• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف په افغانستان کې د ۱۹۰ ښوونځیو ودانۍ رغوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، چې دا اداره به سږ کال په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي ورغوي. یونیسف ویلي، د دغو ښوونځیو په بیارغونې سره به دوه لکه ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره شي.

دې سازمان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې یونيسف د ماشومانو لپاره نوي ټولګي، روغتيايي اسانتياوې او د زدکړو چاپيريال برابروي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق لیکلي دي، چې دغه ټولګي به د اروپايي ټولنې په مرسته په راتلونکو شپږو میاشتو کې ورغول شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافیلا ایودیس د افغان ماشومانو لپاره پر پانګونې له ټینګار سره وویل، چې په رغول شویو ټولګیو کې به زدکوونکي برېښنا او اوبو ته هم لاسرسی ولري.

د طالبانو په وینا دا مهال په افغانستان کې ۳۰ زره دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه شته، چې ډیری یې بیارغولو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د نجونو د زدکړې له بندیز نږدې درې کاله تېر شوي، خو لا هم د «ددې ډلې لخوا ناسم شرایط» او په نصاب کې د بدلون په پلمه د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

هند د افغانستان د پخوانۍ سرکونسلې د سرو زرو د قاچاق قضیه کې د ۴ زرګرانو د نیولو خبر ور کړ

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د هند د عوایدو د معلوماتواداره وايي، په ممبۍ کې د افغانستان د پخوانۍ سر کونسلې ذکیه وردګ د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په قضیه کې ۴ زرګران نیول شوي دي. له ذکيه وردګ سره په تېر اپرېل کې د هند په ممبۍ هوايي ډګر کې د ٢،٢ ميليونو ډالرو په ارزښت د ٢٥ کيلو ګرامه سره زر وموندل شول.

انډیاټایمز نن خبر ورکړ، چې په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ یو کارکوونکی رفیع الله کلیوال هم په دې قضیه کې لاس لري.

د هند د عوایدو د څانګې د څېړنو له مخې، ذکیه وردګ د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې په دغو زر پلورو کې له یوه سره ليدلي و.

په دې ليدنه کې يې رفيع الله کليوال يو زرګر ته معرفي کړ، چې د نغدو پيسو په بدل کې دې يو زرګر ته ٢٠٠ کيلو ګرامه سره زر ورکړي.

دغه ادارې زياتوي، چې يوه نیول شوي کس اعتراف کړى، چې د جنورۍ له لومړۍ تر اپریل میاشتې پورې دوو نورو ګاڼو پلورونکو ۳۰۰ کیلو ګرامه قاچاق شوي سره زر په هغو پیرودونکو پلورلي، چې هغې د نغدو پیسو په بدل کې د سودا لپاره معرفي کړي وو.

د هند د معلوماتو ادارې ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي او پولیس هڅه کوي، چې د دغو ګاڼو اصلي غړي ونیسي.

د هند د عوایدو د معلوماتو ادارې چارواکي وايي، څېړنو څرګنده کړې، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۳۰۰ کیلو ګرامه بهرني مهر لرونکي سره زر هند ته قاچاق شوي دي.

د دې ادارې د مسوولینو په خبره، مېرمن وردګ ښايي په تېرو وختونو کې هم دغه هېواد ته سره زر قاچاق کړي او پر زرګرانو یې پلورلي وي.

د اپریل په ۲۵ مه مېرمن وردګ پلان درلود، چې ۲۵ کیلو ګرامه سره زر له دوبۍ څخه هند ته قاچاق کړي چې ممبيي هوايي ډګر کې رسوا شوه.

په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ د سرو زرو په قاچاق کې د لاس لرلو په اړه د رپوټ له خپرېدو څو ساعته وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.

هندي چارواکو ویلي، چې ذکیه وردګ ځکه نه ده نیول شوې، چې ډیپلوماټیک خونديتوب لري.

نوموړې د اشرف غني د حکومت له خوا په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې وګومارل شوه.

نوموړې لومړنۍ افغان ډیپلوماټه ده چې له طالبانو سره یې همکاري پیل کړه.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې ډېری ماشومان په تش نس ښوونځيو ته ځي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ډېری ماشومان په تش نس ښوونځيو ته ځي. دغه پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې روان اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ ګڼې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

دغه پروګرام پر دغو زده‌کوونکو د ښوونځي خواړه وېشي.

دغه پروګرام وایي، د ښوونځيو خواړه هغه څه دي چې دوی روغ ساتي او په خپلو درسونو ښه تمرکز کولای شي.

په راپور کې راغلي، په ښوونځيو کې ډوډۍ اکثره د هغو زده‌کوونکو لپاره د ورځې لومړني خواړه وي، چې له سهارنۍ پرته په تش نس له کوره وځي.
ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیرې رافایلا ایوډیس ویلي، لوږه کېدای شي د زده‌کړې پر وړاندې یو خنډ وي.
دغې ټولنې د خوړو نړۍوال پروګرام سره د همکارۍ په پار په افغانستان کې د ښوونځي د تغذیې پروګرام لپاره د لس مېلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
اغلې رافیلا وایي:« موږ له دغې مرستې سره ډاډ ورکوو، چې په افغانستان کې ډېری ماشومان به تغذیه شوي خواړه ترلاسه کړي.»
په راپور کې راغلي، د اروپایی ټولنې دغه مرسته به وکولای شي چې په اتو ولایتونو کې له لس زرو څخه پر زیاتو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته تغذیه شوي خواړه ووېشي چې خورا لوړ خوراکي خوندیتوب لري.
دغه پروګرام تېرکال کې د بودجې د کمښت له امله له لس مېلیونو بې وزلو خلکو سره د بېړنیو خوراکي توکو مرسته درول وه.

