• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني ولسمشر کرزي له افغانستان سره د جاپان د څه باندې اوه میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی

۱۷ تله ۱۴۰۳ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان سفارت له‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې له پروګرام سره په ښاري سیمو کې د زیانمنو خلکو د ژوند او چاپېریال د ښه‌والي په موخه د ۷،۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت د یوه تړون د لاسلیک کولو هرکلی کړی.

جاپان سفارت تېره ورځ دوشنبه د (تلې ۱۶مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې له پروګرام (یو این هبیتات) سره دغه تړون لاسلیک کړی.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ویلي چې د دغې پروژې له لارې به په کابل او هرات کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د ژوندانه له لومړنیو خدمتونو، روغتیا او بیارغولو له خدمتونو برخمن شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې د درېیو لسیزو جګړې له امله رامنځته شوي بشري او اقتصادي وضعیت او طبیعي افتونو له امله خلکو ته زیانونه اوښتي او اړتیاوې یې زیاتې شوې دي.
د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې د دغې پروژې په ټاکل شویو سیمو کې د هرات زلزله‌ځپلې سیمې هم شاملې دي. کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشی کورومیا هم وایي چې، هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.
دغه تړون لیک د دوشنبې په ورځ په کابل کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) ترمنځ لاسلیک شو او ویل شوي چې بل هوکړه لیک به ډېر ژر د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (جایکا) او د ملګرو ملتونو د مېشتېدنې د پروګرام ترمنځ لاسلیک شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام لیکلي: «افغانستان دا مهال له یوه بې ساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی.»
د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د کابل او هرات په ۳۸ ځایونو کې د اوبو، روغتیا او فاضله اوبو سیستمونه جوړ شي.
د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان په نړۍ کې یو له سترو او پیچلو بشري ناورینونو سره مخامخ هیواد دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

چینايي مېرمنې په افغانستان کې له طالبانو سره د هغوی په ټوپک لوبې کوي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له سخت دریځ او تاوتريخوالي سربیره، طالب جنګيالي له بهرنيو ښځو سره توپيري چلند کوي. د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې چینایي میرمنې، امریکايي وسلې په لاس له طالب جنګیالیو سره انځورونه اخلي او له طالبانو سره په ګډه ډوډۍ خوري.

په دغو انځورونو کې چینايي میرمنې په یو هوټل کې له طالبانو سره په یو دسترخوان ډوډۍ خوري. دوی د امریکايي وسلو سره د وسله والو طالبانو تر څنګ انځورونه اخلي یا د ساتونکي رول لوبوي. دغه میرمنې د کابل په پارکونو او د وزیر اکبر خان تپه کې له طالبانو سره ګرځي.

په یو انځور کې یوه چینایي ښځه په یوه څوکۍ ناسته ده او طالب عسکر یې تر شا ولاړ دي.

100%

په یو بل انځور کې یو طالب سرتیری له دوو چینایي ښځو سره چې اسلامي حجاب یې اغوستی لیدل کیږي چې په ظاهره له ښاره بهر په یوه باغ کې دي.

په بل انځور کې یوه چینايي ښځه لیدل کیږي چې په یو رسټورانټ کې له دوو طالب سرتیرو سره ډوډۍ خوري. دا څرګنده نه ده چې رسټورانټ په کوم ولایت کې موقعیت لري.

100%

په یو بل انځور کې بیا یوه چینايي ښځه او یو طالب سرتیری لیدل کیږي چې د امریکايي وسلو سره د نښه ویشتلو انداز کوي.

کله کله هم طالبان د فلمي لوبغاړو په شان له چینايي ښځو سره اوږه په اوږه انځورونه اخلي. په دې انځورونو کې ډیری چینایي میرمنې پرته له حجاب څخه دي او د بدن ځینې برخې یې لیدل کیږي.

