ټرمپ د منځني ختیځ لپاره یو محافظهکار او سخت دریځه سیاست لري، چې د اسراییل ملاتړ، د ایران د نفوذ مخنیوی او د امریکا اقتصادي ګټې یې اساسي برخې دي.
د فلسطین او لبنان په اړه یې پالیسي د دې هېوادونو په چارو کې د امریکایي نفوذ زیاتولو او د خپلو ستراتېژیکو ملګرو د ملاتړ پر محور څرخي.
د دې پالیسۍ پایلې د فلسطینیانو لپاره د ستونزو د زیاتېدو، د غزې او لبنان په امنیتي وضعیت کې د بدلونونو او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د قوي حضور سره تړاو لري.
که ټرمپ خپله دویمه واکمنۍ په داسې مهال پیلوي چې د اوکراین او روسیې د جګړې سربېره په منځني ختیځ کې پراخ کړکېچ روان دي نو د منځني ختیځ په اړه د هغه پالیسي به د سیمې پر امنیت او سیاست په اوږدمهال کې پراخ اغېز ولري.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که واشنګټن د ډونالډ ټرمپ د بیا ټاکلو له لارې اقدام وکړي، روسیه له امریکا سره د خلاصو خبرو لپاره چمتو ده. سرګي لاوروف په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ هېڅکله له چا سره له تماس څخه ډډه نه ده کړې، خبرې اترې تل له یو بل د جلا کېدو څخه غوره دي.»
لاوروف د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۷ مه) نېټه په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړه: «موږ به وګورو، چې د ټرمپ د ادارې له خوا د خبرو لپاره کوم وړاندیز شته که نه. زه تکراروم، موږ هغه نه وو، چې اړیکې مو پرې کړې او دا زموږ پورې اړه نه لري، چې د بیا رغولو وړاندیز وکړو.»
دغه جګپوړي روسي ديپلومات ومنله، چې که د واشنګټن له لوري له يو اړخيزو غوښتنو پرته کوم اقدام وشي، مسکو به د خبرو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړي.
هغه وویل: «موږ چمتو یو، چې له واشنګټن سره په دې اړه خبرې وکړو، چې موږ چیرته ولاړ یو او څنګه باید پرمخ ولاړ شو.»
سرګي لاوروف د روسیې او امریکا د اړیکو ستونزې «ډېرې ژورې» وبللې او ویې ویل، چې د امریکا مشران په دې باور دي، چې دوی باید په نړیوال ډګر کې خپل سیالان وځپي.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ټرمپ بریالیتوب د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پالیسیو په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.
د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د منځني ختیځ په ځانګړي ډول د فلسطین، غزې، لبنان او په ټوله کې د عربو نړۍ لپاره سخت دریځه پالیسي غوره کړې وه او دا تمه کېږي چې که هغه بیا واک ته راځي، نو د دې سیمو په اړه به یې پالیسي پر ملي امنیت، د اسراییل سره د اړیکو پیاوړتیا او د ایران د نفوذ په مخنیوي متمرکزه وي.
۱. د فلسطین او اسراییل ترمنځ د اړیکو په اړه پالیسي
ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال د اسراییل او فلسطین ترمنځ د اړیکو په اړه یو اړخیزه پالیسي غوره کړه.
هغه په ۲۰۱۷ کال کې بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او د امریکا سفارت یې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږداوه، چې دا کار د فلسطین او نورو عربو هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.
په ۲۰۲۰ کال کې ټرمپ د اسراییل او ځینو عربو هېوادونو ترمنځ د ابراهیم تړونونه هم منځته راوړل، چې له مخې یې متحده عربي امارات، بحرین، سوډان او مراکش له اسراییل سره ډېپلوماتیکې اړیکې عادي کړې.
