• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شپږیزه لیګ؛ د ۱۳مې لوبې پچه مس عینک وګټله او د امو نهنګانو په وړاندې توپ اچونه کوي

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د نهم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ لیګ ۱۳مې لوبې پچه د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک لوبډلې وګټله او د امو نهنګانو لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د شپږیزې لیګ په روانو سیالیو کې ماتې نه منونکې لوبډله د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک لوبډله ده.

یادې لوبډلې تر دې مهاله هیڅ سیالۍ نه ده بایللې او د اتو نمرو په لرلو سره د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.

نن دوشنبه د (زمري ۲۹مه) د ۱۳مې لوبې پچه ابراهیم ځدراڼ وګټله او غواړي لومړۍ توپ اچونه وکړي.

په نننۍ سیالۍ کې مس عینک لوبډلې سره د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، افسر ځاځی، نوید عبید، ناصر جمال، وفي الله ترخیل، محمد نبي، رحمان الله خډراڼ، عبدالرحمن رحماني، ضیاالرحمن اکبر، خلیل ګربز او یما عرب اخیستل شوي دي.

همدارنګه د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ د امو نهنګانو په لوبډله کې د نننۍ لوبې لپاره محمد اسحاق، عبدالمالک، مسعود ګربز، زبید اکبري، شاهدالله کمال، شراف الدین اشرف، اعجاز احمد ازاد، محمد ریاض، قیس احمد او فضل الحق فاروقي اخیستل شوي دي.

په روان لیګ کې مس عینک لوبډلې څلور سیالۍ تر سره کړې او څلور واړه یې ګټلې دي.

او همدارنګه امو نهنګانو لوبډلې بیا پنځه سیالۍ کړې دي چې دوه یې ګټلې او درې یې بایللې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سمیع سادات: خپل هېواد بېرته نیسو او «ترهګر په لغتو له هیواده باسو»

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۳۴ GMT+۱

سمیع سادات چې د افغانستان د پوځ له مخکنیو قوماندانانو څخه دی، وايي، چې هېواد به له طالبانو خلاص کړي او «ترهګر به له هېواده وباسي.» نوموړي واک ته د طالبانو د رسېدو په درېیم کال په افغانستان کې د روان حالت د رامنځته کولو پړه پر امریکا واچوله.

نوموړي ویلي، چې د امریکا نامسوولانه وتلو په ټوله نړۍ کې د جهادي ډلو مورال پیاوړی کړی، القاعده یې را ژوندۍ کړې او په یو نړۍوال ګواښ یې بدل کړی دی.

د سمیع سادات یوه مقاله چې په نیویارک پوسټ کې د یکشنبې په ورځ د زمري په ۲۸ خپره شوه، سادات ټینګار کړی چې واک ته د طالبانو راتګ نړۍوال ترهګر ډیر پیاوړي کړي دي.

د هغه په وینا، «القاعده اوس وخت، ځای او انګیزه لري چې پر لوېدیځ برید وکړي.»

سادات لیکلي، چې القاعده د اسلامي اورپکو په منځ کې خپل اعتبار زیات کړی او په افغانستان کې خوندي اډې لري.

هغه لیکلي: «هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي د هغو پالیسیو مستقیمه پایله ده چې د اوباما له خوا پیل او د بایډن په وخت پای ته ورسیده.»

هغه زیاته یې کړه: «د بایډن له‌خوا د ویجاړونکې وتلو په نړۍواله کچه د متحده ایالاتو باور ویجاړ کړی دی.»

د پوځ دغه پخواني قوماندان يادونه وکړه چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه د طالبانو د زور له امله نه، بلکې له دې امله وبایلل شوه، چې د امريکا متحده ايالاتو دغې جګړې ته د يوې ریښتینې جګړې پر ځای د «لنډ مهاله لاسوهنې» په سترګه کتل.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته امریکا د اسامه بن لادن د وژلو او القاعده د له منځه وړلو لپاره پر افغانستان برید وکړ.

په پاکستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال د اسامه بن لادن له وژل کېدو سره امریکا وویل، چې خپل هدف یې ترلاسه کړی دی.

له ایران سره د القاعده یوالی

سادات د القاعده او ایران د یووالي په اړه لیکي: «په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې وروسته، ایران له القاعدې سره هوکړه وکړه چې په منځني ختیځ کې د امریکا پر ضد په ګډه کار وکړي او امریکا دې ته اړ کړي چې له سیمې ووځي.»

هغه ویلي چې ایران، طالبان او القاعده له پاکستان څخه تر سومالیا پورې د بې ثباته کولو تر ټولو مهم قوتونه دي.

