د هغې داعیې لپاره چې ګیله من وزیر مبارزه کوله، هغه داعیه ملي، حقیقي او د ولسونو غوښتنه وه او ده.
د ګیلهمن وزیر مبارزه د افراطیت او د پاکستان د استبلشمینټ په ضد وه، چې د افغانانو (لر او بر) په سیمو کې یې د څو لسیزو راپدېخوا اور بل کړی دی.
د ګیلهمن مرگ ثابته کړه، چې افغانان د افراطیت او تشدد خلاف دي.
افغانان مسلمان دي، خو افراطیان نه دي او نه د اجیرو افراطي ډلو ملاتړ کوي.
افغانانو چې کوم اسلام له پېړیو راهیسې منلی، هغه افراطي اسلام نه و او نه دی، خو ځیني افراطي ډلې د پردیو د ګټو لپاره له اسلام څخه د سیاسي موخو لپاره ترې سوء استفاده کوي.
له بده مرغه دا د پاکستان د پوځیانو د استخباراتو په لاس جوړې شوې افراطي ډلې دي، چې د افغانانو ژوند یې تباه کړی دی.
د ګیلهمن وزیر مرګ وښوده، چې اوس افغانانو (لر او بر) خپل دښمنان پېژندلي دي او د ولس زور د خدای زور دی.
د ګیلهمن وزیر قرباني وښودله چې د یو یا څو کسانو په وژلو، بندي کولو، ورکولو، زجر او شکنجې کولو باندې، د سیمې استخبارات او افراطي ډلې نه شي کولې چې د افغانانو په منځ کې د ازادی او حق خود ارادیت فکر ووژني او له منځه یوسي.
د ګیلهمن وزیر مرګ ثابته کړله چې څومره افراطي ډلې او د پاکستان استخبارات د تشدد نه کار اخلي، هماغومره د دوی په وړاندې د افغانانو کرکه او نفرت زیاتیږي، ملي احساس قوي کیږي او ګډ دښمن ته لر او بر افغانان متعهد کیږي.
د ګیلهمن مرګ دا وښودله چې د پاکستان په لاس جوړ شوو افراطیانو که د افغانانو بیرغ په کابل کې راټیټ کړ خو دا ملي بیرغ بیا د امو نه تر اباسینه هسک شو او د میلیونونو افغانانو په زړونو کې یې ځای پیدا کړ.
د ګیلهمن مرګ ثابته کړله که د افغانانو د مشرانو لکه د غازي امان الله خان او پاچا خان عکسونه د یو څو افراطي ملایانو له خوا په بر افغانستان کې مسخ شول خو دوی ونه کړې شول چې د افغانانو مینه د ملي شخصیتونو او ملي بیرغ سره او همداشان د خود ارادیت ملي داعیه د افغانانو د زړونو نه پاکه او مسخ کړي.
د ګیلهمن وزیر مرګ د افراطیانو پښې ولړزولې او د افراطیت لمن به د افغانانو په وحدت او یو ځای کیدو سره ټولیږي ځکه د هر څه نه د یو قام شعوري ویښتیا مهمه ده. د با شعوره او اګاه ملت د سیلاب په وړنداې بیا د افراطیت او استخباراتي پروژو خس و خاشاک نشي دریدلې.
د ګیلهمن مرګ ثابته کړله، هغه سیاسیون، شاعران، لیکوالان، او په نامه مشران او نوردوه مخي چې یوه ورځ د افراطیت ډول ته سندرې وایي او بله ورځ د قام په ویر ژاړي نور د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.
د ګیلهمن مرګ ثابته کړله چې ګیلمن دوه مخې افغان نه و او په خپله مبارزه کې تر اخره ثابت پاتې شو نو ځکه یې د لر او بر افغانان په زړونو کې ځای پیدا کړ.
د ګیلهمن مرګ ثابته کړله هر څوک چې د افغان قام په ګټه په ملي دریځ کې ثابت پاتې وي، همیشه به د افغانانو په زړونو کې ځای لري او د ګیلمن په شان به د تاریخ په کتابتون کې د دوی نومونه تلپاتې وي.
د روښانفکرۍ پېژندنه سخته نهده، «روښانفکري له ځان سره صداقت ته وايي» له خپلو ټاکلیو ارزښتونو سره وفاداري ته وايي.د انسان او انساني ژوند د شرایطو د ښه والي په لویه موخه له خپلو باورونو،افکارو، ارمانونو، هدفونو او ایډیالونو سره ریښتیني او صادقانه چلند ته روښانفکري ویل کیږي.
شهید ګیله من د دغه تعریف پر بنسټ یو ریښتینی روښانفکر و.
افغان، متحد افغانستان، ملي بیرغ، پښتو، د ټولو افغانانو یووالی او ویښتیا د هغه انسانمحوره باورونه، ایډیالونه، ارمانونه، هدفونه او فکرونه وو، همدې ارزښتونو ته ژمن پاتې شو، تر پایه یې وپالل او بالاخره یې سر پرې کېښود.
روښانفکري، له زدکړو، رسمي دیپلومونو او لویو اکاډمیکو یا سیاسي القابو سره تړاو نه لري. ګیله من لوړې زدکړې نه لرلې، ایله یې ترڅلورم ټولګي زدکړې کړې وې، خو له ځان او خپلو انسانمحوره ارمانونو سره ریښتینی و، ځکه نو د افغان روښانفکرۍ یوه بشپړه نمونه او الګو ده.
د روښانفکرۍ بله لویه ځانګړنه د مثبت مختګ لپاره پر ټولنه اغېز دی. د پاچا خان تر مړینې روسته د ملي داعیې او ویښتیا لپاره هیچا په ټوله افغان جغرافیا کې ولس دومره نه و راخوځولی، لکه شهید ګیله من چې په خپل ژوند و مرګ راوخوځاوه.
د هغه ټولنیز اغېز وګورئ، څومره خلکو پرې وژړل، څومره خلک راووتل او د افغانانو څومره دوښمنان یې وارخطا کړل او ویېځورول. دا اسانه خبره نه ده.