د راتلونکې پالیسي احتمالي اقدامات
د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ له پیل سره د فلسطین او اسراییل ترمنځ د اړیکو په اړه به یې پالیسي غالباً لاندې ځانګړتیاوې ولري:
•د اسراییل ملاتړ زیاتول:
ټرمپ به احتمالاً اسراییل ته لا نور ډېپلوماتیک او پوځي ملاتړ ورکړي او د فلسطین پر وړاندې به خپل یو اړخیز دریځ نور هم پیاوړی کړي. د دې معنا دا ده چې د اسراییل د امنیت په نوم به د هغو اقداماتو ملاتړ وکړي چې د فلسطینیانو د ځمکې نیولو او د دوی په حقونو فشار راوړلو کې مرسته کوي.
•د فلسطین په چارو کې مالي او ډېپلوماتیک فشارونه زیاتول:
ټرمپ کېدی شي په هغو نړۍوالو مرستو کې کموالی راولي چې فلسطینیانو ته ورکول کېږي او دا مرسته به یوازې په هغو فلسطیني ادارو پورې محدوده وي چې امریکا یې په نظر کې لري.
دغه راز، که هغه بیا واک ته ورسي، ممکنه ده چې د فلسطین د حقونو د ملاتړ کوونکو نړۍوالو ادارو څخه د امریکا ملاتړ هم محدود کړي.
•د سولې د یوې اړخیزې حللارې پر هڅو ټینګار:
د ټرمپ په پالیسي کې د اسراییل او فلسطین ترمنځ مذاکرات په حقیقت کې د اسراییل په ګټه وو او داسې ښکاري چې که ټرمپ بیا خپله واکمني پیلوي، نو د دې پالیسي پر دوام به ټینګار وکړي.

۲. د غزې په اړه د ټرمپ احتمالي پالیسي
د غزې تړانګه چې اوس د حماس د غیر مستقیمې واکمنۍ لاندې ده، د ټرمپ په لومړۍ دوره کې هم یوه مهمه موضوع وه.
ټرمپ په ښکاره ډول د حماس او نورو فلسطیني ډلو په اړه منفي دریځ درلود او د هغوی پر وړاندې یې سخت دریځ غوره کړی و.
د حماس ډله چې د اسراییل د نیواک پر وړاندې مقاومت کوي، د ټرمپ له خوا د یو ترهګر سازمان په توګه کتل شوې وه.
د راتلونکې پالیسۍ احتمالي اقدامات
د ټرمپ په دویمه دوره کې د غزې په اړه د هغه احتمالي پالیسي په لاندې ډول وي:
•د اسراییل ملاتړ زیاتول چې د حماس پر وړاندې عملیات وکړي:
ټرمپ به احتمالاً اسراییل ته زیات ملاتړ ورکړي ترڅو د حماس او نورو وسلهوالو ډلو پر وړاندې خپل عملیات زیات کړي.
دا کار به د غزې په سیمه کې د جګړې د زیاتېدو سبب شي.
•د بشري مرستو محدودول:
ټرمپ به ممکن د غزې د خلکو لپاره د امریکا له خوا د ورکړل کېدونکو بشري مرستو په اړه سخت دریځ غوره کړي. دا مرستې به یا محدودې کړي او یا به یې هغه ادارې ته ورکړي چې په غزه کې د امریکا د ګټو ساتنه کوي.
•د حماس پر ضد اقتصادي او سیاسي فشارونه:
که ټرمپ خپله دویمه دوره واکمني پیلوي نو د حماس پر ضد به اقتصادي او سیاسي فشارونه زیات کړي ترڅو هغوی د خپل سیاسي دریځ څخه په شا شي.
دې کېدی شي په نړۍواله کچه د حماس پر ضد بندیزونه او محدودیتونه شامل وي.
۳. د لبنان په اړه د ټرمپ احتمالي پالیسي
لبنان د منځني ختیځ یو مهم او له کړکېچ څخه ډک هیواد دی، چې د ایران د ملاتړ لرونکې ډله حزب الله په کې مهم نفوذ لري.
ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په اوږدو کې حزب الله د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ او د لبنان پر دولت یې فشار راوړ چې د دې ډلې فعالیت محدود کړي.
د دې سربېره، هغه د لبنان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته دومره پاملرنه ونه کړه.
