• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا او چین په ساړه جنګ کې ګیر پاکستان

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۳ تله ۱۴۰۳ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۱

په شلمه پیړۍ کې د امریکا او د شوروي اتحاد په ساړه جنګ کې پاکستان په نسبي توګه کم مشکلات لرل، وجه یې دا وه چې پاکستان عین د خپل تاسیس له وخته د امریکا او د بریتانیا سیاسی متحد و.

دغو هیوادونو د نړۍ د نقشې په مخ د یوه نوي هیواد پاکستان په تاسیس کې پر کومک سربېره د پاکستان د مملکت او په خاصه توګه د پاکستان د اردو په جوړولو او مضبوطولو کې کومک کړی و، ځکه چې هغوی د اسلام په نوم جوړ شوی ملک د اسیا په جنوب کې د کمیونزم په ضد مبارزې د لومړۍ کرښې سنګر ګاڼه.

پاکستان هم د ۱۹۵۰په اولو کې د سنټو او سیټو په نوم د شوروي اتحاد په ضد جوړو غربي پوځي معاهدو کې په ګډون سره د خپلو غربي مربیونو هیلې پوره کړې.

وروسته د ۱۹۸۰راهیسې په افغانستان کې د جهاد په نوم جګړې لپاره یې په سیمه کې د غربي زبر ځواکونو د قوي مرکز نقش ولوباوه، خو د پاکستان او د هغه د غربي متحدینو ترمنځه یواځینۍ ستونځه دا وه چې د پاکستان پنجابي واکمنانو غوښتل، له غرب ورکړې وسلې او پوځي تربیت د هند په ضد استفاده وکړي، مګر غرب پاکستان ته د دې کار اجازه نه ورکوله.

خو د چین معامله ډیره بدله ده. پاکستان چین خپل مهم متحد ګڼي، پاکستان کې او په خاصه توګه د دغه هیواد د ټولو نه غټ او کلیدي ایالت پنجاب کې له هند کرکه او دښمني ژورې ریښې لري.

په ۱۹۴۷کې د هند د انشعاب او تجزیې په جریان کې په پنجاب کې ډیرې وینې تویې شوې، ځکه چېپنجاب د مسلمانو او د غیر مسلمانو (سیکانو او هندوانو ) په منځ کېپه جغرافیايي توګه داسې تجزیه شو چې دواړو فریقو په ډیره لویه کچه د یوه او بل وینې تویې کړې.

د پاکستاني اردو جنرالان د هند په ضد احساسات ډیر اړین ګڼي ځکه چې د دغو احساساتو په وسیله هغوی د پاکستان لوی پوځ او غټه بودیجه توجیه کوي، چې د پاکستان په داخل کې د پوځ سیاسي غلبې ته هم لاره هواروي.

په ۱۹۶۲کې چې کله د چین او د هند تر منځه د سرحدي حدودو د ټاکلو شخړه ګرمه شوه او خبره جنګ ته لاړه، نو پاکستان وپتیله چې بالاخره هغه د خپل ځان نه اووه یا اته چنده غټ دښمن هند سره په سیالۍ او دښمنۍ کې په خپله سیمه کې یو غټ متحد ځواک جوړ شي.

چین هم پاکستان سره خپلې اړیکې د خپلو سیاسي او ستراتیجیکو ګټو لپاره اړینې او مفیدې ګڼي.

په ۱۹۷۱کې د امریکا د هغه وخت د خارجه چارو وزیر هنري کسنجر د پاکستان په منځګړتوب له اسلام اباده بیجنګ ته د پټو خبر لپاره پرواز وکړ.

په دغه وخت کې د شوروي اتحاد سره د چین اړیکې ترینګلې وې او امریکا غوښتل چې د چین سره د دوستانه ارتباط د تامین په وسیله د دغه هیواد او شوروي اتحاد ترمنځه فاصلې سیوا کړي. له دغه پرمختګ سره پاکستان ته له امریکا او چین دواړو سره د دوستۍ پاللو کار اسان شو.

د شلمې پیړۍ په وروستۍ برخه او د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې چې کله چین اقتصادی پرمختګ وکړ، نوې تیکنالوجي یې ترلاسه کړه او د پرمختللو وسلو تولید یې پیل کړ، نو د پاکستان او د چین مناسباتو کې ژورتیا راغله، ځکه چین پاکستان ته د وسلو اکمالات پیل کړل، چین له پاکستان سره د اټومي وسلو او د توغندیو د تولید په پروژو کې کومک وکړ.

له چین د ترلاسه شوې تکنالوجۍ په کومک پاکستان خپله د وسلو د تولیدولو او نړۍ ته د صادرولو جوګه شو.

