• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالکبیر: طالبانو هغه لويې پروژې پيل کړې چې په تېرو لسیزو کې یوازې د کاغذ پر مخ وې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ځینې ولایتونو له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کې ویلي، دغې ډلې هغه لویې پروژې پیل کړې چې تېرولسیزو کې یوازې د کاعذ پر مخ وې. خو پر دوی نیوکه دا ده چې د کابل د شاه عروس بند په ګډون یې هغه پروژې هم بشپړې نه کړې چې له جمهوریت ور پاته وې.

که څه هم د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې ویل کېدل چې د شاه عروس بند پروژه به څو میاشتو کې بشپړه شي، خو د طالبانو د واکمنۍ نږدې درې کلونو تېرېدو سره لا هم د دې پرانیسته نه ده شوې.

له دې سره د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ملا کبیر نن له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د داسې پروژو د پیل ادعا کړې، چې د ده په خبره، د جمهوریت په وخت کې په کاغذ لیکلې وې او عملي چارې یې نه وي.

خو هغه وخت د قوش تېپې کانال په ګډون ځینې سترې پروژې حکومت د طالبانو د ناامنۍ له امله پیلولی نه شوې.

طالبانو چې پر قوش تېپه کار پیل کړی، لا هم مالومه نه ده چې کله به بشپړېږي.

د ملا کبیر دفتر وايي، چې قومي مشرانو په نننۍ لیدنه کې له نوموړي د نورو پروژو د پیل غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په اېکس پاڼه کې د دې لیدنې په اړه لیکلي چې دا لیدنه په سپېدار ماڼی کې ترسره شوې ده.

د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي مرستیالۍ دفتر د دې لیدنې د کډونوالو د هویت او ولایتونو نومونه نه دي په ډاکه کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې ټولې ادارې د خلکو په خدمت کې دي او ولس ته چوپړ د حکومت مهم مسؤلیت او دنده ده.

همدراز په پای کې دغو علماوو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړل شوی چې پر وړانديزونو به يې غور وشي.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ لیکلي چې دیني عالمانو او قومپ مشرانو خپل وړاندیزونه په ليکلې بڼه د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي معاونیت مقام ته وسپارل خو طالبانو دا وړاندېرونو نه دي روښانه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اوکراین زرګونه بندیان له روسیې سره د جګړې لپاره په پوځ کې وګمارل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو له نفوذ سره سم د دغه هېواد د عدلیې وزیر په پوځ کې د څه باندې درې زره بندیانو د ګمارلو اعلان وکړ. اولنا ویسوتسکا اسوشیټیډ پریس ته وویل، محکوم کسان تیره میاشت د اوکراین پارلمان کې د یوه جنجالي قانون له تصویب وروسته خوشي او له پوځ سره یوځای شول.

د اوکرایني چارواکو په وینا، دغه بندیان د ازادېدو په بدل کې په پوځي قطعاتو کې ګمارل شوي دي.

اوکراین معمولاً په رسمي توګه د خپلو ځواکونو شمېر او د جګړې په ډګر کې د هغوی د تلفاتو احصایې نه اعلانوي، خو ځینو قومندانانو یې په وار وار اعتراف کړی، چې پوځ یې د ځواکونو له کمښت سره مخ دی.

تر دې مخکې اوکرایني چارواکو ویلي وو، چې د حکومت له خوا د بند د خلاصون په بدل کې د بندیانو د استخدام د پرېکړې له اعلان وروسته تر څلور نیم زرو څخه زیاتو بندیانو په پوځ کې د خدمت کولو غوښتنه کړې ده.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې دوی تمه لري له ۱۰ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې بندیان هم ورته غوښتنې وکړي.

په اوکراین کې، هغه کسان چې په جرمونو، په ځانګړې توګه په قتل محکوم شوي، له پوځي خدمت څخه منع دي.

د اوکراین د جګړې په پیل کې، د واګنر اجیر ډلې، په ورته اقدام کې، د ازادۍ د ژمنې په بدل کې د اوکراین په وړاندې د جګړې لپاره د روسیې د ځواکونو سره زرګونه بندیان یوځای شول. له هغه وخت راهیسې، د روسیې د دفاع وزارت د بندیانو د ګمارلو ته دوام ورکړی دی.

ملګرو ملتونو د بانکي بندیزونو د لرې کولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پلاوي مشرې د دوحې په دریمه ناسته کې پر دغې ډلې د ځینو بانکي بندیزونو د لرې کولو په اړه د طالبانو د ویاند ادعا رد کړه. رزماري ډیکارلو د افغانستان انټرنشنل خبریالې ته وویل، چې د دوحې په ناسته کې دا موضوع مطرح شوه، خو په اړه یې کومه پرېکړه نه ده شوې.

نوموړې له مریم رحمتي سره په مرکه کې وویل، چې د دوحې په ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د لرې کولو په اړه هوکړه نه ده شوې، ځکه د هغې په خبره د بندیزونو لرې کول د ملګرو ملتونو صلاحیت نه دی، بلکې هېوادونه به یې په اړه پرېکړه کوي.
د طالبانو ویاند او د دوحې په ناسته کې د دغې ډلې د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس کې لیکلي و، چې په دې ناسته کې ژمنه شوې چې پراقتصادي او بانکي برخو لګیدلي بندیزونه لرې شي.
خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله وایي: «مونږ یوازې د بندیزونو په اړه بحث وکړ. طالبانو په خصوصي برخه او د نشه یي توکو پر مسله د بندیزونو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه..»


