• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد: امریکایي بندیان به له ګونټانامو او امریکا د افغانانو د خوشي کېدو په بدل کې ازاد شي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۴ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند وایي، چې په افغانستان کې بندي امریکایي وګړي به په «امریکا او ګونټانامو بندخونه کې د افغان بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې ازاد شي.» ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د دوحې په ناسته کې یې له امریکایي چارواکو سره د بندیانو پر تبادله خبرې هم کړې دي.

ښاغلي مجاهد د دوحې د دریمې ناستې په هکله خبري غونډه کې تایید کړه، چې دوه امریکایي وګړي د طالبانو په بند کې دي.
د نوموړي په خبره، د امریکا له خوا باید د دوی شرایط ومنل شي، ځکه افغانان هم په امریکا او هم په ګونټانامو کې بندیان دي.
د طالبانو ویاند وایي: «که امریکایانو ته خپل اتباع مهم دي، مونږ ته هم خپل افغانان مهم دي.»
ذبیح الله مجاهد د نیول شویو امریکایانو د جرم او د نیولو د وخت په هکله د څه نه ویلو ترڅنګ دغه راز په ډاګه نه کړه، چې امریکایانو د طالبانو دغه شرط منلی او کنه.

له طالبانو سره بهرني بندیان


د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو د بندخونو د ادارې نظامي مرستیال ویلي و، چې د دوی په بندخونو کې شاوخوا ۴۰ بهرني وګړي بندیان دي.
حبیب الله بدر دغه راز ویلي و، چې یاد شمېر بندیان د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي توګه د ګاونډيو هېوادونو وګړي دي، چې د جنایي جرمونو په تور بندیان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد چې د دوحې دریمه ناسته کې د طالب پلاوي مشر و، دا ناسته یې د افغانستان لپاره ګټور وبلله.
د نوموړي په خبر، د دوحې په ناسته کې یې له نړیوالو غوښتي چې بشري موضوعات له سياست بېل وساتل شي.
ښاغلي مجاهد دغه راز وویل، طالبان اجازه نه ور کوي چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سياسي رقابتونو په ډګر بدل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په کرېکټ کاکا مشهور د افغان ملي لوبډلې بوډا مینوال او ملاتړی مړ شو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې بوډا مينوال رضا خان کاکا، چې په کرېکټ کاکا هم مشهور و، د ناروغۍ له امله د کابل په يوه روغتون کې پرون مړ شو. د افغانستان کرېکټ بورډ او د ورزشي برخې ډېری خبریالانو او د کرېکټ مینوالو د نوموړي پر مړينه خواشني ښودلې او د هغه کورنۍ ته يې تسليت ويلی.

رضا خان کاکا له څه مهال راهیسې ناروغ او د کابل یوه روغتون کې بستر و.

د افغان کرېکټ بورډ چارواکي هم څلور ورځې مخکې د نوموړي پوښتنې ته روغتون ته ورغلي وو او د نوموړي د درملنې د لګښت ور کولو ژمنه یې کړې وه.

کرېکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې د نوموړي پر وفات خواشیني ښودلې او ليکلي یې دي، چې «رضاخان کاکا به همېشه پر نړیوالو لوبغالو افغان اتلان هڅول او په هر حالت کې به یې د دوی ملاتړ کاوه. رضاخان کاکا به همېشه زموږ په زړونو او فکرونو کې وي.»

رضا خان کاکا په دې مشهور و، چې د افغانستان د لوبو پر مهال به یې واسکټ او لنګوټه د ملي رنګونو جوړ او د لوبغاړو د هڅونې لپاره به یې ملي بيرغ رپاوه.

100%

په ټولنيزو رسنيو کې د ورزش مينه والو، مسولينو، لوبغاړو او عامو خلګو هم د هغه پر مړينه خواشني ښودلې.

دوی ویلي چې رضا خان کاکا د کرېکټ ملاتړ سره ځوان نسل ته د وطن پالنې درس ور کاوه.

کاکا به د ملي لوبغاړو د هڅونې لپاره لوی ملي بيرغ په لاس او د کرېکټ د ډېرو لوبو پر مهال به یې په لوبغالو کې رپاوه.

هغه په هند، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو نړيوالو لوبغالو کې د کرېکټ د ملي لوبډلي د ملاتړ لپاره لوبو ته تللی و.

