لومړی د هر ملتپال ښوونکي مسوولیت دی، چې د راتلونکي نسل سره منصفانه او د خپلې ایماني وجیبې پر بنست اړیکه جوړه کړي او که نصاب کې داسې څه ګوري چې د پاکستانیزه کېدو هڅه وي، باید زدهکوونکي پوهه کړي چې دا "رانګ نمبر" یا دیکته شوې پالیسي ده.
ښوونکي باید زدهکوونکي وپوهوي چې پاکستان او افغانستان سره واحده تګلاره نهلري، پاکستان نه ښه ګاونډی، نه ښه دوست او نه یو په تمامه مانا مسلمان هېواد دی.
دا باید له لومړي ټولګي زدهکوونکو ته ور زده شي چې پاکستان عملا د افغانستان یوه لویه برخه جغرافیه غصب کړې، د "ډیورنډ په نوم د کرغېړنې معاهدې" چې یو ملت یې سره وېشلی وخت پوره شوی او پاکستان د دې شوې هوکړې د یوه لوري په توګه هم مطرح هم نهدی.
زدهکوونکي باید وپوهول شي چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره نامناسب چلند کړی، له یې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی، په افغانستان کې یې د هر ډول جګړې په پیل او زیاتېدو کې مرسته کړې.
په پاکستان کې د افغان کډوالو بېحرمتي او په نړیوال سټېج د افغانانو په کلتور او عزت ملنډې وهل، هغه بحثونه دي چې زموږ راتلونکي نسل ته باید ور وښودل شي چې دا هېواد"پاکستان" زموږ د ملت پر وړاندې څه ډول سیاست لري.
دویمه خبره د والدینو مسوولیت دی. پوهېږم چې شاید له پاکستان سره د اړیکو د نږدیکیت پر بنسټ د جوړ شوي نصاب پر ضد لکه د یوه ویښ ملت غږ پورته نهشي، مګر لږ تر لږه هر پلار و مور باید هره شپه له خپل زوی و لور وپوښتي چې نن یې څه زده کړل.
په سیاسي مبارزه کې مخالفین همېشه کوښښ کوي، چې یو ملي او خودجوشه حرکت بدنامه کړي. په ملي حرکتونو کې خپل ایجنټان استخداموي او داسې کارونه هلته کوي، چې یو شمېر د احساساتو لرونکي کسان ورسره یو ځای کړي او ټول حرکت نړۍ او خلکو ته بد معرفي کوي.
د ګیله من له مرګ وروسته په لرو او برو افغانانو کې چې کوم ملي احساس را ژوندی او قوي شوی بې سارې دی. ملي بیرغ چې د ازادۍ، حق او خود ارادیت سمبول دی، د افغانانو د دښمنانو په کړیو کې زیاته وېره هم پېدا کړې ده.
مخالف جهتونه، پوځ او اپراتفي ډلې په هر قیمت چې وي، غواړي چې دا حرکت ناکام او بدنامه کړي.
ښه مثال یې په المان کې د پاکستان په کونسلګرۍ د څو کسانو ورننوتل وو، چې ملي بیرغ یې له ځان څخه چاپېر کړې و او د پاکستان بیرغ یې راکوز کړ.
د ټولو هدف همدا دی، چې د پاکستان بیرغ د افغانانو په سیمه کې همېشه راکوز وي؛ خو په هر ځای کې مبارزه خپل اصول لري او په خاصه توګه په هغه هېوادونو کې چې هلته قوانین د مظاهرو او د هغه تطبیق امکان موجود وي؛ لکه په غربي یا نورو هېوادونو کې چې ازادي شته، هلته باید د هغه ملکونو د قوانینو په چوکاټ کې د ملي بیرغ او د PTM حمایت وشي؛ نه دا چې دا بیرغ د نړۍوالو په وړاندې سپک او افغانانو ته یې له ګټې څخه ضرر زیات وي.
خر برفت خربرفت
دلته مې یوه کیسه راپه یاد شوه؛ په پخوا وختونو کې چې هوټلونه او کاروان سرایونه نه وو، اکثره کسانو به چې سفرونه کول؛ نو په کلیو او بانډو کې به په جوماتونو کې تم کېدل.
اکثره د ماښام د لمانځه څخه وروسته د کلي یو مشر به غږ کاوه چې میلمانه دي نو غم یې وکړئ. کله به میلمانه خلکو خپلو حجرو ته د ځانونو سره بیول او یا به د کلي خلکو جومات ته ډوډۍ راوړله او د میلمنو سره به یې یو ځای خوړله.