د راتلونکې پالیسي احتمالي اقدامات
که ټرمپ بیا واک ته ورسي، نو داسې تمه ده چې د لبنان په اړه به یې پالیسي په لاندې ډول وي:
•د حزب الله پر وړاندې د سخت دریځ لا متشدد کول:
ټرمپ کېدی شي د حزب الله پر ضد نوره هم د سخت دریځه پالیسي غوره کړي، چې د دې ډلې د کمزوري کولو لپاره د لبنان پر حکومت او نړۍوالو ادارو فشار راوړي.
•د لبنان حکومت ته د اقتصادي او سیاسي مرستو محدودول:
ټرمپ ممکن د لبنان په سیاسي او اقتصادي چارو کې مداخله محدوده کړي او په دې شرطونو مرسته وکړي چې لبنان د حزب الله ملاتړ نه کوي.
•د اسراییل او لبنان د اړیکو په اړه پرمختګ ته زمینه برابرول:
ټرمپ به ممکن د اسراییل او لبنان تر منځ د اړیکو د عادي کولو لپاره هم هڅې وکړي، لکه څنګه یې چې د ابراهیم تړونونو په چوکاټ کې ځینې عربي هېوادونه د اسراېیل سره په اړیکو کې راوستل.
۴. د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ عمومي ستراتیژي
د ټرمپ لپاره د منځني ختیځ پالیسي په ټوله کې په درېیو اساسي محورونو ولاړه ده:
د ایران د نفوذ مخنیوی، د اسراییل د ملاتړ زیاتوالی او د امریکا اقتصادي او پوځي ګټې. د دې ستراتیژۍ په رڼا کې ټرمپ د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې د دې هدف لپاره جوړوي ترڅو د امریکا ملي ګټې په منځني ختیځ کې خوندي کړي.
د ایران د نفوذ مخنیوی
ټرمپ به د خپلې راتلونکې پالیسۍ په توګه په سیمه کې د ایران نفوذ کمزوري کولو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.
د ایران پوځي فعالیتونه او د هغه ملاتړي سازمانونه؛ لکه حزب الله او حماس به تر زیات فشار لاندې راوستل شي.
د اسراییل سره نږدې اړیکې
ټرمپ به اسراییل د یو ستراتېژیک متحد په توګه په پام کې ونیسي او د اسراییل د امنیت د تضمین لپاره به لا زیات ملاتړ ورکړي. هغه به د ابراهیم تړونونو لړۍ نوره هم پراخه کړي، چې د نورو عربي هېوادونو سره د اسراییل د اړیکو د عادي کولو یوه مهمه پروسه ګڼل کیږي.
د امریکا اقتصادي ګټې او د پوځي همکارۍ پراختیا
ټرمپ به د منځني ختیځ هېوادونو سره د اقتصادي او پوځي همکاریو پراختیا ته دوام ورکړي ترڅو امریکا ته اقتصادي ګټې او د سیمې هېوادونو ته امنیتي ملاتړ ورکړل شي.
دا کار به د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونو سره د پوځي تړونونو له لارې وشي.
پایله
ټرمپ د منځني ختیځ لپاره یو محافظهکار او سخت دریځه سیاست لري، چې د اسراییل ملاتړ، د ایران د نفوذ مخنیوی او د امریکا اقتصادي ګټې یې اساسي برخې دي.
د فلسطین او لبنان په اړه یې پالیسي د دې هېوادونو په چارو کې د امریکایي نفوذ زیاتولو او د خپلو ستراتېژیکو ملګرو د ملاتړ پر محور څرخي.
د دې پالیسۍ پایلې د فلسطینیانو لپاره د ستونزو د زیاتېدو، د غزې او لبنان په امنیتي وضعیت کې د بدلونونو او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د قوي حضور سره تړاو لري.