دا، چې وایو موږ په افغانانو کې روښانفکران او روښانفکري نه لرو یا یې کمه لرو، دلیل یې همدا دی، چې موږ له خپلو باورونو او فکرونو سره ریښتیني نه یو.له یوې خوا نارې و سورې وهو، چې د نجونو د تعلیم حق منو او غواړو یې، خو له بلې خوا د نیمايي نفوس د اساسي حقونو د نقضوونکیو ملاتړ کوو، په تبلیغاتي ډنډورچیانو یې بدلیږو، یا د مادي ګټې، یا له نورو څخه د عقدو یاهم د قومي عصبیت او یا له ډاره له خپل هغه باور سره چې « نجونې د زدکړو حق لري!» جفا کوو او هېروو یې. خپل چاپېریال وګورئ، دغه ډول ناروښانفکره تحصیل کړي څومره لیدلای شئ؟
که په ولسواکي، ملي ارزښتونو (افغان هویت، ملي بیرغ او ...)، انسانمحوره تفکر او مانا لرونکې سوله باور لرو، نو بیا ولې د دې ټولو ارزښتونو د قاتلانو په تبلیغاتي ډنډورچیانو بدلیږو؟ ځکه روښانفکران نه یو.
که د سر ویره لرو یا بل داسې مجبوریت، نو په داسې حالت کې چوپتیا غوره ده. د بشریت تاریخ میلیونونه خاموش روښانفکران لرلي دي. د استبداد په وړاندې د مبارزې په ډګر کې د روښانفکرۍ تر ټولو کمزوری حالت چوپتیا غوره کول دي.
روښانفکري دا هم نه ده، چې خامخا دې د رڼا د دوښمنانو ګریوان ته لاس واچوو، یا دې هغوی وښکنځو، احساساتي شعارونه ورکړو، له خولې ځګونه باد کړو، نه.
روښانفکري دا ده، چې د هرڅه په اړه په ټولنه کې روښانتیا خپره کړو. روښانفکري په احساساتي بڼه د ټولنې بحراني کول اوکړکېچ زېږول هم نه دي. بلکې په عقلانیت و پوهه ټولنې ته سکون وربښل دي. ټولنه له هغه ګواښونو خبرول دي، چې ورسره مخامخ ده. په ټوله کې روښانفکري د ټولنې ویښتیا، روښانتیا او بدلون دی. په دې لار کې له یوې مانا لرونکې چوپتیا رانیولې، تر یوې کرښې لیکلو، تر یوې اغېزناکې وینا و ټولنې راخوځولو پورې هرڅه شاملېدلای شي. روښانفکران که د استبداد ګریوان ته لاس وراچولی نه شي، نه ښايي په تبلیغاتي دستګاه یې بدل شي. شهید ګیله من د هیچا فیزیکي ګریوان ته لاس ونه غورځاوه، ان له خپل قاتل سره یې هم شخړه ونه کړه، ښکنځلې او ترخې خبرې یې ونه کړې،تل یې موسکا په شونډو وه، د عاطفې په ژبه (شعر) یې خبرې کولې، په موسیقیت او ترنم یې پیغام رساوه، نښې و سېمبولونه یې ډېر ښه کارول. د ده لویه وسله ملي بیرغ و، شعر و، لنډۍ وه، پښتني موسیقي وه او د حقیقتونو ویل و. ګیله من د یوه ځيرک روښانفکر په توګه پوهېده، چې څه وخت څه ووايي؟ څه وخت کوم ډول جامې واغوندي، بیرغ څنګه وکاروي او د دوښمن په زړه کې د ولس د ویښتیا ولولې څنګه خورې کړي.
ښاغلیه! خپل هغه ایډیال پېژنې چې عکس دې یې پروفایل کړی دی؟ او که نه ؟
ته ښايي حق ولرې، چې ایډیولوژیک باور ولرې او یوازې و یوازې هغه دونیا درته مهمه وي، بالکل دا ستا حق دی، خو بیا نو له دې بل سېمبول ( د چېګوارا عکس) څخه څه غواړې؟
څه نور مې ولیدل، چې له ملي بیرغ یا د ولسمشر له عکس یا کوم بل ملي سېمبول سره همداسې چلند کوي، خو لاندې د خپلو ارزښتونو او باورنو له قاتلانو او جلادانو سره تبلیغاتي انډیوالي پالي.
موږ باید د روښانفکرۍ بېلګه له ګیله من شهید څخه واخلو، که هرچا له دې اړخه د روښانفکرۍ نمونه او نښه درڅخه غوښتله، تاسو د ملي ارمانونو د دغه اسطوره شوي مبارز بېلګه ورښوولای شئ.
له ۲۰۱۲ وروسته د ناټو له خوا د ستراتیژیک کمونکېشن په اړه کنفرانس په دوبی کې جوړ شوی و.
په دغه کنفرانس کې یو شمېر افغانانو، د ناټو د هېوادونو د بېلابېلو څېړنیزو ادارو، رسنیو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي قوتونو د ستراتیژیک کمونکېشن استازو برخه درلوده او زه هم دې کنفرانس ته بلل شوی وم.
په کابل کې د ناټو د ستراتیژیک کمونکېشن یا(psychological operation) Psyops مسوول هغه وخت ویلي وو، چې د امریکا د متحده ایالاتونو په سیاست کې د افغانستان مساله د دغه هېواد د سیاسي مسایلو په نوملړ کې سلمه مساله ده. هغه وخت او اوس هم ډېری افعانان په دې فکر او عقیده دي، چې افغانستان د نړۍ د ثقل مرکز دی. افغانستان نړۍوالو او په ځانګړې توګه د امریکا لپاره لومړیتوب لري. هو! افغانستان د افغانانو لپاره مهم دی او تل د افغانانو د پام لپاره باید د ثقل مرکز وي، ځکه افغانان که هر چېرته وي، افغانستان هېرولی نشي او د افغانانو ژوند، عزت، سوکالي او ښادي د افغانستان ثبات او عزت پورې تړلې ده. خو له بده مرغه نن سبا په نړۍ کې نور ډېر زیات مهم مسایل روان دي، چې افغانستان د نړۍ د لومړیتوبونو او خبرونو په سر کې نه راځي. دا چې د افغانستان مساله به د امریکا د متحده ایالتونو د لومړیتونو په نوملړ کې څوومه مساله وي، ښایي اوس به د سلو مسایلو په نوملړ کې هم نه وي. دا چې د افغانستان ناورین د لویو طاقتونو د لومړیتوبونو او توجه په سر کې نه دی، بیا هم چې کله یوه او بله غونډه هلته او دلته د افغانستان په هکله جوړیږي، که پایلې ملموسې هم نه وي، باید په نېک فال ونیول شي، ځکه د افغانستان د ناورین حل یوازې په افغانانو پورې اړه نه لري، بلکې د سیمې او د نړۍ د هېوادونو رول لکه څنګه چې د افغانستان په وراني او ګډوډي کې منفي اغېزې درلودې یا لري، همداسې د دوی رول د افغانستان په جوړولو او ثبات کې هم مهم دی. نه افغانستان دوی بې له افغانانو جوړولی شي او نه افغانان په ځانګړې توګه د دوی له ښه نیت پرته په افغانستان کې سوله او ټیکاو راوستلی شي. د نړۍ، سیمې او د افغانانو تر منځ د تفاهم ژبه او هم په یوه موازي کرښه کې د ګټو راوستل مهم دي.
