د امریکا ټاکنې؛ ټرمپ په درېیو نویو ټولپوښتنو کې له کمالا مخکښ دی

د امریکا د ټاکنیزو سیالیو په درشل کې په درېیو نویو ټولپوښتنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ډېموکراټانو له نوماندې کمالا هرېس څخه مخکښ دی.

د امریکا د ټاکنیزو سیالیو په درشل کې په درېیو نویو ټولپوښتنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ډېموکراټانو له نوماندې کمالا هرېس څخه مخکښ دی.
د سي این بي سي له خوا په شوې تازه سروې کې چې نن پنجشنبه خپره شوې، پکې ټرمپ د احتمالي رایه ورکوونکو ۴۸ سلنه او هرېس ۴۶ سلنه ملاتړ له ځانه سره لري.
همدا راز د چهارشنبه په ورځ د وال سټریټ ژورنال په نظرپوښتنه کې هم ټرمپ ۴۷ سلنه او کمالا ۵۴ سلنه د احتمالي رایه ورکوونکو ملاتړ له ځانه سره لري.
له دې وړاندې د وال سټریټ ژورنال د ټولپوښتنې مخکښه نومانده کمالا هرېس وه.
د هرېس اېکس/فوربس د یوې سروې له مخې، چې چهارشنبه خپره شوې پکې ټرمپ په ملي کچه د احتمالي رایه ورکوونکو ۵۱ سلنه او کمالا ۴۹ سلنه ملاتړ له ځانه سره لري.
ټاکل شوې، چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې نومبر میاشتې په ۵مه نېټه تر سره شي.


په کابل کې د چین سفیر وایي، چې پکېنګ غواړي د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي.
جاو شينګ د پنجشنبې پر ورځد طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په ناسته کې وویل، چې ددغه پلان د پلیتابه لپاره به د تاجکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته وشي.
د چین سفیر وايي، د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د واخان لارې د فعالولو هڅې هم روانې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر د رپوټ له مخې، د چین سفیر جاو شینګ په دې ناسته کې ویلي، چې چین ته د افغانستان د صادراتو کچه سږ کال ۱۱،۵سلنې ته لوړه شوې او په راتلونکي کال کې یې د۲۵ سلنې لوړېدو اټکل دی.
چین اعلان کړی چې په نوي میلادي کال کې به د افغانستان او ۴۰ نورو هېوادونو پر صادراتو د چین د حکومت مالیه معاف شي.
د چين سفیر وايي، دغه معافیت په ډسمبر میاشت کې پلی کیږي او په دې سره به چین ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د صادارتو کچه ډېره او ګڼ افغانان به پکې په کار بوخت شي.
جاوشینګ دغه راز یادونه کړې، چې پکېنګ په نړۍوالو غونډو کې د افغانانو د پرمختګ او له افغانانو سره د مرستې غږ پورته کړی او له نړۍوالو یې په افغانستان کې د پروژو د پلیتابه غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د طالبانو په تړاو په نړۍواله کچه د چین د دریځ ستاینه کړې ده.
طالبان او چین یوتربله نږدې اړیکې لري او د دواړو خواوو سوداګریز او اقتصادي پلاوي د کابل او پکېنګ ترمنځ تګ او راتګ کوي.
مولوي عبدالکبیر تېره اونۍ په کابل کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي له دوی سره همکار پاتې شوي او دغه شورا تر اوسه په دې نه ده بریالۍ شوې، چې د امر بالمعروف د نوي قانون خلاف کومې پریکړې ته ورسیږي.

د برېکس وروستۍ غونډه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له ۲۲مې څخه تر ۲۴مې پورې په روسیه کې د کازان په ښار کې ترسره شوه.
دې غونډه کې ۳۲ هېوادونو ګډون کړی و او د ناستې تمرکز د نړۍوالې پراختیا او امنیت لپاره د څو اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا و.
روسیه چې د برېکس په ۲۰۲۴ کال کې مشري کوي، د نړۍوال سیاست او اقتصاد په اړه مهمې مسالې مطرح کړې، په ځانګړې توګه د غربي بلاک پر وړاندې د بدیلو اقتصادي لارو چارو رامنځته کول .
مشخصاً د طالبانو په اړه د څو مهمو غوښتنو یادونه شوې.
لومړی: د غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان په دننه کې ټول ترهګرې ډلې له منځه یوسي، په ځانګړې توګه د داعش او نورو نړۍوالو افراطي ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
دویم: د غونډې په اعلامیه کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر اهمیت ټینګار وشو.
درېیم: برېکس له طالبانو غوښتنه کړې چې د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې خپل چلند ته ادامه ورکړي او د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره ګامونه واخلي؛ څو د افغانستان داخلي ثبات او نړۍوالې اړیکې ټینګې شي.
طالبانو هم د دې غونډې لپاره د ګډون غوښتنه کړې وه؛ خو غونډې پرته له دوی د افغانستان په اړه پرېکړې وکړې، چې دا د طالبانو لپاره یو ډول ناهیلۍ نښه بلل کیږي.
دغه غوښتنې د طالبانو په مقابل کې د نړۍوالې ټولنې له تمو او فشارونو سره سمون لري، چې غواړي افغانستان په نړۍوالو معیارونو کې شامل کړي، په داسې حال کې چې لا هم ځینې هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د دې غونډې په ترڅ کې یو شمېر سمبولیک او سیاسي پیغامونه هم وړاندې شول؛ لکه د برېکس نوې کرنسۍ نښه چې په هغې کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بېرغ او د امارت اسلامي نوم شامل و. سره له دې چې افغانستان په برېکس کې رسمي غړیتوب نه لري او امارت اسلامي نړۍوال رسمیت نه لري، دا کار څو اړخیزې پیغامونه لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د برېکس د نوې کرنسۍ (پیسو) په اړه د ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او په دې نوټ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بیرغ؛ خو په مینځ کې یې د “اسلامي امارت” نوم ذکر شوی و.
دا مساله ځکه ډېره جالبه ده چې افغانستان د برېکس د هېوادونو غړیتوب نه لري او په نړۍواله کچه اسلامي امارت لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د مسالې پېچلتیا:
امارت او جمهوریت یوځای؟
د برېکس په نوټ کې د جمهوریت بیرغ او د امارت نوم دواړه ځای پر ځای کول په ظاهره یو متناقض او پېچلی پیغام رسوي. له یوې خوا، جمهوریت د نړۍ په رسميت پېژندل شوی حکومت و او له بلې خوا، امارت د طالبانو په وسیله اعلان شوی حکومت دی چې په نړۍواله کچه ډېر لږ ملاتړ لري.
طالبانو په دوحې تړون کې ژمنه کړې وه چې د “امارت” اصطلاح به په رسمیت نه پېژندل کېږي. دا حالت دې ته نغوته کوي چې د جمهوریت او امارت تر منځ سیاسي بحث او مشروعیت لاهم په لویه کچه د بحث وړ دی.
د دې حرکت شوني پیغامونه:
۱. طالبانو ته د ټولشموله سیاسي جوړښت وړاندیز
د جمهوریت بیرغ او د امارت نوم یوځای کول ښايي د طالبانو لپاره یو سیاسي پیغام وي چې هغوی دې د یوه ټول شموله حکومت پر لور ګام پورته کړي. د برېکس په غونډه کې که څه هم طالبان په مستقیمه توګه نه وو ګډونوال؛ خو د طالبانو له حکومت څخه د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړو او د بشري حقونو د رعایت په اړه ټینګار وشو.
دا پیغام د طالبانو لپاره په نړۍوال ډګر کې یو د ټولګډونه او پراخ سیاسي جوړښت اړتیا روښانه کوي.
۲. د افغانستان په اړه د بهرنیو قدرتونو پرېکړې
که له یوې خوا د جمهوریت بیرغ او د امارت نوم یو ځای کړل شوی، نو له بلې خوا دا یو خطرناک پیغام لري چې ښايي د افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخلیک کې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول ګاونډیان، زیات رول ولري.
دا چې برېکس د طالبانو له رسمیت پرته د افغانستان په اړه پرېکړې کوي، د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ لپاره د خطر زنګ دی. دا داسې حالت ته ورته دی چې افغانستان د خپل سرنوشت د پرېکړو واک نورو هېوادونو ته ورکړي، او دا د سیاسي خپلواکۍ یو لوی تاوان ګڼل کېږي.
۳. د بریکس او غربي بلاک تر منځ سیالي
برېکس هڅه کوي چې د غربي بلاک په مقابل کې یو بل اقتصادي او سیاسي بلاک رامنځته کړي. که څه هم دا هڅه په لنډمهاله توګه ډېره ګټوره نه ښکاري؛ خو په اوږدمهال کې د امکان وړ ده.
دا حالت د طالبانو لپاره ستونزمن دی، ځکه چې امارت د امریکا او غرب سره د دوحې د تړون په نتیجه کې ترهګرۍ ضد مبارزې ګډ توافقات لري.
د امارت په نوم د برېکس په نوټ کې د شاملولو هڅه ښيي چې بریکس هېوادونه (په ځانګړي ډول روسیه او چین) غواړي چې افغانستان له غرب او امریکا څخه لا نور لیرې کړي.
۴. داخلي مشروعیت او نړۍوال اعتبار
تر هغه چې په افغانستان کې داخلي مشروعیت له ولس او ټولو سیاسي جهتونو څخه په شفافه او ټولشموله پروسه ترلاسه نه شي، طالبان به په نړۍوالو غونډو کې اغېزناک ګډون و نه شي کولی.
د برېکس په غونډه کې د طالبانو د رسمي ګډون نه شتون په دې دلیل دی چې د افغانستان سیاسي جوړښت لاهم مشروعیت او اعتبار نه لري. که څه هم طالبانو ادعا کړې چې دوی بریکس ته لیک استولی و، خو دا غونډه د طالبانو د غیاب سره پای ته ورسېده.
دا د طالبانو لپاره د لویو نړۍوالو پېښو په ډګر کې یو مهم خبرداری دی.
۵. له غرب سره د اړیکو د کمېدو هڅه
د برېکس غونډې ته د امارت له لوري د ګډون غوښتنه ښايي د طالبانو د غرب او امریکا څخه د مایوسۍ نښه وي.
کېدای شي دا د پاکستان په مشوره شوی اقدام وي، ترڅو طالبان له غرب څخه لا نور لرې کړي. پاکستان چې تل هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي، ممکن غواړي چې غرب ته وښيي چې د افغانستان د امنیت او سیاسي مدیریت واک باید په لویه کچه دوی ته ورکړل شي.
پایله:
د برېکس په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت بیرغ او د امارت نوم یوځای ښودل، د افغانستان لپاره د سیاسي پېچلتیا یو بله بیلګه ده.
دا حرکت یو څو مختلف پیغامونه لري: د طالبانو لپاره د ټولشموله سیاسي جوړښت اړتیا، د افغانستان د سیاسي استقلال په اړه د بهرنیو قدرتونو نفوذ او د برېکس او غرب تر منځ د سیاسي سیالیو اغېزې.
په همدې حال کې طالبان لا هم په دې هڅه کې دي چې خپل حکومت نړۍوالې ټولنې ته په رسمیت وپېژني؛ خو تر هغو چې په هېواد کې داخلي مشروعیت او سیاسي پخلاينه ترلاسه نه کړي، دا به یو ستونزمن او ګواښوونکی هدف وي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې ګوند یې طالبانو منحل اعلان کړی، له وزیر اکبرخان مېنې څخه د کابل په شېرپور کې د ګل اغا شېرزي کور ته تللی. حکمتیار ته په وزیر اکبرخان مېنه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کور ور کړی و.
د حزب اسلامي اړوند یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل: « په وزیر اکبرخان کې نوموړی د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د مېلمستون ترڅنګ اوسېده او دې مېلمستون ته ګڼو طالبانو او خلکو تګ راتګ درلود».
سرچینه وايي، حکمتیار دلته ځان خوندي ونه باله او دوه میاشتې وړاندې یې کډه په شېرپور سیمه کې د ننګرهار د پخواني والي ګل اغا شیرزي کور ته انتقال کړې ده.
د سرچینې په وینا، ګلبدین حکمتیار ددغه کور ۴۰ زره افغانۍ میاشتنۍ کرایه ور کوي.
د طالبانو د دولتي ځمکو د تصفیې کمېسیون ددې ډلې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر د ۱۴۰۳ کال د وري پر پنځمه د کابل په دارالامان کې د حزب اسلامي دفتر محاصره کړ او شاوخوا ۱۲ ساعته یې ضرب الاجل ور کړ، چې پر دولتي ځمکه له جوړ شوي کوره ووځي.
د طالبانو د عدلیې وزارت له فشارونو وروسته د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نوموړي ته په وزیر اکبرخان کې کور ورکړ.
سرچینه وايي، چې د حزب اسلامي پر ورځپاڼه شهادت، بریا ټلویزیون او نورو تبلیغاتي فعالیتونو اوس هم بندیز دی او حکمتیار یوازې د خپل ګوند له غړو او پلویانو سره ناستې پاستې کولای شي.
د طالبانو ډېر مشران، په ځانګړې توګه د اسلامي حرکت د پخواني وژل شوي مشر مولوي نصرالله منصور د کورنۍ غړي، ګلبدین حکمتیار د هغه پخوانیو دریځونو او کړنو ته په پام نه خوښوي.
د مولوي منصور د کورنۍ غړي، مولوي عبداللطیف منصور او مولوي عبدالرحمن منصور د طالبانو په اوسني حکومت کې جګپوړي چارواکي او بانفوذه کسان ګڼل کیږي.
منصور کورنۍ حکمتیار د خپل مشر مولوي نصرالله منصور په وژلو تورنوي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وايي، د ښاغلي خان مېرمن بشرا بي بي نن له زندان خوشې او خپل کور ته ستنه شوه. د دې ګوند پر اېکس ویډیو کې هم ښکاري چې ډېر کسان د بشرا بي بي هرکلي ته ولاړ دي.
بشرا بي بي د توشه خانه دوه کېس له امله په ایډیاله جېل کې بندي وه.
د نوموړې د خوشي کېدو پر مهال د تحریک انصاف ګوند ډېر غړي هم حاضر و.
بشرا بي بي تر خوشي کېدو وروسته لاهور ته لاړه.
د نوموړې مېړه او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم په ایډیاله جېل کې بندي دی.
بشرا بي بي ویلي، چې د هغه د خوشي کولو لپاره به هڅې جاري ساتي.

سره له دې چې اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د تېر کال په پرتله کم شوي، خو د سږ کال په غوښتنلیکونو کې لا هم د افغان پناه غوښتونکو شمېر لوړ دی.
د ۲۰۲۴ کال جولای میاشت کې اروپايي ټولنې ته شپږ زره او ۳۰ تنو افغانانو د پناه غوښتنې لیکونه ور کړي، چې له سوریايي وګړو وروسته دویمه ستره پناه غوښتونکې ډله ګڼل کیږي.
د یورو احصایې له مخې، د تېر کال د ورته وخت په پرتله د نړیوالې پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې اووه نیم سلنه کموالی راغلی.
دغه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۷۴ زره او ۶۹۵ کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ور کړي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې شمېر اتیا زره او ۷۳۵ و.
په ورته وخت کې له رد او یا د مخکیني غوښتنلیک له بیرته اخستلو وروسته غوښتنلیکونه څه باندې ۲۶ سلنه ډېر شوي.
ددغو پناه غوښتونکو د تګ مسیر ډیری جرمنی، ایټالیا، فرانسه او اسپانیا ښودل شوي، چې ۷۴ سلنه غوښتنلیکونه تشکیلوي.
جرمني کې د استوګنې لپاره ۱۸ زره او ۵۰۵ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.
په دې پناه غوښتونکو کې یو اندېښمنوونکی اړخ د کم عمره پناه غوښتونکو شمېر دی، چې په یوازې ځان اروپايي هېوادونو ته راغلي دي.
په دې ۲۹۸۵ کم عمره کسانو کې ۴۷۰ تنه افغانان دي، چې ډېری یې جرمني، بلغاریا، یونان، هالنډ او اسپانیا منلي دي.
دغه پناه غوښتونکي ډیری له هغو هېوادونو اروپايي هېوادونو ته تښتي، چې له جګړو او سیاسي ناکراریو سره مخ دي.