ایراني چارواکی: په ري ولسوالۍ کې مو د «ناقانونه افغانانو» د پېژندلو او اېستلو بهیر پیل کړی

په پلازمېنه تهران کې د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مشر وايي، چې د «ناقانونه» افغان کډوالو د پېژندلو او د هغوی د اېستلو بهیر یې په ري ولسوالۍ کې پیل کړی دی.

په پلازمېنه تهران کې د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مشر وايي، چې د «ناقانونه» افغان کډوالو د پېژندلو او د هغوی د اېستلو بهیر یې په ري ولسوالۍ کې پیل کړی دی.
احسان حیدري ویلي، دغه تګلاره به په ټول توان سره پلې کوي او تر هغې به دوام مومي چې وروستی کس له دغې ولسوالۍ نه وي اېستل شوی.
د صدا او سیما خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (وږي په ۱۱مه) په خپل راپور کې لیکلي، دغه ایراني چارواکي ورته ویلي چې د ایران د کار د قانون د ۱۸۱مې مادې له مخې له هغو کسانو سره به قانوني کړنه ترسره کوي چې بې اسناده افغان کډوالو ته یې کاري زمېنې برابرې کړې دي.احسان حیدري ویلي: هغوی به په لومړي ګام کې نغدي جریمه کېږي او که بیا دغه چاره پر مخ وړي؛ نو له ۹۰ څخه نیولې تر ۱۸۰ ورځو به بنديانېږي.د ري ولسوال مهدي باب الحوائجي هم ویلي، چې بې اسناده کډوال به تر پولې رسول کېږي او له هغه ځایه به خپل هېواد ته ستنول کېږي.د نوموړي په خبره، د ري په ولسوالۍ کې بې اسناده افغانانو ته څوک کور هم په کرایه نه شي ورکولای.له دې سره هممهاله د تهران والي علي رضا فخاري ویلي، چې ناقانونه وګړي دې ژر تر ژره له ایرانه ووځي.
هغه خبرداری ورکړی، چې «ناقانونه وګړي له ښاري او نورو خدمتونو بې برخې کېږي.»
د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، نن سبا په ایران کې شاوخوا پنځه مېلیونه افغان کډوال اوسېږي.
د مسعود پزشکیان د حکومت له پیله په ایران کې د افغان کډوالو لپاره کړۍ تنګه شوې او ژوند یې له سختیو سره مل دی.


د سره صلیب نړۍواله کمېټه (ای سي ار سي) وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د اوو مرکزونو له لارې له ۹۹ زرو څخه د زیاتو اړمنو معلولینو سره د فزیکي بیارغونې په برخه کې مرسته کړې ده.
دغه اداره وايي، په همدې موده کې له دوی سره ۸۶۴۶ نوي معلولین هم ثبت شوي چې په دې ډله کې د ۵۸۹ تنو یې لاسونه او پښې پرې شوې دي.
د ای سي ار سي د شپږ میاشتیني راپور په یوې بلې برخه کې راغلي، چې دوی نږدې ۱۶ زره نورې مصنوعي پښې او لاسونه چمتو کړي چې د اړتیا پر مهال یې پر اړمنو کسانو ووېشي.
دا رنګه د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، چې د نږدې ۶۸ زره کسانو لپاره یې د فزیوتراپۍ خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
د دغه راپور په یوه بله برخه کې د هغو پورونو یادونه هم شوې، چې اړمنو او معلولو کسانو ته ورکړل شوي چې دوی ځانته کار پیدا او ځان بسیاینې ته ورسېږي.
دغه بنسټ وايي ،چې ۲۸۴ کسانو ته یې دغه پورونه ورکړي او ۱۸۰ تنو ته یې مسلکي زدهکړې ورکړې دي.
په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په ۱۹۷۹ کال کې خپل فعالیت پیل کړی، چې هغه مهال یې د افغانستان تر څنګ د بلوچستان په کوټه او د خیبر پښتونخوا په پېښور کې هم په جګړه کې د ټپي شویو افغانانو درملنه کوله.
دغه بنسټ له هغه وروسته په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کې خپله دایمي استازولي په پلازمېنه کابل کې هم پرانیستله.
دغه اداره دمګړۍ د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې سره په ګډه کار کوي او دا مهال ۱۹۰۰ کارکوونکي لري، چې په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو د رسولو چارې مخته وړي.
د دغې ادارې په خبره چې د دوی کاري ډلې نن سبا د روغتیا څارنې، بیارغونې، ملاتړ، اوبو رسولو او د خوړو د خوندیتوب په برخو کې د خوست، هرات، هلمند، کندهار، کابل، بلخ، کندز، بدخشان، ننګرهار، غزني او په فراه ولایتونو کې په کار بوختې دي.

