• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شیعه فعالانو، جرمني کې د خبرو پرمهال وویل، چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت «روا او اړین» دی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۱

یو شمېر شیعه شخصیتونو په جرمني کې په یوه غونډه کې وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه شیعه مذهبي په قصدي توګه له خپلو انساني او اسلامي حقونو بې برخې شوي دي.

دوی د طالبانو حکومت نامشروع او د «ظلم» یوه بېلګه وبلله او ویې ویل، چې د دغې ډلې پر وړاندې مقاومت «روا او اړین» دی.

دغو شیعه فعالانو د شنبې په ورځ (د زمري شپږمه) په فرانکفورټ کې د «افغانستان شیعه نخبه ګانو راټولېدنې» په نامه، یوه کنفرانس کې وویل، چې د شیعه ټولنې پر وړاندې بندیزونه د وخت په تېرېدو سره زیات شوي دي.

شیعه فعلانو په غبرګولي میاشت کې د فرانکفورټ په لومړنۍ ناسته کې هم د طالبانو پر وړاندې د «پرېکنده مقاومت» پر اړتیا ټینګار کړی و.

د فرانکفورټ د دویمې غونډې ګډونوالو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښځو پر وړاندې بندیزونه «جنستي توپیر» بللی او د افغان ښځو د بشري حقونو د رسمیت پیژندلو غوښتنه یې کړې ده.

د شیعه ګانو مشرانو له طالبانو سره د شیعه استازو په نوم د یوې ډلې پر جوړجاړي نیوکه کړې او ویلي یې دي، د یو منطقي میکانیزم په نه شتون کې، هیڅ خپلسری کس نه شي کولی د شیعه مذهبو استازیتوب وکړي او د دوی د حقونو په اړه له طالبانو یا بل چا سره خبرې اترې وکړي.

دوی د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره د یوې بشپړې نقشې په جوړولو ټینګار وکړ او د ټولو وړتیاوو د همغږۍ غوښتنه یې وکړه.

په اروپا کې مېشتو شیعه شخصیتونو له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې له طالبانو سره اړیکې کمې کړي او د دغې ډلې له رسمیت پېژندلو ډډه وکړي.

شیعه شخصیتونو ویلي، چې له طالبانو سره یو اړخیز جوړجاړي بشري ناورین لا پسې زیات کړی او په افغانستان او سیمه کې یې ترهګرۍ ته وده ورکړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په نیویارک کې پولیسو د یوه مسلمان د کور له دروازې د طالبانو بیرغ راښکته کړ

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۱۶ GMT+۱

په نیویارک کې پولیسو د یوې مسلمانې کورنۍ له بهرنۍ دروازې د طالبانو بیرغ راښکته کړ. نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې پولیسو د طالبانو بیرغ پورته کولو له امله دغه کورنۍ ورغوښتې ده.

ویل کیږي چې د کور خاوند نه پوهېده چې دا بیرغ د طالبانو دی.

د امریکا د بروکلین د ښاري شورا غړې اینا ورنیکوف د یوې ویډیو په خپرولو سره د دغه مسلمان کور بهر د طالبانو د بیرغ په لګولو سخته نیوکه وکړه.

هغې وويل: «موږ په خپل منځ کې د ترهګرۍ ملاتړي لرو.»

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو د بیرغ ترڅنګ د فلسطین بیرغ هم ځوړند شوی دی.

د ښاري شورا دغه غړې د فلسطین د بیرغ یادونه نه ده کړي.

د دې ويډيو له خپرېدو وروسته سيمه ييزو پوليسو ياده کورنۍ ورغوښتې او د هغوی د کور له دروازې يې د طالبانو بيرغ لرې کړی.

نیویارک پوسټ د کورنۍ د هویت له ښودلو پرته خبر ورکړی، چې د کور خاوند نه پوهیده، چې بیرغ د طالبانو دی.

د کور خاوند ادعا وکړه چې له کومې ډلې سره همکاري نه لري، خو د بروکلین د ښاري شورا د غړي له خوا د ویډیو له خپرېدو وروسته له جدي ګواښونو او ان په مرګ ګواښلو سره مخامخ شوې ده.

ورنیکوف وویل چې د طالبانو د بیرغ پورته کول «د هر هغه امریکایي سرتیري په مخ یو کلکه څپیړه ده چې تر دې بیرغ لاندې وژل شوي.»