په ۲۰۱۳کې چې کله چین د نړۍ د ټولو برخو سره د تجارتي اړیکو د تامین لپاره د خپلې عظیمې پروژې « کمربند او جاده » ( Belt andRoad)اعلان وکړ، نو د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي کارادور د دې غټې پروژې یوه کلیدي برخه وګرځید.

دغه مهم تجارتي کارادور غربي چین د پاکستان د جنوب غربي صوبې بلوچستان د ګوادر د سمندري بندر سره وصل کوي.

د څه د پاسه شپیتو میلیاردو ډالرو په مصرف جوړیدونکې دغه کارادور د چین لپاره مهمې اقتصادي او ستراتیجیکې موخې لري.

خو عین په دغه وخت د نړۍ تر ټولو قوي زبر ځواک امریکا او د نوي اقتصادي زبرځواک چین تر منځه سیالي ورو ورو په یوه نوي ساړه جنګ بدله شوې ده.

د امریکا او چین د سیالیو ډګر

بلوچستان کې ورځ تر بلې د وسلوالو بریدونه ډېرېږي
100%
بلوچستان کې ورځ تر بلې د وسلوالو بریدونه ډېرېږي

امریکا او د هغې متحدین په ټوله نړۍ او په خاصه توګه په جنوب شرقي او جنوب غربي اسیا کې د چین د سیاسي او اقتصادي نفوذ د مخنیوي لپاره فعالې ستراتیجۍ پلان کړې دي او ارام سمندر او د هند سمندر هم د دواړو زبرځواکونو د پوځي سیالیو میدانونه وګرځیدل.

له دې پرمختکونو سره پاکستان له شدیدو مشکلاتو سره مخ شو، ځکه د پاکستان واکمنان د دواړو زبر ځواکونو سره خپلې اړیکې حیاتي بولي، خو د امریکا او د چین تر منځه د مخ په ژوریدونکي سیاسی انقطاب له امله پاکستان لپاره د دواړو زبرځواکونو سره په خپلو مناسباتو کې د لازم توازن او تعادل ساتلو کار اوس تقریبا” ناممکن شوی دی.

د مثال په توګه چې کله پاکستان د چین په خواهش په چینايي اسعارو یعنی یوان خارجی تجارت کوي، امریکا دغه کار د ډالر خلاف جنګ ګڼي.

څرګنده ده چې دا کار د امریکا له لوري تریخ عکس العمل لري. په تیرو څو کلونو کې پاکستان د مختلفو بین المللي منابعو نه دومره زیات پورونه اخستي، چې د بیرته ورکولو توان یې نه لري.

پاکستان د مالي ورشکست په غاړه ولاړ دی او د رسميورشکست نه د ځان ژغورلو لپاره د نړیوال مالي صندوق کومک او تضمین ته سخته اړتیا لري، خو دا کار د امریکا د پشتیبانۍ نه بغیر نه شی کیدلی.

د امریکا ملاتړ تر لاسولو شرط له چین سره د اقتصادي کارادور کار ودرول او د ګوادر بندر نه د چین لرې ساتل دي.

بلې غاړې ته چین په دې خبره د پاکستان نه ډیر خپګان څرګند کړی چې هغه په خپله خاوره د چینايي انجنیرانو او نور کارکوونکو د ترورستي بریدونو نه په ژغورلو کې پاتې راغلی او د کارادور جوړولو کار له پلان سره سم په مخ نه ځي.

که څه هم د امریکا او د پاکستان مناسبات د پخوا غوندې تاوده نه دي. په خاصه توګه په ۲۰۲۱کې د افغانستان د خپلو پوځي قواوو د ایستلو نه پس امریکا اوس د پاکستان د خاورې نه استفادې ته زیاته اړتیا نه لري.

له دې سره امریکا اوس هم غواړي چې په سیمه کې د چین او روس د نفوذ د خوریدو د مخه نیولو په کار کې خپل زوړ متحد د ځان سره وساتي.

خو بل خوا ته چین هم له پاکستان سره په خپله دوستۍ حساب کوي.

د پاکستان حاکمه اشرافیه پر زبر ځواکونو د زیاتې اتکا داسې عادت لري لکه چې د انګور ځیله یې په نورو ونو بوټو لري.

دغه عامل د پاکستان د اوسني هر اړخیز بحران او بې ثباتۍ په ژورولو کې مهم نقش لوبولی دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کراچۍ په هوایي ډګر کې درې افغان مېرمنې د جعلي اسنادونو په تور نیول شوې دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د کراچۍ په هوايي ډګر کې د «جعلي روغتیایي او سوداګریزو اسنادونو» د لرلو په تور د درېیو افغان مېرمنو د نیول کېدو خبر ورکړ. جیو نیوز په خپل راپور کې ویلي، چې یادې مېرمنې په جعلي اسنادونو پاکستان ته راغلې وې او غوښتل یې چې جرمني ته ولاړې شي.