رضاخان کاکا د پکتيا ولایت اوسېدونکی و او جنازه يې نن د څکمنيو ولسوالۍ په نرګسي کلي کې خاورو ته وسپارل شوه.

یونیسف په افغانستان کې د ۱۹۰ ښوونځیو ودانۍ رغوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، چې دا اداره به سږ کال په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي ورغوي. یونیسف ویلي، د دغو ښوونځیو په بیارغونې سره به دوه لکه ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره شي.

دې سازمان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې یونيسف د ماشومانو لپاره نوي ټولګي، روغتيايي اسانتياوې او د زدکړو چاپيريال برابروي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق لیکلي دي، چې دغه ټولګي به د اروپايي ټولنې په مرسته په راتلونکو شپږو میاشتو کې ورغول شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر رافیلا ایودیس د افغان ماشومانو لپاره پر پانګونې له ټینګار سره وویل، چې په رغول شویو ټولګیو کې به زدکوونکي برېښنا او اوبو ته هم لاسرسی ولري.

د طالبانو په وینا دا مهال په افغانستان کې ۳۰ زره دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه شته، چې ډیری یې بیارغولو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د نجونو د زدکړې له بندیز نږدې درې کاله تېر شوي، خو لا هم د «ددې ډلې لخوا ناسم شرایط» او په نصاب کې د بدلون په پلمه د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

هند د افغانستان د پخوانۍ سرکونسلې د سرو زرو د قاچاق قضیه کې د ۴ زرګرانو د نیولو خبر ور کړ

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د هند د عوایدو د معلوماتواداره وايي، په ممبۍ کې د افغانستان د پخوانۍ سر کونسلې ذکیه وردګ د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په قضیه کې ۴ زرګران نیول شوي دي. له ذکيه وردګ سره په تېر اپرېل کې د هند په ممبۍ هوايي ډګر کې د ٢،٢ ميليونو ډالرو په ارزښت د ٢٥ کيلو ګرامه سره زر وموندل شول.

انډیاټایمز نن خبر ورکړ، چې په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ یو کارکوونکی رفیع الله کلیوال هم په دې قضیه کې لاس لري.

د هند د عوایدو د څانګې د څېړنو له مخې، ذکیه وردګ د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې په دغو زر پلورو کې له یوه سره ليدلي و.

په دې ليدنه کې يې رفيع الله کليوال يو زرګر ته معرفي کړ، چې د نغدو پيسو په بدل کې دې يو زرګر ته ٢٠٠ کيلو ګرامه سره زر ورکړي.

دغه ادارې زياتوي، چې يوه نیول شوي کس اعتراف کړى، چې د جنورۍ له لومړۍ تر اپریل میاشتې پورې دوو نورو ګاڼو پلورونکو ۳۰۰ کیلو ګرامه قاچاق شوي سره زر په هغو پیرودونکو پلورلي، چې هغې د نغدو پیسو په بدل کې د سودا لپاره معرفي کړي وو.

د هند د معلوماتو ادارې ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي او پولیس هڅه کوي، چې د دغو ګاڼو اصلي غړي ونیسي.

د هند د عوایدو د معلوماتو ادارې چارواکي وايي، څېړنو څرګنده کړې، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۳۰۰ کیلو ګرامه بهرني مهر لرونکي سره زر هند ته قاچاق شوي دي.

د دې ادارې د مسوولینو په خبره، مېرمن وردګ ښايي په تېرو وختونو کې هم دغه هېواد ته سره زر قاچاق کړي او پر زرګرانو یې پلورلي وي.

د اپریل په ۲۵ مه مېرمن وردګ پلان درلود، چې ۲۵ کیلو ګرامه سره زر له دوبۍ څخه هند ته قاچاق کړي چې ممبيي هوايي ډګر کې رسوا شوه.

په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیه وردګ د سرو زرو په قاچاق کې د لاس لرلو په اړه د رپوټ له خپرېدو څو ساعته وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.

هندي چارواکو ویلي، چې ذکیه وردګ ځکه نه ده نیول شوې، چې ډیپلوماټیک خونديتوب لري.

نوموړې د اشرف غني د حکومت له خوا په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې وګومارل شوه.

نوموړې لومړنۍ افغان ډیپلوماټه ده چې له طالبانو سره یې همکاري پیل کړه.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې ډېری ماشومان په تش نس ښوونځيو ته ځي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ډېری ماشومان په تش نس ښوونځيو ته ځي. دغه پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې روان اقتصادي کړکېچ او وچکالۍ ګڼې کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

دغه پروګرام پر دغو زده‌کوونکو د ښوونځي خواړه وېشي.