سادات وويل، که امريکا له دښمن سره د ملګرتيا پر ځاى له افغان حکومت سره همکاري کړې وى، نو له دې ټولو ستونزو څخه به مخنيوى شوى وى.

د افغانستان د پوځ دغه مخکینی قوماندان ټینګار کوي، چې طالبانو د القاعدې په ملاتړ له افغانستانه د امریکې او د هغې د ملګرو د وتلو لپاره د دوحې د تړون له اصلی شرط څخه سرغړونه وکړه.

ځکه چې طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د القاعده د بیا راژوندي کیدو او بیا را ګرځېدو کیدو ته اجازه نه ورکوي.

له طالبانو څخه پراخه ناخوښي

سادات د طالبانو د مخ پر زیاتیدونکو بندیزونو په اړه د خلکو ناخوښۍ ته په اشارې سره وویل، چې «طالبان په ویره کې حکومت کوي او د دوی ملاتړ سطحي دی.»

هغه وايي، چې د اړتیا په صورت کې به د هیواد د بیرته نیولو لپاره مبارزه وکړي او ټینګار یې وکړ چې طالبان پیاوړي نه دي او خپلمنځې مخالفتونو نور هم کمزوري کړي دي.

«زه یو بې پوځه جنرال یم»

سميع سادات په جلاوطنۍ کې د ژوند د ستونزو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د جمهوري نظام او اساسي قانون په له منځه تللو غمجن دى.

هغه وويل: «اوس زه بې اردو جنرال يم.» زه په منظمه توګه له پارلمان پرته له سیاستوالو سره، د ښځینه مشرانو چې د هغه مساواتو د بیرته راګرځیدو کمپاین کوي او هغه سوداګر چې د افغانستان د اقتصاد په ویجاړیدو غجمن دي کتني کوم. موږ ټول ښه پوهیږو چې د یو هیواد له لاسه ورکول، د رایې ورکولو حق نه لرل، او په داسې ځایونو کې ژوند کول چې زموږ سره تړاو نه لري او ډیری وختونه د ناخوښۍ احساس کوو.»

د نوي نظام بنسټ دې د ۲۰۰۴ اساسي قانون وي

سادات په هېواد کې د نوي نظام پر رامنځته کېدو باندې په ټينګار سره وويل: «دا زموږ د ټولو دنده ده چې طالبان له منځه يوسو، افغانستان د خپلو خلکو لپاره بېرته ونیسو او په نړۍ کې د نورو ترهګریزو بريدونو مخه ونيسو.»

دغه مخکیني جنرال ټینګار وکړ چې د نوي نظام بنسټ باید د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون وي.

سمیع سادات په امریکا کې ژوند کوي.هغه د یو شمېر نورو پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغان اردو له قوماندانانو سره په امریکا کې د «افغانستان متحده جبهه» پرانیستې ده.

سادات د امريکا له لوري د تخنيکي او وسلو د ملاتړ بندول او په حکومت کې فساد د افغانستان جمهوري حکومت د پرځېدو لاملونه وبلل.

امریکايي څېړونکې وايي، د طالبانو د کار څېرې ناکامې شوې دي

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د بروکینګز له څېړنیز انسټیټیوټ څخه وانډا فیلباب براون وايي، د طالبانو د کار څېرې د هبت الله د سختو تګلارو په نرمولو کې نه دي بریالۍ شوې او په شا شوې دي. نوموړې له امریکا وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له طالبانو سره اړیکې په ټیټه کچه وساتي.

اغلې براون وايي چې هبت الله له سیالو څېرو لکه سراج الدین حقاني او ملا یعقوب سره د مقابلي په موخه خپل وفادار کسان د بېلابېلو ادارو د مرستیالانو په توګه په دندو ګمارلي دي.

هغې په یوه مقاله کې چې د اګسټ په ۱۴مه د بروکینګز انسټیټیوټ له خوا خپره شوه، یادونه وکړه چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو غیر پښتون قوماندانان له کاره لیرې شوي او یا په ټیټو پوستونو ګومارل شوي دي.

هغې وويل چې هبت الله د کندهار او هلمند د ځواکمنو قوماندانانو لکه ملا ذاکر په ملاتړ خپل ځواک څرګندوي.

د نوموړې په خبره ملا هبت الله په سوېل کې ډير واک او ځواک لري.

د کوکنارو د کښت د منع کولو پایلې

د دغې لوړپوړې څېړونکې په وینا، د هبت الله له خوا د کوکنارو د کښت منع کول دغه کښت ۹۵ سلنه کم کړی دی، خو دغه کار افغانان خورا بې وزله کړي دي.

