• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ۴۹۲ د ناامنۍ پېښې شوې دي

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۱

په خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد اداره وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۴۹۲ د ناامنۍ پېښې شوې دي. دغه اداره وايي، چې ۲۰۳ وسله وال یې هم وژلي دي.

د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) راپور ورکړی، چې یوازې په خیبر پښتونخوا کې ۴۹۲ ترهګریزې پېښې ترسره شوي.

راپور زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د وسله والو پر وړاندې ټولټال له ۲۰۰ څخه ډېر عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) په راپور کې راغلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۶۱۲ ترهګر نیول شوي دي.

همدا راز، دغو عملیاتو کې له ترهګرو یوه اندازه چاودیدونکې مواد او وسلې هم ترلاسه شوي دي.

بل خوا د تحریک طالبان پاکستان ډلې تازه په یوې اعلامیې کې ادعا کړې، چې د تېرې سپټمبر میاشتې په ترڅ کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ۲۶۲ بریدونو له امله ۱۳۷ کسان وژلي او ۱۸۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي په ګډون یو شمېر وسله والو ډلو خپلې حملې زیاتې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: تیرا کې طالبان د نشه يي توکو حاصلاتو کې خپله ونډه غواړي

۱۲ تله ۱۴۰۳ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۱

پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخواایالت په تیرا دره کې د نشه يي توکو له پلورونکو او کرګرو د خپلې ونډې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د تیرا په یو شمېر سیمو کې د لشکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان اړوند جنګیالو،چې د حکومت له خوا پرې بندیزونه لګول شوي، فعالیتونهبېرته محسوسیږي.

ډان د سیمه ییزو سرچینو له خولې وايي، تیراه د چرسو او کوکنارو د کر لپاره وړ ځمکې لري او ډېر کروندګرد ژوند چلونې لپاره پر دې دوو عایداتي سرچینو متکي دي.

د سرچینې په باور، د لشکر اسلام او تحریک طالبان پاکستان غړي د خپلو «تشو خزانو»د ډکولو لپاره د چرسو او کوکنارو په حاصلاتو کې ونډه غواړي.

دغه جنګيالي د تیرا په ځنګلي سیمو بتي، پیر مېله او تختکی کې فعال دي.

ورځپاڼې ته عیني شاهدانو ویلي، چې تېر ته په کتو جنګیالي په حاصلاتو کې د خپلې ونډې له ترلاسه کولو وروسته بېرته ستنیږي.

په ورته وخت کې د تیرا د قومي مشرانو یوه ۳۲کسیزه کمېټهجوړه شوې چې له حکومت سره په ګډه په سیمه کې د مرستې انډولیز وېش، سوله او امنیت ډاډمن کړي.

منظور پشتین د پښتونخوا پولیسو ته: د پنجابي بادار په خوښه مو پر خپلو پښتنو برید کړی دی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په یو ویډیويي پیغام کې د پښتونخوا پر پولیسو نیوکه وکړه او ویې ویل: "د خپل پنجابي بادار په خوښه مو په خپلو پښتنو برید وکړ".

نوموړي په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې په تنظیم کوونکو برید وغنده او پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې د جرګې ځای ته ځانونه ورسوي.
منظور پشتین وايي، پولیسو پر هغې خیمې برید کړی، چې د وژل شویو، لادرکه شویو او ځپل شویو پښتنو کورنۍ او د ورته پېښو شاهدان ورته راتلل.
پشتین ژمنه وکړه چې دغه برید او د خیمې سوځول دی له خپلې ارادې نه شي اړولای.
هغه پولیس په پیغوروزمه ژبه مخاطب کړل چې د پښتنو د وینې تویولو پرځای ښه داده چې مزدوري وکړي او ریړۍ وچلوي.
په ورته وخت کې د پي ټي ایم غړي وايي، په خیبر ولسوالۍ کې د قامي جرګې پر تنظیموونکو برید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه شوی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یوه مکتوب کې، چې د پي ټي ایم غړو خپور کړی، د خیبر پښتونخوا حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پي ټي ایم د فعالیتونو پر وړاندې زر او پرېکنده ګام واخلي.

100%


په دغه مکتوب کې پي ټي ایم د حکومت او حکومتي بنسټونو پر وړاندې د کرکې او قومي احساساتو په راپارولو تورن شوی.
په مکتوب کې لیکل شوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له قومي او قبیلوي احساساتو ګټه پورته کوي او بېلابېلې رسنۍ او تبلیغاتي توکي کاروي.
مکتوب دا ډل فعالیتونه د عامه امن او حکومتولۍ د اصولو کمزوري کول ګڼلي او د خیبر پښتونخوا حکومت ته پکې سپارښتنه شوې چې یاد غورځنګ ژور و څاري او ددغسې چلند د ډېریدو مخه ونیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو نیوکې کوي، چې د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه د پښتنو په سیمه کې نیابتي جګړې پرمخ وړي.

