که څه هم د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې ویل کېدل چې د شاه عروس بند پروژه به څو میاشتو کې بشپړه شي، خو د طالبانو د واکمنۍ نږدې درې کلونو تېرېدو سره لا هم د دې پرانیسته نه ده شوې.
له دې سره د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ملا کبیر نن له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د داسې پروژو د پیل ادعا کړې، چې د ده په خبره، د جمهوریت په وخت کې په کاغذ لیکلې وې او عملي چارې یې نه وي.
خو هغه وخت د قوش تېپې کانال په ګډون ځینې سترې پروژې حکومت د طالبانو د ناامنۍ له امله پیلولی نه شوې.
طالبانو چې پر قوش تېپه کار پیل کړی، لا هم مالومه نه ده چې کله به بشپړېږي.
د ملا کبیر دفتر وايي، چې قومي مشرانو په نننۍ لیدنه کې له نوموړي د نورو پروژو د پیل غوښتنه هم وکړه.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په اېکس پاڼه کې د دې لیدنې په اړه لیکلي چې دا لیدنه په سپېدار ماڼی کې ترسره شوې ده.
د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي مرستیالۍ دفتر د دې لیدنې د کډونوالو د هویت او ولایتونو نومونه نه دي په ډاکه کړي.
هغه په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې ټولې ادارې د خلکو په خدمت کې دي او ولس ته چوپړ د حکومت مهم مسؤلیت او دنده ده.
همدراز په پای کې دغو علماوو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړل شوی چې پر وړانديزونو به يې غور وشي.
د طالبانو تر واک لاندې د ارګ لیکلي چې دیني عالمانو او قومپ مشرانو خپل وړاندیزونه په ليکلې بڼه د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي معاونیت مقام ته وسپارل خو طالبانو دا وړاندېرونو نه دي روښانه کړي.