• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره لوبډله په کافا سياليو کې د ګډون لپاره قرغزستان ته ولاړه

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډله له کابله د قرغزستان په لور روانه شوه. دغه لوبډله به د قرغزستان په جلال اباد ښار کې د مرکزي اسيا په (کافا) جام کې له خپلو سيالانو سره مخامخ شي. افغانستان په لومړي ګروپ کې د قرغزستان او تاجکستان سره سيالۍ لري.

له ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال د «کافا» په نوم سياليو کې د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ایران، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو لوبډلې برخه لري.

دغه سيالۍ به د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۱۳ د قرغزستان په کوربتوب په جلال اباد ښار کې پيل او د همدې مياشتي تر ۲۳مي نېټې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو ګروپي پړاو به د لوبو د نمرو ترلاسه کولو په اساس تر سره کيږي.

د دواړو ګروپونو مخکښې لوبډلې به د اتلولۍ مقام د ترلاسه کولو لپاره د سیالیو پای لوبه کوي.

د دواړو ګروپونو دوهمي لوبډلې به د دریم مقام لپاره او دریم به د پنځم مقام لپاره سیالۍ تر سره کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو مدافعان: د مدني ټولنې په نوم ځینې کسان دوحه کې له طالبانو سره تعامل کوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د دوحې د دریمې ناستې په څنډه کې د ملګرو ملتونو یوه غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو په نوم د یو شمېر کسانو پر ګډون سخته نیوکه وکړه.

دغې ټولنې په بیانیه کې لیکلي، چې دغه کسان له طالبانو او نړیوالې ټولنې سره د حوړجاړي او خبرو په حال کې دي.

د دغې ټولنې په وینا، سیاسي معامله د مدني ټولنې د نورمونو خلاف ده.

د مدني ټولنې او افغان ښځو په استازیتوب اتو تنو د دوحې د دریمې ناستې په څنډه کې نن له ملګرو ملتونو سره په یوه جلا غونډه کې ګډون درلود.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل، چې د دغو کسانو نومونه د دوی په غوښتونه نه په ډاګه کیږي.

د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې د سې شنبې په ورځ د مدني ټولنې د بنسټونو د اصولو او ارزښتونو په تشریح کولو سره لیکلي: "ځینې کسان د مدني ټولنې د استازو په نوم له نړیوالو بنسټونو او د طالبانو له ادارې سره د خبرو او جوړجاړي په حال کې دي.»

دغه ټولنه وايي مدني ټولنه سیاسي بنسټ نه دی او د مدني ټولنې له فعالینو باید سیاسي استفاده ونه شي.

د اعلامیې پر بنسټ، هغه کسان چې په دا ډول غونډو کې ګډون کوي ​​باید د مدني بنسټونو ډله ییز ملاتړ ولري.

اعلامیه د مدني ټولنې د استازو پر روڼتیا او حساب ورکونې ټینګار کوي او وایي: «مدني بنسټونه د ګټې اخیستنې او پیسو جوړونکي جوړښتونه نه دي. هر ډول اقتصادي راکړه ورکړه د دې ارزښت لرونکې ادارې د نورمونو خلاف ده. له همدې امله، هغه شخصیتونه یا بنسټونه چې په اقتصادي معاملو کې ښکیل دي حق نه لري چې په مهمو کنفرانسونو کې د مدني ټولنې استازیتوب وکړي.»

د مدني ټولنې اصلي استازي د دوحې په ناسته کې حضور نه درلود. چې دغه مساله د د بشري حقونو د مدافعینو او بنسټونو له سختې نیوکې سره مخ شوې.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو له مخې، د دوحې په ناسته کې قدیم ویاړ، زهره سبا او زهره بهمن په شخصي توګه او فریده مهذب، طیبه هاشمي او مدینه محبوبي په انلاین توګه ګډون کړی و.‎

طالبانو په روزګان کې ۱۸ کسان د مختلفو جرمونو په تور په دورو ووهل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې ويلي، چې په سويلي ولایت روزګان کې يې ۱۸ کسانو ته د «غلا، لواطت او نامشروع اړيکو په تور » سزا ورکړه. تېره ورځ د دې ولایت طالبانو له ملکي خلکو غوښتي وو، چې د دې تورنو کسانو د وهلو نندارې ته ورشي.

د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ په خبرپاڼه کې ويلي، چې دغو کسانو ته یې د روزګان په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې سزا ورکړې.

اعلاميه زياتوي، چې «دغه کسان جرمونو ته په پام له ۲۰ تر ۳۹ درې ووهل شول او له یوه تر دوو کلونو د تنفيذي بند سزا ورکړل شوه.»

په اعلاميه کې راغلي، چې پر دې کسانو د «سويلي حوزې د تميز مقام» د سزا د تطبيق پرېکړه کړې.

تر دې يوه ورځ مخکي د روزګان سیمه ییزو طالبانو له خلکو غوښتي، چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو په ننداره کې ګډون وکړي.

د طالبانو د والي دفتر ټینګار کړی و، چې د دغو کسانو د سزا ورکړې ځای ته د هر ډول ټیلیفون او کامرې وروړل په «جدي توګه منع» دي.

طالبانو، نن په بادغېس، پنجشېر او پروان کې هم څو کسانو ته د مختلفو جرمونو په تور سزا ور کړه.

طالبانو په عام محضر کې په دورو وهل او ورته جسمي سزاګانې عامې کړي دي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول پر دغه ډول سزاګانو نیوکې کوي او وايي دا د هر ډول انساني او بشري حقونو خلاف عمل دی.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د سېلابونو له امله څه باندې ۱۰ زره کورونه زیانمن شوي دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، وروستیو ورښتونو او سېلابونو د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځو سیمو کې ۱۰ زره ۵۸۳ کورونه زیانمن کړي دي. دغه سازمان وايي، یوازې د افغانستان په لویدیځ کې د سېلابونو له امله څه باندې ۶۰ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې د سېلابونو له امله په بغلان کې ۱۵۰ کورونه ویجاړ شوي او په دغه ولایت کې عامه زېربناوو ته پراخ زیانونه اوښتي دي.

د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ وايي، له سېلاب ځپلو سره د مرستې او د کورونو د برابرولو لپاره ۱۴،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې په لوېدیځو سیمو کې سېلابونو څه باندې دوه زره هکتاره ځمکه ویجاړه کړې او په شمال او شمال ختیځو سیمو کې پنځه زره او ۵۰۰ کورنیو ژوند له خنډ سره مخ کړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې بغلان او غور ولایتونه د سېلابونو او بارانونو له امله تر ټولو زیات زیانمن شوي او د دغو ولایتونو اوسېدونکي سرپناه ته اړتیا لري.

افغانستان د طبیعي پېښو سره مخامخ دی او ملګري ملتونه دغه هېواد د اقلیم د بدلون په برخه کې یو له ډیرو زیان منونکو هېوادونو څخه بولي.

په دې وروستیو کې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په درېیو کلیو کې د سېلابونو راوتلو له امله اوه تنه مړه او لس نور ورک شوي دي.

عبدالکبیر: طالبانو هغه لويې پروژې پيل کړې چې په تېرو لسیزو کې یوازې د کاغذ پر مخ وې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ځینې ولایتونو له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کې ویلي، دغې ډلې هغه لویې پروژې پیل کړې چې تېرولسیزو کې یوازې د کاعذ پر مخ وې. خو پر دوی نیوکه دا ده چې د کابل د شاه عروس بند په ګډون یې هغه پروژې هم بشپړې نه کړې چې له جمهوریت ور پاته وې.

که څه هم د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې ویل کېدل چې د شاه عروس بند پروژه به څو میاشتو کې بشپړه شي، خو د طالبانو د واکمنۍ نږدې درې کلونو تېرېدو سره لا هم د دې پرانیسته نه ده شوې.

له دې سره د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ملا کبیر نن له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د داسې پروژو د پیل ادعا کړې، چې د ده په خبره، د جمهوریت په وخت کې په کاغذ لیکلې وې او عملي چارې یې نه وي.

خو هغه وخت د قوش تېپې کانال په ګډون ځینې سترې پروژې حکومت د طالبانو د ناامنۍ له امله پیلولی نه شوې.

طالبانو چې پر قوش تېپه کار پیل کړی، لا هم مالومه نه ده چې کله به بشپړېږي.

د ملا کبیر دفتر وايي، چې قومي مشرانو په نننۍ لیدنه کې له نوموړي د نورو پروژو د پیل غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په اېکس پاڼه کې د دې لیدنې په اړه لیکلي چې دا لیدنه په سپېدار ماڼی کې ترسره شوې ده.

د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي مرستیالۍ دفتر د دې لیدنې د کډونوالو د هویت او ولایتونو نومونه نه دي په ډاکه کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې ټولې ادارې د خلکو په خدمت کې دي او ولس ته چوپړ د حکومت مهم مسؤلیت او دنده ده.

همدراز په پای کې دغو علماوو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړل شوی چې پر وړانديزونو به يې غور وشي.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ لیکلي چې دیني عالمانو او قومپ مشرانو خپل وړاندیزونه په ليکلې بڼه د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي معاونیت مقام ته وسپارل خو طالبانو دا وړاندېرونو نه دي روښانه کړي.

اوکراین زرګونه بندیان له روسیې سره د جګړې لپاره په پوځ کې وګمارل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د اوکراین په ختیځ کې د روسي ځواکونو له نفوذ سره سم د دغه هېواد د عدلیې وزیر په پوځ کې د څه باندې درې زره بندیانو د ګمارلو اعلان وکړ. اولنا ویسوتسکا اسوشیټیډ پریس ته وویل، محکوم کسان تیره میاشت د اوکراین پارلمان کې د یوه جنجالي قانون له تصویب وروسته خوشي او له پوځ سره یوځای شول.

د اوکرایني چارواکو په وینا، دغه بندیان د ازادېدو په بدل کې په پوځي قطعاتو کې ګمارل شوي دي.

اوکراین معمولاً په رسمي توګه د خپلو ځواکونو شمېر او د جګړې په ډګر کې د هغوی د تلفاتو احصایې نه اعلانوي، خو ځینو قومندانانو یې په وار وار اعتراف کړی، چې پوځ یې د ځواکونو له کمښت سره مخ دی.

تر دې مخکې اوکرایني چارواکو ویلي وو، چې د حکومت له خوا د بند د خلاصون په بدل کې د بندیانو د استخدام د پرېکړې له اعلان وروسته تر څلور نیم زرو څخه زیاتو بندیانو په پوځ کې د خدمت کولو غوښتنه کړې ده.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې دوی تمه لري له ۱۰ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې بندیان هم ورته غوښتنې وکړي.

په اوکراین کې، هغه کسان چې په جرمونو، په ځانګړې توګه په قتل محکوم شوي، له پوځي خدمت څخه منع دي.

د اوکراین د جګړې په پیل کې، د واګنر اجیر ډلې، په ورته اقدام کې، د ازادۍ د ژمنې په بدل کې د اوکراین په وړاندې د جګړې لپاره د روسیې د ځواکونو سره زرګونه بندیان یوځای شول. له هغه وخت راهیسې، د روسیې د دفاع وزارت د بندیانو د ګمارلو ته دوام ورکړی دی.