په اروپايي هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر لا هم لوړ دی

سره له دې چې اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د تېر کال په پرتله کم شوي، خو د سږ کال په غوښتنلیکونو کې لا هم د افغان پناه غوښتونکو شمېر لوړ دی.

سره له دې چې اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د تېر کال په پرتله کم شوي، خو د سږ کال په غوښتنلیکونو کې لا هم د افغان پناه غوښتونکو شمېر لوړ دی.
د ۲۰۲۴ کال جولای میاشت کې اروپايي ټولنې ته شپږ زره او ۳۰ تنو افغانانو د پناه غوښتنې لیکونه ور کړي، چې له سوریايي وګړو وروسته دویمه ستره پناه غوښتونکې ډله ګڼل کیږي.
د یورو احصایې له مخې، د تېر کال د ورته وخت په پرتله د نړیوالې پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې اووه نیم سلنه کموالی راغلی.
دغه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۷۴ زره او ۶۹۵ کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ور کړي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې شمېر اتیا زره او ۷۳۵ و.
په ورته وخت کې له رد او یا د مخکیني غوښتنلیک له بیرته اخستلو وروسته غوښتنلیکونه څه باندې ۲۶ سلنه ډېر شوي.
ددغو پناه غوښتونکو د تګ مسیر ډیری جرمنی، ایټالیا، فرانسه او اسپانیا ښودل شوي، چې ۷۴ سلنه غوښتنلیکونه تشکیلوي.
جرمني کې د استوګنې لپاره ۱۸ زره او ۵۰۵ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.
په دې پناه غوښتونکو کې یو اندېښمنوونکی اړخ د کم عمره پناه غوښتونکو شمېر دی، چې په یوازې ځان اروپايي هېوادونو ته راغلي دي.
په دې ۲۹۸۵ کم عمره کسانو کې ۴۷۰ تنه افغانان دي، چې ډېری یې جرمني، بلغاریا، یونان، هالنډ او اسپانیا منلي دي.
دغه پناه غوښتونکي ډیری له هغو هېوادونو اروپايي هېوادونو ته تښتي، چې له جګړو او سیاسي ناکراریو سره مخ دي.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم د یونسکو له خوا د اوبو په تړاو په تهران کې د یوې غونډې ویناوال اعلان شوی، خو دې چارې د ایراني رسنیو غبرګون پارولی.
د ایران جمهوري اسلامي ورځپاڼه لیکي، چې فاروق اعظم د معاصر تاريخ د «تحريف» او دلتا تړون په برخه کې اوږده مخینه لري او تل يې د نورو افغان چارواکو په څېر د افغانستان د عامه افکارو د تېر اېستلو هڅه کړې ده.
ورځپاڼه وايي، فاروق اعظم دغه تړون ته د یوې وسیلې په سترګه ګوري او د اوبو مساله د پراختیا له مسالې سره تړي.
جمهوري اسلامي وايي، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار خپله فکري مغالطه د تاریخي حقیقتونو په ډول وړاندې کوي او ادعا کوي چې ایران د دلتا تړون په پایله کې د اوبو په بدل کې هوکړه کړې، چې افغانستان به له چابهار بندره وړیا ګټه اخلي او پر دې سربېره ایران له افغانستان سره دوه میلیارده ډالره وړیا مرسته، درې بندونه او د اورګاډي پټلۍ جوړوي.
ورځپاڼه وايي، چې د کمال خان، کجکي، سلما او پاشدان بندونو جوړولو، د اوبو د لوري تغییر او ګڼو نورو اوبیزو کانالونو د ایران د سیستان او خراسان اوبیز او خوراکي امنیت له ګواښ سره مخ کړی او د بخش اباد بند بشپړېدل به سیستان ایالت له نشتۍ سره مخ کړي.
دغه ایرانۍ ورځپاڼه لیکي، « په داسې حال کې چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت بخش اباد بند بشپړېدو ته نږدې کړی، په تهران کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ د سلاکار ستایل د ایرانیانو د نه درناوي او د اوبو او ژوندچاپیریال په اړه د طالبانو د بشر ضد ګامونو د تایید په معنا دی».
جمهوري اسلامي د تهران د "سولې لپاره اوبه" غونډه کې د کلیدي ویناوال په توګه د فاروق اعظم ټاکل او د هغه د احتمالي ستاینې پروګرام غندلی دی.
د تعادل او خبر فوری په نوم دوو نورو ایرانۍ رسنۍ فاروق اعظم د «ایران اوسولې ضد» شخص بللی او لیکلي یې دي چې دغه کس اوستهران پوهنتون کې د اوبو غونډې ته بلل شوی او ښايي وستایل شي.
فاروق اعظم د بریتانیا په لندن پوهنتون کې د اوبو برخه کې دکتورا کړې او په دې پوهنتون کې د اوبو د کشالې د ډلې غړی هم دی.