راځو په دې بحث کوو، چې د دوحې د غونډې پایلې ولې ملموسې نه وې؟ له بده مرغه تر دې دمه د افغانستان د مسایلو په حل او ناورین کې د سیمې او نړۍ هغه هېوادونه چې برخه او یا لېوالتیا لري، هم نظره نه دي. همدا شان افغانان هم په خپل منځ کې سره متحد نه دي او هر کله بالاخره مساله ده. دوی ځکه سره هم نظره او متحد نه دي، چې د ټولو خواو ګټې سره متضادې او موخې توپیر لري. همدا علت دی چې په ټولو سیمه ایزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان او د افغانانو ګټې د بحثونو اصلي محور نه دي. دا چې په ټولو غونډو کې د خبرو محور د افغانانو او د افغانستان ګټې مطرح نه وي، نو خامخا به په دغه غونډو کې د رڼا د څرک پر ځای د تورتمونو څرکونه لیدل کیږي. د افغانستان د ناورین په اړه ولې افغانان، سیمه او نړۍ سردرګومه ده، د دغه سردرګومۍ ځیني مسایل په دغه لیکنه کې څیړل شوي دي. کېدای شي یو شمېر لوستونکي له دې لیکنې سره موافق نه وي، خو د دغه مسایلو یادول د افغانانو لپاره اړین دي، ځکه دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د برحاله او راتلونکو ناورینونو د مخنیوي په برخه کې د خپل وس په اندازه د هرې مشروع ممکنې لارې هلې ځلې وکړي. د افغانستان د مرض د سردرګومۍ یا جاخې تشخیص معلوم دی. د ناروغ د درملنې یا حل لپاره دارو هم معلومه ده، خو لویه ستونزه دا ده، چې د ناروغ د علاج په سر د ناروغه افغانستان د وارثینو او معالجو ډاکترانو تر منځ د لارې په حل لانجه ده او دا لانجه تر دې حده هم ده، چې مخکې له دې چې ناروع ته درمل ورکړل شي، د ناروغ ناروغي انتاني شوی او اوږدې درملنې ته اړتیا لري. د ناروغ افغانستان وارثین او خواخوږي او معالج ډاکتران ددې پر ځای چې ناروغ ته درمل ورکړي، څو د مریض حالت ښه شي، د دوی تر منځ جنجال او اختلاف ورځ تر بلې زیاتېږي. د دې ډېر احتمال شته، چې مریض یا د افغانستان اصلي ستونزه د ټولو له یاده ووځي او یا پر ځای یې لسګونه نورې ناروغۍ سر راپورته کړي، ځکه د نویو جنجالونو لپاره چای جوشونه اېشي او د اور د مړ کېدو پر ځای د اور د تازه کولو لپاره خس او خاشاک راټولول کیږي او د جګړې اور د مړ کېدو په حال کې نه دی. کله چې حالات کړکېچن شول، د افغانستان د مسلې جاخه به نوره هم سره جنجالي کیږي او د انجړلې پنجړلې ګوټلی د تار سر یا نخ تار به د ټولو نه ورک وي. نه به د ناروغه افغانستان وارثین او نه به خواخوږي او نه به د سیمې او نړۍ معالج ډاکترانو سره د حل کومه لاره وي، بلکې ټول به په عقلي او عصبي ناروغیو اخته او مریض به هم لکه اوس د زنکدن شپې او ورځې شمېري. د ناروغ د ناروغۍ تشخیص دا دی، چې اکثره افغانان د سیمې هېوادونه او د افغانستان په مسایلو کې دخیل او ذیعلاقه هېوادونه او ان د طالبانو اکثره لوړپوړي غړي په دې عقیده دي، چې د افغانستان موجوده وضعیت او د طالبانو حاکمیت چې ولسي او نړۍوال مشروعیت نه لري او د عدم مشروعیت او قانوني حکومت په نه شتون کې فزیکي، بشري او رواني امنیت یې له ګواښ سره مخامخ دی، د اقتصاد انجن چې پانګونه او بانکي سیستمونه دي فلج دي او له هېواد څخه د وتلو یا تېښتې لړۍ په بې سارې توګه روانه ده، ټولو خواوو ته د منلو وړ نه ده او هم په اوسنې شکل د طالبانو حاکمیت دوام نه شي کولی. په ساده اصطلاح د افغانستان موجوده حالت د هغه اور اخیستي پرتوګ په شان دی چې نه اور مړ کولی شی او نه پرتوګ اېستلی شی. د دغه مضمن مرض د درملنې پیل باید په دې وشي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د سیالیو پر ځای یوې واحدې اجماع ته ورسېږي. افغانان هم باید د سیمې او نړۍ سره داسې اجماع ته ورسېږي، چې هم د افغانانو لپاره، هم د سیمې د هېوادونو او هم د نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواته ته د ګټې ګټې یا Win-Win Situation وي.