100%

دا انځورونه له بهرنیو ښځو سره د طالبانو د دوستانه او زړه سواند چلند ښکارندويي کوي، خو له افغان ښځو سره ورته چلند نه کوي. د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

چین په افغانستان کې له طالبانو سره ډېرې نږدې او ژورې اړیکې لري. چین له طالبانو سره د کانونو، تیلو او ګازو او پراختیایي پروژو لسګونه تړونونه لاسلیک کړي دي. دغه هیواد په چین کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او په نړیواله کچه د دې ډلې د دریځ دفاع کوي.

دا انځورونه په داسې حال کې خپاره شوي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو بې ساري بندیزونه لګولي دي.

100%

د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون له مخې، په عامه ځایونو کې د ښځو غږ "عورت" بلل شوی. ښځې له شرعي محرم پرته بهر ته د تګ اجازه نه لري. ښځې اجازه نه لري چې پارکونه او عامه ځایونه وکاروي. حمامونه او ارایشګاه‌ګانې د ښځو پر مخ تړل شوي دي.

د بشري حقونو فعالانو، یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د اروپا پارلمان پر افغان مېرمنو ډېریدونکي محدودیتونه "د بشریت پر وړاندې د جرمونو او د جنسیتي توپیر یوه ښکاره بېلګه" بللې ده.

د امریکا شل کلنه جګړه؛ له ۲۲۲ زره زیات ملکي وګړي، امنیتي ځواکونه، طالبان او داعش وژل شوي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۸ GMT+۱
•
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنډله

د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۴۶ زره او ۳۱۹ ملکي وګړي، له ۸۶ زره زیات امنیتي ځواکونه او له ۹۰ زرو زیات طالبان، داعش، حزب اسلامي او نور وسله وال په مخامخ جګړو، بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

د اکټوبر اوومه نېټه پر افغانستان د متحده ایالاتو د برید له ۲۴مې کالیزې سره برابره ده، چې طالبان یې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ګڼي او د متحده ایالاتو پوځي جنرالان یې په غونډو او بحثونو کې تجربې او خاطرې شریکوي.

دا ورځ د یوې شل کلنې جګړې پیل و، چې پای یې هم د افغانانو لپاره خورا غموونکی و.

ایا متحده ایالاتو په دغه شل کلنه جګړه کې هغه څه ترلاسه کړل، چې د هغو لپاره یې په لسګونو زره پوځیان افغانستان ته ولېږل او دوه تریلیونه ډالره لګښت یې وکړ؟

ګڼ امریکايي جنرالان او د ددغه هېواد سیاسي محافل د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان نه د متحده ایالاتو وتل د خپل شل کلن جګړه ییز ماموریت او د جګړې د روایت د تثبیت لپاره نه جبرانیدونکې ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.

جنرال کنت مکنزي، چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر یې مدیریت کاوه، په دې باور دی، چې دغسې وتل یوه تېروتنه وه او نه یوازې دا چې القاعدې او داعش وسله والو ډلو ته یې د خپلو وړتیاوو د بېرته رغونې فرصت ورکړ، بلکې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څېر دېکتاتوران یې زړور کړل چې وروسته پر اوکراین برید وکړي.

د متحده ایالاتو شل کلنه جګړه پای ته رسېدلې، خو هلته افغانستان لاهم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د افغانستان انټرنشنل رپوټونه ښيي، چې د القاعدې په څېر وسله والې جنګیالۍ ډلې بېرته خپلو زړو سنګرونو ته را ستنې شوې او لاهم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره بالقوه ګواښ دي.

دې مسالې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د شل کلن حضور د اهدافو او ګټې په تړاو ، چې د لسګونو زره ملکي او پوځي تلفاتو او میلیاردونو ډالره لګښتونو په بیه تمام شوی، پوښتنې را ټوکولې دي.