په هغه جوماتونو کې چې طالبان او چړیان به یې لرل؛ نو هغوي به هم کله وظیفه (ډوډۍ) د کلي څخه راټوله کړه نو د میلمنو برخه به یې هم غوښتله.
په ځینو جوماتو کې چې طالبانو به تدریسي حلقې درلودلې؛ نو هغوی به کله - کله صحبتونه هم کول.
د طالبانو په ژبه، صحبت بنډار ته ویل کیږي. په مشرقي او د نورو قبایلې سیمو کې دا پورته رواجونه پخوا ډیر عام و.
د کلي خلکو به کله د جوماتونو طالبانو ته کوم چرګ، فیل مرغ یا وزګوړی په خیرات او صدقه کې ورکړ؛ نو طالبان به هغه پخولو او د ماسختن د لمانځه څخه وروسته به یې نوش جان کاوه.
دغه خاصه میلمستیا ته دوی صحبت وایه. که میلمستیا به یې لږه نوره هم غوړلوه؛ نو جیجې (وریجې) به یې هم ورسره زیاتولې. کله به چې د طالبانو صحبت ته زړه شوی و او د صحبت امکانات به نه و؛ نو کوم چړي یا طالب ته به یې دنده ورکوله چې د کلي څخه کوم چرګ یا فیل مرغ غلا کړي؛ تر څو دوی پرې خپل بنډار جوړ کړي.
د بنډار څخه وروسته به طالبانو په جومات کې د صحبت د میلمې په نوم اتڼونه او ذکرونه هم کول.
یو ځلې کوم لاروی د طالبانو په کوم جومات برابر شوې و او د سفر لپاره یې خپل خر بیرون تړلې و. طالبانو ته یې ویلي، چې مساپر یم او شپه د تاسې سره تېروم.
په دغه شپه طالبانو د میلمستیا کوم درک او خوراک هم نه درلود؛ نو مشر طالب کوم کشر طالب ته دنده ورکړې وه، چې څه پېدا کړه چې صحبت برابر کړي او دا میلمه به هم ونازول شي.
طالب چې بیرون وتلې هېڅ یې پېدا کړي نه دي؛ نو بېرته مشر طالب ته راغلی او ورته یې ویلي، چې د هېڅ شي درک نه لګیږي او یوازې د میلمه خر بیرون ولاړ دی نو څه وکړو؟
مشر طالب ورته ویلي، چې بس هماغه خر یوسه او چیرته یې سودا کړه او بنډار پرې برابر کړه. طالب هماغسې وکړل او خر یې په چا خرڅ کړ او د صحبت یا بنډار لپاره یې چرګ، غوړي او وریجي برابرې کړې.
کله چې صحبت تیار شوې او د میلمه په شمول ټولو ښه نوش جان کړ؛ نو مشر طالب وویل راځئ چې اټن یا ذکر وکړو.
مشر طالب سروکی دا اچولې و، چې خر برفت خر برفت. ټولو همدا خر برفت او خر برفت سروکی زمزمه کوه او میلمه هم ورسره دا سروکې زمزمه کاوه.
شپه ټولو په مړه خیټه تېره کړله، بنډار یې هم وکړ او په اټن او ذکر یې هم خپله خوا یخه کړله. سهار وختي چې میلمه بېرون راوتلې دی، چې د خپل منزل پر لور روان شي، ګوري چې خر یې نه شته دی.
بیرته راغی او مشر طالب ته یې وویل، چې مشره! زما خر نه شته اوچا وړې دی.
مشر طالب ورته ځواب ورکړ، چې خر چا نه دی وړې؛ خو خر باندې دې بیګاه د بنډاره شپه تېره کړله او ټولو ویل، چې خر برفت او خر برفت او ته هم تایدوې او ویل دې، چې خر برفت خرفت نو دا هماغه خر و چې لاړو. نور څه مه وایه او په خپله مخه ځه خدای دې مل شه.
دا پورته قصه مې د دې پورې راپه یاد شوه، چې زیات کسان بې له دې چې په اصل موضوع خبر وي بس د هر چا د سیل سره الوځي او هماغه د خر برفت خر برفت کیسه ده.