هغه د طالبانو د بيرغ د لرې کولو په اړه د دغې مسلمانې کورنۍ د پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل: «خلک بايد د ترهګرۍ ملاتړ ونه کړي.»

یو شمېر ایرانیانو په تهران کې د افغان کډوالو پر ضد لاریون وکړ

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۲۱:۲۴ GMT+۱

یو شمېر ایرانیانو په تهران کې د جمعې په ورځ ( د زمري ۶مه) په دغه هېواد کې د میشتو افغانانو پر وړاندې لاریون وکړ او «مرګ پر افغان» شعارونه یې ورکول. دغه لاریون د تهران په ۱۵مه سیمه کې ترسره شوی.

وروستیو ورځو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې اعتراضونه او ناوړه چلند زیات شوی دی.
هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې، یو شمېر لاریون وال ښيي چې پر سړک لاریون کوي او ویل کیږي دا هغه سړک دی چې یو ایرانی پکې وژل شوی دی. ډېری لاریون وال ښځې دي چې تر څنګ یې پولیس هم لیدل کیږي.
لاریون کوونکو د «مرګ پر افغان» او «افغان جنایت کوي، دولت یې ملاتړ» شعارونه ورکول. دا ویډیو لنډه ده او د لاریون کوونکو له خوا مطرح شوې غوښتنې روښانه نه دي.
په دې وروستیو کې، د تهران په ۱۵مه سیمه کې د یو ایراني د وژل کیدو د خبر له خپریدو وروسته، په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تهران په ختیځ کې د سیمې اوسیدونکي له دوی سره ډېر ناوړه چلند کوي.
تېره اوونۍ راپور ورکړل شو، چې یو ایرانی له دریو افغان کډوالو سره په شخړه کې وژل شوی دی.
افغانستان انټرنشنل ته یو بل کډوال د تهران د ۱۵مې سیمې څخه د یوې خبرتیا انځور استولی، چې پکې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې سمدستي دې دا سیمه تخلیه کړي.
په دغې خبرتیا کې چې کس یا بنسټ یې څرګند نه دی، افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی « که له ۱۵مې سیمې ونه وځئ له ایران څخه به په زوره واېستل شئ.»
‎تسنیم خبري اژانس تېره اوونۍ لیکلي وو، چې د روغتون په بیړنۍ خونه کې د یو ایراني له وژل کېدو وروسته د پلازمېنې پولیسو درې افغان وروڼه د دغه ایرانې د وژل کیدو په تور نیولي دي.
دغه خبری ژانس د یوې مېرمنې له قوله چې درې تنه کډوال کارګران یې اپارتمان ته تللي وو، لیکلي: «زما میړه تهران ته د کار لپاره تللی و او زه په کور کې یوازې وم. دا درې وروڼه چې زموږ ګاونډیان دي، د ودانۍ د لګښت د اخېستو لپاره راغلي وو او په سر کې د ساختماني مسایلو له امله زموږ ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه.»
دغې مېرمنې چې دغه درې افغان کډوال کارګر په فحشا تورن کړي وايي، د دغو کارګرانو له تګ وروسته یې خپل میړه سره اړیکه ونیوله او ساعت وروسته یې لیور ( د میړه ورور) دغو دریو کارګرانو پسې ورغی او ترمنځ یې شخړه وشوه.
په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د شتون په اړه نیوکې ډېرې شوې دي.
له دغو نیوکو سره سم، ایراني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

100%

د پاریس المپیک ته د افغان مېرمنو پیغام: موږ د ورزش کولو اجازه نه لرو

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د ښځینه ورزشکارانو یوې ډلې د پاریس د المپیک سیالیو ګډونوالو ته په یو پیغام کې ویلي، چې هېر نه کړي چې افغان مېرمنې په سیسټماټیک ډول د سپورټ څخه بې برخې شوي دي.

هغوی وايي، چې له زده کړو، ټولنې او سپورټ څخه د ښځو د بې برخې کېدو په وړاندې د نړۍ چوپتیا بښوونکې نه ده.

دغو ښځینه ورزشکارانو همداراز ټینګار وکړ، چې طالبانو د افغان مېرمنو استعداد اوبالقوه ځواک چې د نړۍوالې ټولنې په ویاړونو کې اضافه کیدلې شول، ډالر لري.

د افغان مېرمنو دغه ډله له ښځو سره د طالبانو چلند «له توهینه ډک» بولي او وايي، چې پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونو «د نړۍوالې ټولنې اخلاقي کمزورتیا ښیي.»