ذبیح الله مجاهد: اجازه نه ورکوو، چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شي؛ خو هڅه کوي، چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د وصل ټکی او د اقتصادي دهلیز رول ولوبوي.

ښاغلي مجاهد له دوحې څحه تر ستنېدو وروسته نن په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، د دوحې درېیمه ناسته یوه بریالۍ ناسته وه او د دغې ډلې پیغامونه د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره شریک شول.

هغه وایي:« د خوښۍ ځای دی، چې ګډون کوونکو هېوادونو زموږ د خبرو اورېدو ترڅنګ په افغانستان کې نوي پرمختګونه منلي دي.»
هغه زیاته کړې:« موږ نړۍ ته واضح کړه، چې هغوی باید لومړی ټول بشري او انساني موضوعات چې مخامخ د افغانانو ورځیني ژوند پورې تړلي دي، له سیاسي هغو جلا کړي او دا موضوعات د سیاسي فشار لپاره وسیله و نه ګرځوي.»
ښاغلی مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډيکارلو څرګندونو په اړه وویل، د ښځو د حقونو مسله د هېواد کورنۍ مسله ده او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
ښاغلي مجاهد همداراز ټینګار وکړ، چې دوی به د بشري حقونو د خوندي توب لپاره مهم ګامونه پورته کړي.
هغه وایي، نړۍ پلمې ګوري او د افغانانو ستونزو ته به په کور دننه د حل لارې ولټول شي.
تر دې وړاندې اغلې ډیکارلو ویلي و، چې د ښځو او بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده.

د هغې په وینا، هر هېواد نړۍوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی او هغه باید له پامه و نه غورځوي.
ذبیح الله مجاهد وړاندې وایي، د خصوصي سکټور او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دوی لاسته راوړنې او پرمختګونه واضح شول، په دواړو برخو کې د افغانانو ستونزې له نړۍوالو سره شریکې شوې چې اکثره ستونزې د نړۍوالو بندیزونو او محرومیتونو له امله پېښې شوې دي.
هغه همداراز ویلي، دا ډېره مهمه وه چې اکثرو، ان نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره په دواړو ټاکل شوو موضوعګانو(د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او نشه يي توکو سره د مبارزې برخه) کې د همکارۍ ژمنه وکړه او هغه یې د هېوادونو مکلفیت وباله.
‏د هغه په وینا، د دوحې په غونډه کې موږ درک کړه، چې نړۍ په افغانستان کې پرمختګ درک کړی او مني یې.
هغه زیاته کړې، په سیمه‌ییزه کچه افغانستان ښه همکار هېوادونه لري او منزوي نه دی او د فشارونو او بندیزونو سیاستونه بې پایلې دي باید د رغنده تعامل لپاره لارې خلاصې شي.

ټام وسټ: خصوصي بانکونه له بشري حقونو سره د طالبانو د چلن له امله پانګونې ته زړه نا زړه دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي دفتر، د خلکو پر ژوندـ ژواک او اقتصادي وضعیت د بندیزونو د پایلو په اړه د طالبانو څرګندونې ګمراه کوونکي وبللې. د ټام وسټ دفتر وايي، خصوصي بانکونه د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلن له امله اندېښمن او پانګونه کې زړه نا زړه دي.

له دې سره د ټام وسټ د دفتر استازي په دوحه کې د افغانستان د انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، چې مرستندویه ادارې پوره ازادۍ لري.

د امریکا د ځانګړي استازي دفتر ویلي، چې طالبان له بندیزونو شکایت کوي، خو د امریکا د خزانې وزارت له خوا د صادر شویو جوازونو له مخې مرستندویه موسسې او خصوصي سوداګري د افغانانو د ملاتړ لپاره کافي ازادي لري.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د دوحې په ناسته، کې پر خصوصي سکتور د لګیدلي محدودیتونو، د بندیزونو د لرې کولو او د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه وکړه.

د دوحې دریمه ناسته د ملګري ملتونو په کوربتوب د یکشنبې په ورځ پیل شوه او دوشنبه پای ته ورسېده.

په دې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو او ۵ نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د افغان فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره لوبډله په کافا سياليو کې د ګډون لپاره قرغزستان ته ولاړه

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډله له کابله د قرغزستان په لور روانه شوه. دغه لوبډله به د قرغزستان په جلال اباد ښار کې د مرکزي اسيا په (کافا) جام کې له خپلو سيالانو سره مخامخ شي. افغانستان په لومړي ګروپ کې د قرغزستان او تاجکستان سره سيالۍ لري.

له ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال د «کافا» په نوم سياليو کې د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ایران، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو لوبډلې برخه لري.

دغه سيالۍ به د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۱۳ د قرغزستان په کوربتوب په جلال اباد ښار کې پيل او د همدې مياشتي تر ۲۳مي نېټې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو ګروپي پړاو به د لوبو د نمرو ترلاسه کولو په اساس تر سره کيږي.

د دواړو ګروپونو مخکښې لوبډلې به د اتلولۍ مقام د ترلاسه کولو لپاره د سیالیو پای لوبه کوي.

د دواړو ګروپونو دوهمي لوبډلې به د دریم مقام لپاره او دریم به د پنځم مقام لپاره سیالۍ تر سره کړي.