د ښځو وضعیت «د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده»


طالبان د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه له هغې جملې د زدکړو، کار او د ټولګډونه حکومت په اړه له خبرو ډډه کوي او وایي، چې دا د افغانستان کورنۍ مسله او د افغانانو کلتور دی.
خو رزماري ډیکارلو ټينګار کوي: «دا کورنۍ مسله نه ده. افغانستان له کلونو راهیسې نړیوال کنوانسیونونه لاسلیک کړي او باید پرې عمل وکړي.»
مېرمن ډیکارلو په راتلونکو ناستو کې د ښځو د ګډون په اړه وویل، چې په دې اړه پرېکړه د هغې صلاحیت نه دی.
نوموړې له طالبانو وغوښتل، چې پر نشه یي توکو سربېره د ښځو او نجونو د مشارکت او د قومي برابریو په برخو کې هم کار وکړي.
هغې د "جنسيتي توپیر" په اړه له دریځ نیولو ډډه کړه او ویې ویل، چې د دوحې په غونډه کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د جرم ګڼلو په اړه بحث نه دی شوی.
مېرمن ډیکارلو زیاته کړې، چې دا مسله حقوقي ده، خو ډېری مسایل لکه د نجونو زدکړې بیا په دې غونډه کې مطرح شوې دي.


نشه یي توکي او بدیل معیشت


د ملګرو ملتونو د پلاوي مشرې د دوحې په ناسته کې د طالبانو څرګندونې قانع کوونکې وبللې.
که څه هم نوموړې د نشه یي توکو د مبارزې په برخه کې د دغې ډلې فعالیتونه ستایلي دي، خو دغه راز یې زیاته کړې، چې د بدیل معیشت او روږدو کسانو د درملنې په برخه کې ستونزې شته.
طالبان له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تمه لري، چې له دغې ډلې سره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې همکاري وکړي.
د دوحې دریمه ناسته د ۲۲ هېوادونو او اتو سازمانونو د استازو په ګډون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوو ورځو لپاره جوړه شوه.
د ملګرو ملتونو سازمان له دې غونډې د ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو د اېستلو او د افغانستان سیاسي خوځښتونو ته د نه پاملرنې له امله له پراخو نیوکو مخ شوی دی.

ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه. دغه غونډه د تړلو دروازو تر شا پیل شوه، او د دوحې څخه د افغانستان انټرنشنل خبریالانو راپور ورکړ چې په غونډه کې دریو افغان فعالانو په مخامخ ډول او پنځو په انلاین ډول ګډون کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې زهره بهمن او زهره صبا د ښځو او خصوصي سکټور په استازیتوب ګډون کړی دی.

دغه غونډه نن سهار په يوه هوټل کې چې د دوحې د اصلي غونډې له ځاى څخه شاوخوا درې کيلومتره په لرې واټن کې دى، جوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان ښځې چې د ملګرو ملتونو له لوري دغې غونډې ته وربلل شوې وې خو هغوی د اعتراض په توګه په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو بلنه رد کړه.

طالبانو په پنجشېر کې یو کس د خلکو د سترګو په وړاندې په سزا ورساوه

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په پنجشېر ولایت کې یې یو تورن کس د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلی. د دغې ډلې له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې یاد کس په «غلا» تورن و.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې تېره ورځ یې د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ د لومړۍ محکمې په انګړ کې یو کس د نورو د سترګو په وړاندې په سزا رسولی.

په خبرپاڼه کې د یاد کس د پيژندګلوي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دغه کس یې په عام محضر کې ۲۵ دورې وهلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر تورن کس یې د یاد ولایت د محکمې مسوولانو، سیمه ییزو طالب چارواکو او ګڼو ولسي خلکو د سترګو په وړاندې په سزا رسولی دی.

تېره ورځ هم د طالبانو سترې محکمې په پروان کې څلور تورن کسان په عام محضر کې په دورو وهلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې نن د روزګان په ولایت کې هم د طالبانو له لوري په عام محضر کې ۱۸ کسانو ته د سزا ورکولو نندارې ته عام خلک وربلل شوي دي.

که څه هم د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه سختي نیوکې کړې، خو دغه ډله وايي‌، دوی په دې کار سره غواړي په افغانستان کې شرعي احکام پلي کړي.

طالبانو په روزګان کې له خلکو غوښتي چې ۱۸ تنو ته په عام محضر کې د سزا ورکولو نندارې ته ورشي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۱۳ GMT+۱

په روزګان کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ۱۸ تنه په عام محضر کې په دورو وهي. د طالبانو والي دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه کسان په بېلابېلو جرمونو تورن دي.

د روزګان سیمه ییزو طالبانو له خلکو غوښتي چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو په ننداره کې ګډون وکړي.

په روزګان کې د طالبانو د والي دفتر زیاتوي چې دغه کسان به د همدې ډلې د سترې محکمې په همغږۍ د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) د ترینکوټ ښار د فوټبال په لوبغالي کې په عام محضر کې په دورو ووهل شي.

دغه دفتر په خپله اېکس پاڼه په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دغو کسانو د سزا نندارې ته ورشي.

د طالبانو د والي دفتر ټینګار کړی، چې د دغو کسانو د سزا ورکړې ځای ته د هر ډول ټیلیفون او کامرې وروړل په «جدي توګه منع» دي.

طالبانو په عام محضر کې په دورو وهل او ورته جسمي سزاګانې عامې کړي دي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول پر دغه ډول سزاګانو نیوکې کوي او وايي دا د هر ډول انساني او بشري حقونو خلاف عمل دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ له تورنو کسانو سره د چلند پر دې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د شرعي حدودو پلي کول زیات کړي دي.