دا حالت هغه وخت رامنځته کیدلې شي چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت حاکم شي. که مشروع او قانونمند حکومت نه وي، بیا افغانستان د افغانانو لپاره، د سیمې د هېوادونو او نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواو ته د تاوان تاوان حالت یا Lose-Lose Situation وي. د مشروع او قانونمند حکومت د جوړېدو لپاره فرموله جګړه نه ده، بلکې معنا داره بین الافغاني ډیالوګ دی. د بین الافغاني ډیالوګ له لارې د اساسي قانون درلودل او د قانون په چوکاټ کې د نفي او انحصار سیاست باید نه وي. د طالبانو په ګډون هیڅ خوا نفي کولی نه شي، بلکې ټول افغانان باید د قانون په چوکاټ کې د کار، ژوند او سیاست حق ولري. د اساسي قانون د تصویب او تعدیل د یو څو افراطي کسانو چې څوک یو قسم او څوک بل قسم نظامونه او سیستمونه غواړي، کار نه دی، بلکې دا د ولس کار دی چې د لویې جرګې یا د ریفرنډم له لارې اساسي قانون تعدیل او یا نوی تصویب کړي او د اساسي قانون پر بنسټ بیا مشروع او قانونمند حکومت د ولس په خوښه او رایه رامنځته شي. نه ټولګډونه حکومت د افغانانو په درد خوري او نه د انډیوالۍ او سهامي شرکت حاکمیت د افغانستان ستونزې حل کولی شي. د ویانا په کنفرانس کې مو په ډېر وضاحت سره وویل، چې که ولس ډاکتر انارکلی ته رایه ورکړله، چې هم ښځه او هم سکهه افغانه ده، مونږ یې باید ومنو او که ولس طالبانو ته رایه ورکړه هم یې باید ومنو، ځکه ولس به همدوي غواړي. یوازې او یوازې اساسي قانون د خلکو حقوق او د نظام بقا تضمینولي شي. دا چې د افغانستان مطلق ولس مسلمانان دي، نو اساسي قانون به خامخا د مخکیني اساسي قوانینو په شان د اسلام په روحیه برابر وي. که طالبان یا نور افراطیان وایي، چې اساسي قانون په اسلام کې نه شته دا سمه نه ده، ځکه فقه قانون دی چې جمهور علما د خپل وخت د اړتیاو په اساس رامنځته کړې ده. کله چې جمهور علما وایو، نو جمهوریت هم د اسلام سره مخالفه پدیده نه ده ځکه د جمهوریت قوانین د هر ملک د دین، مذهب او عنعناتو مطابق وضع کیږي او د افغانستان قوانین لکه د مخکې په شان به د اسلام او افغاني روحیې سره برابر وي. اوس پوښتنه دا ده، چې ناروغي او تشخیص یې هم معلوم دی او د حل لپاره یې درمل او فرموله هم معلومه ده، نو ولې افغانان، د سیمې هېوادونه او د افغانستان په مسایلو کې ښکېل هېوادونه نشي کولی، چې اجماع ته ورسېږي؟ اصلي خبره د ګټو او د ګټو خوندي کول او د قدرت ساتل دي.
لومړۍ برخه:
له طالبانو څخه به یې پیل کړو. د طالبان افراطي مشران او د هغوی ړانده پیروان تر اوسه په خیالي غرور مست دي، چې دوی نړۍ ته ماتې ورکړې، د دوی ماډل د اسلامي حاکمیت د نړۍ د ټولو ماډلونو څخه بهتر دی، د دوی امیرالمومنین چې نه یې د بیعت اصول او هویت معلوم دی، د الله تعالی خلیفه دی، دوی د اسلام ټیکه داران او ساتونکي دي او د دوی په فکر د دوی حاکمیت مشروعیت لري. د مشروع خلیفه یا امیر خبره بې له چون او چرا باید افغانان ومني. همدا شان نړۍ هم باید د دوی غوښتنې او احکام قبول او دا چې په دننه افغانستان کې هر ډول بندیزونه لګوي او یا ظلم کوي، هغه د دوی کورنۍ موضوع ده. طالبان دغه حالت ته واقعیتونه وایي او نړۍ باید د افغانستان واقعیتونه ومني. د دوی دا ډول طرز د فکر د دې لامل شوی، چې دوی ولس ته مسوولیت ونه لري او که د چا خوښه وي او که نه، دوی به خپل حاکمیت ته دوام ورکوي. د دوی ملګري او مشران له هر ډول حساب ورکولو خلاص دي او کولی شي، چې دوی درې ښځې وکړي، موټر ولري او کورونه واخلي. د دوی د پلویانو فساد د دوی لپاره روا ښکاري. دا پورته طرز د فکر، اکثریت افغانانو او نړۍوالو ته د منلو وړ نه دی، همدا علت دی چې د نړۍ هېوادونه افغانستان په رسمیت نه پیژني. د افغانستان د سفارتونو استازو ته کوربه هېوادونه په درنه سترګه نه ګوري، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ له طالبانو سره نه ده. د طالبانو مهم مشران د وزیرانو په کچه د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي. د افغانستان بانکي سیستم فلج دی، اکثره هېوادونه له طالبانو سره د پټ پټونې لوبه کوي، نه یې په رسیمت پيژني او نه یې د لېرې کولو اراده لري. افغانان هم په دننه او هم په بهر کې د طالبانو په دې کړنو خوشحاله نه دي، چې هېواد یې د نړۍ په کچه مشروعیت ونه لري، تعلیمي نظام د زوال په حال کې وي، په ښځو د لوړو زده کړو او کار بندیز وي، بانکي سیستمونه فلج وي، بېوزلي ورځ تر بلې زیاتیږي او د چا چې وس کیږي له هېواد څخه وځي. د طالبانو دا ادعا چې دوی د دین ساتونکي دي، غلطه ادعا ده ځکه الله تعالی خپل پیغمبر ته وایي، چې د دین ساتونکی ته نه یې او االله تعالی د دین ساتونکی دی. له دین څخه د قدرت لپاره سوء استفاده پخپله لوی فساد دی، چې هم دین ته صدمه رسوي او هم افغانانو او افغانستان ته. د دوحې غونډې ته د طالبانو استازي د افغانانو او د یوه مشروع حکومت د استازو په توګه بلل شوي نه و، بلکې هغه د حاکمې ډلې یعنې یوازې د طالبانو د ډلې د استازي په توګه بلل شوې و. په دې بحث نه کوو، چې د طالبانو حاکمه ډله نه سیستم لري اونه په خپل سیستم اعتبار لري، که نه یو ویاند باید هلته نه وای تللی، بلکې د بهرنیو چارو وزیر، معین او یا د دوی سفیر په قطر کې برخه اخیستې وی، ځکه د نړۍ ډیپلوماټیک نورم همدا ایجابوي. حتی له پاکستان سره د مسایلو د حل لپاره د کندهار والي لیږي، خو د کورنیو، بهرنیو او د دفاعي چارو وزیرانو ته اهمیت نه ورکوي، ځکه د دوی سیستم په انډیوالۍ ولاړ دی او فکر کوي، چې د نړۍ سیاست هم په انډیوالۍ چلیږي. داسې نه ده کله چې د یوه هېواد ګټې له ګواښ سره مخ شي، نو بیا په سیاست کې انډیوالي نه شته، ځکه ښه بېلګه یې د پاکستان او طالبانو انډیوالي وه، چې کله د پاکستان ګټې د ۲۰۰۱زکال د سپټمبر نهمې نیټې له پېښې وروسته له ګواښ سره مخ شوې، پاکستان خپل پخواني انډیوالان امریکایانو ته په لاس ورکړل، بندیان یې کړل او ځیني یې ان ووژل. پاکستان د مجاهدینو له مشرانو سره هم همدا کار وکړ.
