• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ابدالیانو د هند په ماتولو سره د اسیا جام د سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړه

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۱

افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرېکټ لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د هند پیاوړې لوبډلې ته په شلو منډو ماته ورکړه او د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده. بل خوا، سریلانکا الف لوبډلې د ۷ ویکټو په ټوپیر سره د پاکستان الف لوبډلې ته په ماته ورکولو فاینل ته لار پیدا کړه.

هند په دغو سیالیو کې یوازینۍ لوبډله وه، چې له ماتې سره مخ شوې نه وه چې بالاخره افغان لوبډلې ماته ورکړه او د کور په لور یې روانه کړه.

بله خوا سریلانکا الف لوبډلې د ۷ ویکټو په ټوپیر سره د پاکستان الف لوبډلې ته په ماته ورکولو فاینل ته لار ومونده.

افغان ابدالیان لوبډلې او سریلانکا الف لوبډلې ترمنځ پایلوبه به د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا او په دویمه لوبه کې یې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه؛ خو په وروستۍ لوبه کې یې له هانګ کانګ لوبډلې ماتې وخوړه.
په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د ځوانانو اسیا جام د ګټلو په موخه د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اېمرجېنګ اسيا کرکټ جام: افغان ابدالیانو هانکانګ لوبډلې ته لوبه وبایلله

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د ایمرجینګ کرکټ لوبډلو اسیا جام سیالیو په لړ کې هانکانګ الف لوبډلې د پنځو وېکټو په توپير افغان ابداليانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا د افغانستان کرکټ الف لوبډلې درېيمه لوبه وه، چې لومړۍ دوې یې وګټلې او په نننۍ لوبه کې يې ماته وخوړه.

د اېمرجینګ اسیا کرکټ جام سياليو په لړ کې د افغانستان او هانکانګ الف لوبډلو ترمنځ د سې شنبې ورځې د سيالۍ پچه افغان ابداليانو وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ابداليانو کرکټ لوبډلې په ۱۹.۵ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو هانکانګ ته ۱۳۲ منډې هدف وټاکه.

صدیق الله اتل ۵۲، کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.

هانکانګ الف کرکټ لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د پنځو وېکټو په توپير ماته ورکړه.
له افغانستان سره په دې ګروپ کې سريلانکا، بنګله دېش او هانکانګ لوبډلې ځای لري.

افغانستان په دې سياليو کې بنګله دېش او سريلانکا ته ماتې ورکړې او له هنکانګ نه یې ماته وخوړه. هنکانګ بیا له سريلانکا ماته خوړلې او دوې برياوي لري.

افغانستان په لوړ توپير د لوبو د ګټلو له کبله د دريو نومرو په درلودو سره د ګروپ په سر کې او هنکانګ هم په دریو نومرو د ګروپ په دويم ځای کې دی.

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې ۸ پر صفر فلیپین ته ماته ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ۱۷ کلنو ملتونو جام سیالیو ته د غوراوي لپاره نن دوشنبه خپله لومړۍ لوبه د فلیپین له لوبډلې سره تر سره کړه. افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ نيمایي کې ۲ ګولونه تر سره کړل او دويمه نيمايي یې ښه پيل کړه، چې ۶ ګولونه یې وکړل.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره نوید محبوبي، یاسر صافي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري ګولونه وکړل.

د افغانستان لوبډله د دغو سیاليو په دوهم ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او مکايو له لوبډلو سره لوبيږي.

په دې بریا سره ډېر امکان شته، چې افغان لوبډله د ګروپ د سر ځای ونیسي.

د الیاس احمد منوچهر تر روزنې لاندي به افغان لوبغاړي دوې ورځې وروسته له مکايو لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته کښته کېږي او خپل بخت به ازمويي.

100%

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله نن د فلیپین په وړاندې لوبیږي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله، اسیا جام ته د لارموندنې په موخه د فلیپین د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي. د اسیا جام فوټبال سیالیو لپاره د لارموندنې سیالۍ په کمبودیا کې ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د اسیا جام فوټبال سیالیو ته د لارموندنې په موخه د افغانستان د فوټبال له۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن دوشنبه د (تلې ۳۰مه) د ماسپښین یوه نیمه بجه د فلپیین په وړاندي د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکو او لوبغاړو تر منځ د فلیپین په وړاندې د لوبې د چمتوالي او د لوبډلې د قوي او کمزورو ټکو په اړه هم ناسته شوې ده.

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال لوبغاړو له لوبې څخه وړاندې د کمبودیا په پنوم ښار کې دوه پرله پسې ورځې سخت تمرینونه هم کړي دي.

افغان لوبغاړي وايي، پوره هڅه کوي، چې د اسیا جام ته لاره ومومي.

د ځوانانو اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیان لوبډله د بنګله دېش الف لوبډلې په وړاندې سیالي کوي

۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ابدالیان لوبډله نن یکشنبه د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې د بنګله دېش الف لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

افغان ابدالیانو لوبډلې د ځوانانو اسیا جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا له الف لوبډلې څخه د ۱۱ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان الف کرېکټ لوبډله نن یکشنبه د (تلې ۲۹مه) خپله دویمه لوبه د مازدیګر شپږ بجې د بنګله دېش الف لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د ځوانانو اسیا جام ګټولو په موخه یو د بل په وړاندې لوبیږي.

د اتو واړو هېوادونو الف لوبډلو په خپلو ګروپونو کې یوه یوه لوبه ترسره کړې ده.

افغانستان، بنګله دېش، متحده عربي امارات او د هندوستان الف لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي.

خو کوربه عمان، پاکستان، سریلانکا، او هانککانګ لوبډلو بیا خپلې لومړۍ لوبې سیالو لوبډلو ته بایللې دي.

د ښځو شل اوره کرېکټ نړيوال جام: سبا نيوزيلنډ او سویلي افريقا په پایلوبه کې خپل بخت ازمايي

۲۸ تله ۱۴۰۳ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره کرېکټ نړيوال جام پايلوبه سبا يکشنبه د نيوزيلنډ او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ تر سره کيږي. د ښځو نړيوال شل اوره کرېکټ جام د اکټوبر په درېمه په متحده عربي امارتو کې پيل شوې.

د کرېکټ نړيوالې شورا د تقسيم اوقات له مخي، سبا یکشنبه به په متحده عربي اماراتو کې د نيوزيلنډ ښځينه کرېکټ لوبډله د سویلي افريقا سره د پايلوبې لپاره میدان ته کښته کيږي او د جام د ګټلو هڅې به کوي.

نيوزيلنډ ښځينه کرېکټ لوبډلې نن شنبه په نيمه پايلوبه کې د ۸ منډو په توپير ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د نيوزيلنډ او سويلي افريقا کرېکټ لوبډلو ترمنځ پايلوبه به سبا د افغانستان پر وخت د ماښام ۶ نيمي بجې پيل شي.

د ښځينه لوبډلو تر منځ د شل اوره جام تېرې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې شوې وې او هغه مهال ېې کوربتوب سویلي افریقا کړی و.

تېر کال د دغه نړيوال جام د ګټلو وياړ د اسټراليا ښځينه کرېکټ لوبډلې درلود.