دغې رسنۍ د دوشنبې په ورځ «د تلې ۲مه» په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه درې ښځې د انساني قاچاق ضد ادارې ته سپارل شوې دي او د دوی په ضد د جعل سازۍ دوسیه ثبت شوې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې یادو کسانو د درملنې او سوداګرۍ په پلمه د جعلي اسنادونو په جوړولو سره د پاکستان ویزې ترلاسه کړي دي.
د پاکستاني چارواکو په خبره، په نیول شویو کسانو کې عزیزه محمدي په روغتیایي، مهریه رحماني د سوداګرۍ او د زهره سلطاني په نوم یوه بله مېرمن بیا د مریضې د پایوازې په توګه ویزې ترلاسه کړې وې، چې د کراچۍ په هوایي ډګر کې ونیول شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې جیو نیوز دوه ورځې مخکې هم راپور ورکړی و، چې تېره اونۍ د کراچۍ په جناح نړۍوال هوايي ډګر کې ۹ تنه هغه افغانان نیول شوي، چې په جعلي روغتیايي اسنادو د درملنې په پلمه پاکستان ته راغلي وو او هڅه یې کوله، چې له هغه ځایه بهر ته ولاړ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېر شمېر افغانان د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان ته د ویزو د بیو د لوړېدو او د سفارت له لوري د ویزې د نه ورکړې له امله مجبوره کېږي، چې یا په قاچاقي توګه دې هېواد ته سفر وکړي او یا د روغتیایي او سوداګریزو ویزو په واسطه ځان دغه هېواد ته ورسوي.

د یادولو ده، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د کډوالو د اېستلو د پالیسۍ له پلي کولو وروسته په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د نیولو او شړلو هڅې ګړندۍ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې چې په دې وروستیو کې خپور شوی راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۳۱مې نېټې تر ۶ سوه ۸۳ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته لېږل شوي دي.

طالبان: له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو ۱۵۷ کورنۍ راستنې کړل شوې دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، تېره ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارې له دوو ګاونډو هېوادونو څخه ۱۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې دي. ایران په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده.

دغه اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات له قوله لیکلي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې تېره ورځ له یادو ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۵۷ افغان کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې.

د راپور له مخې، ۲۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۴۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۶۵ کورنۍ د نیمرو د وریښمو پله او ۲۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

د باختر اژانس د معلوماتو له مخې، تازه له راستنو کړل شویو کډوالو سره د طالبانو له لوري د مرستو تر څنګ یو شمېر دغه کډوال یې خپلو اصلي سیمو ته لیږدولي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران د کرمانشاه لوی څارنوال بیا ویلي، چې دغه ولایت ته د افغانانو په ورتګ بندیز دی.

د دغه ولایت لوی څارنوال حمید رضا کریمي تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې که هر چا افغان کارګرانو ته کار ورکړی وو، قانوني چلند به ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره چلند خورا سخت کړی او ډیری افغانان وايي، چې ایراني پولیس پر پاسپورټ او ویزې سربېره هم افغانان نیسي او له یاد هېواده یې باسي.

په کورمه کې د سني او شیعه مذهبو تر منځ جګړه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د خیبرپښتنخوا له کورمې ولسوالۍ څخه ځايي سرچیني وايي، چې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د درې ورځنۍ جګړې په پایله کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. دغه جګړه د کورمې ولسوالۍ د پاړه چنار په سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ روانه ده.

د کورمې ولسوالۍ څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې جګړه دوه ورځې وړاندې د دوو کلیو د اوسېدونکو تر منځ چې سنيان او شیعه ګان دي پیل شوې.

په دغې روانه جګړه کې چې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل کیږي چې، تر دې مهاله د دواړو لوریو ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

ځايي خبریالانو د کرمې ولسوالۍ د پولیسو له قوله ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پېښور او پاړه چنار لویه لاره او د کلیو ترمنځ پر وړو لارو تګ راتګ بند شوی دی.

سرچینو ویلي، چې تېره ورځ د سني او شیعه ترمنځ د اوربند په اړه خبرې اترې هم شوې، چې پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي او حکومت هم د روانې شخړې په مهارولو کې پاتې راغلی.

له دې مخکې هم په کورمه د سنيانو او شعیه ګانو تر منځ څو ځلې خپلمنځي جګړې رامنځته شوې چې دواړو لوریو ته په کې د سر او مال زیان اوښتی دی.