په ټولو هېوادونو کې چې افغانان د هر جابر او ظالم حکومتونو او ډلو پر وړاندې خپل مدني حرکتونه ترسره کوي، د غونډو منتظیمن باید دې مسالې ته زیاته توجه وکړي، چې مخرب او احساساتي کسان پرې نه ږدي چې داسې حرکتونه او اعمال تر سره کړي چې ضرر عام خلکو ته ورسیږي.
اخري خبره دا مهمه ده چې د ظلم څخه خلاصون یوازې د مټو او عضلاتو په زور امکان نه لري ځکه د افغانانو مټې همېشه تړل شوي دي او د مټو د تړلو او مبارزې د کامیابېدو لاره په فکر او عقل کیږي نه په احساساتو چې د هر چا سره خر برفت خر برفت د کیسې په شان سروکي زمزمه کړي.
هسې خو په ټوله پښتونخوا کې د طالبانو له خوا په پوځي چوڼیو، د پولیس په مراکزو او نورو ځایونو بریدونه کیږي،خو د پښتونخوا د جنوب په لسو ضلعو د کورمې او کوهاټ نه تر جنوبي وزیرستان او ډیره اسماعیل خان کې ګرم او پراخ جنګ روان دی.
د کوهاټ نه د کراچۍ په لور تلونکې په انډس شاهراه باندې د ماښام نه پس پولیس خپلې څوکۍ پریږدي او په ښاریو کې خپلو قرارګاوو ته ننوځي، خو دا کار په یو څو میاشتو کې نه دی شوی.
دا سلسله د تیرو پنځو کلونو نه روانه وه، پښتنو سیاستوالو په وار وار دغه خطره په ګوته کړه، د پښتنو ملتپالو نه علاوه د مولوي فضل الرحمان غوندې مذهبي مشرانو هم دغه تهدید ته ډیر ځله ګوته ونیوله، خو پاکستاني پوځ دا خبره ردوله او دا یې د سیاستوالو وهم باله. مرکزي او ایالتي حکومتونه هم د پوځ د دریځ شا ته پټیدل.
د پاکستاني جنرالانو د دغه چل ول په وجه په پښتون ولس کې دا فکر زیږیدلی دی، چې طالب جنګیالو ته د ډیورنډ دواړه غاړې سپارل په اصطلاح د بین المللي لویې لوبې برخه ده، چې یو ځل بیا تاوده نیابتي جنګونه د افغان/پښتون وطن ته را وړي.
پاکستاني جنرالان او افغانستان کې د طالبانو امارت په دې لوبه کې محلي قراردادیان دي. دوی یو ځل بیا د ځايي ولسونو نه د جنګ خاشاک جوړول غواړي، نو ځکه تر اوسه د پاکستانيپ وځ جنرالانو د خلکو په تشویش او غوښتنو غوږ نه دی ګرولی او ترهګري یې زیاتیدلو ته پریښوده، چې د پوځي عملیاتو شروع کولو ته جواز بیا مومي،ځکه چې دوی ته دغه اجنډا سپارل شوې ده.
د بنو تاریخي پاڅون نه وړومبی او نه اخري پاڅون دی، که د تیرو څو کلونو مطبوعات وکتل شي نو دا حقیقت جوتیږي چې د ترهګرۍ د خوریدو او د پاکستاني جنرالانو د فریب ډکو لوبو په ضد د پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې د امن لپاره پاڅونونه روان پاتې شوي دي.
همدا دوه ورځې مخکې پاکستاني طالبانو په بنو کې پر یوه پوځي چوڼۍ برید وکړ، په دې برید کې څه مرګ ژوبله پېښه شوه، خو پاکستاني پوځیانو له پېښې لرې د بنو په کوڅو کې پر عامو خلکو د ټوپکو خولې راواړولې او ګڼ بنوڅیان یې "شهیدان" کړل.
ولس د دغه جنایت په وړاندې راټول شو، د بنو ښار د لسګونو زره خلکو د احتجاج شاهد و او پاکستاني پوځ چې همدې شېبې ته خپله سناریو برابره کړې وه، په عامو بېوسلو خلکو یې ډزې و چاودنې وکړې او درنه مرګ ژوبله یې واړوله.
تر ډیورند کرغېړنې کرښې کوزې غاړې ته د ټولو مصنوعي جګړو منطق و برخلیک همدا دی. بنو یې یوه بېلګه وګڼئ.