کرېکټ؛ د انګلستان د کرېکټ لوبډله د ټېسټ لوبلړۍ لپاره پاکستان ته ورسېده

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د انګلينډ لوبډله د درېيو ټېسټ لوبو د تر سره کولو لپاره پاکستان ته رسېدلې ده. د کرېکټ بورډ په خبره، چې انګلینډ لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د سياليو لپاره تمرينات پیل کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ په يوې اعلامیه کې ویلي، چې د بین سټوکس په لوبډلمشرۍ انګلينډ لوبډله به تر دوه ورځني استراحت وروسته د سياليو لپاره تياری ونيسي.

بورډ ویلي، چې د پاکستان او انګلستان تر منځ به لومړۍ او دويمه ټیسټ لوبه په ملتان کرېکټ لوبغالي کې د روانې میاشتې په اوومه نېټه پیل او تر ۱۹ مې نېټې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د کرېکټ درېیمه ټېسټ سيالۍ به د اکټوبر مياشتي له ۲۴ څخه تر ۲۸ نېټې د راولپڼډۍ په کرېکټ لوبغالي کې تر سره شي.

پاکستان کرېکټ لوبډله لا له وړاندې دغو سياليو ته په تیاريو او تمريناتو بوخته ده.

د پښتونخوا پولیسو د دویم ځل لپاره د پښتنو د قومي جرګې پر ځای برید وکړ

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، پولیسو په خیبر ولسوالۍ کې د جرګې لپاره پر ټاکل شوې سیمه د دویم ځل لپاره برید کړی او ډزې روانې دي. منظور پښتین په خپل اېکس کې د غورځنګ له ملګرو غوښتي چې د جرګې ځای ته ځانونه ور ورسوي. نوموړی وايي، بېګا هم پولیسو د دوی خېمې سوځولې او وسایل یې وړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو پر ستونزو د بحث لپاره د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو قومي جرګه یا عدالت په نامه جرګه رابللې

دغه غورځنګ د پښتنو بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او ولسي مشرانو ته دې جرګه کې د ګډون بلنه ور کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، تېره شپه هم پولیسو ددې جرګې د تنظیموونکو د راټولېدو پر ځای برید کړی و او یو شمېر وسایل، خیمې او نور توکي یې له منځه وړي او ځینې یې له ځانونو سره وړي دي.

له دې پېښې نږدې ۱۲ ساعته وروسته بیا د جرګې پر ځای برید شوی دی.
د دغه غورځنګ غړو پر ټولنیزو شبکو ویډیوګانې خپرې کړې، چې د جرګې په سیمه کې د ډزو غږونه پکې اورېدل کیږي.
منظور پشتین د خیبر پښتونخوا د پولیسو ددغه ګام تر شا څارګرې ادارې په لاس لرنه تورنوي او وايي، دا لومړی ځل دی، چې د پښتنو پر جرګې برید کیږي.

د عالمزېب مسید نیول

په ورته وخت کې د پي ټي اېم غړي وایي، چې پاکستاني پولیسو په دیره اسماعیل خان کې د دغه غورځنګ جګپوړی غړی عالمزیب مسید نیولی.

عالمزېب مسید د ورکو خلکو او د پاکستان په زندانونو کې د پښتنو زندانیانو په اړه د څیړنې او پلټنې ډلې غړی ګڼل کیږي.

هغه په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو، په ځانګړې توګه وزیرستان کې د ترهګرۍ خلاف د قبیلو د را پورته کېدو کمپاین پیل کړی و

پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ۶ بلوڅ وسله والو د وژلو خبر ور کړی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د پاکستان راډيو په خپل يوه خبر کې ويلي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان په هرنايي کې د عملياتو پر مهال د بي اېل اې یا بلوڅ ازادۍ پوځ ۶ وسله وال وژلي دي. په خبر کې راغلي، چې همدې ډلې د امنيتي ځواکونو او بې ګناه خلګو په وژلو کې لاس درلود.

جيونيوز هم د چهار شنبې په ورځ په ورته يوه خبره کې ويلي، چې پاکستاني ځواکونو په هرنايي کې دغه عمليات د دقیقو او پټو معلوماتو پر بنسټ کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې، په وژل شويو بلوڅ بیلتونپالو کې «شفو سمالاني، چې مستعار نوم یې تادين، سرمدخان مشهور په دستين، محمد ګل مري مشهور په وحيد بلوڅ، غلام قادر مري مشهور په انجير بلوڅ، عبيد بلوڅ مهشور په فدا او تاج محمد مشهور په بابل» شامل دي.

جيونيوز د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له قوله لکی، چې عمليات یې بريالي و او د خپلو ځواکونو ستاينه یې کړې.

نقوي ويلي: «امنیتي ځواکونو په خپل وخت اقدام کولو سره ترهګر ختم کړل (موږ) د امنیتي ځواکونو زړورتیا ته سلام کوو.»
بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بيلتونپالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ناامنۍ او جګړو شاهد وي.

بلوڅ بيلتونپال د خپلواکۍ غوښتنه کوي او د پاکستان حکومت يې پر وړاندي وسلواله مبارزه کوي.