د افغانستان د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې لیکلي، چې ټيټيپي په افغانستان کې نه؛ بلکې په ډېره اسماعیل خان کې ولټوئ.
په دغې خپرې شوې لیکنه کې په خیبر پښتونخوا کې د څو جګپوړو افسرانو تښتونې ته اشاره شوې ده.
د لیکنې له مخې،« د پاکستان پوځ او حکومت د دغه هېواد دننه ټولې پېښې پر افغانستان ور تپي؛ خو د دوی د افسرانو له تښتونې وروسته به څه ځواب ولري؛ چې څنګه په رڼا ورځ د دوی افسران د هغوی له دفترونو او کوڅو څخه تښتول شوي؟»
په دغې لیکنه کې ادعا شوې، چې پاکستاني پوځ د قبایلي مشرانو د جرګې له لارې د خپلو افسرانو د خوشې کولو لپاره له ټيټيپي سره اړیکه نیولې وه، د جرګې مشرانو په ډېره اسماعیل خان کې د طالبانو له قوماندانو سره د هغوی په مرکز کې لیدلي او د افسرانو د خوشې کولو خبرې یې کړې دي.
دغې لیکنې وړاندې کاږلي:« اوس پوښتنه دا ده، چې قبایلي مشران په سیمه کې د طالبانو د مرکزونو په اړه معلومات لري او جرګې ورسره کوي؛ خو د پاکستان پوځ او ادارو ته د دې مرکزونو ځایونه نه دي معلوم؟»
په دغې لیکنه کې زیاته شوې:« دا د حیرانتیا خبره ده، چې پاکستاني ادارې د خپل هېواد دننه د ټيټيپي مرکزونه نه ویني؛ خو په سلګونو کیلومټره لرې په افغانستان کې ورته بیا خالي مرکزونه او افراد ښکاري او شمېرلای یې هم شي.»
د دغې لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، د پاکستان پوځ او چارواکي دې د تورونو لګولو پر ځای خپل فعالیت ته پام وکړي، چې په هېواد کې یې امن ټینګ شي.
درې ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځلې بیا ویلي و:« د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړۍوالو راپورونو تایید کړې، چې په افغانستان کې ټيټيپي لا هم شته او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.»
د ممتاز زهرا بلوڅ تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د طالبانو لوی درستیز هم ویلي و:« پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتهوالي په هکله کوم ښکاره ثبوت نه لري.»

د دوشنبې په سهار شپږو بجو د (وږي ۱۲مه) یوې څه نا څه زورورې زلزلې د نورستان ولایت ځینې برخې ولړزولې.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د راپور له مخې، د دغې زلزلې کچه ۴.۵ درجې ښودل شوې او د نورستان د پارون د شمال لویدېځې سیمې په ۸۰ کیلومترۍ کې شوې؛ خو تر اوسه یې د اوښتو زیانونو په اړه کره مالومات نه دی تر لاسه شوي.
د امریکا د ځمکپېژندنې مالومات ښيي، چې دغه زلزله ۱۳۲ کیلو مترو په ژور والي د ځمکې لاندې شوې ده.
په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو په تېره بیا په بدخشان ولایت کې د زلزلو ټکانونه محسوس شوي دي.
وروستۍ زلزله د شنبې په ورځ د (وږي ۱۰مه) د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په ۴۰ کیلو مټرۍ کې شوې وه.