نوموړي د افغانستان د جمهوریت پر مهال د سولې لپاره د افغانستان د سوله ییز بدلون په نوم ټولنه هم درلوده.
نوموړی

په داسې حال کې چې سراج الدین حقاني یو وخت د حقاني شبکې ویروونکې څېره ګڼل کېده، اوس د طالبانو د توندلاري مشر ملا هبت الله د یوې سیالې څېرې په توګه را څرګندیږي او دا ښيي چې د دې ډلې ترمنځ د واک پر سر یوه بې غږه سیالي روانه ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه تحلیلي رپوټ کې وايي، چې سراج الدین حقاني د ښځو حقونو، د نجونو د زدکړو او نورو مسایلو په تړاو، چې د دې ډلې توندلاري مشر ملا هبت الله پرې بندیزونه لګولي، نرم دریځ لري او په دې لټه کې دی چې د دغسې ګامونو پر وړاندې مقاومت وکړي.
نیویارک ټایمز وايي، سره له دې چې نوموړی د طالبانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کوي، خو د نوموړي هڅې د طالبانو د توندلاري مشر د دریځونو یو ډول پټ نقد تلقي کیږي.
په داسې حال کې چې هبت الله اخوندزاده له لویدیزه فاصله نیسي، حقاني له نړیوالو قدرتونو او اروپايي هېوادونو سره په خبرو اترو کې د ګډون له لارې غواړي د اړیکو پلونه رامنځته کړي.
د نیویارک ټایمز په باور، حقاني ځان د یوه منځګړي په توګه معرفي کړی او هڅه کوي په نړیواله ټولنه کې د افغانستان انځور ورغوي او اقتصادي مرستې ور جلب کړي.
سرچینه وايي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حقاني د «عمل سړي» په توګه ځان بدل کړی او د طالبانو په حکومت کې چې په بنسټپالنه کې ډوب دی، د اعتدال یو غږ او باور وړ ډیپلوماټ ګڼل کیږي.
د ورځپاڼې په باور، په داسې حال کې چې ملا هبت الله د دې ډلې پر ټولو کلیدي سیاستونو کنټرول خپل کړی، سراج الدین حقاني د یوه سیال په توګه راڅرګند شوی.
د ځینو طالب چارواکو په حواله، حقاني د نجونو د زدکړو د پیل کېدو او په دولتي ادارو کې د ښځو کار ته په خصوصي ډول لابي کړې ده.
ډېرو لویدیزو ډیپلوماټانو یادې رسنۍ ته ویلي، چې د حقاني دغه بدلون شوکه کړي او نه پوهیږي چې پر هغه باور وکړي که نه.
نیویارک ټایمز وايي، حقاني یوه معما ده او په همدې ترڅ کې د واک تږی سیاسي لوبغاړی دی.
یو شمېر امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د متحده ایالاتو له خوا له حقانیانو سره د تعامل ردول ښايي تیروتنه وي.
یو شمېر په دې باور دي، چې حقاني د بدلون لپاره یو بالقوه ځواک کیدای شي او کولای شي یوه ورځ د طالبانو او لویدیزو هېوادونو اړیکې بیا تعریف کړي.
نیویارک ټایمز وايي، سره له دې چې د طالبانو ډله د خپلمنځي اختلافونو پرځای یووالي ته لومړیتوب ور کړی، د خلکو له سترګو پټه یوه غلې مباررزه راڅرګنده شوې او د حقاني په څېر ځینې څېرې یې له توندلاري هیبت الله سره مخامخ کړې دي.
نیویارک ټایمز وايي، د طالبانو ډېری مشران د ملا هیبت الله له پریکړو سره مخالف دي او حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو له ملاهیبت الله په شخصي ډول غوښتي چې محدودوونکي سیاستونه کم کړي.
د یو شمېر شنونکو او بهرنیو چارواکو په حواله، حقاني او د هغه متحدانو د اعتراض په ډول په کندهار کې د هبت الله په مشرۍناستو کې له ګډون نه ډډه کړې ده.
د طالبانو د چارو یو تن کارپوه انتونیو جوستوزي وايي، « ډېرو هغو کسانو چې د امیر پر وړاندې ټینګاو وکړ، اوس داسې ښکاري چې فکر کوي دا کار شونی نه دی».
حقاني له نیویارک ټایمز سره مرکه کې د طالبانو لیکو کې هر ډول درز رد کړ او ویې ویل، چې طالبانو د واحدې مشرۍ او خپلواک دولت او قانون له لارې یو ستر بری ترلاسه کړی.
خو شنونکي وايي، چې نوموړی د طالبانو په منځ کې د هغو ګوتشمېر کسانو په ډله کې دی، چې اوس هم د ملا هبت الله واک ننګولی شي.
نیویارک ټایمز وايي، حقاني ژمنه کړې چې دوی به داعش او القاعده شبکه چې له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري، بریدونو ته پرې نه ږدي.
نیویارک ټایمز وايي، حقاني د خپل نفوذ او شهرت ساتنې لپاره د افغانستان د شمالي، جنوبي او ختیزو ولایتونو له خلکو سره ګوري، رسنیز ټیم یې ویډیوګانې خپروي چې د نوموړي له شهرت سره مرسته کوي.
د دغو لیدنو کتنو ځینو برخه والو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې حقاني د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې هم خپل نفوذ پراخ کړی.
مخکینی ډیپلومات روبین په دې باور دی، چې حقاني د اوږدمهالي سیاسي ایتلاف رامنځته کولو په لټه کې دی.
سراج الدین حقاني د نجونو د زدکړو په اړه نیویارک ټایمز ته ویلي، چې دا به اوږدمهالې نه وي، خو وايي، په اوسمهالو شرایطو کې د افغانستان یووالی دوی ته مهم دی.
د نیویارک ټایمز دا رپوټ په داسې حال کې دی، چې افغانستان انټرنشنل پښتو تېره اونۍ د طالبانو ترمنځ د امر بالمعروف قانون د پلیتابه پر سر د اختلافونو رپوټ ور کړی و. په دغه رپوټ کې ویل شوي، چې ملا هبت الله غواړي د نویو بندیزونو له لارې د حقانیانو د نفذ مخه هم ونیسي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر کومې پېښې ته له اشاره پرته وايي، کله کله نیوکې پرې کېږي چې په ځینې مسلو کې جدي عکس العمل نه ښيي. ایران کې د لسګونو افغانانو تر وژل کېدو وروسته پر طالبانو په تېره د دې ډلې پر بهرنیو چارو وزارت توندې نیوکې کېږي چې دې پېښې ته یې لازم غبرګون ونه ښود.
امیر خان متقي نن د بهرنیو چارو وزارت له یوې روزنیزې دورې د ځوانانو فراغت غونډه کې دې یا ورته نورو پېښو ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل: «پر ما کله کله انتقاد کېږي چې وزیر صیب خارجه ولې په پلانۍ او پلانۍ موضوع کې جدي عکس العمل نه ښيي. دا طبعا هر چا ته خوند ور کوي چې تېزې خبرې وکړي او د خلکو احساسات را وپاروي، هغه ته ځوانان شاباسی ور کړي، خو د ملت منافع ډېر مهم دي.»
د بلوڅانو د بشري حقونو اړوند حال وش وېبپاڼې د ایران د سیستان بلوچستان په سراوان کې د ۲۶۰ افغانانو د مرګ ژوبلې خبر ور کړ، چې پراخ غبرګون ورته وښودل شو.
د ملګرو ملتونو، بښنې نړیوال سازمان او نورو بشري حقونو په ګډون مختلفو ادارو د دې مرګ ژوبلې په هکله د بې پرې پلټنو غوښتنه وکړه.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په غبرګون کې د ایران سفیر هم احضار نه کړ.
د دوی د دې خاموشۍ په غبرګون کې د پخوانۍ ولسي جرګې غړي شاپور حسنزوی په یوه ویډیو کې وویل، که یې «د متقي ورور یا زوی وژلی وی، د ایران سفیر به یې احضار و.»
د دې پېښې تر خبر خپرېدو نږدې یوه ورځ وروسته ذبیح الله مجاهد یوه ټوېټ کې وویل، چې د وژل کېدو د ادعاوو په هکله پلټنې کوې.
طالبانو دې پېښې ته په غبرګون کې تېره اونۍ د یو پلاوي د ټاکلو خبره وکړه، خو دغه پلاوي لا هم د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي شاپور حسنزوی ادعا کړې، چې طالبان یې کورته ورغلي او د هغه وراره یې له ځانه سره بېولی دی.
نوموړي په خواله رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د درېیمې حوزې سرتېري یې کورته ورغلي او د کوم دلیل پرته یې د هغه وراره له ځانه سره بېولی دی.
نوموړي په دغې ویډیو کې له طالب مشرانو د اصلاحاتو راوستو غوښتنه هم کړې ده.
هغه وړاندې وایي:« د حوزې یو عادي عسکر هم راځي موټر بیایي، د خلکو بې عزتي کوي، کسان راولي؛ ته به وایې چې موږ یهودان یو.»
هغه په دغې ویډیو کې د طالبانو لهخوا د ورکړل شوي یوه کارت یادونه کړې او ویلي یې دي، چې «د کارټ په ښودلو سره هم راته وایي، چې لاس دې په څلور طرفه خلاص.»