که ټرمپ خپله دویمه واکمنۍ په داسې مهال پیلوي چې د اوکراین او روسیې د جګړې سربېره په منځني ختیځ کې پراخ کړکېچ روان دي نو د منځني ختیځ په اړه د هغه پالیسي به د سیمې پر امنیت او سیاست په اوږدمهال کې پراخ اغېز ولري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک وايي، چې په امریکا کې له ټاکنو وروسته د برلین شریکانو ته روښانه پیغامونه تر بل هر وخت مهم دي.
بایربوک وايي، چې دا د جرمني د خلکو دازادۍ او هوساینې لپاره مهم دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې، بایربوک وویل، چې «جرمنی به د امریکا د راتلونکي دولت یو پیاوړی او اعتبار وړ ملګری وي، یو شریک او ملګری او دا زموږ وړاندیز دی».
هغه وايي، اوس له اتلانتیک بهر مشارکت مهم دی، په داسې وخت کې چې استبدادي حکومتونه د نړیوال سیسټم په سیالیو کې د واک لپاره له ولسواکیو سره په جګړه کې دي او په دې توپاني شرایطو کې عمل ته اړتیا ده.
بایربوک دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په برلین کې درې ګوندیز ایتلاف مات شوی او ټاکل شوې اولاف شولڅ په راتلونکې جنوري میاشت کې له پارلمان نه د اعتماد رایه واخلي.
د جرمني د خبري اژانس د رپوټ له مخې، سره له دې چې ازاد ډیموکراټیک ګوند له ایس پې ډې ګوند سره له ایتلاف نه وتل اعلان کړي، ددغه ګوند د ټرانسپورټ وزیر فولکر ویسینګ اعلان وکړ، چې خپل ګوند پریږدي او د وزارت پر څوکۍ پاتې کیږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس ویلي، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بري سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو امکان شته. سهیل شاهین ویلي، تمه لري چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې به طالبان په رسمیت وپېژندل شي.
دغه طالب چارواکي د دې ډلې او متحده ایالتونو ترمنځ د عادي اړیکو غوښتنه کړې ده.
سهیل شاهین د روسیې له ریا نووستي خبري اژانس سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۷ مه) خپره شوه وویل: «موږ هیله لرو چې پرمختګ وکړو، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړو چې په [رسمیت] پیژندلو تمامې شي. موږ له امریکا او نورو هیوادونو سره عادي اړیکې غواړو».
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د چارشنبې په ورځ (لړم ۱۶مه) په ټاکنو کې د ټرمپ د بري هرکلی وکړ او له امریکا سره یې د ښو اړیکو هیله وښوده. د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له ټرمپ غوښتي چې د طالبانو په اړه پر خپله تګلاره له سره غور وکړي.
له امریکا سره د اړیکو لپاره د طالبانو هڅې داسې مهال دي، چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال، جې ډي وانس، مخکې ویلي و، چې طالبانو ته د امریکا د مالي مرستو لېږل « سم لیونتوب دی».
هغه ټینګار کړی، چې امریکا دې د طالبانو د مالي ملاتړ پر ځای د خپلو سویلي پولو د کنټرول لپاره نورې مرستې بېلې کړي.

هغه دوستان، چې د کابل په خیرخانه مېنه کې، زموږ د ارواښاد استاد اکاډمېسین پوهاند رشاد کور ته تللي وي.
نو له دغه لوی عالم سره د ناستې په خونه کې به یې خامخا د کتابونو د مخامخ المارۍ پر یوه څنډه، د استاد په ښکلي مشقي خط لیکل شوې د هیندوستان میشتي افغان ټولواک شېرشاه سوري دا جمله لیدلې وي: « پښتنو! قبیلویت پرېږدئ، قومیت جوړ کړئ!»
د استاد له قوله او د تاریخي سرچینو له روایته، سوري شېرشاه دا وینا خپل دربار ته د هغو ورتلونکیو پښتنو مشرانو لپاره کړې وه، چې هڅه یې کوله پښتانه په کوشنیو کوشنیو خېلونو او ټبرونو، سیمو او جغرافیو سره وویشي او بیا دوی له دغه ویش څخه په ګټنه ځانونه پاچا ته ورنږدې کړي. مدبر شېرشاه، چې په هیندوستان کې د واک پر دریځ ښه پوهېده، له ورایه یې د پښتنو مشرانو د دې تربورګلوۍ زیانونه پېژندل او د هماغه تاریخي موقعیت (ځانګړي زمان و مکان په قید) کې یې دوی ته داسې حکم کاوه، چې ټول ځانونه په یوه لوی واحد قوم پورې وتړي او یو پیاوړی قومیت جوړ کړي.