د پاکستاني طالبانو نوم او ان د هغوی مخفف (TTP) د لومړي ځل لپاره هغه مهال په رسنیو کې یاد شو، کله چې تر ۲۰۰۱ سپتامبر نهمې پېښې روسته امریکا و ناټو په افغانستان یرغل وکړ او په شمال کې ګڼ شمېر طالبان د شمال د جهادي وسلوالو او جنرال دوستم له خوا اسیران شوي وو. پاکستان د یوې لویې جګړې په همدې پیلامه کې له خپل ټول دیپلوماتیک زور و اغېزه کار واخیست چې په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني طالبان د زمکې یا ان د هوا له لارې ژوندي وباسي. ښايي هغه مهال به له امریکا و ناتو سره د پاکستان د کېدونې همکارۍ یو شرط همدا و، چې ومنل شو او د ګډوډیو په منځ کې یې زرګونه پاکستاني طالبان په الوتکو کې وویستل. هغه مهال شننې دا وې، چې پاکستاني طالبان هم د القاعده ډلې یوه برخه وه او په افغانستان کې د شمال د جګړهمارو په وړاندې جنګېدل.
د دې ډلې په لومړنیو مشرانو کې نېکمحمد و، چې د طالبانو په لومړي سقوط کې یې بهرني جنګیالی له شاهيکوټ نه د جنوبي وزیرستان اعظم ورسک سیمې ته واړول.دی هغه مهال مشهور شو چې طاهریولداش د جنوبي وزیرستان په کلوشه نومې سیمه کې د یوې سختې جګړې په ترڅ کې د پوځ له محاصرې ژوندی ووت او روسته نیک محمد له پوځ سره د سولې تړون امضاء کړ. دغه نېک محمد د ۲۰۰۴ کال په جون کې ووژل شو او بیا عبدالله مسید، چې له ګوانتانامو راګرځېدلی و، د دې ډلې مشري کوله.روسته په ۲۰۰۷ کې د بیت الله مسید تر مشرۍ لاندې د پاکستاني طالبانو تحریک رسماً اعلان شو، چې د ده تر وژل کېدو روسته یې مشري حکیمالله مسید کوله.پاکستاني پوځ د خپلو طالبانو ډله په دوو برخو وویشله، یوې ته یې ښه طالبان (Good Taliban) او بلې ته یې بد طالبان (Bad Taliban) ویل، خلکو ته د دوی ترمنځ توپير سخت، بلکې ناشونی و، خو قاعده داسې کېښودل شوه، چې بدو طالبانو ظاهراً د پاکستان په ضد او ښو هغو یې د پاکستان په ګټه و فرمان خلک وژل.
تر ټولو روڼ حقیقت دا دی، چې ټول طالبان د پاکستان په غوښتنه جوړ او مدیریت کیږي او ان همدا اوس چې ظاهراً ټي ټي پي په پاکستان کې جګړې جوړوي هم د ګڼو څارونکو او کارپوهانو له نظره د کنټرول او مدیریت واګي یې د پاکستاني استخباراتو او پوځ په لاس کې دي.
پاکستان د طالبانو له تولید او مصرف څخه لاندې اهداف په مخ وړي:
۱ـپوځ د خپلې بقا او د خپل سیاسي – اقتصادي واک و ځواک د توجیه کولو لپاره د هغوی په مرسته شخړې پېښوي. له دوی سره د جګړو ، عملیاتو او شخړو ډنډوره کول د پاکستان په سیاست کې کورنی مصرف لري او په دې توګه پوځ په ټولو سیاستونو او اقتصادي سرچینو واک ساتي.
۲ـ د پاکستاني طالبانو له خوا یې یوه لویه جغرافیا ناامنه کړې ده او په دغه جغرافیا کې ټولې هغه نړیوالې نیابتي اورپکې، بنسټپالې او ترهګرې ډلې ساتي او روزي، چې پاکستان یې د نړیوالو لویو قدرتونو په سیالیو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو امنیت ته د ګواښ پېښولو په خونړي تجارت کې کاروي او پاکستان یې د ساتنې، روزنې، تجهیز او استولو فیس اخلي. د پاکستان پوځي اقتصاد د نیابتي جګړو په مدیریت چلیږي.
۳ـخپل سیمه ییز سیالان هیدوستان او افغانستان پرې ګواښي او ان د اړتیا په صورت کې له ایران و چین څخه هم امتیازات غواړي.
۴ـ په کور دننه هر هغه سیاسي لوری، چې د پوځ پر خلاف اعتراض وکړي، پرې وژني یې او مسئولیت یې هم په بدو طالبانو وراړوي.
