د هند لومړی وزیر مسکو ته ځي

د روسیې رسمي خبري اژانس ټاس د کرملین د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به د دوشنبې مازدیګر مسکو ته ورسیږي. د ټاس د راپور له مخې، کرملین د ښاغلي مودي دوه ورځنی سفر یو «مهم سفر» بللی.

د روسیې رسمي خبري اژانس ټاس د کرملین د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به د دوشنبې مازدیګر مسکو ته ورسیږي. د ټاس د راپور له مخې، کرملین د ښاغلي مودي دوه ورځنی سفر یو «مهم سفر» بللی.
د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، سیمه ییز او نړیوال مسایل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ښاغلي مودي په لیدنه کې د بحث وړ موضوع ګانې دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې دواړه مشران به غیر رسمي خبرې اترې هم ولري.
د پوتین مرستیال یوري اوشاکوف وویل چې کرملین دغې غونډې ته «لومړیتوب» ورکوي.
روسیې ته د ښاغلي مودي مخکینی سفر د هند د لومړي وزیر په توګه په ۲۰۱۹ کال کې شوی او تر هغه مخکې په ۲۰۱۵ کال کې مسکو ته تللی و.
هند تر اوسه پورې په رسمي ډول پر اوکراین د روسیې پوځي برید نه دی غندلی.
له امریکا سره د تودو اړیکو د ساتلو په ترڅ کې ډیلي له روسیې سره هم تودې اړیکې لري. د هند د پوځي تجهیزاتو یوه برخه له روسیې څخه صادریږي.


د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان د اوکراين او روسيې له ليدنې وروسته چين ته ولاړ او هلته یې له ولسمشر شي جين پينګ سره وکتل. د اسوشېیټېډ پرېس د راپور له مخې، چې ښاغلی اوربان په اوکراین کې د جګړې د سوله ییز حل غوښتونکی دی.
ښاغلي اوربان چین ته له رسېدو وروسته خپل سفر د «سولې درېیم ماموریت» وباله.
هغه ویلي، چې هنګري یوازینی اروپايي هیواد دی چې له ټولو سره خبرې کولی شي.
د هنګري لومړی وزیر تېره اوونۍ روسیې ته لاړ، چې د کییف په ګډون ګڼ اروپايي هېوادونه په غوسه شول.
نوموړي له روسیې وروسته د اوکراین پلازمېنې کییف ته سفر وکړ.
د اوربان دواړه سفرونه نااعلان شوي وو.
هنګري اوس مهال د اروپايي ټولنېدوره یي مشرتوب په غاړه لري.
مسکو ته د ښاغلي اوربان له سفر وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه د اروپايي ټولنې د لوړ پوړي استازي په توګه یاد کړ، خو یو شمېر لوړپوړو اروپايي چارواکو دا ادعا رد کړه او ویې ویل، چې د هنګري لومړی وزیر د اروپاييټولنې په استازيتوب کوم ماموریت نه درلود.
د اروپايي مشرانو په منځ کې، د هنګري لومړی وزیر د روسیې له مشر سره نږدې اړیکې لري.
نوموړي په وار وار له روسیې سره په جګړه کې له کییف سره د اروپا د ملاتړ مخالفت کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیلهمن وزیر تېر ماښام په اسلام اباد کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی او دمګړۍ په روغتون کې بستر دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پښتانه پر ښاغلي وزیر برید کوونکي نه بښي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر ګیلهمن وزیر د یکشنبې په ماښام د اسلام اباد په بي۱۷ سیمه کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې سخت ټپي شوی.
پر نوموړي د برید کولو لامل لا څرګند نه دی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې شپه ناوخته په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، چې پښتانه پر ګیلهمن وزیر برید کوونکي نه بښي او زیاته یې کړه چې پولیس باید پر هغه برید کوونکي ژر ونیسي.
ښاغلي پښتین وايي، پر ګیلهمن وزیر برید د یو منظم پلان له مخې شوی، او د اسلام اباد له پولیسو څخه غوښتنه کوي څو پر نوموړي بریدکوونکي ونیسي.
د ګیلهمن وزیر روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودل شوی او دا مهال په اسلام اباد کې د پېمز په نوم د یوه دولتي روغتون په بیړنۍ څانګه کې تر درملنې لاندې دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د روغتیا پالانو له لوري د ګیلهمن وزیر یو عملیات په بریالي توګه پای ته رسېدلی او لاهم نوموړی د روغتیا پالانو له جدي روغتیايي څار لاندې دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، که پولیس پر ګیلهمن وزیر برید کوونکي ونه نیسي نو عام خلک به پر ښاغلي وزیر په برید کې پولیس هم ښکیل وګڼي.
ګیله من وزیر نږدې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او وروسته له خوشې کېدو یې په ټولینزو رسنیو کې ویلي وو، چې په زندان کې سخت شکنجه شوی هم دی.

