حامد کرزي ټرمپ ته په ټاکنو کې د بري مبارکي ور کړه

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په بریالیتوب نوموړي ته مبارکي ور کړه.

ښاغلي کرزي په خپل اېکس کې لیکلي چې د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه به د ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې امریکایان د ارام او هوسایې ژوند ولري.
جمهوریپال ډونلډ ټرمپ د ۲۷۷ الیکټرال رایو ګټلو سره ډیموکراټې کمالا هرېس ته ماتې ور کړه.

که څه هم په امریکا کې د ولسمشر بدلون د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسۍ کې بېړنی بدلون نه رامنځته کوي؛ خو په منځمهال کې ښايي یو شمېر پالیسۍ او نظریات تغیر وکړي.
د افغانستان او طالبانو په تړاو د ټرمپ د پالیسۍ شالید ته که وکتل شي نو جوته به شي چې په مختلفو پړاوونو کې یې تغیر کړی دی.
د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې لومړی د اسیا لپاره د هغه پالیسي د طالبانو او پاکستان په مطلق زیان و او بیا د دغې پالیسۍ نه تطبیقېدل او له طالبانو سره مذاکرات کول د افغاستان په تړاو د ټرمپ یوه کاملاً نوې او د افغانستان خلکو ته حیرانوونکې پالیسي وه.
وروسته له هغې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات وشول او جمهوري دولت په مطلق ډول له دغو خبرو لرې وساتل شو او په پایله کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط او طالبان واکمن شول ټرمپ بیا د بایډن ادارې په دغې کړنې توندې نیوکې وکړې.
هغه وویل چې د ده ادارې نه غوښتل چې له افغانستانه په دا ډول شرموونکې حالت ووځي او ده غوښتل چې باګرام وساتي.
ټرمپ څو ځله په خپلو کمپایني غونډو کې د باګرام د هوايي اډې یادونه کړې او ویلي یې دي چې اوس پکې چینایان اوسیږي.
همدا راز یې په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو او وسایطو یادونه کړې ده، چې باید په اړه یې حساب وشي.
د ټرمپ ویناو، شالید او پخوانیو اظهاراتو ته په کتو د افغانستان په اړه د ټرمپ بهرنۍ پالیسي له څو مهمو محورونو څخه جوړه ده.
د هغه بهرنۍ پالیسي به احتمالاً د طالبانو پر وړاندې د سخت دریځ، سیمهییزه همکاري او اقتصادي فشارونو پر اساس وي.
ټرمپ به په خپله دویمه دوره کې طالبان تر فشار لاندې ونیسي چې یا نړۍوال معیارونه ومني، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه او یا هم په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو بربنډ ملاتړ وکړي.
که څه هم طالبان په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو مخالفت نه کوي او په مرموزه بڼه یې ملاتړ کوي؛ خو له طالبانو سره د روسیې او چین نېږدې کېدل په امریکا کې د افغانستان په تړاو منفي ګونګوسې راپورته کړي دي.
ټرمپ به کله هم د افغانستان د راتلونکي لپاره سیمهییزه ملاتړ جلب نه کړي او د امنیتي ثبات لپاره پر سیمهییزه همکارۍ باور نه لري.
د ټرمپ لپاره لومړیتوبونه به د امریکا امنیتي ګټې وي، چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ د بیا ظهور مخنیوی او د کډوالو او قاچاقو کنټرول پکې شامل دي.
له طالبانو سره د خبرو او یا محدود تعامل امکانات هم شته، خو په عمومي ډول، د ټرمپ پالیسي به له طالبانو سره د فشار او کنټرول پر محور ولاړه وي.
ټرمپ به په سیمه کې د امریکا د نفوذ لپاره سیمهییزه ستراتېژي او په سیمه کې د امریکا د امنیت ساتلو لپاره اوږدمهاله پلانونه هم ولري.
۱. د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ او د فشار زیاتول
د ډونالډ ټرمپ سیاستونه چې هغه په ۲۰۱۶-۲۰۲۰ کې عملي کړل، د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ د فشار راوستلو په برخه کې قوي وو.
که څه هم چې په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافق وشو، بیا هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت کمزوری شو او د پاکستان په مرسته طالبان غښتلي شول؛ خو دا ځل دا امکان شته چې ټرمپ د طالبانو پر حکومت نظامي او اقتصادي فشارونه زیات کړي. دا به تر ډېره د طالبانو له لوري د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو او لږکیو د حقوقو د نقض په پار وي؛ خو تر شا یې د پټ تعامل څرکونه هم لیدل کیږي.
۲. له طالبانو سره محدود تعامل
که څه هم ټرمپ به له طالبانو سره مستقیماً تعامل کولو ته ډیر لیوال نه وي، خو هغه ممکن له طالبانو سره د محدودو مذاکراتو او خبرو ملاتړ وکړي ترڅو طالبان وهڅوي چې په نړۍواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره بدلونونه رامنځته کړي.
د طالبانو څخه د نړۍوالې ټولنې مهمه غوښتنه د ترهګرۍ ضد ژمنې دي او امکان لري چې ټرمپ طالبان د خپلو ژمنو د پلي کولو لپاره تر فشار لاندې ونیسي.
۳. اقتصادي بندیزونه او مالي فشارونه
د طالبانو حکومت له پرلهپسې اقتصادي ستونزو سره مخ دی. ټرمپ به د دې اقتصادي ستونزو څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.
د امریکا او نړۍوال بانک له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل ساتل او د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونه به احتمالا پر خپل ځای پاتې وي او ممکن نور بندیزونه هم پلي شي.
د ډالرو د اونیزو بستو پر لېږد هم ښايي بندیز ولګیږي چې له امله به یې د طالبانو حکومت اقتصادي زیان وویني.
۴. د افغانستان د راتلونکي لپاره اوږدمهاله پلان
که څه هم ټرمپ د امریکا د نظامي شتون د کمولو لپاره هڅې کړې دي، خو هغه به د افغانستان په اړه یو اوږدمهاله امنیتي پلان ولري.
دا پلان به تر ډېره په سیمهییز امنیتي ثبات او د ترهګرۍ پر ضد جګړه متمرکز وي. ټرمپ شاید د افغانستان څخه د کډوالو مخنیوي، د نشهیي توکو د قاچاق کنټرول او د ترهګرو ډلو لکه داعش او القاعده د بیا ظهور مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
۶. په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت
ټرمپ به احتمالاً د طالبانو په حکومت کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه جدي دریځ غوره کړي.
هغه به هڅه وکړي چې د نړۍوالې ټولنې په مرسته طالبان وهڅوي چې نړۍوال معیارونه ومني او خپل سیاستونه اصلاح کړي.
پایله
د ډونالډ ټرمپ سیاستونه به په دوو برخو ویشل شوي وي؛ یو له طالبانو سره سخت دریځ او اقتصادي فشارونه او بل له طالبانو سره د محدودو تعاملاتو او خبرو اترو امکانات.
ټرمپ به هڅه وکړي چې طالبان د نړۍوالو قوانینو او معیارونو منلو ته اړ کړي، ترڅو افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل نهشي او د امریکا ملي ګټې خوندي وساتل شي.