۵ـ په پښتنو او بلوڅو کې د خپلواکۍغوښتنې خوځښتونه پرې ځپي او د شیعه پاکستانیو اعتراضونه پرې کنټرولوي.
۶ـ د پښتنو ملي روحیه پرې له منځه وړي، ځکه دوی د پښتنو سیمه په طالبي (امارتي) اسلامایزیشن داسې لړلې ده، چې ملي او ملتپال حس سر پورته کولو ته نه پرېږدي.
۷- په هر هغه ځای کې چې پاکستاني پوځ د اقتصادي سرچینو د لوټلو پرېکړه وکړي هلته د دوی په مرسته اړدوړ پېښوي او بیا هغه ځای په پوځي زور نیسي او په دې توګه له فدرالو قوانیونو سرغړوي، د پښتونخوا او بلوچستان ټولې سرچینې یې د بدامني تر استثنا لاندې تالا کړې.
پاکستان جوړ شوی د همدې هدف لپاره دی.انګریزانو په ۱۹۴۷ کال کې په دیني منطق یو پوځي هېواد جوړ کړ او بیا یې د نړۍ تر ټولو ډېرې ایډیولوژیکې – افراطي ډلې په کې وکرلې، مدرسې یې ورته جوړې کړې، د شوروي په ضد یې وکارولې. بیا یې دا ډلې سره دوښمنې کړې، استخباراتي یې وروزلې، وسلې یې ورکړلې او پرېکړه یې دا وه، چې د نړۍ هرځای په تېره بیا یې په اسلامي هېوادونو کې د شخړو جوړولو لپاره یې وکاروي.ښکېلاک تر ډېرو کلونو په مستقیمه توګه دا هېواد اداره کاوه، تر کلونو کلونو يې د پوځ او استخباراتو اجرایوي مشران انګریزان وو.
په پاکستان کې اوله درجه هېوادوال (ښاروندان) پنجابیان او دویمه درجه سندیان دي. پښتانه او بلوڅان د دوی لپاره مزاحم نفوس دی. دغه هېواد چې تر خپل اقتصادي – جغرافیايي زغم زیات نفوس لري، یوازې د پښتنو او بلوڅانو زمکې ته اړتیا لري، نه خلکوته یې.همدا اوس ټولې وژنې، چاودنې، خونړۍ پېښې او دوښمنۍ په پښتني سیمو او بلوچستان کې روانې دي، پنجاب و سېند خوندي دي. د پښتنو وژل کېدل، د پښتنو بنسټونه ړنګېدل او بېوزلي ولې باید د پاکستان لپاره اندېښنه وي؟
پاکستان د پښتنو او بلوڅانو له ملتپالې روحیې څخه تر هرڅه زیات ډاریږي. د دوی په نظر په دغې روحیه کې هیند او افغانستان معنوي پانګونه کولای شي. پښتانه که په افراطي ایډیولوژۍ ولړل شي، له ملتپالنې واټن اخلي. د پاکستان لپاره تر ټولو ښه پښتانه یا وژل شوي پښتانه دي او یا هم د دوی د استخباراتي مدرسو په جال کې راګیر افراطي پښتانه.
د پوځي واکمنیو دا عادت وي، چې د لویو ګټو او واک و ځواک د انحصار لپاره واړه تاوانونه مني او د خلکو مرګ و ژوند ورته چندان مهم نه وي. بهرني استخبارات او لوی قدرتونه هم د دوی په همدې بېرحمۍ کې پانګونه کوي. دا تصادفي نه ده، چې په دې ورځو کې د پاکستان ړنګېدونکي اقتصاد پوځي ټيکاو موندلی او امریکایانو د پوځي مانورو سره ورته نوي مالي سیرمونه لګولي دي. که د ټول پوځي پاکستان اقتصادي ربړه د څو زره پښتنو او بلوڅو په قتل عام رغېدلای شي، نو ولې یې ونه وژني؟
هغوی چې فکر کوي، د پاکستاني طالبانو مدیریت شوی اخ و ډب و کش و کړپ به دغه هېواد بېثباته کړي یا به یې راوپرځوي، د هرې پېښې تسلسل ته دې وګوري او دې ته دې ځير شي، چې دا هرڅه ولې کیږي؟
پاکستاني طالبانو دا جګړه د اسلام په نامه پیل کړې، حال دا چې د دې سیمو خلک له څوارلس سوه کالو را په دېخوا مسلمانان دي. هیڅوک نه پوهیږي، چې دوی به د دې خلکو په اسلامو ایمان کې څه زیاتوالی راولي؟
دا جګړه که ملي او خپلواکۍغوښتونکې وای، ښايي خلک پرې غوليدلي وای، اوس خو ټول پوهیږي، چې ټوله کیسه د افغانستان لاندې کولو ته جوړه ده.