د اوکراین یوې امنیتي سرچینې د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اوکرایني بې پېلوټه الوتکو په روسیه کې د وسلو یوه ډیپو په نښه کړی او په نږدې راتلونکي کې د روسیې په پوځي-صنعتي مرکزونو کې د نورو چاودنو احتمال هم شته دی.
دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې د وسلو د زېرمه کولو مرکز د روسیې په ورونژه سیمه کې دی، چې د اوکراین له شمال ختیځې برخې سره پوله لري.
د سرچینې په وینا؛ په دغه ډيپو کې د روسیې له ځمکې څخه ځمکې ته او له ځمکې څخه هوا ته توغندي، د ټانک او توپخانې مرمۍ او ځینو نورې وسلې ساتل کیدې.
د سرچینې په وینا؛ دا ډیپو د سرګییفکا کلي ته نږدې و، چې د کییف تر کنټرول لاندې سیمې څخه شاوخوا ۸۵ کیلومتره واټن لري.
وروسته له هغه چې روسیې په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین برید وکړ، اوکراین د اوږد واټن بې پیلوټه الوتکو یوه ډله جوړه کړه ترڅو دا وړتیا پېدا کړي چې په روسیه کې دننه هدفونه په نښه کړي.
سرچینې وویل: "په نږدې راتلونکي کې د روسیې په پوځي-صنعتي تاسیساتو کې د دا ډول بریدونو ډېر چانس شته، کوم چې د اوکراین په وړاندې د جګړې لپاره کار کوي."

په برېتانیا کې لسګونو زرو کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې ددې هېواد له نوي لومړي وزیر څخه وغوښتل، څو د غزې د اوربند لپاره هڅه وکړي. دغه لاریونونه تېره ورځ په لندن ښار کې د فلسطین په ملاتړ ترسره شول.
دا لاریونونه په داسې حال کې کیږي، چې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې هم د لندن په مرکزي برخه کې د فلسطينيانو په ملاتړ يو تر ټولو لوی لاريون وشو، چې شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو په کې ګډون درلود.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ځلونو د اسراییل پر ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریونونه شوي دي.
لاریونوال په غزه کې د جګړو د پایته رسېدو او د خپلواک فلسطین غوښتونکي دي.
دغه لاریون په داسې حال کې کېږي، چې د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې پر یوه ښوونځي چې فلسطیني کډوال په کې اوسیږي، د اسراییلي پوځ په برید کې لږ تر لږه «۱۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي» دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي دي، چې وسله والو دغه ځای د پټنځای په توګه کارولی دی.
د راپورونو له مخې، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۳۸ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني نظامیانو په ۴۹۷ برېدونو کې ۴۸۳ نظامیان وژلي، ۶۴۹ تنه یې ټپیان کړي او درې یې ژوندي نیولي.
پاکستاني طالبانو د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په دغه هیواد کې پر پاکستاني نظامیانو او استخباراتي کارمنانو ۴۹۷ بریدونه کړي.
د پاکستاني طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستاني ادارو ۶۰ کشفي کمرې، ۳۶ عرادې پوځي موټر او ۱۲ پوځي ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټي ټي پي په ملکنډ ډویژن کې ۳۶ په هزاره کې ۱ په ډېره اسماعیل خان کې ۱۸۴، په شمالي پنجاب کې ۱، کوهاټ کې ۱۵، په جنوبي پنجاب کې ۸، کراچۍ کې ۱،په کوټه کې ۱۳، په مکران کې ۱، بلوچستان کې ۱، ژوب کې ۲، بنو کې ۱۴۴، پېښور کې ۸۰ او مردان کې ۱۰ بریدونه کړي دي.
د ټي ټي پي په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د دغو جګړو پر مهال یې له پاکستاني نظامیانو څځه یو شمېر وسلې او ګرځنده ټیلیفونونه هم ترلاسه کړي دي.
د پاکستان امنیتي ادارو تر دې مهاله د ټي ټي پي د دغو شپږو میاشتو بریدونو د راپور په اړه څه نه دي ویلي، چې پاکستاني نظامیانو ته یې د ۱۱۳۲ تنو د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې.
د پاکستان حکومت او پوځي ادارې تل دعوه کوي چې د ټي ټي پي پټنځایونه په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو لپاره ځانونه چمتو کوي.
خو طالبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي او دغه موضوع یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې.