سږ کال په خوست، پکتیا او پکتیکا کې عشر پاکستاني طالبانو اخیستی

په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ځڼغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د حاصلاتو عشر سږکال بهرنیو وسله والو ټول کړی دی.

په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ځڼغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د حاصلاتو عشر سږکال بهرنیو وسله والو ټول کړی دی.
په خوست او پکتیکا کې د ځڼغوزیو او چارمغزو سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې له دوی نه یوازې مالیه اخستې، خو عشر ور څخه د پاکستان د طالبانو تحریک او حافظ ګل بهادر اړوند ډلو ټول کړی دی.
د خوست د ځڼغوزیو مارکېټ کې یوه سوداګر افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې «سږ کال په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د طالبانو حکومت د ځڼغوزیو پر حاصلاتو یوازې مالیه واخیسته ، خو خلکو ته یې وویل چې عشر په خپله خوښه چاته ور کړي».
د نوموړي په باور، داسې ښکاري چې حکومت عشر نورو جنګیالیو ډلو ته وربښلی، ځکه پر هغوی په عامو ځایونو کې د چندې ټولولو بندیز دی.
هغه افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې د ځڼغوزیو د عشر ډېره برخه د مداخېلو طالبانو ټوله کړې، چې د حافظ ګل بهادر ډله پورې تړلي دي.
د پکتیکا په ارګون کې چې د ځڼغوزیو ستر مارکېټ ګڼل کیږي، یو تن له نوم ښودنې پرته افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې « د تحریک غړي له محلي ملا امانو سره د دوی کورونو ته ورځي او له قبیلو نه د ځڼغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو د حاصلاتو عشر غواړي».
د سرچینې په وینا، سږ کال د عشر ډېره برخه د ځدراڼ قبیلې اړوند ولسوالیو کې ټوله شوې ده.
دغه عشر د ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر دواړو ډلو ته د جنس او نغدو پیسو په ډول ور کړل شوی دی.
هغه زیاتوي: « د پکتیکا د خروټیو په سیموخلکو خپل حاصلات په ونو کې خرڅ کړي وو، نو د عشر پرځای یې جنګیالیو ته نغدې پیسې ور کړې».
هغه وايي، پر ډیورنډ کرښه پراته ډېر خلک د پاکستان مخالف دي او له همدې امله یو شمېر خلک په خپله رضا دې ډلو ته عشر ور کوي.

تېرکال په سپټمبر کې د خوست د ځڼغوزیو سوداګرو د طالبانو له حکومت نه وغوښتل، چې پر چهارمغزو او ځڼغوزیو دې یا ټکس واخلي او یا مالیه، ځکه بیه یې لوېدلې او جلغوزي د بندو لارو او د سړو خونو د نشتوالي له امله له خوسا کېدو سره مخ دي.
سږ کال د خوست او پکتیکا ولایتونو په مارکېټونو کې یو کیلو ګرام ښه ځڼغوزي په ۱۷۰۰ او ۱۷۲۷ افغانیو پلورل کیږي.
د سوداګرو په وینا، د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو د ځڼغوزیو حاصلات هرکال ۳۵ زره ټنو ته رسیږي خو سږ کال د بارانونو له امله حاصلات ډېر شوي دي.
دغه ځڼغوزي ډېری د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ او د خوست دوه سړکه او د خوست مرکز اداري کمپلکس مخې ته سره راغونډیږي.
د پکتیا او پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو د شمېرو له مخې، په دغو دوو ولایتونو کې هر کال د ځڼغوزیو له درکه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کیږي، چې یوه برخه یې کروندګرو او سوداګرو ته بېرته بښل کیږي.


د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله یوازینی کس دی، چې د ډېری سني مذهبه جهادي ډلو بیعت له ځان سره لري. ملا هبت الله ته نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د القاعدې او ټي ټي پي په ګډون ګڼو سني جهادي ډلو له نوموړي سره بعیت کړی دی.
القاعده
د څېړنو پر اساس د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې شبکه لومړی جهادي ډله وه، چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال د دې ډلې له بنسټګر ملا محمد عمر سره بعیت اعلان کړ.
د پلټنو له مخې، القاعدې خپل بیعت څو ځله تازه کړی دی.
په دویم ځل د ډاکتر ایمن الظواهري په مشرۍ دې شبکې له ملا اختر محمد منصور سره او د هغه له وژل کېدو وروسته د طالبانو له اوسني مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره هم بعیت اعلان کړی و.
خو د طالبانو څو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کابل کې د ډاکتر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د دې شبکې اوسني مشر سیف العدل هم له ملا هبت الله اخوندزاده سره یوځل بیا بیعت تازه کړی دی.
په افریقا او یمن کې له القاعدې سره تړلو وسله والو ډلو هم له ملا هبت الله سره بیعتونه کړي دي، چې په دې ډله کې په سومالیه کې الشباب، نایجریا کې بوکو حرام، د افریقا شمال لویدېځ کې اسلامي مغرب، جماعت ناصر الاسلام والمسلمین او په لیبیا کې انصار الشعریه هغه جهادي تنظیمونه دي، چې د القاعدې چتر لاندې فعالیت کوي خو ځینو یې جدا - جدا د افغان طالبانو له مشر ملاهبت الله سره بعیت اعلان کړی دی.
پاکستاني وسله والې جهادي ډلې
د پاکستان وسله والو جهادي ډلو کې تحریک طالبان پاکستان یوازینۍ او لومړنۍ ډله ده، چې د بیت الله مسید په مشرۍ یې د بنسټ اېښودو له ورځې د افغان طالبانو له مشر سره بعیت کړی و.
خو وروسته دا بیعتونه تازه شوي او په وروستي ځل د تحریک طالبان پاکستان اوسني مشر مفتي نور ولي مسید په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره خپل بعیت له ملاهبت الله سره تازه کړ.
هغه د ۲۰۲۱ کال اګست پر۱۹مه په یوه ویډیويي پیغام کې طالبانو ته د بري مبارکی ورکړه او یو ځل بیا یې خپل بعیت د طالبانو له مشر ملاهبت الله سره تازه کړ.
د څېړنو له مخې، په پاکستان کې یوازې ټي ټي پي نه ده، چې له ملا هبت الله سره یې بیعت اعلان کړی. په دغه هېواد کې د پاکستان جیش محمد، حرکت المجاهدین، لشکر طیبه ډلو هم له ملاهبت الله سره خپل بیعت اعلان کړی و.
د تازه معلوماتو له مخې، په دې وروستیو میاشتو کې ځینې پاکستانۍوسله والې جهادي ډلې جیش محمد او لشکر طیبه، چې د پاکستان له استخباراتو سره نږدې اړیکې لري، له داعش خراسان ډلې سره یوځای شوې او له ملاهبت الله سره یې خپل بیعت پای ته رسولی.
د مرکزي اسیا هېوادونو وسله والې ډلې
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د لومړۍ دورې پر مهال د مرکزي اسیا او چین اویغور وسله والو حضور درلود او هغه وخت کې ازبکستان اسلامي غورځنګ او د شرقي ترکستان غورځنګ هغه جهادي ډلې وې، چې د طالبانو له مشر سره یې بیعت کړی و؛ خو دا بیعت بیا په ۲۰۱۴ کال کې له منځه لاړ.
په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو له پیل سره د شرقي ترکستان غورځنګ تر چتر لاندې ایغور جنګیالي او ازبکستان اسلامي غورځنګ د افغانستان زابل ولایت ته کډه شول.
د طالبانو او د چینایانو تر منځ د نږدې اړیکو پر اساس، د ملا منصور په مشرۍ طالبانو د پیراغا په قومانده سره قطعه زابل ته د عملیاتو لپاره واستوله او د ایغوریانو جلا شوي جنګیالي یې د هغوی له مېرمنو او بچیانو سره ووژل.
له دې پېښې وروسته شرقي ترکستان غورځنګ له طالبانو فاصله اخیستې او پر طالبانو هغه پخوانی اعتبار نه کوي.
د طاهر یولداش په مشري ازبکستان اسلامي غورځنګ د طالبانو د بنسټګر ملا عمر سره بیعت کړی و؛ خو هغه بیعت هغه وخت ختم شو، چې په ۲۰۱۴ کې د زابل په عملیاتو کې دوی هم په نښه شول او له هغه وروسته یې له طالبانو فاصله اخیستې او اوس مهال کوم بیعت نه لري.
د منځني اسیا هېوادونو جهادي ډلو یو شمېر وسله وال چې اوس زیاتره له داعش خراسان ډلې سره یوځای شوي، د طالبانو پرضد فعالیتونو ته یې مخه کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال وايي، د لمري برېښنا پراختيايي پروژې، د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیاينه سربېره له اقليمي بدلون سر مبارزه کې هم مرسته کوي.
د ملا برادر دفتر په یوه اعلامیه کې وايي، نوموړي د کابل سروبي کې له نغلو بند سره نږدې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمري برېښنا پروژې د عملي چارو پرانیسته کې نن دا خبره وکړه.
افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ تر ټولو اووم زیانمنوونکی هېواد دی، خو د اقلیم ککړتیا کې یې ونډه ۰.۰۸ سلنه ده.
ملا برادر په خپلو خبرو کې پر نړیوالو هم غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون مبارزې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې له امله یې هر کال په لسګونه میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته ور کوي.
د ملا برادر په خبره: «د برېښنا د تولید دا ډول پروژې په تدريجي توگه پر وارداتي برېښنا زموږ اتکا کمولی او په کور دننه له موجودو سرچینو خپله اړتیا پوره کولی شي.»
ملا برادر وايي، د لمري برېښنا تولید سره به په هېواد کې د پانگونې مقدار، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړه کړي او همدا راز به له هېواد د اسعارو د وتلو مخه ونيسي.
طالبان وايي په سروبي کې دا د ۲۲.۷۵میګاواټه لمري برېښنا د تولید پر پروژه د ۷۷ترکي او زولرستان داخلي شرکت له لوري شاوخوا ۱۸میلیون ډالره پانګونه کېږي.
د دوی په خبره، د دې پروژې چارې به د یو کال په جریان کې بشپړې او تر یوې اندازې به د کابل ښاریانو او د ځینې فابریکو برېښنايي اړتیا پوره کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان سفارت لهخوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې له پروګرام سره په ښاري سیمو کې د زیانمنو خلکو د ژوند او چاپېریال د ښهوالي په موخه د ۷،۳۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت د یوه تړون د لاسلیک کولو هرکلی کړی.
جاپان سفارت تېره ورځ دوشنبه د (تلې ۱۶مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې له پروګرام (یو این هبیتات) سره دغه تړون لاسلیک کړی.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ویلي چې د دغې پروژې له لارې به په کابل او هرات کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان د ژوندانه له لومړنیو خدمتونو، روغتیا او بیارغولو له خدمتونو برخمن شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې د درېیو لسیزو جګړې له امله رامنځته شوي بشري او اقتصادي وضعیت او طبیعي افتونو له امله خلکو ته زیانونه اوښتي او اړتیاوې یې زیاتې شوې دي.
د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې د دغې پروژې په ټاکل شویو سیمو کې د هرات زلزلهځپلې سیمې هم شاملې دي. کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشی کورومیا هم وایي چې، هېواد یې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.
دغه تړون لیک د دوشنبې په ورځ په کابل کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو این هبیتات) ترمنځ لاسلیک شو او ویل شوي چې بل هوکړه لیک به ډېر ژر د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (جایکا) او د ملګرو ملتونو د مېشتېدنې د پروګرام ترمنځ لاسلیک شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام لیکلي: «افغانستان دا مهال له یوه بې ساري بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی.»
د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د کابل او هرات په ۳۸ ځایونو کې د اوبو، روغتیا او فاضله اوبو سیستمونه جوړ شي.
د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغانستان په نړۍ کې یو له سترو او پیچلو بشري ناورینونو سره مخامخ هیواد دی.

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له سخت دریځ او تاوتريخوالي سربیره، طالب جنګيالي له بهرنيو ښځو سره توپيري چلند کوي. د افغانستان انټرنشنل له خوا ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې چینایي میرمنې، امریکايي وسلې په لاس له طالب جنګیالیو سره انځورونه اخلي او له طالبانو سره په ګډه ډوډۍ خوري.
په دغو انځورونو کې چینايي میرمنې په یو هوټل کې له طالبانو سره په یو دسترخوان ډوډۍ خوري. دوی د امریکايي وسلو سره د وسله والو طالبانو تر څنګ انځورونه اخلي یا د ساتونکي رول لوبوي. دغه میرمنې د کابل په پارکونو او د وزیر اکبر خان تپه کې له طالبانو سره ګرځي.
په یو انځور کې یوه چینایي ښځه په یوه څوکۍ ناسته ده او طالب عسکر یې تر شا ولاړ دي.

په یو بل انځور کې یو طالب سرتیری له دوو چینایي ښځو سره چې اسلامي حجاب یې اغوستی لیدل کیږي چې په ظاهره له ښاره بهر په یوه باغ کې دي.
په بل انځور کې یوه چینايي ښځه لیدل کیږي چې په یو رسټورانټ کې له دوو طالب سرتیرو سره ډوډۍ خوري. دا څرګنده نه ده چې رسټورانټ په کوم ولایت کې موقعیت لري.

په یو بل انځور کې بیا یوه چینايي ښځه او یو طالب سرتیری لیدل کیږي چې د امریکايي وسلو سره د نښه ویشتلو انداز کوي.
کله کله هم طالبان د فلمي لوبغاړو په شان له چینايي ښځو سره اوږه په اوږه انځورونه اخلي. په دې انځورونو کې ډیری چینایي میرمنې پرته له حجاب څخه دي او د بدن ځینې برخې یې لیدل کیږي.

دا انځورونه له بهرنیو ښځو سره د طالبانو د دوستانه او زړه سواند چلند ښکارندويي کوي، خو له افغان ښځو سره ورته چلند نه کوي. د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
چین په افغانستان کې له طالبانو سره ډېرې نږدې او ژورې اړیکې لري. چین له طالبانو سره د کانونو، تیلو او ګازو او پراختیایي پروژو لسګونه تړونونه لاسلیک کړي دي. دغه هیواد په چین کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او په نړیواله کچه د دې ډلې د دریځ دفاع کوي.
دا انځورونه په داسې حال کې خپاره شوي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو بې ساري بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون له مخې، په عامه ځایونو کې د ښځو غږ "عورت" بلل شوی. ښځې له شرعي محرم پرته بهر ته د تګ اجازه نه لري. ښځې اجازه نه لري چې پارکونه او عامه ځایونه وکاروي. حمامونه او ارایشګاهګانې د ښځو پر مخ تړل شوي دي.
د بشري حقونو فعالانو، یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د اروپا پارلمان پر افغان مېرمنو ډېریدونکي محدودیتونه "د بشریت پر وړاندې د جرمونو او د جنسیتي توپیر یوه ښکاره بېلګه" بللې ده.

د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۴۶ زره او ۳۱۹ ملکي وګړي، له ۸۶ زره زیات امنیتي ځواکونه او له ۹۰ زرو زیات طالبان، داعش، حزب اسلامي او نور وسله وال په مخامخ جګړو، بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.
د اکټوبر اوومه نېټه پر افغانستان د متحده ایالاتو د برید له ۲۴مې کالیزې سره برابره ده، چې طالبان یې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ګڼي او د متحده ایالاتو پوځي جنرالان یې په غونډو او بحثونو کې تجربې او خاطرې شریکوي.
دا ورځ د یوې شل کلنې جګړې پیل و، چې پای یې هم د افغانانو لپاره خورا غموونکی و.
ایا متحده ایالاتو په دغه شل کلنه جګړه کې هغه څه ترلاسه کړل، چې د هغو لپاره یې په لسګونو زره پوځیان افغانستان ته ولېږل او دوه تریلیونه ډالره لګښت یې وکړ؟
ګڼ امریکايي جنرالان او د ددغه هېواد سیاسي محافل د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان نه د متحده ایالاتو وتل د خپل شل کلن جګړه ییز ماموریت او د جګړې د روایت د تثبیت لپاره نه جبرانیدونکې ستراتیژیکه تېروتنه ګڼي.
جنرال کنت مکنزي، چې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر یې مدیریت کاوه، په دې باور دی، چې دغسې وتل یوه تېروتنه وه او نه یوازې دا چې القاعدې او داعش وسله والو ډلو ته یې د خپلو وړتیاوو د بېرته رغونې فرصت ورکړ، بلکې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څېر دېکتاتوران یې زړور کړل چې وروسته پر اوکراین برید وکړي.
د متحده ایالاتو شل کلنه جګړه پای ته رسېدلې، خو هلته افغانستان لاهم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د افغانستان انټرنشنل رپوټونه ښيي، چې د القاعدې په څېر وسله والې جنګیالۍ ډلې بېرته خپلو زړو سنګرونو ته را ستنې شوې او لاهم د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره بالقوه ګواښ دي.
دې مسالې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د شل کلن حضور د اهدافو او ګټې په تړاو ، چې د لسګونو زره ملکي او پوځي تلفاتو او میلیاردونو ډالره لګښتونو په بیه تمام شوی، پوښتنې را ټوکولې دي.
د متحده ایالاتو کورني سیاست او په نویو نړیوالو معادلاتو او شخړو کې د واشنګټن ښکیلتیاو د کابل پر لور د لویدیځ پاملرنه کمه کړې، خو طالبانو ته یې وخت ورکړی چې د نړۍوالې ټولنې دغه بوختیاوې د ځان لپاره فرصت وګڼي.

ملکيان؛ نرم هدف
افغان ملکي وګړي، چې ډېر وخت د ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد جګړې اصلي اهداف ګرځېدلي، د دغې جګړې د روایت له پیل او پایه ترخې خاطرې لري.
د جګړې د لګښتونو پروژې د پلټنو له مخې، د افغانستان په شل کلنې جګړې کې ۴۶ زره او ۳۱۹ ملکي کسان د مستقیمو بریدونو له لارې وژل شوي دي.
د اوپسالا د شخړې د معلوماتو پروژه د دې جګړې د ټولو تلفاتو شمېر ۲۱۲ زره او ۱۹۱ تنه ښيي.
د دې پروژې د شمېرو له مخې، د متحده ایالاتو او ناټو په ترهګرۍ ضد جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په افغانستان او پاکستان کې ۲۴۳ زره کسان وژل شوي، چې ۷۰ زره یې په مستقیم ډول په نښه شوي.
رحیم الله چې د کابل په زنبق څلولارې کې د طالبانو له ځانمرګي بریده روغ وتلی و، د هغې پېښې ترخې شیبې ور یادوي.
هغه وايي: « زه د وزیر اکبرخان په ۱۵ سړک کې وم، چې ټانکر وچاودېد او ټوله سیمه له دود ډکه شوه. په سیمه کې هره خوا د بې ګناه خلکو مړي پراته وو».
دغه برید چې ټانکر پکې کارول شوی و، ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ ته نږدې په زنبق څلور لارې کې ترسره شو.
په برید کې تر اتیا زیات کسان مړه او تر ۳۰۰ نور ټپیان شول.
د هغه په باور، دی نه پوهیږي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې څه غوښتل، ځکه اوس بېرته د دوه زرم کال وضعیت حاکم دی.
له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ملکي مرګ ژوبلې دګراف د صعود نقطې ډېرې دي.
په ۲۰۱۴ کال کې چې متحده ایالاتو له افغانستان نه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، طالبانو ځانونه د بې پیلوټه الوتکو له څار او هوايي بمباریو نه خوندي و انګیرل او دې چارې ددې ډلې په قوماندانانو او جنګیالیو کې د ډېرو سیمو د نیولو او نفوذ خپراوي حرص ته وده ورکړه. له ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د نفوذ او کنټرول جګړې څپې شدیدې شوې او وسله والو ډلو د سولې او پخلاینې خبرو اترو ته له ارزښت ورکولو پرته د قدرت د غځولو هڅې چټکې کړې.
د دې جګړو شدت د ملکي مرګ ژوبلې شمېر هم لوړ کړ او د رپوټونو له مخې، په منځني ډول هرکال درې زره ملکي کسان وژل کېدل.
د واټسن انسټیټیوټ څیړنو له مخې، په دې جګړه کې شپږ امریکايي ملکیان، ۷۴ د رسنیو کارکوونکي، ۴۴۶ د خیرښیګڼې سازمانونو کارکوونکي هم وژل شوي.
په لاندې ګراف کې لیدل کیږي، چې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د ترهګرۍ ضد جګړې او طالبانو د بریدونو په پایله کې ملکي مرګ ژوبله کال پر کال لوړیږي.

امریکايي جنرالانو ، چې په افغانستان کې یې د جګړې قومانده پرغاړه درلوده، په دې اعتراف کړی چې د افغانستان جګړه د ملت جوړونې او دولت جوړونې لپاره نه وه.
د دې جګړې اصلي هدف د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړل و، چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې او ورته نورو ترهګریزو پېښو مدیریت یې کاوه.
د امریکايي سرتېرو لپاره د جګړې هدف او د متحده ایالاتو خوندیتوب تر نورو هغو لوړ ارزښت و. په دې جګړه کې شاوخوا دوه زره ۳۲۴ امریکايي پوځیان او د هغوی درې زره او ۹۱۷ قراردادي سرتېري چې ددوی د تدارکاتو مسوولیت یې برغاړه درلود، ووژل شول.
د امریکا د متحدانو او ناټو لپاره هم دا جګړه د ۱۱۴۴ سرتېرو په بیه تمامه شوه، خو له دې سره سره تر اوسه د جګړې د روایت د تثبیت لپاره اصلي پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړل شوی.