د سیمې خلکو شکایت دا دی چې ځايي او مرکزي حکومت یې یوازې د جګړې ننداره کوي او د یوې مسوولې ادارې په توګه په ډزبندۍ کې رول نه لوبوي.

ځايي سرچینې: د ټي ټي پي وسله والو وزیرستان کې په زور د زده‌کوونکو وېښتان کم کړي دي

۲ تله ۱۴۰۳ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۵ GMT+۱

له سوېلې وزیرستانه ځايي سرچینې وايي، چې د ټي ټي پي وسله والو تېر ماښام د واڼه په عواه خواه سیمه کې د ښوونځي د زده‌کوونکو وېښتان په زور خرېیلي دي. ویل کیږي، په دغه سیمه کې وسله والو نورو تنکیو ځوانانو ته هم خبرداري ورکړي چې وېښتان به کموي.

له سیمې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (تلې دوېمه) ویلي، چې د سوېلي وزیرستان واڼه په عواه خواه سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو د ښوونځي د زده‌کوونکو وېښتان په زور ور خرېیلي دي.

دغو وسله والو په کلي کې خلکو ته ویلي، چې نور به لوی او په بهرني سټایل وېښتان نه جوړوي، او ږېرې به هم نه کموي.

تحریک طالبان پاکستان په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دغې ډلې له وړاندې ویلي وو، چې په پاکستان او د دوی د واک په سیمه کې به شریعت پلی کوي.

د ټي ټي پي وسله والو دارنګه په دغو سیمو کې په ټنګ ټکور او د شپې پر ګرځېدو هم بندیزونه لګولي دي.

داسې بندیزونه په قبایلي سیمو کې ورو ورو را روان دي، تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو یو راپور خپور کړی و، چې د ټي ټي پي وسله والو په وزیرستان کې د ټيک ټاک له ځینو کارونکو نجونو د هغوی ټلیفونونه اخیستې وو، او هغوی یې له دغه کاره منعه کړې وې.

په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي وسله والو له لوري د ښوونځیو د زده‌کوونکو په زور د وېښتانو خرېیلو دغه پېښه وروسته له هغه رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو امربالمعروف وروستي قانون پر افغانانو او ځانګړي ډول پر ښځو یو شمېر تازه او سخت بندیزونه لګولي دي.

په وروستۍ پېښه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ښار کې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو ټولو ښاریانو او سلمانیو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به ږېرې نه کموي، خطونه به په کې نه اچوي او وېښتان به هم په بهرني سټایل نه جوړوي.

ایمل ولي خان:د یو پاکستاني په توګه وایم له افغانستان سره د پښتونخوا یو ځای کول ناسم کار دی

۱ تله ۱۴۰۳ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په یوه وروستۍ مرکه کې وویل، چې د یو پاکستاني په توګه وایم له افغانستان سره د پښتونخوا یوځای کول ناسم کار دی. ایمل خان په دې مرکه کې وايي، چې «لر او بر یو افغان نعره» دا معنا نه لري چې مونږ له پاکستانه جدا او له افغانستان سره یوځای شو.

ایمل ولي خان د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یولسم اکټوبر قومي عدالت په اړه وویل، چې جرګه د پښتنو تاریخ دود دی او زیاتره مسایل د جرګو له لارې حل کیږي.

د پوډکاست چلوونکې د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ایمل ولي خان وویل، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د «لر او بر یو افغان» دا معنا لري، چې مونږ د قوم او د ژبې له مخې یو خلک یو او اوس هم زمونږ په کډون ټول په پاکستان کې مېشت پښتانه ځانونو ته افغانان وایو او دا یوه تاریخي مساله چې افغانستان د دوی د نیکونو وطن دی.

هغه د یولسم اکټوبر قامي عدالت ته د جرګې نوم ورکړ او په ډاکه یې کړه، چې تمه لري د خپل ملک «پاکستان» پر خلاف په کې څه نه وي.

تر دې وړاندې منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله‌من وزیر په یاد غونده کې د وینا پرمهال ویلي وو، چې راتلونکي اکټوبر کې به د پښتنو قامي عدالت جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي وو: « کوم حالت چې تاسو یې رامنځته کوئ، پښتانه یې نه درسره مني او نه په داسې حالاتو کې درسره مخته ځي.»

هغه د ګيله‌من وزیر د جنازې پرمهال ګډونوالو ته ویلي وو، چې دوی به د اکټوبر په ۱۱مه د پښتنو ولسونو سره په ګډه داسې پرېکړه کوي، چې ورسره به د احمدشاه بابا تاریخ یو ځلې بیا را ژوندی کړي.

هغه په خپلو پلویانو غږ کړی وو، چې حوصلې به نه بایلي، ځکه چې د هغه په وینا، خبرې اوس یو تاریخي پړاو ته داخلې شوې دي.