لیکوال:بری افغان
افغانستان یو له هغو هيوادونو دی چې په دې وروستیو کلونو کې له بېلابېلو طبیعي پېښو سره مخ دی، چې له هغې ډلې زلزلې، توپانونه، درنې واورې، ږلۍ، باران او سېلابونه، ځمکې او غر ښوېیدنې او اوږده وچکالي ده چې افغانان یې سخت ځپلي او لا هم د دغو پېښو له ناوړه پایلو کړیږي.
په دې وروستیو کې په ټولې نړۍ کې اقلیمي بدلونونو د نړۍ بېلابېلې برخې ځپلې او ان په ځینو برخو کې یې جغرافیوي بدلونونه راوستي چې ځینې وچې ځمکې اوبو لاندې کړې او د خلکو له ژوند کولو وتلې دي خو بیا ځينې له اوبو لاندې سیمې وچې او له اوبو راوتلې او د نړۍ ځینو برخو کې د هوا حالات هم د تودوخې خواته روان دي.
افغانستان په نړۍ کې هغه هیواد دی چې تر ټولو زیاتې زلزلې په کې کیږي. دا هېواد د یوریشیا تکتونیکي پلیټ په څنډه کې پروت دی. په دې سیمه کېد زلزلې په څېر ډیری طبیعي پېښې د یوریشیا سره د هند د تیکتونکی پلیټ څپې د ورو ټکر له امله رامنځته کیږي. چې د شمال په لور د هندي پلیټ حرکت په کال کې څلویښت ملي متره (یو نیم اینچ) دی، چې د افغانستان په ختیځ او د پاکستان په ځینو برخو کې حرکت کوي.
ملګري ملتونه وايي، په داسې حال کې چې دوی او نورې مرستندویه ادارې له افغانانو سره مرسته کوي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه وکړي خو دغه مرستې بسنه نه کوي.
له افغانستان سره بشري مرستې مخ په کمېدو دي او اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره مرستې هم ځنډول شوې او د افغانانو غږ د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې نه پورته کیږي او نه یې نور هیوادونه او نړېوال سازمانونه ډېر جدي نیسي.
د طالبانو د تېرې دورې تر پرځېدو وروسته د جمهوري حکومت په رامنځته کېدو او نړېوالو پراختیايي ادارو له شتوالي سره له ۲۰۰۱څخه تر اوسه پورې ښاري پراختیا او ودانیزې چارې په نامنظم او نامعیاري توګه شوې، د دې تر څنګ په کلیو او بانډو کې هم د استوګنې سیمې د غرونو په لمنو، سیندونو او رودونو په غاړه او مخه کې جوړې شوې چې د کمو سېلابونو او باران پر مهال یې اوبه په سر اخلي او پراخې ویجاړۍ رامنځته کیږي، تېرو او اوسني حکومت د ښارونو د کانالیزاسیون سیسټم ته هیڅ پام نه دی کړی او له هر ورښت وروسته په ښارونو کې اوبه ډنډ کیږي، مارکیټونو او کورونو ته دننه کیږي.
یوه بله موضوع چې د ورښتونو پر مهال تل افغانان ترې ډېر زیان ويني دا ده چې د تېرو حکومتونو پر مهال زورواکو په ځینو ولایتونو کې ځمکې په زور لاندې کړې او په خلکو یې په ارزانه وپلورلې چې د ودانیزو چارو پر مهال یې چاپیریالي خطرونه او د استوګنې معیارونه له پامه وغورځېدل، او ډیری مهال د سېلابونو له اغېز لاندې راځي.
پوښتنه داده چې، افغانستان کې حکومتونه څومره توانیدلي چې له دا ډول پېښو سره مبارزه وکړي
د تېر جمهوري حکومت پر مهال
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې چې شاوخوا شل کاله کیږي، په افغانستان کې شته حکومتونو په دې برخه کې پام وړ هڅې او کار نه دی کړی او د طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې یې چمتووالي او د مخنیوي تدابیر نه دي نیولي، افغانستان په تېره دومره موده کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې یوازې یو وزارت لري چې چارې او هڅې یې د پېښو پر مهال د نشت برابرې دي، او یوازې په نړېوالو مرستو، د خلکو چندو او خیریه بنسټونو هلو ځلو او مرستو ته په تمه وي.