لیکواله وايي، د کوکنارو پر کښت بندیز ۴۵۰ زره دندې له منځه وړې او د افغانستان اقتصاد ته یې لږ تر لږه ۱،۳ میلیارډه ډالره زیان اړولی دی.

په مقاله کې راغلي چې له دې پرېکړې څخه د ملا هبت الله د ډلې په ګډون طالب مشرانو ګټه پورته کړې، ځکه چې د دوی د هيروينو د زېرمو ارزښت ډېر لوړ شوی دی.

لیکواله په دې باور ده چې که طالبان ونه شي کولای دغه زیرمې وپلوري او یا یې د بندیزونو له لرې کولو پرته پای ته ورسوي، ښايي د هبت الله او د هغه د سوېلي ملاتړو ترمنځ درزونه رامنځته شي او دغه مخالفتونه د دې ډلې د تګلارو د بدلولو فرصت برابرولی شي.

له چین څخه زړه ماتې

لیکواله په دې باور ده چې طالبان له چین څخه زړه ماتې شوي دي.

هغې لیکلي: «د چین او افغانستان ترمنځ د ټیټې کچې سوداګري مخ په زیاتیدو ده، او ښايي افغانستان په راتلونکي کې د چین د یو کمربند او یوې لارې په نوښتونو کې شامل شي. خو د افغانستان د جمهوري نظام په څېر طالبان هم د چین د پانګونې له نشتوالي څخه ناهیلي دي.»

هغې زیاته کړه: «د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د مس عینک کان د لسم ځل لپاره پرانستل شو، هغه کان چې چین یې له ۱۵ کلونو راهیسې د کان د استخراج جواز لري. خو په نږدې راتلونکي کې به هیڅ ریښتینې کان کیندنه ونه شي.»

نوموړې لیکوالې لیکلي چې طالبانو د اویغور ملېشو په اړه چین راضي کړی او د چین له پولې یې لرې کړي دي.

ازبکستان جنرال دوستم ته ویزه نه ده ورکړې

لیکواله له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو د جوړجاړي د زیاتوالي او پر پخوانیو سیاسي او جهادي مشرانو د بندیزونو لګولو خبره کوي او وايي، چې سیمې، په واک کې د پخوانیو مشرانو د ونډې لپاره د فشارونو مخه نیولې ده.

نوموړې وايي، چې ازبکستان ان د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم ته هم د اوسیدو اجازه نه ورکوي.

دوستم، ډیری ملګري یې او پخواني سیاسي مشران اوس په ترکیه کې ژوند کوي.

تر دې مخکې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دوستم ته نږدې یو شمېر قوماندانان له ترکیې څخه ایستل شوي دي.

د ملا هبت الله په شاوخوا کې د ایران اغېز

لیکواله وايي چې ایران د طالبانو د مشر په شاوخوا کې تر ټولو زیات اغېز لري. هغه وايي چې ملا هبت الله سني ته د شیعه ایران پام‌وړ لاسرسی د حیرانتیا وړ دی.

خو هغې زیاته کړه چې د طالبانو په مشرۍ کې د ایران اغېز د دې لامل نه دی شوی چې طالبان د ایران د اوبو ګټې خوندي کړي، ځکه چې طالبان د ایران له اعتراضونو سره سره د افغانستان په سویل لوېدیځ کې د اوبو بندونو جوړولو ته دوام ورکړی دی.

د بروکینګز دغه لوړپوړې څیړونکې د طالبانو په اړه د امریکا د اوسنۍ تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل، چې امریکا باید د طالبانو د کار له مشرانو سره چینلونه جوړ کړي او دوه اړخیز مثبت جوړجاړي وکړي.

د هغې په وينا، «که چېرې د طالبانو په دننه کې د واک انډول بدل شي، دا ډول پاليسي ښايي لږ تر لږه تر يوې کچې د طالبانو په چلند کې د اغېز زمينه برابره کړي»

حال وش: ایران د دوو افغانانو په ګډون پنځه تنه بندیان په دار وځړول

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د ایران په یزد زندان کې ددوو افغانانو په ګډون پنځه تنه بندیان اعدام شوي دي. دغه اعدام شوي وګړي په بېلابېلو تورونو لکه د نشه‌يي توکو په قاچاق او قتلونو تورن شوي وو.

د دغه بنسټ د خبرپاڼې له مخې، د دغو بندیانو د اعدام حکم د شنبې په سهار د زمري په ۲۷مه ورکړل شوی و او نن دوشنبه د (زمري ۲۹مه) د یزد په زندان کې پلی شوی، چې دوه تنه یې افغانان او درې نور یې بلوڅان دي.