هغه زیاته کړې، چې دغه کارت د طالبانو د رییس الوزرا لهخوا د نوموړي د خوندیتابه لپاره ورکړل شوی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو دغو غړو ورته ویلي چې دوی دا کارټونه نه مني او د هغه وراره یې له ځانه سره بېولی دی.
هغه طالب مشرانو ته په خطاب سره ویلي، چې دغو ټکو ته دې پام وکړي؛ ځکه خلک ترې نور په تنګ شوي دي.
هغه وایي، د چا عزت خوندی نه دی کوچنی طالب هم راځي او په خپله خوښه څوک مخکې کوي او له ځانه سره یې بیایي.
د شاه پور حسن زوی کورنۍ تر دې وړاندې هم (د تلې په ۶مه) ادعا کړې وه، چې د ننګرهار لپاره د طالبانو د محکمې رییس شاپور حسنزوی «بې له کومه جرمه» زنداني کړی دی.
د ښاغلي حسنزوی کورنۍ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، د طالبانو د ننګرهار د ولایتي محکمې او د کورنیو چارو وزارت د خپلمنځي اختلافاتو له امله نوموړی نیول شوی.
شاپور حسنزوی چې تر ډېره یو جنجالي کس یادېږي، د طالبانو د واک په لومړیو ورځو کې کابل کې پاتې شوی و؛ خو بیا څه موده وروسته بهر ته ولاړ.
له څه مودې کډوالۍ وروسته بیا د طالبانو د شخصیتونو د تماس کمېسون له لارې هېواد ته راستون شو.
طالبانو د ښاغلي حسن زوی د دغې ادعا په تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي:« هغه افغانان چې د بهرنیانو له لوري د زدهکړو او امنیت د نشتوالي په پلمه اروپا ته ولاړل؛ خو اوس هغوی هلته له ټولو انساني او بشري حقونو بې برخې شوي دي.»
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري نن پنجشنبه د (تلې ۳مه) د کابل په بابر بڼ کې د “کډوال، ننګونې او فرصتونه” تر سرلیک لاندي یو ورځنۍ سمینار جوړ شوی.
په دغه سمینار کې د طالبانو یو شمیر لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.
د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني یاد سمینار ته د وینا پرمهال ادعا وکړه، چې په اروپا کې افغان کډوال له انساني حقونو محرم دي او د “څارویو” په څیر په کمپونو کې اوسیږي.
نوموړي وویل: «نن بېرته همهغه خلګ “ بهرنیانو” په لوی لاس دوی دوکه کړي وو، زموږ په اړه پوچ تبلیغات کوي، او پخپله له ټولو انساني حقونو بې برخې شویدي.»
حقاني زیاته کړه:« افغانان په خپل هېواد کې د عزت ژوند لري، خو په نورو هېوادونو کې د افغانانو نه عزت شته او نه هم خوندي ژوند لري.»
دغه طالب چارواکی وايي، په افغانستان کې د انساني قاچاقو مافیايي ډلې هڅه کوي چې بهرنیو هېوادونو ته افغانان واستوي، خو موږ غواړو دغه مافیایي کړۍ پیدا او له منځه یې یوسو.
د طالبانو د کډوالو وزیر وايي، د تېرو درېیو کالو پر مهال افغانستان ته له بهرنیو هېوادونو څخه میلینونه کډوال راستانه شوي دي خو نوموړي په دې اړه دقیق شمیر یاد نه کړ.
نوموړي په داسې حال کې افغانستان ته د میلینونو افغان کډوالو د ورګرځیدو ادعا وکړه، چې هره ورځ لسګونه افغانان پر ناقانونه لارو له افغانستانه وځي. او د ورکړل شویو راپورونو له مخې د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته اته ملیونه افغانان له هېواده وتلي دي.
دغه طالب چارواکي هغو لاملونو ته هیڅ اشاره و نه کړه چې له امله یې افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ ایستل شویدي.
ګڼ افغانان وایي، طالبانو نه یوازې د دوی د روزۍ ګټلو مخه نېولې، بلکې د هغوی ټولې ازادۍ یې سلبې کړې او له هغوی یې هر څه تروړلي دي.
همدغه تېره اونۍ د ایراني سره په پوله د هغه هېواد ځواکونو لسګونه افغانان په ډزو ویشتي چې په اړه یې په کور د ننه او بهر کې توند غبرګونونه هم راپاریدلي دي.
خو د طالبانو ډلې دغې پېښې ته ډېر په ځنډ او نرم غبرګون وښود او د هغه کمیسیون د پلټلو خبره یې وکړه چې تر اوسه یې په دې اړه هیڅ ګام نه دی اخیستی.
د طالبانو دغه شان کړنې د افغانانو کرکه د دغې ډلې په وړاندې نوره هم زیاته کړې او وایي چې طالبان د خپلو شخصي ګټو لپاره د خلکو او هېواد د ملي ګټو پر سر هر ډول معاملې ته چمتو دي.