د جمهوري نظام امنیتي ځواکونه
په نړۍوالو متحدانو متکي یو ارماني ځواک د دې جګړې تر ټولو ازاروونکی او غمجن داستان لري. دا د افغان امنیتي ځواکونو داستان دی، چې د جګړې تر ټولو ستر بار او د ډګر د پرېښودو پیغور دواړه په اوږو وړي.
په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴او ۲۰۲۱ کال کې چې یو خوا دغو ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد بهیر، هغوی د جګړې لومړۍ کرښې ته سوق کړل او بل پلو د جګړې په ډګر کې یوازې پرېښودل شول.
دغو ځواکونو په تېرو دوه لسیزو کې تر ۸۰ زرو ډېر امنیتي سرتېري او پولیس له لاسه ورکړل، خو له دې سرښندنو سره - سره د جګړې پای د دوی لپاره خورا غموونکی و.
د افغانستان انټرنشنل د یو څېړنیز راپور له مخې، د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د جمهوري دولت څه باندې ۸۶ زره سرتېري، استخباراتي کارکوونکي او ملاتړي وسله وال وژل شوي، ۱۱۱زره ۴۸۱ ټپیان شوي او لس زره ۸۵۴ کسان معلول شوي دي.

دا مرګ ژوبله په مخامخ جګړو، ځانمرګو او چریکي بریدونو او د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې رامنځته شوې ده.
له دې سره، یو شمېر بهرنیو بنسټونو لکه یوناما، کورنیو څېړنیزو مرکزونو، یو شمېر پوهنتونونو او رسنیو د افغانستان د جګړې د مرګ ژوبلې شمېرې په ګوته کړې، خو د اکثرو ترمنځ یې توپیر شته او د دی لامل هم اصلي معلوماتو او ماخذونو ته کم لاسرسی دی.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو، د ملي امنیت ریاست او د جمهوري دولت د ملي امنیت شورا د توحید د مرکز شمېرې ښیي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ زره ۷۲۲د ملي پوځ سرتېري وژل شوي، څه باندې ۴۴ زره ټپیان شوي او څلور زره او ۳۲۱ معلول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت اړوند ملي پولیس، سرحدي پولیس، عامه نظم، سیمه ییز پولیس او د چټک غبرګون ۴۵ زره ۲۶۲ سرتېري وژل شوي، څه باندې ۵۶ زره ټپیان شوي او شپږ زره ۲۱۶ معلول شوي دي.
د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ملي امنیت ادارې اړوند ۹ زره ۵۱استخباراتي کارکوونکي، سرتېري او د ملي امنیت په مرسته پاڅون کوونکي وژل شوي، ۱۱زره ۳۷۱ ټپیان شوي او ۳۱۷ کسان معلول دي. د جمهوري دولت د توحید مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د صفري قطعاتو له جوړېدو څخه د دولت تر سقوط پورې ۴۳۲ د صفري قطعاتو سرتېري چې د امریکا په مستقیمه مالي او تخنیکي مرسته سمبال وو، وژل شوي او ۳۱۲ټپیان شوي.
سره له دې چې د مخالفو وسله والو، چې طالبان، پاکستاني جنګیالي، داعش، القاعده او د اسلامي حزب جنګیالیو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي وړاندې شوي، د خپرو شویو رپوټونو د مقایسې پربنسټ، د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهیدانو او معلولانو وزارت د شمېرو او د جمهوري دولت د امنیت شورا د رپوټونو په استناد، شاوخوا ۹۰ زره د جمهوري دولت مخالف وسله وال وژل شوي.
د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې یوازې د افغان طالبانو د وژل شویو جنګیالیو شمېر شاوخوا۵۳ زره تنه ښودل کیږي.
خو د دوی لپاره دغه مرګ ژوبله ډېره غموونکې نه ده، ځکه کابل اوس د دوی په لاس کې دی.
دې مرګ ژوبلې ته په کتو، افغانان دا پوښتنه خپل حق ګڼي، چې د اکتوبر پر اوومه د جګړې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو مخکینی روایت ولې د جګړې په پای کې تغییر وخوړ او د سولې خبرو اترو په جریان کې کابل او ولایتونه یو په بل پسې د طالبانو ډلې لاسونو ته ولوېدل.