د ټرمپ د کمپاین دفتر: د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ روغتیايي وضعیت ښه دی

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند ډونالډ ټرمپ د کمپاین دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ټرمپ صحي وضعیت ښه دی او له امنیتي ادارو یې مننه کړې، چې پر خپل وخت یې اقدامات وکړل. پر ډونالډ ټرمپ نن په پېنسلوانیا کې وسله وال برید شوی.