د طالبانو په زندان کې د امریکايي بندي جورج ګلزمن کورنۍ سپینې ماڼۍ ته ویلي، چې دوی غواړي په قطر کې له طالب چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.
د جورج ګلزمن کورنۍ د بایډن حکومت تورن کړی، چې د دغه امریکايي وګړي په خلاصون کې یې ناغیړي کړې.
وال سټریټ ژورنال د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) په خپل راپور کې د ګلزمن د کورنۍ د نهیلیتوب په اړه لیکنه کړې او د دغه امریکايي بندي د قضیې په اړه یې د بایډن د حکومت له ناغیړۍ هم پلو پورته کړی.
د دغه راپور له مخې، د ګلزمن د کورنۍ په استازیتوب جورج تېلور تېره اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو جګپوړو چارواکو له هغې ډلې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان ته په برېښنا لیک کې لیکلي چې:« موږ په دوحه کې د [طالبانو] سره د جورج په خلاصولو کې د یوې ناستې د جوړولو لپاره چمتوالی نیسو.»
ټېلور د بایډن حکومت تورن کړ، چې د ګلزمن په خلاصون کې یې ناغیړي کړې.
هغه د بایډن له حکومته وغوښتل، چې د «جورج په خلاصون کې دې د لازمې زړورتیا او مدیریت څخه کار واخلي.»
د ګلزمن کورنۍ وايي، چې د خپل دغه بندي په اړه د امریکا له حکومته لازم مالومات نه شي ترلاسه کولای.
جورج ګلزمن د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې افغانستان ته له رسېدو سره سم طالبانو نیولی او تر اوسه د دغې ډلې په بند کې دی.
طالبانو ویلي، چې ګلزمن د دوی له قانونه سرغړونه کړې.
خو متحده ایالات بیا وايي، جورج ګلزمن او رایان کوربت هغه دوه امریکايي وګړي دي چې په تېروتنه بندیان شوي دي.
طالبان بیا د دغو امریکايي وګړو د خوشې کولو په بدل کې له ګوانتانامو زندانه د افغان بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي دي.
که څه هم چې د جورج ګلزمن کورنۍ له طالبانو سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي؛ خو د امریکا د ملي امنیت شورا او د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د داسې هڅو تر سره کول ښايي د ګلزمن د خلاصولو چارې نورې هم پېچلې کړي. ځکه دوی وايي، په خپله امریکايي چارواکي غواړي له طالبانو سره په دې اړه خبرې وکړي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي، چې په پام کې ده د سپټمبر په میاشت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان په خپله د جورج ګلزمن له مېرمنې سره وویني.
د ګلزمن مېرمن الکساندرا ګلزمن اندېښمنه ده، چې کېدای شي د هغې د خاوند د خلاصون په مسله کې بې غوري وشي.
نوموړې د جون په میاشت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یو لیک کې لیکلي و:« موږ شتمن او مشهوره خلک نه یو. زه له تاسو غواړم، چې په خپله لاس په کار شئ او د هغه د خلاصون او کورنۍ ته یې د بېرته ستنولو په چاره کې لازمې هڅې وکړئ.»
د ګلزمن د کورنۍ استازي جورج ټېلور ټینګار کړی، چې د دغې ډلې سره د امریکايي چارواکو تر لېدلو یې دوحې ته د طالبانو سره د کتلو په موخه خپل سفر ځنډولی دی.
د جورج ګلزمن کورنۍ وايي، که د ګلزمن د خلاصولو په کار کې پرمختګ و نه شي؛ نو دوی به په خپله قطر ته ولاړ شي او د طالب استازو سره به مخامخ وویني.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ارغندې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا کوټ د چارو د سپارلو په موخه د یوې هندي کمپنۍ له مشر سره لیدلي دي.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي و، چې یوه خصوصي کمپنۍ د دغه برېښنا کوټ په بشپړولو کې پانګونه کوي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د چنګاښ په میاشت کې د دغه برېښنا کوټ د پاتې شویو چارو د بشپړولو پروژه د ۸ مېلیون ډالرو په ارزښت پرانیستله.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي و، چې د ارغندې برېښناکوټ پروژه به د عوفي بهرام د خصوصي سوداګریز شرکت په پانګونه بشپړه شي.
دغه پروژه د ترکمنستان څخه د برېښنا د لېږد په موخه د بغلان ولایت د خواجه الوان څخه د کابل تر ارغندې پورې جوړېږي او په پام کې ده، چې په راتلونکو دوو الو کې به یې چارې بشپړې شي.
عبداللطیف منصور د دغې پروژې پرانېستې غونډې ته ویلي و، چې د دغې پروژې او د برېښنا په برخه کې د نورو پروژو په بشپړېدو سره چې ټولټال ۱۸۳ مېلیونه ډالره لګښت لري له ترکمنستانه به شاوخوا د زر مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره کړي چې ورسره به په هېواد کې د برېښنا د کمي ستونزه تر ډېره بریده هواره شي.
طالبانو د دغې پروژې په اړه چې د «ګودریچ لوژیستیک» په نامه یادېږي ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په دغې ناسته کې عبداللطیف منصور سپارښتنه کړې چې د دغه وزارت چارواکي دې «د دغه برېښنا کوټ د ترانسفرونو د لېږدولو لپاره د پروژې سپارلو ته» چمتووالی ونیسي.
داسې ښکاري، چې د افغانستان د پخواني حکومت ملاتړی او د پاکستان دوښمن هند د منځنۍ اسیا له هېوادونو وروسته د طالبانو سره د همکارۍ لپاره ملا تړلې او په دې توګه غواړي، یو ځلې بیا د دغه هېواد په بنسټیزو پروژو کې ونډه واخلي.