د متحده ایالاتو کورني سیاست او په نویو نړیوالو معادلاتو او شخړو کې د واشنګټن ښکیلتیاو د کابل پر لور د لویدیځ پاملرنه کمه کړې، خو طالبانو ته یې وخت ورکړی چې د نړۍوالې ټولنې دغه بوختیاوې د ځان لپاره فرصت وګڼي.

100%

ملکيان؛ نرم هدف

افغان ملکي وګړي، چې ډېر وخت د ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد جګړې اصلي اهداف ګرځېدلي، د دغې جګړې د روایت له پیل او پایه ترخې خاطرې لري.

د جګړې د لګښتونو پروژې د پلټنو له مخې، د افغانستان په شل کلنې جګړې کې ۴۶ زره او ۳۱۹ ملکي کسان د مستقیمو بریدونو له لارې وژل شوي دي.

د اوپسالا د شخړې د معلوماتو پروژه د دې جګړې د ټولو تلفاتو شمېر ۲۱۲ زره او ۱۹۱ تنه ښيي. 

د دې پروژې د شمېرو له مخې، د متحده ایالاتو او ناټو په ترهګرۍ ضد جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په افغانستان او پاکستان کې ۲۴۳ زره کسان وژل شوي، چې ۷۰ زره یې په مستقیم ډول په نښه شوي.

رحیم الله چې د کابل په زنبق څلولارې کې د طالبانو له ځانمرګي بریده روغ وتلی و، د هغې پېښې ترخې شیبې ور یادوي.

هغه وايي: « زه د وزیر اکبرخان په ۱۵ سړک کې وم، چې ټانکر وچاودېد او ټوله سیمه له دود ډکه شوه. په سیمه کې هره خوا د بې ګناه خلکو مړي پراته وو».

دغه برید چې ټانکر پکې کارول شوی و، ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ ته نږدې په زنبق څلور لارې کې ترسره شو.

په برید کې تر اتیا زیات کسان مړه او تر ۳۰۰ نور ټپیان شول.

د هغه په باور، دی نه پوهیږي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې څه غوښتل، ځکه اوس بېرته د دوه زرم کال وضعیت حاکم دی.

له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ملکي مرګ ژوبلې دګراف د صعود نقطې ډېرې دي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې متحده ایالاتو له افغانستان نه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، طالبانو ځانونه د بې پیلوټه الوتکو له څار او هوايي بمباریو نه خوندي و انګیرل او دې چارې ددې ډلې په قوماندانانو او جنګیالیو کې د ډېرو سیمو د نیولو او نفوذ خپراوي حرص ته وده ورکړه. له ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د نفوذ او کنټرول جګړې څپې شدیدې شوې او وسله والو ډلو د سولې او پخلاینې خبرو اترو ته له ارزښت ورکولو پرته د قدرت د غځولو هڅې چټکې کړې.

د دې جګړو شدت د ملکي مرګ ژوبلې شمېر هم لوړ کړ او د رپوټونو له مخې، په منځني ډول هرکال درې زره ملکي کسان وژل کېدل.

د واټسن انسټیټیوټ څیړنو له مخې، په دې جګړه کې شپږ امریکايي ملکیان، ۷۴ د رسنیو کارکوونکي، ۴۴۶ د خیرښیګڼې سازمانونو کارکوونکي هم وژل شوي.

په لاندې ګراف کې لیدل کیږي، چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د ترهګرۍ ضد جګړې او طالبانو د بریدونو په پایله کې ملکي مرګ ژوبله کال پر کال لوړیږي.

100%

امریکايي جنرالانو ، چې په افغانستان کې یې د جګړې قومانده پرغاړه درلوده، په دې اعتراف کړی چې د افغانستان جګړه د ملت جوړونې او دولت جوړونې لپاره نه وه.

د دې جګړې اصلي هدف د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړل و، چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې او ورته نورو ترهګریزو پېښو مدیریت یې کاوه.

د امریکايي سرتېرو لپاره د جګړې هدف او د متحده ایالاتو خوندیتوب تر نورو هغو لوړ ارزښت و. په دې جګړه کې شاوخوا دوه زره ۳۲۴ امریکايي پوځیان او د هغوی درې زره او ۹۱۷ قراردادي سرتېري چې ددوی د تدارکاتو مسوولیت یې برغاړه درلود، ووژل شول.

د امریکا د متحدانو او ناټو لپاره هم دا جګړه د ۱۱۴۴ سرتېرو په بیه تمامه شوه، خو له دې سره سره تر اوسه د جګړې د روایت د تثبیت لپاره اصلي پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړل شوی.

100%

د جمهوري نظام امنیتي ځواکونه

په نړۍوالو متحدانو متکي یو ارماني ځواک د دې جګړې تر ټولو ازاروونکی او غمجن داستان لري. دا د افغان امنیتي ځواکونو داستان دی، چې د جګړې تر ټولو ستر بار او د ډګر د پرېښودو پیغور دواړه په اوږو وړي.

په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴او ۲۰۲۱ کال کې چې یو خوا دغو ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد بهیر، هغوی د جګړې لومړۍ کرښې ته سوق کړل او بل پلو د جګړې په ډګر کې یوازې پرېښودل شول.

دغو ځواکونو په تېرو دوه لسیزو کې تر ۸۰ زرو ډېر امنیتي سرتېري او پولیس له لاسه ورکړل، خو له دې سرښندنو سره - سره د جګړې پای د دوی لپاره خورا غموونکی و.

د افغانستان انټرنشنل د یو څېړنیز راپور له مخې، د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د جمهوري دولت څه باندې ۸۶ زره سرتېري، استخباراتي کارکوونکي او ملاتړي وسله وال وژل شوي، ۱۱۱زره ۴۸۱ ټپیان شوي او لس زره ۸۵۴ کسان معلول شوي دي.

100%

دا مرګ ژوبله په مخامخ جګړو، ځانمرګو او چریکي بریدونو او د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې رامنځته شوې ده.

له دې سره، یو شمېر بهرنیو بنسټونو لکه یوناما، کورنیو څېړنیزو مرکزونو، یو شمېر پوهنتونونو او رسنیو د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلې شمېرې په ګوته کړې، خو د اکثرو ترمنځ یې توپیر شته او د دی لامل هم اصلي معلوماتو او ماخذونو ته کم لاسرسی دی.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو، د ملي امنیت ریاست او د جمهوري دولت د ملي امنیت شورا د توحید د مرکز شمېرې ښیي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ زره ۷۲۲د ملي پوځ سرتېري وژل شوي، څه باندې ۴۴ زره ټپیان شوي او څلور زره او ۳۲۱ معلول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت اړوند ملي پولیس، سرحدي پولیس، عامه نظم، سیمه ییز پولیس او د چټک غبرګون ۴۵ زره ۲۶۲ سرتېري وژل شوي، څه باندې ۵۶ زره ټپیان شوي او شپږ زره ۲۱۶ معلول شوي دي.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ملي امنیت ادارې اړوند ۹ زره ۵۱استخباراتي کارکوونکي، سرتېري او د ملي امنیت په مرسته پاڅون کوونکي وژل شوي، ۱۱زره ۳۷۱ ټپیان شوي او ۳۱۷ کسان معلول دي. د جمهوري دولت د توحید مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د صفري قطعاتو له جوړېدو څخه د دولت تر سقوط پورې ۴۳۲ د صفري قطعاتو سرتېري چې د امریکا په مستقیمه مالي او تخنیکي مرسته سمبال وو، وژل شوي او ۳۱۲ټپیان شوي.

سره له دې چې د مخالفو وسله والو، چې طالبان، پاکستاني جنګیالي، داعش، القاعده او د اسلامي حزب جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي، د خپرو شویو رپوټونو د مقایسې پربنسټ، د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهیدانو او معلولانو وزارت د شمېرو او د جمهوري دولت د امنیت شورا د رپوټونو په استناد، شاوخوا ۹۰ زره د جمهوري دولت مخالف وسله وال وژل شوي.

د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې یوازې د افغان طالبانو د وژل شویو جنګیالیو شمېر شاوخوا۵۳ زره تنه ښودل کیږي.

خو د دوی لپاره دغه مرګ ژوبله ډېره غموونکې نه ده، ځکه کابل اوس د دوی په لاس کې دی.

دې مرګ ژوبلې ته په کتو، افغانان دا پوښتنه خپل حق ګڼي، چې د اکتوبر پر اوومه د جګړې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو مخکینی روایت ولې د جګړې په پای کې تغییر وخوړ او د سولې خبرو اترو په جریان کې کابل او ولایتونه یو په بل پسې د طالبانو ډلې لاسونو ته ولوېدل.

د افغانستان د زونونو اتلانو فوټبال سيالۍ په درېيو زونو کې پیل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د فوټبال فدراسیون ویلي، چې د افغانستان د فوټبال د زونونو د اتلولۍ سیالۍ نن په سویل لویدیځ، شمال ختیځ او لویدیځ زونونو کې پیل شوې. په پيل شویو سياليو کې په لومړۍ ورځ هارون پوپل، استقلال الفت، شاهين، عقاب پامير، نورزاد او صرافانو لوبډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه.

د سوېلي زون فوټبال سيالۍ، چې د هلمند په کوربتوب پيل شوي په لومړۍ لوبه کې د هملند هارون پوپل لوبډلې ۴ د صفر په مقابل کې د ارزګان میوند لوبډلې ته او په دويمه لوبه کې د کندهار استقلال الفت لوبډلې ۴ د ۲ په مقابل کې د غزنې شهادت لوبډلو ته ماتې ورکړي.

د شمال ختيځ زون فوټبال سيالۍ بیا د کندز په کوربتوب پيل شوي دي.

د سياليو په لومړۍ ورځ د بغلان شاهين فوټبال لوبډلې ۳ پر ۱ د بامیان ځوانانو لوبډلې ته او په دويمه لوبه کې د بدخشان عقاب پامير لوبډلې ۴ پر يو د تخار شيوا لوبډلو ته ماتې ورکړه.

د لوېديځ زون فوټبال سیالۍ د هرات په کوربتوب شروع شوي دي.

د سياليو په لومړۍ لوبه کې د نيمروز نورزاد لوبدلې ۲ پر ۱ د بادغيس اتحاد لوبدله ماته کړه او په دويمه سيالۍ کې بيا د هرات صرافان فوټبال لوبډلې ۲ پر صفر د فراه معارف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

100%

طالبانو امريکا په افغانستان کې په اشغال، ظلمونو او وژنو تورنه کړې

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱

طالبانو په افغانستان د امریکا د برید د ۲۳ مې کلیزې په مناسب يوه اعلاميه کې دغه هیواد په تېرو څه باندي دوو لسيزو کې په افغانستان کې په اشغال، ظلم او وژنو تورن کړی او خوښي يې ښودلې، چې د دوی د «جهاد» له کبله امریکا ماته شوې ده.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ مه امريکا پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو لومړنۍ واکمني یې ړنګه کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ يوې اعلاميه کې ويلي: « له نن څخه ۲۳ کاله وړاندي امریکا په خورا ظلم او وحشت سره پر افغانستان تیری وکړ.»

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې د امريکا «اشغال شل کاله دوام وکړ» او له امله يې «وژنې، ظلمونه، کډوالۍ رامنځ ته شوې او کمزورۍ اقتصاد یې پرېښود.»

طالبانو په خپله اعلاميه کې د امریکا په وړاندي خپل «جهاد او مبارزه» بريالۍ بللې او ليکلي يې دي: « په افغانستان کې امریکایي اشغال د الله په نصرت پای ته رسېدلی، اسلامي نظام حاکم شوی چې د شکر او خوښۍ ځای دی.»

طالبانو له خلګو غوښتي، چې په راتلونکي کې هم د خپل «دين او عقيدې» څخه دفاع ته تیار واوسي او د دوی لاره تعقيب کړي.

پوره ٢۳ کاله وړاندې د اکتوبر په اوومه نېټه د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه افغانستان ته ننوتل او په دې سره یې د طالبانو لومړۍ واکمني له منځه يو وړه.

د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته دغو ځواکونو په افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره شل کاله مبارزه وکړه.

خو له افغانستان څخه د امريکایي او نورو بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته بیرته طالبان پر افغانستان واکمن شو او اوس په افغانستان کې ترهګرۍ ډلې لا هم فعاله دي.

طالبانو په غزنې کې یو شمېر کسان نيولي چې د څاګانو سرونه یې نه وو پټ کړي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزرات د غزنې په ده یک ولسوالۍ کې یو شمېر هغه کروندګر او د ځمکو خاوندان نيولي، چې د برمو پر مټ د کېندل شوو څاګانو سرونه یې نه وو پټ کړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت څو ورځي وړاندي د هر ډول کېندل شویو څاګانو خاوندانو ته خبرداری ورکړی و، چې د بدو پېښو د مخنيوي لپاره د څاګانو سرونه پټ کړي.

سرچينو د دوشنبې په ورځ د غزنې د ده یک ولسوالۍ څخه د طالبانو هغه ويډيو خپره کړې، چې یو شمیر کسان يې نيولي او هغه کېندل شوي څاګانې له خاورو ډکې کړي، چې سرونه یې نه پټ شوي.

سرچینه وایي، چې د طالبانو کورنيو چارو وزارت له لوري ټاکل شوې کمېټې د دې ولایت د قومندانۍ په همکارۍ په ولسواليو کې د کېندل شویو څاګانو څخه څارنه کوي او هغه کسان نیسي، چې د څاګانو سرونه یې نه وي پټ کړي.

سرچینه وایي، چې طالبانو تر دا مهاله په ده یک ولسوالۍ کې پنځه کروندګر او باغ لرونکي، چې ژورې څاګانې يې کېندلې وې او سرونه یې نه وو پټ کړي نيولي، چې له ډلې یې درې کسان د قومي سپين ږرو په ضمانت خوشي شوی او دوه کسان یې زنداني شوي دي.

په ويديو کې معلوميږي، چې طالبانو د یو کس لاسونه تړلې او خلګو ته بیا خبردارۍ ورکوي، چې د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي.

طالبان په دغه ويډيو کې وايي: « موږ په ټولو ولسواليو کې ګرځو او هغه کسان نيسو، چې د څاګانو سرونه يې نه وي پټ کړي.»

طالبانو تر اوسه دې کسانو ته د بند د مودې، جريمې او سزا په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځي مخکي طالبانو خلګو ته په يو خبرداري کې ویلي وو، چې له هغو کسانو سره به جدي او قانوني چلند وکړي، چې د څاګانو سرونه یې نه وي پټ کړي.

څاګانو یا برمو ته د ماشومانو لوېدلو پېښې تر ډېره د افغانستان په سويلي ولایتونو کې رامنځ ته شوي.

ډېر مهال برمو ته لویدلي ماشوم تر ډېرو هڅو وروسته بیا هم نه دي ژغورل شوي.

څو ورځي وړاندې، په وروستۍ پېښه کې د غزنې په دهیک ولسوالۍ کې طالبانو د عبيدالله په نوم برمې ته لوېدلی ماشوم ونه شو ژغورلی او د ژغورنې په دې عملياتو کې د يو طالب په ګډون درې نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه ماشوم څلور شپې په برمه کې بند پاته و.

طالبانو د برمې څنګ ته یو کنده اېستلې وه ترڅو ماشوم وژغوري، چې د ګاز نيونې له کبله د ژغورنې ډله هم مړه شوه.