ناسته کړې.

په ناسته کې د کندهار خبريالانو د امربالمعروف ریاست له لوري له خبريالانو سره د ناسم چلند، معلوماتو ته د پر وخت لاس رسي، د راپور جوړولو پر مهال د امنيتي ادارو همکارۍ او ورته نورې غوښتني شريکې کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ټولې ستونزي به د حل په موخه له مرکزي ادارې سره شریکې شي.

درې ورځي وړاندي هم د کندهار د طالبانو امنيه قومندانۍ د رسنیو مسولينو ته له خبرتيا پرته د یو شمېر خبريالانو پر دفترونو او رسنيو چاپې وهلې وې او قومندانۍ ته يې وړي وو، خو تر څو ساعته بند وروسته یې خبريالان بېرته خوشي کړي او دا یې سوء تفاهم بللی وو.

د طالبانو استخباراتو په ډېرو ولایتونو کې له خبريالانو ورته غوښتنې کړې او په شفاهي ډول يې ورته ويلي، که د دوی له اصولو خلاف، منفي او انتقادي موضوعاتو ته انعکاس ورکړي د دوی له غبرګون سره به مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو پر ستونزو راپورونه چمتو کړي.
د یادولو ده، چې د خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ډېر هغه کسان بندیان شوي هم دي، چې د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ یې نیوکې کولې.

د کابل ښار اتمې حوزې اړوند د رحمان مېنې لېسې ښځینه ښوونکو کاربندیز کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۲۹ GMT+۱

له کابله سرچینې وايي، چې د دغه ښار د اتمې حوزې اړوند د «رحمان مېنې د نجونو عالي لېسې» ښځینه ښوونکو د ښځینه دولتي کارکوونکو د معاشونو کموالي په اعتراض کې کاربندیز کړی دی. دغه ښوونکې وايي، په پنځه زره افغانۍ چې ۷۰ ډالره کیږي د ژوند لګښتونه نه شي پوره کولی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د رحمان مېنې د نجونو د عالي لېسې ښځینه ښوونکو د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۱مه) له خپلو زده‌کوونکو غوښتي چې خپلو کورونه ته ولاړ شي او په دې ښوونځي کې درس نه وو.

دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې د څلورو روغتونونو د کابل صحت طفل، ستوماتولوژي، شیخ زاهد او وزیر اکبرخان روغتونونو ښځینه کارکوونکو هم د پنځه زره افغانیو معاش د اعلان په غبرګون کاربندیز کړی وو.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د طالبانو د چارو ادارې خپلې مالي برخې ته په یوه استولي مکتوب کې لیکلي و، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو میاشتنی معاش پنځه زره افغانۍ ټاکلی دی.

د کرېکټ نړېوال جام له ګټلو ورسته د هند درې لوبغاړو له نړېوالو شل اوریزو لوبو تقاعد وکړ

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما، د کرېکټ د نړۍ مشهور توپ وهونکي ویراټ کهولي او غوره ټولچاري رویندرا جدیجا چې د هند د کرېکټ ملي لوبډلې د ملا تېر بلل کېدل،د نړېوال جام له ګټلو وروسته له شل اوریز کرېکټ څخه تقاعد شول.

د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې، لوبډلمشر روهیت شرما د ۲۰۲۴ کال کرېکټ شل اوریز نړېوال جام له ګټلو څو شیبې وروسته د یوې خبري ناستې پرمهال له شل اوریز کرېکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ.

کله چې نوموړي رسنیو ته وویل:«یا یا دا زما وروستۍ لوبه وه، له هغه وخته چې مې کرېکټ پیل کړی تر اوسه پورې مې له ټولو لوبو خوند اخیستی دی، نو دا تر ټولو ښه موقع ده چې له کرېکټ سره خدای پاماني وکړم.» ټول خلک حیران شول ځکه نوموړي تردې وړاندې له کرېکټ څخه د تلو په اړه څه نه وو ویلي.

روهیت شرما په ۲۰۰۷ کال کې د هند لپاره شل اوریز نړېوالي لوبې پیل کړې. او د هند لپاره یې۱۵۹ شل اوریزي لوبې ترسره کړې دي.

نوموړي په دغو لوبو کې ۴۲۳۱ منډې، ۵ سلیزې ۱۲ پنځوسیزې، ۳۸۳ څلوریزې او ۲۰۵ شپږیزې په خپل نوم ثبت کړې دي.

همدارنګه د نړېوال جام له ګټلو څو شیبې وروسته د پایلوبې د غوره لوبغاړي د جایزې ترلاسه کولو پر مهال ویراټ کهولي وویل:«دا د هندوستان لپاره زما د کرېکټ وروستۍ شل اوریزه نړېواله لوبه وه، وخت یې رارسیدلی دی چې نویو ځوانانو ته ځای پریږدم.»

ویراټ کهولي د هند لپاره شل اوریزي لوبې په ۲۰۱۰ کال کې پیل کړې.

نوموړي د هند لپاره په ۱۲۵ لوبو کې ۴۲۳۱منډې، یوه سلیزه، ۳۸ پنځوسیزې، ۳۶۹ څلوریزې او ۱۲۴ شپږیزې په خپل نوم ثبت کړې دي.

هندوستان د لومړي ځل لپاره د شل اوریزو نړېوال جام په ۲۰۰۷ کال کې د ډهونې په لوبډلمشرۍ ګټلی و.

د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړېوال جام ګټلو دوه ورځې وروسته د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې غوره ټولچاري رویندرا جدیجا هم په خپل انسټاګرام له شل اوریزو لوبو څخه د تقاعد اعلان وکړ.

نوموړي لیکلي: «په خوشحاله زړه د نړېوالو شل اوریزو لوبو څخه تقاعد اعلانوم، ما تل د خپل هېواد لپاره غوره لوبې ترسره کړې، د نړېوال جام ګټل یو خوب و، چې په رښتیا بدل شو نور په شل اوریزو لوبو کې زما مسلک پای ته ورسیده ستاسو ټولو له ملاتړه مننه کوم.»

نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې د هندوستان لپاره شل اوریز کرېکټ پیل کړی .

تردې مهاله د هند لوبډلې د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره د یادو درېیو لوبغاړو ځای ناستي نه دي اعلان کړي.