که څه هم چې حال وش د دواړو اعدام شویو افغانانو د هویت په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي؛ خو دا یې ویلي چې یو یې په قتل تورن و او د بل هغه په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د زمري په ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي و، چې د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې د ایران په زندانونو کې ۳۰۰ تنه اعدام شوي چې ۲۰ تنه یې افغانان وو.

د هه‌نګاو په نامه د بشري حقونو سازمان د خپلو موندنو له مخې ویلي، چې په تېرو اوو میاشتو کې ۲۵ تنه افغانان د ایران په زندانونو کې په دار ځړول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د روان کال له پیله تر اوسه پورې د ایران په زندانونو کې د راپور شویو اعدامونو شمېر ۳۴۵ کسانو ته رسېدلی دی.

ایران وايي، له افغانستان سره د پولې د تړلو ۳۳۰ کیلومتره پروژه به د سږ کال تر پایه بشپړه شي

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د ایران د ځمکنیو ځواکونو یوه قوماندان ویلي چې له افغانستان سره د ختیځې پولې د تړلو ۳۳۰ کیلومتره پروژه به د روان کال تر پایه بشپړه شي. سیروس امان اللهي وویل چې د پولې د تړلو پروژه د ایران دننه د امنیت د ټینګښت لپاره ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د پوځ د شمال ختیځې اډې قوماندان ویلي چې دغه سرحدي پروژه له افغانستان سره په همغږۍ پلې کېږي.

هغه څرګنده کړه چې په خراسان رضوي، سوېلي خراسان او سیستان و بلوچستان کې به د پولې د تړلو چارې تر درېیو کلونو بشپړې شي.

د ایران د شمال ختیځو پولو د بندولو پلان د ۱۴۰۳ هجري ش کال د غوایي په میاشت کې پیل شو. ایران د دغه پلان د عملي کولو لپاره خپلو وسله والو ځواکونو ته درې میلیارډه ډالره ورکړي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې دوی د کډوالو د ناقانونه ننوتلو، د ترهګرو او د مخدره توکو د قاچاقبرانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د دغه هیواد پولې تړلي.

د طالبانو په زندان کې د افغان-امریکايي ورور وايي چې حبیبي ژوندی دی خو هغه ته اندېښمن دی

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۲۶ GMT+۱

د طالبانو په زندان کې د افغان الاصله امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي ورور فاکس نیوز ته ویلي چې د خپل ورور حالت ته اندېښمن دی. احمدشاه حبیبي وویل، سپینه ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت او یو شمېر سناتوران د «محمود کور ته د راوستلو لپاره ډېر کار کوي.»

محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰ مه د «ای ار ایکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره ونیول شو.

د مخکیني افغان حکومت د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر حبیبي یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د کابل په شیرپور کې د القاعده پخوانی مشر ووژل شو.

طالبانو دغه شرکت تورن کړی چې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې، خو دغې ډلې د حبیبي نیول کېدل نه دي منلي.

احمدشاه حبیبي له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ورور یې د الظواهري په برید کې لاس درلود او ویې ویل چې ورور یې طالبانو ځکه نیولی چې په تېر حکومت کې یې کار کړی او د امریکا تابعیت لري.

هغه وویل چې هغه په ​​افغانستان کې د سرچینو څخه معلومات لري چې محمود ژوندی دی، خو «د هغه د اوسني حالت په اړه ډاډه نه و.»

د محمود شاه حبیبي ورور زیاته کړه چې کورنۍ یې د هغه د خلاصون لپاره د بهرنیو چارو وزارت، سپینې ماڼۍ، د کلیفورنیا، نیوجرسي او ویرجینیا له سناتورانو او استازو سره کتلي دي.

د احمدشاه په وینا، د هغه ورېندارې د خپلې وړې لور د پالنې لپاره د طب ښوونځی پریښود.

هغه وويل: «یوازې محمود په زندان کې دى، خو زموږ ټوله کورنۍ هم د هغه په ​​څېر زنداني ده.»

تر دې مخکې د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې ویلي و چې د هغه په ​​اړه معلومات نه لري، خو د واشنګټن د ایف‌بي‌ای د دفتر مرستیال ویلي چې د هغه کورنۍ ته د بېرته ستنولو لپاره ډېر کار کوي.

که څه هم طالبانو تر اوسه پورې د حبيبي نيول کېدل نه دي منلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې وروستيو کې ويلي و، چې له امريکايي استازو سره يې د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

مجاهد ویلي چې امریکا باید د خپلو وګړو د خلاصون په اړه د دوی غوښتنې ومني چې په کې د ګوانتانامو له زندانه د طالب بندي مهاجر افغان خوشې کول هم شامل دي.