د بشري حقونو څارډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ډونالډ ټرمپ دوهمه دوره «په امریکا او نړۍ کې د بشري حقونو لپاره جدي ګواښ» بللی دی.
د یوې اعلامیې له مخې، یادې اندېښنې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د بشري حقونو د نقض، د توکمپالنې ایډیالوژۍ د ملاتړ او د ولسواکۍ او بشري حقونو ضد افراطي سیاستونو له کبله راپورته شوې دي.
دې سیاست په ځانګړې توګه هغه مهال وده وکړه چې ټرمپ د خپلو پخوانیو مشاورينو په لارښوونه د فکري بنسټونو د وړاندیزونو پر بنسټ دغه کړنې په مخ بېولې.
د ټرمپ د کمپاین ژمنې لکه د میلیونونو کډوالو د نیولو او شړلو او د هغه د سیاسي مخالفینو په وړاندې غچ اخیستل نورې هغه اندیښنې دي، چې د بشري حقونو د څار سازمان ورته اشاره کړې.
د بشري حقونو د څارډلې اجراييوي مشرې تیرانا حسن په دې اړه ويلي، چې ټرمپ په امریکا کې د میلیونو خلکو د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د خپل نيت څرګندولو کې هيڅ لیوالتیا نه لري.
د هغې په وینا خپلواک او مدني بنسټونه باید ټول هڅه وکړي، چې د ټرمپ او د هغه اداره د بشري حقونو د سرغړونو لپاره ځواب ورکوونکی شي.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت د امریکا په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریالیتوب پسې هیله کوي چې د نوموړي حکومت د افغانستان په هکله واقعبینانه گامونه پورته کړي.
د دې وزارت د اعلامیې له مخې، په دا ډول اقدام سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې «ملموس پرمختګ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه به وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»
د امریکا د ټاکنو پایلې ښيي چې ډونلډ ټرمپ د ۲۷۷ الیکټرال رایو ګټلو سره د دغه هېواد ۴۷ ولسمشر کېږي.
نوموړي د متحده ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه د ۲۰۲۰ کال په فیبرورۍ کې له طالبانو سره د دوحې سولې تړون وکړ چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل او د جمهوریت پرځېدو سره طالبان واکمن شول.
طالبان په اوسنۍ اعلامیه کې د دوحې تړون ته په اشاره هیله لري چې ښاغلی ټرامپ به سيمه او نړۍ کې روانې جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې «د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.»
که څه هم ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون وکړ، خو د ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په ډول په وتلو نیوکه کوي.
نوموړي په یوه مرکه کې دا هم ویلي چې د بیا ولسمشرېدو په صورت کې به بګرام اډه ونیسي چې په مټ یې چین کنټرولولی شي.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت د امریکا په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریالیتوب پسې هیله کوي چې د نوموړي حکومت د افغانستان په هکله «واقعبینانه گامونه» پورته کړي.