دویمه برخه:
د افغانستان د معضلې د طالبانو مخالفین دي. د طالبانو مخالفین هم سره د پخوا په شان متحد نه دي، د اکثره سیاسي جریانونو او په ځانګړې توګه د هغو جریانونو روایتونه چې په پوځي حل عقیده لري، د پخوا په شان دي، نه یې سیاسي موخه معلومه ده او نه یې د جګړو تمویل کوونکې منبع او نه هم د جنګ د عقبې لپاره د مجاهدینو او طالبانو په شان اډه لري. د جګړو په مشروعیت او عدم مشروعیت دلته بحث نه کوو او نه په دې بحث کوو چې جنګونه څومره ستونزې زیږوي. د جګړو لپاره لاپې شاپې ډیرې دي، خو واقعیتونه دا دي چې د جنګ او د جنګونو د دوام لپاره لېوالیتا د اکثره افغانانو په منځ او حتی د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ نشته، ځکه ټول په دې پوهیږي چې د جګړو د دوام له امله د جګړو د اور بڅرکې په سیمه کې په ډېرې اسانۍ سره خپرېدلی شي او دغه حالت د ټولو لپاره د تاوان تاوان یا Lose-Lose Situaiton دی. البته که حالات همداسې دوام کوي، جګړې او نیابتي جګړې خامخا پیلېږي او د راروانو جګړو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، ځکه د دوی حاکمیت راتلونکو نیابتي جګړو ته زمینه برابروي. دا هم واضح حقیقت دی، چې په نیابتي جګړو کې د افغانانو، د سیمې او ان د نړۍ هغه هېوادونو چې د افغانستان په مسله کې لېوالتیا لري، خیر نه شته خو د دغه واقعیت په شتون کې نیابتي جګړې د سیمې او نړۍ د متضادو موخو له امله خامخا رامنځته کیږي او هېڅوک یې مخه نشي نیولی. البته د سیمې او نړۍ افراطي ډلې همدا حالت غواړي، ځکه که مشروع او قانونمند حکومت رامنځته کیږي نو بیا دوی ته په افغانستان کې ځای نه وي. ولې د جګړو مخه نه نیول کیږي، ځکه چې هر څوک د هغه فرمولې په اساس چې د دوښمن، دوښمن زما دوست دی، هره خوا خپلې نیابتې ډلې د یو بل په ضد پیاوړې کوي. ولې د افغانستان په مسایلو کې د سیمې او نړۍ د ښکېلو خواوو تر منځ متضادې ګټې شتون لري او دوی غواړي، چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان په جغرافیه کې له نیابتي ډلو څخه کار واخلي په داسې حال کې چې اکثره یې د دغه ډلو د پیاوړي کولو او د جګړو په پایلو پوهیږي؟ ځینې افغانان کله کله داسې فکر کوي، چې د نړۍ او یا د سیمې هېوادونه د افغانستان په هکله معلومات نه لري او هڅه کوي، چې نړۍ وپوهوي چې افغانستان څنګه هېواد دی او په افغانستان کې څه روان دي. د نړۍ د اکثرو ملکونو ولسونه د نورو هېوادونو په مسایلو په تفصیل نه پوهیږي، خو د دغو هېوادونو استخبارات او سیاسیون په دې پوهیږي چې په افغانستان کې څه روان دي او ان د افغانستان د اکثره سیاسیونو او فعالینو د پښو اندازه او د فکر تولید ورته هم معلوم دی او په دې هم پوهیږي چې څنګه د خپلو ګټو لپاره روایتونه جوړ کړي او څنګه د افغانانو جنګي ډلې کرایه کړي. هغه افغانان چې فکر کوي نړۍ نه پوهیږي، هغوی داسې سوچ کوي چې دوی لکه کڼو ته غږیږي او په زوره خبرې کوي چې کاڼه نړۍوال یې واوري، خو کڼو ځانونه کاڼه اچولي دي او یوازې هو او نه کوي ځکه هغوی په دې پوهیږي چې افغانان څه وایي او حالات څنګه دي. دلته د سیمې د هغه هېوادونو په اړه لږ تفصیل ورکوم چې د افغانستان په مسایلو کې لېوالتیا لري او ولې د دوی ګټې سره متضادې دي؟ کله چې مونږ سیمه او نړۍ وایو نو سیمه او نړۍ یو مشخص ادرس نه لري او د هر هېواد ګټې د بل هېواد له ګټو سره توپیر لري. هر هېواد د خپلو ګټو لپاره ستراتیژیک دوستان او دښمنان لري او هڅه کوي، چې خپلې ګټې خوندي کړي. د بېلګې په توګه که مرکزي اسیا یاده کړو، د تاجکستان او قرغزستان تر منځ مستقیم پروازونه نه شته او که له دوشنبې څخه غواړې چې قرغزستان ته لاړ شي نو اول باید دوبی یا استانبول ته لاړ شئ او بیا له هغه ځای څخه قرغزستان ته ځئ او همداسې له قرغزستان څخه دوشنبې ته. د تاجکستان او ازبکستان تر منځ او همداسې د قزاقستان او ترکمنستان تر منځ زیاتې ستونزې د اوبو او سرحدونو تر منځ وجود لري، بیا د دې هېوادونو اړیکې د روسیې، چین او امریکا سره جلا بحث دی. که سویلي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دېش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونزې وجود لري. که سویلي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دېش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونزې وجود لري. که منځنۍ ختیحه یاده کړو، نو د عربي هېوادونو او ایران تر منځ ډیرې ستونزې شتون لري چې مسایل یې لا نور هم مغلق کړي دي. د فلسطین مساله، د سورې جګړه، د بحرین، یمن او سعودي جنجالونه او داسې نور. که د لویو طاقتونو خبره کوو، نو هغه خو واضح حقیقت دی چې د امریکا، روسیې، چین او اروپایانو تر منځ بلا ډیرې ستونزې او رقابتونه موجودې دي. لوی طاقتونه هڅه کوي چې مستقیم له یو بل سره په ټکر کې نه شي او تل هڅه کوي، چې نیابتي ډلې د یو او بل په ضد استعمال کړي او یا د جګړو لمن د خپلو سیمو نه لرې او د نورو د نفوذ په سیمو کې