دغه پروګرام وایي، د ښوونځيو خواړه هغه څه دي چې دوی روغ ساتي او په خپلو درسونو ښه تمرکز کولای شي.

په راپور کې راغلي، په ښوونځيو کې ډوډۍ اکثره د هغو زده‌کوونکو لپاره د ورځې لومړني خواړه وي، چې له سهارنۍ پرته په تش نس له کوره وځي.
ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیرې رافایلا ایوډیس ویلي، لوږه کېدای شي د زده‌کړې پر وړاندې یو خنډ وي.
دغې ټولنې د خوړو نړۍوال پروګرام سره د همکارۍ په پار په افغانستان کې د ښوونځي د تغذیې پروګرام لپاره د لس مېلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
اغلې رافیلا وایي:« موږ له دغې مرستې سره ډاډ ورکوو، چې په افغانستان کې ډېری ماشومان به تغذیه شوي خواړه ترلاسه کړي.»
په راپور کې راغلي، د اروپایی ټولنې دغه مرسته به وکولای شي چې په اتو ولایتونو کې له لس زرو څخه پر زیاتو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته تغذیه شوي خواړه ووېشي چې خورا لوړ خوراکي خوندیتوب لري.
دغه پروګرام تېرکال کې د بودجې د کمښت له امله له لس مېلیونو بې وزلو خلکو سره د بېړنیو خوراکي توکو مرسته درول وه.

ذبیح الله مجاهد: اجازه نه ورکوو، چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شي؛ خو هڅه کوي، چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د وصل ټکی او د اقتصادي دهلیز رول ولوبوي.

ښاغلي مجاهد له دوحې څحه تر ستنېدو وروسته نن په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، د دوحې درېیمه ناسته یوه بریالۍ ناسته وه او د دغې ډلې پیغامونه د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره شریک شول.

هغه وایي:« د خوښۍ ځای دی، چې ګډون کوونکو هېوادونو زموږ د خبرو اورېدو ترڅنګ په افغانستان کې نوي پرمختګونه منلي دي.»
هغه زیاته کړې:« موږ نړۍ ته واضح کړه، چې هغوی باید لومړی ټول بشري او انساني موضوعات چې مخامخ د افغانانو ورځیني ژوند پورې تړلي دي، له سیاسي هغو جلا کړي او دا موضوعات د سیاسي فشار لپاره وسیله و نه ګرځوي.»
ښاغلی مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډيکارلو څرګندونو په اړه وویل، د ښځو د حقونو مسله د هېواد کورنۍ مسله ده او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
ښاغلي مجاهد همداراز ټینګار وکړ، چې دوی به د بشري حقونو د خوندي توب لپاره مهم ګامونه پورته کړي.
هغه وایي، نړۍ پلمې ګوري او د افغانانو ستونزو ته به په کور دننه د حل لارې ولټول شي.
تر دې وړاندې اغلې ډیکارلو ویلي و، چې د ښځو او بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده.

د هغې په وینا، هر هېواد نړۍوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی او هغه باید له پامه و نه غورځوي.
ذبیح الله مجاهد وړاندې وایي، د خصوصي سکټور او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دوی لاسته راوړنې او پرمختګونه واضح شول، په دواړو برخو کې د افغانانو ستونزې له نړۍوالو سره شریکې شوې چې اکثره ستونزې د نړۍوالو بندیزونو او محرومیتونو له امله پېښې شوې دي.
هغه همداراز ویلي، دا ډېره مهمه وه چې اکثرو، ان نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره په دواړو ټاکل شوو موضوعګانو(د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او نشه يي توکو سره د مبارزې برخه) کې د همکارۍ ژمنه وکړه او هغه یې د هېوادونو مکلفیت وباله.
‏د هغه په وینا، د دوحې په غونډه کې موږ درک کړه، چې نړۍ په افغانستان کې پرمختګ درک کړی او مني یې.
هغه زیاته کړې، په سیمه‌ییزه کچه افغانستان ښه همکار هېوادونه لري او منزوي نه دی او د فشارونو او بندیزونو سیاستونه بې پایلې دي باید د رغنده تعامل لپاره لارې خلاصې شي.