همدا راز، ښځینه ورزشکارانو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې شپږ افغان ورزشکاران (درې ښځې او درې نارینه) د ۲۰۲۴کال د پاریس په المپیک کې د افغانستان د ورزشکارانو د استازو په توګه حضور لري. په ورته وخت کې د المپیک د نړۍوالې کمېټې د کډوالو په ټیم کې پنځه افغان ورزشکاران ګډون لري چې ټولټال یوولس افغان ورزشکاران به د سږ کال المپیک سیالیو کې برخه واخلي.

طالبانو له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی. طالبانو د ۲۰۲۴کال د المپیک لوبو په درشل کې وویل، چې د دغو لوبو کې ګډون کوونکې افغان ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پیژني.

د طالبانو امربالمعروف وزارت: په میدان وردګو کې شیعه ګانو لپاره "اصلاحي غونډه" جوړه شوې

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، چې د دې ډلې محتسبانو د میدان وردګو په جلګې ولسوالۍ کې د شیعه ګانو لپاره «اصلاحي غونډه» جوړه کړې. طالبانو ويلي، چې محستبانو په دې ناسته کې غوښتنه کړې، چې ښځې دي حجاب مراعت او د امربالمعروف غوښتنو او لارښوونو ته دي غوږ ونيسي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې علماوو، قومي مشرانو او ځوانان ګډون کړی و.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې د ښځو حجاب يو «الهي امر» دی او د هغې په رعايتولو سره «د نیکۍ مخه خلاصیږي او د بدو کارونو مخه نيول کيږي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو محتسبانو له شیعه علماوو غوښتي، چې د جوماتونو د منبرونو له لارې دي خپل د مذهب پیروان د امربالمعروف ادارې د سپارښتنونو عملي کولو ته را وبولي.

طالبانو ویلي، چې د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې «وړاندیزونه به په بشپړه توګه عملي کوي.»

طالبانو په افغانستان کې د خپلو حکومتونو په جريان کې د شیعه مذهب پر پیروانو بندیزونه لګولي دي.

په دې وروستیو کې د محرم په ورځو کې طالبانو د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د عاشورا د ماتم مراسم محدود کړل او د طالبانو ځواکونو له ماتم کوونکو سره ناوړه چلند وکړ.

دې ډلې تېر کال هم د شیعه عالمانو هغه غوښتنه رد کړه، چې د پوهنتون په نصاب کې دې جعفري فقه شامله شي.

افغان کرېکټ بورډ د نيوزيلنډ سره د يوازنۍ ټېسټ لوبې وخت او ځای اعلان کړ

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې په سپټمبر مياشت کې به افغان لوبډله د نيوزيلنډ سره د یوازنۍ ټېسټ لوبې کوربه وي. بورډ زياتوي، چې په لومړۍ ځل دواړې لوبډلې په ټېسټ لوبه کې سره مخامخ کيږي او په هند کې به د افغانستان پر کوربه لوبغالي لوبه تر سره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې دغه يوازنۍ ټېسټ لوبه به د سپټمبر مياشتي په ۹ نېټه پيل تر ۱۳مې به دوام وکړي.

دغه لوبه د افغان لوبډلې په کوربتوب د هندوستان ګريټر نويډا لوبغالي کې تر سره کيږي.

د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالی د افغانستان او هندوستان کرکټ بورډ د مشرتابه ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالي په توګه ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ زياتوي، چې د نيوزيلنډ لوبډله به د سپټمبر مياشتي په ۵مه نېټه هند ته ورسيږي او د لوبې لپاره به تمرينات تر سره کړي.

بورډ وايي، چې افغان لوبډله به د اګسټ مياشتي په وروستيو کې هندوستان ګريټر نويډا ته ولاړه شي او د لوبې د ښه تیاري لپاره به تمريناتي کمپ پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د دې لوبو اړوند وايي: «ډېر خوشحاله یو، چې د لومړني ځل لپاره له نیوزیلنډ سره ټېسټ لوبه کوو، دا د هغو هلو ځلو او خبرو پایله ده، چې موږ د کريکټ نړیوالې شورا په ناستو کې د نورو کرکټ بورډونو له مشرانو سره مطرح کړې وې.»

د یادونې وړ ده چې افغانستان ملي لوبډلې تر دې مهاله ۹ ټېسټ لوبې ترسره کړې چې درې یې ګټلي او په شپږو نورو لوبو کې يې ماتې خوړلي دي.