ورته دوام ورکړي. ځکه په کومه سیمه کې چې جنګ وي، د هغې سیمې هېوادونه زیات تاوان کوي او له سیمې څخه د بهر هېوادونو لخوا په لږو امکاناتو جګړې تمویل کولی شي، خو دغه جګړې په مستقیمه توګه متخاصمو هېوادونو او یا د سیمې د هېوادونو لپاره په زیات قیمت تمامیږي. د تېرو جګړو او اوسنیو جګړو مثالونه زیات دي، د افغانستان جګړه په تېرو څو لسیزو کې او همدا شان د منځني ختیځ، د سوریې، د اوکراین، سوډان، کانګو، ویټنام، نیکاراګوا او د داسې نورو هېوادونو جګړې. په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران وېره دا ده، چې امریکا له طالبانو څخه د دوی د ګټو په خلاف کار وانخلي، ځکه امریکا په لږه مرسته کولی شي چې دا سیمې نارامه کړي، له همدې امله هر هېواد غواړي، چې له طالبانو سره منفي تامل ته دوام ورکړي. طالبان هم پوهیږي چې د دوی خریداران په سیمه کې زیات دي او د خپلو ګټو او قدرت ساتلو په خاطر له ټولو هېوادونو سره منفي تامل ته دوام ورکوي، خو په دې هم پوهیږي چې دوی نه شي کولی چې د امریکا په ضد او یا د هغوی له خوښې پرته د امریکا د ګټو په خلاف عمل وکړي. تر اوسه امریکا د طالبانو په منځ کې زیات نفوذ لري او د امریکا په اندازه مرسته هیڅ یو بل هېواد د افغانستان او طالبانو سره نه شي کولی. هند هم په کلونو غوښتل، چې د جګړې لمن د خپلې سیمې او له پاکستان سره د سرحدونو څخه لرې په افغانستان کې وساتي. هند په ډېر لږه مرسته د افغانستان او د افغانستان د ځینو ګروپونو سره څو لسیزې هڅه وکړه چې د پاکستان له شر څخه ځان خلاص کړي او په افغانستان کې یې مصروفه وساتي. هند نن سبا په اقتصادي او پوځي لحاظ له پاکستانه ډېر پرمختګ کوي او پاکستان خپل رقیب نه ګڼي، خو غواړي چې د پاکستان له شر څخه ځان وساتي او پاکستان باندې د سافټ پاور له لارې فشار راولي چې په هند کې مداخله ونه کړي. له پاکستانه هم لاره ورکه ده، ځکه په نړۍ کې د پخوا په شان خریدار نه لري لکه د نړۍ د سوړ جنګ په دوران کې یې چې د امریکا او لویدیځ څخه او همدا رنګه د چین او عربي هېوادونو نه په میلیاردونو ډالره اخیستل، خپل پوځونه یې عربانو ته په کرایه ورکول او یا پاکستانیانو ته په نورو هېوادونو کې د کار زمینه برابروله. اوس پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ژورو ستونزو سره مخامخ دی او هغه افراطي ډلې یې چې جوړې کړې وې، د هماغه مارانو له خوا به خوړل کیږي. دوی فکر کاوه چې د طالبانو له راتګ سره به افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وي او د طالبانو د راتګ په ابتدا کې همداسې وه.
روس او چین هم سره رقابت لري او غواړي چې د خپلو ګټو په خاطر سره همکاري ولري. چین د قزاقستان او ازبکستان له لارې د یو سرک او یو کمربند د پروژې په اساس د پراخې ترانسپورټې لارې جوړول پیل کړیدي چې د ایران له لارې چا بهار ته ورسیږي. د چین بله پروژه د پاکستان له لارې د سیپیک پروژه ده چې ګوادر بندر ته ورسیږي.
د دغه پروژو په سر، د ایران او پاکستان رقابت هم شتون لري، روسیه هم نه غواړي چې د مرکزي اسیا هیوادونه په چین متکي شي او د روسیې د نفوذ نه خلاص شي. هند هم نه غواړي چې ګوادر تقویه شي ځکه هند د چین او پاکستان د ګټو خلاف دی او دا پروژې د چین نفوذ زیاتوي او د هند نفوذ کموي.
له بله خوا امریکا نه چا بهار غواړي او نه ګوادر ځکه په دواړو پروژو کې د چین نفوذ زیاتیږي او چین د منځني ختیځ سره وصلیږي. د دې په عوض امریکا، هند، د متحده عربي ایالاتو، بحرین او اسرایلو د ابراهیم په نوم تجارتي قراردادونه امضا کړل چې د خلیج د همکاریو هیوادونه د عربستان سعودي په شمول دغه قرارداد پراختیا لپاره سترګې په لار دي.
دا قرار داد ایران او چین لپاره یو لوی چیلنج جوړوي. د دغه قرارداد نه وروسته ایران او چین د فلسطین شخړې ته لمن ووهله چې دا قرارداد عملي نه شي.
که دا رقابتونه همداسې تحلیلوي نو یو کتاب ترې جوړيږي چې اوکراین، لرې خټیخ او نورو سیمو کې کوم کوم رقابتونه روان دي.
اصلي خبره دا ده چې افغانان د هغه متل په اساس که غم خود را بخورد لاغر نشود، عمل وکړي ځکه أفغانستان په هیڅ صورت کې په دې موقف کې نه دی چې په دغه رقابتونو کې ځانونه ښکیل کړي او که ځانونه ښکیل کوي نو د پخوا په شان به یې یوازې ملاګانې او پښتې ماتیږي او نور هیڅ نه شي کولې.
پایله:
په دې توګه د پورته مختصر تحلیل نه وروسته ویلې شو، چې د سیمې هېوادونه او د سیمې نه بهر نور هیوادونه چې د افغانستان په چارو کې لیوالتیا لري، هغوي په افغانستان کې زیاتې اقتصادي ګټې نه لري؛ بلکې د دوی لیوالتیا د افغانستان نه د امنیتي تهدیداتو او مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق له امله ده.
په همدې خاطر دوی د طالبانو په منځ کې او هم د طالبانو او د طالبانو د مخالفینو په منځ کې هر هېواد خپل پلویان لري او د هر ډول سیاسي او امنیتي حالاتو د تغیر په هکله په متبادلو بدیلونو کار کوي او یا متبادل بدیلونه لري.
یوازې افغانان دي چې متبادل بدیل نه لري او یوازینی بدیل دا دی، چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت رامنځته شي، چې هم د افغانانو ګټې خوندي شي او هم سیمه او نړۍ د أفغانستان نه ویره ونه لري.
د یو قانونمند او مشروع حکومت په درلودلو سره افغانستان د سیمې او نړۍ سره په سوله ییزه توګه ژوند، سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودلې شي.
دا حالت د ګټې - ګټې یا Win-Win Situation د ټولو لپاره دی.
دغه د ګټې - ګټې حالت هم تر هغه وخته رامنځته کیدلې نه شي، چې افغانان پخپله او په خاصه توګه طالبان چې اوس حاکم دي، یو بل ونه مني، د اصولو او قوانینو په اساس سره راټول او د أفغانستان د راتلونکي لپاره سره په یوه همه شموله پروسه او تګلاره توافق وکړي چې په هغه کې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي.
د دغه کار لپاره د دنیا نه مرسته اخستل هم ګټه نه لري او نه هم دنیا دومره وخت هم نه لري چې خپله ټوله انرژي په أفغانستان مصرف کړي.
دا خیالي او ارماني فکر نه دی بلکې د واقعیتونو او د راتلونکو خطرونو په نظر کې نیولو سره افغانان پخپله کولې شي ځکه افغانان پخپله سره جوړ شي نو نه یې نور استعمالولې شي او نه به افغانان د نورو د ګټو لپاره قرباني ورکړي.
د تېر جون میاشتې په ۲۲ په اسلام اباد کې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د «Apex Committee» یا د لوړپوړې کمیټې غونډه دایره شوه، چې پرڅو وزیرانو او ملکي بیوراکراتانو سربیره یو شمیر جنرالانو هم پکې ګډون کړی و.
له غونډې نه وروسته د وزیراعظم د دفتر بیان کې د پاکستان حکومت په هیواد کې د مخ په زیاتبدونکې ترهګرۍ په ضد د عزم استحکام په نوم نوي پوځي عملیات اعلان کړل.
دا خبره څرګنده ده چې دغه عملیات به پښتونخوا کې کیږی، چې د ټيټي پي جنګیالیو په کال ۲۰۲۳ کې دوه نیم ذره شاوخوا حملې کړې وې او یا به هم پوځيعملیات په بلوچستان کې کیږي، ځکه چې هلته له بلوچ ملتپالو جنګیالیو سره د پاکستان د پوځ جنګ روان دی.
پاکستان کې عجیبه خبره دا ده چې هسې خو د اساسی قانون سره سم مرکزي، ایالتي او محلي حکومتونه شته، خو چې کله خبره دغسې اساسي او حساسو تصمیمونو ته راشي، نو بیا فیصلې په پارلمان یا په کابینه کې نه کیږي، بلکې جنرالان فیصله کوي او حکومتونه بغیر د کوم چون یا چرا نهد دغو تصمیمونو په منلو مجبور وي.
دغه تش په نوم لوړپوړې کمیټه په اساسي قانون کې ذکر شوی اورګان یا موسسه نه ده. دا تشه د حکومت د ملکي او نظاميڅانګو کې د هم هنګۍ راوستو یوه عادي کمیټه ده، نو د پوځي عملیاتو فیصله د دغې عادي کمیټې تر پردې لاندې جنرالانو وکړه او کابینه او پارلمان به صرف په دې ګوته لګوي.
د چینایانو ژغورل
د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو په باره کې د بیان له مخې، په پاکستان کې د چینایانو د ژغورنې لپاره د لازمو ترتیباتو نیولو اراده هم څرګنده شوې ده.
داسې ښکاري چې تیره میاشت چې وزیراعظم شهبازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د چین په سفر تللی وو، نو هلته د چینايي دولت او حکومت مشرتابه پاکستان کې د ترهګرو په بریدونو کې د چینايي اتباعو په وژل کیدو خواشیني او تشویش څرګند کړی واو د پاکستان حکومت نه یې د دغو بریدونو د مخنیويلپاره د اغیزمنو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان په مرکزي حکومت او پنجاب، سند او بلوچستانکې واکمن ګوندونه لکه مسلم لیګ، پیپلز پارټي او متحده قومي مومنټ د عزم استحکام عملیات تاییدوي، خو په پښتونخوا کې د سیاسيګوندونو او خلکو مطلق اکثریت د دغو عملیاتو مخالفت کړی دی.
په دې کې په پښتونخوا کې واکمن ګوند پی ټی ای،مخالف ګوندونه لکه جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، پي ټي ایم، این ډي ایم، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټي شاملې دي. البته د پوځي عملیاتو په مخالفت کې د دغو ګوندونو انګیزې د یوه بل نه مختلفې دي.
که څه هم مرکزي حکومت وايي چې د پښتونخوا د صوبايي حکومت وزیر علي امین ګنډاپور، چې د عمران خان د پي ټي ای ګوند غړی دی، هم د لوړپوړې کمیټې په غونډه کې ناست و او د عزم استحکام د عملیاتو د تصمیم مرسته یې کړې وه، خو علي امین ګنډه پور د راولپنډۍ په محبس کې د عمران خان سره لیدلو نه وروسته وویل چې عمران خان هغه ته د دې پوځي عملیاتو د مخالفت لارښودنه کړې ده.
عمران خان او ټي ټي پي
عمران خان هم د عزم استحکام عملیاتو مخالف دی
عمران خان او د هغه ګوند تل له ټي ټي پي سره ښې اړیکې لرلې او د هغوی په ضد یې د پوځي عملیاتو مخالفت همیش کړی دی.
په ۲۰۱۴ کې چې کله ټي ټي پي د پاکستان حکومت سره خبرو لپاره خپل نمایندکان ټاکلي وو، نو په هغو کې یې پر ځینی ملایانو سربیره د عمران خان نوم هم د خپل نماینده په توګه اعلان کړی و.
ځینې سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې طالبان او د عمران خان ګوند دواړه د پوځ پروژې دي، یوه څانګه یې نظامي چارې پرمخ بیايي او بله څانګه یې د سیاسي چارو مسولیت په غاړه لري.
مولانا فضل الرحمان او د هغه ګوند جمیعت العلمای اسلام ځکه د عزم استحکام د عملیاتو مخالفت کوي چې هغه د پاکستان په پوځ د فرورۍ په اتمه ټول ټاکنو کې د درغلۍ تور پورې کوي او وايي چې په پښتونخوا کې د پي ټي ای واکمني د پوځ د درغلۍ په نتیجه کې منځ ته راغلې ده.
فضل الرحمان دغه عملیات عزم عدم استحکام بللي او وايي، چې د پخوانو پوځي عملیاتو غوندې به د دغو عملیاتو په نتیجه کې ترهګري خو له منځه ولاړه نه شي، بلکې په پښتونخوا کې به بې ثباتي لا پسې زیاته شي.
فضل الرحمان د جنرالانو څخه دا ګیله هم لري چې د هغه د ګوند غړي د داعش له خوا شویو بریدونو کې له منځه وړل کیږي، خو حکومت د دوی په ژغورنه کې پاتې راغلی دی.
د پښتونخوا ملتپال تل د پاکستان په دولت تور پورې کوي چې هغه د ابر قدرتونو نه پیسې لاس ته راوړلو لپاره د افغان/پښتون په خاوره او وینه نیابتي جګړې کوي او دا هم چې د خپل د هویت د بحران له ویرې افغانستان کې جنګونو ته لمن وهي ترڅو چې افغانستان مضبوط نه شي.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د پښتونخوا ولس د پاکستان د حکومت له خوا د ترهګرو د پاللو او میشته کولو په ضد خورا ډیرې مظاهرې او لاریونونه کړي وو.
ولس د ترهګرو او د پوځ د عملیاتو دواړوپه ضد شعارونه ورکول. پښتونخوا کې په تیرو دوه نیمو لسیزو کې د پاکستان حکومت طالبان او د نړۍ د نورو سیمو نه راغلي ترهګر پهافغانستان کې جګړې لپاره پښتونخوا کې میشت کړي وو.
کله کله به یې د نړیوالو سترګو ته د خټې اچولو په موخه د ترهګرو په ضد تش په نوم پوځي عملیات و کړل چې په حقیقت کې به دوی عام پښتون ولس قتلاوه، د هغوی کورونه به یې ورانول او هغوی به یې په کډه کولو او بې کوره کیدو مجبورول او بیا به یې په میډیا کې په دغو مظلومو خلکو د ترهګرۍ تور هم پورې کاوه.
د پښتونخوا خلک اندیښمن دي چې پاکستاني جنرالان به یو ځل بیا د ترهګرۍ په ضد په یوه نوې جګړه کې د ډالرو په بدل کې د پخوا غوندې د دوی وینه خرڅه کړي او د دوی کورونه به تالا ترغه کړي.
د پښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه پبو کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو مانورې
پښتون ولس وايي چې د ۲۰۱۴ د ضرب عضب په نوم عملیاتو کې د پښتنو ورانو کورونو کې یو شمیر کورونه لا جوړ شوي نه دي او ځینې بې کوره شوي خلک لا بیرته ستانه شوي همنه دي، خو پاکستانی جنرالان د ابر قدرتونو تر منځه د محلی قراردادیانو په توګه د نیابتي جنګ اور د افغان/پښتون په کور کې بیا تودوي.
دا ټول عملیات د ولس په ضد وشول، د ولس زرګونه مخور او مشران ووژل یا ورک شول، ښوونځي وسیزل شول او ځوانان یا کډوال شول یا یې ټوپک راپورته کړل، د قبایلو شتمنۍ لوټ شوې خو ترهګر نه یوازې ورک نه شول، بلکې ورځ تر بلې پیاوړي شول.
یو مهال په واڼه کې پوځ او د ملانذیر ډلې ورپسېاحمدزي وزیرو قومي لښکر د اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ په ضد عملیات پیل کړل، نو د ټي ټي پي اوسني مشر مفتي نورولي اوزبکیو اورپکو ته پناه ورکړه او ویې ساتل. له هغه مهاله دا ثابته وه، چې دوی نړۍ ته د ترهګرۍ ضد جګړو نمایش ورښيي، خو په عمل کې د ټولې نړۍ ترهګر خوندي ساتي.
په روستیو دوه لسیزو کې یې زړې او نوې سیاسي – پوځي ډلې یا پیاوړې کړې او یا یې نوې راوپنځولې. له القاعدې رانیولې بیا تر TTP، لشکر جنگوی، جندالله، سپاه صحابه، جیش محمد، حرکتالمجاهدین، جمعیت، جماعت، تحریک جعفري،لشکر طیبه، جنبش اسلامی اوزبیکستان، حرکت اسلامي اوزبیکستان او بیا را روسته داعش برانچ خراسان، جماعتالاحرار، بدطالبان، ګوډطالبان، اتحادالمجاهدین، د ختیځ تورکستان اسلامی غورځنګ او په خیبر کې د منګل باغ لشکر اسلام ډلې او نورو پورې یې په همدې یاغیګړ باندې رانازل کړل او د ترهګرۍ نړیوال مارکېټ ته یې بولۍ وړاندې کړه، چې چین و امریکا و روسیه و عرب و بل و بل که د نیابتي جګړو لپاره هرڅه غواړي شته.
د نیابتي جنګونو د ټېکو په اقتصاد معتاد پاکستان چې وږی شو،نو د دغو ځانمرګو ډلو نرخ یې ارزان کړ او د جبهې شا یې هم له قبایلي سیمو څخه افغانستان ته راپراخه کړه. پاکستان دومره سپینسترګی شوی، چې د ډیورندکرغېړني کرښې د دواړو غاړو له قومي مشرانو یې د «امن کمیټه» په نامه ناستې راپیل کړي دي، دا هغه دودیز تاریخي پلاتفورم و، چې تل د افغانستان د حکومتونو په لاس کې و.
په تېرو ورځو کې د القاعده لپاره له برصغیر سره تړاو لرونکی قوماندان خطاب منصورله خپلو جنګیالیو سره د مفتی نورولی سره یو ځای شو، دا د دیره اسماعیل خان اوسیدونکی دی او د بدرمنصور د ډلې قوماندان و. بدر منصور د قبایلي سیمو لپاره د القاعده مسؤل و.
په ۲۰۱۴ کې پر شمالی وزیرستان د عملیاتو له امله د بدر منصور ډله د هغه د ورور عمر منصور تر مشرۍ لاندې لومړۍ پکتیکا ته لاړه ، بیا زرمت ، بیا ننګرهار او وروسته په نورستان او کونړ کې ځای پر ځای شول، د هغوی مشري احمد فاروق کوله، د احمد فاروق ملګري هم د ټی ټی پی سره یو ځای شوي وو.