د بیلګې په ډول، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د بدخشان په ارګو ولسوالۍکې د ځمکې ښویېدو په پېښه کې تر ۲۵۰۰ډېر کسان مړه شول، چې شاوخوا ۲۰۰ کورونه تر غره لاندې شوي وو. د هغه مهال چارواکو هم یوازې د خواشینۍ پیغامونه ورکول او د څو تصویرونو د اخیستلو لپاره به سیمې ته تلل، نور په دې برخه کې بنسټیزو حل لارو ته کار نه کېده او یوازې ورځنۍ چارې روانې وې.
د طالبانو اوسنی حکومت
د طالبانو حکومت هم د تېرو حکومتونو په څېر د طبیعي پېښو پر مهال یوازې د خواشینۍ پیغامونه ورکوي او له نړېوالو مرستې غواړي، ویل کیږي طالبانو ان د نړېوالو مرستو د خپلولو لپاره خپل خیریه بسټونه جوړ کړي او هغه مرستې چې د طبیعي پېښو له رامنځته کېدو او یا بشري برخو کې د نړېوالو سازمانونو او یا هیوادونو له لوري کیږي د طالبانو تر لاس لاندې تېریږي او د پېښو قربانیانو ته په بشپړ ډول نه رسیږي.
د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې د هرات په څو ولسوالیو کې پرله پسې زلزلو نږدې دوه زره کسان مړه او درې زرو پورې کسان ټپیان کړل، چې زرګونه نور یې بې کوره او د شمېرو له مخې له شپږ زرو ډیر کورنه ویجاړ او زیامن شوي وو.
د دې تر څنګ په بغلان، غور، فاریاب، بدخشان، تخار، ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې د سیلابونو له امله نږدې زر کسان مړه او زرګونه نور تپیان او بې کوره شول، چې په دې لړ کې شاوخوا درې زره کورونه ویجاړ او زیامن شوي او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه.
خو د طالبانو حکومت په کور دننه د طبعيي پېښو سره د مبارزې په برخه کې هغسې چې په کار ده امکانات او ژغورنکې ډلې نه لري او د دې تر څنګ له نږدې درېیو کالو راهیسې یې حکومت کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی نو ځکه هم ورسره نور هیوادونه په بیړنیو حالاتو کې مرسته نه کوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې نه دی توانیدلی چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یوه پالیسي او عملیاتي چاپیریال رامنځ کړي چې نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.
څه کول په کار دي؟
په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ویجاړونکو زلزلو دوام د زلزلوي ګواښونو پر وړاندې د زیانونو د کمولو لپاره د ستراتیژیکو طرحو پلي کولو ته بیړنۍ اړتیا ده. لوی ښارونه او ښاري مرکزونه په چټکۍ سره پراخیږي، او خټین زاړه دودیز ځایونه په لوړ پوړو کورونو او اپارتمانونو بدلیږي. د بېلګې په توګه، کابل نسبتاً په یوه تنګه حوزه کې چې له شمال څخه سوېل ته غځېدلې، پروت دی او شاوخوا یې فعالو ماتو (درزونو) تړلی دی. دا یو تاریخي ښار دی چې په ۱۵۰۵ او ۱۸۹۱ کلونو کې د لویو زلزلو شاهد و، خو د وګړو شمېر یې په تېرو لسیزو کې له پنځو لکو (۵۰۰۰۰۰) تنو څخه تر پنځو میلیونو ډېر شوی. د تاریخي اسنادو له مخې پخوا هم د هرات، مزارشریف او کندهار ښارونو په ګډون د افغانستان په نورو سیمو کې همزلزلو لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې او د ورته خطرونو د راکمولو په برخه کې د طالبانو حکومت تر دې دمه پاتې راغلی، د ښاري پراختیا په برخه کې طالبان هم د تېرو نورو حکومتونو په څېر بنسټیزو بدلونونو ته پام نه کوي او زیانونه یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي چې د کارپوهانو د معلوماتو له مخې اوس یې هم باید مخه ونیول شي چې شته خطرونه خپلې لوړې کچې ته ونه رسیږي.