یوه ورځ مې خدایزده د څه ډول یوه بحث په پایله کې استاد ته وویل: که سوري شېرشاه اوس ژوندی وای او د افغانستان په نننۍ جغرافیا یې واک لرلای، نو خامخا به یې دا جمله داسې ویله: « افغانانو! قومیت پرېږدئ! ملت جوړ کړئ!» استاد په خپلې ځانګړې خوږې خندا زما دغه خبره تأیید کړه او ویې فرمایل: « د شېرشاه دا خبره د همدې فکر بنیاد دی.»
له سوري شېرشاه تر نن پورې دا پینځه پېړۍ د افغانانو ټولو مشرانو د ځینو ځانخوښیو له همدې ناولي عادت څخه سر ټکولی، له روښان بایزیده رانیولې، تر خوشال خټک ،باچا خان او نورو پورې یې د زړه وینې ورته خوړلي، چې په کور کې کورکي مه جوړوئ او په خېل وخېلخانو مه سره ویشل کیږئ، چې دوښمن به مو له دې ویش څخه ګټه واخلي او له زمکې به مو ورک کړي، خو هی ارمان چې خلک یې دا خبرې نه اوري.
ملتونه په لویو لیدلوریو جوړیږي:
څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
زموږ مشرانو موږ ته د ملت ( د لوی لرلید په مرسته د یوه لوی ملت) بنسټونه په میراث راپریښي دي، خو هغه لړزانده دیوالونه چې پر دغو پخو بنسټونو درول شوي، موږ را روسته نسلونو ترې یوه یوه خښته ایستلې او د ملت ژوبل جسم مو لا پسې زخمي کړی دی. ځکه خو هرکله چې ځينې پردیپال وايي: « موږ ملت نه یو!» زما استدلال یې په وړاندې دا دی، چې نه! موږ ملت یو او د یوه پياوړي ملت پر بنسټونو ولاړ هم یوو، هغه څه چې ستونزه ده، زموږ د راروسته نسلونو او نخبهګانو نیمګړتیاوې دي، چې پردغو بنسټونو مو د یووالي ماڼۍ درولې نه ده.
دا دی، په داسې زمانه کې چې موږ د « ملت یو! » او « باید یو لوی ملت ودان کړو!» بحثونه کوو، څه احساساتي او ځانخوښي یا له ناخبرۍ او یا هم ښايی د څه مرموزو لمسوونو په پایله کې هڅه کوي وروڼه سره تربرونه کړي او تربرونه په دوښمنو واړوي. که څه هم باور لرم، چې د افغانستان ټولنیز بافت او د خلکو ګډ ملي شعور به دغسې زهرجنې احساساتي ناندرۍ په باد یوسي، خو زخمځای به یې خامخا د ملت ژوبل ژوبل وجود نور هم وخوږوي.
موږ د «ملت» د ودانولو لپاره څلورګډ داسې بنسټونه لرو، چې ښايي ډېر مصنوعي او د ښکېلاک له ګېډې رازېږېدلي هېوادونه یې ونه لري، ځکه خو یې لاتراوسه خپل تیت پرک ولسونه په یوه پیاوړي ملت بدل کړي نه دي.
زموږ دا څلور بنسټونه دا دي:
۱ـ افغانستان د ګڼو فرهنګي ارزښتونو، ژبو او دود دستورونو د رنګارنګو ګلونو داسې یو فرهنګي باغ خاوند هېواد دی، چې ټول یې د ګډ مالکیت حس لري، جزیات به یې بل وخت په یوه بېله لیکنه کې څرګند شي.
۲ـ موږ ته زموږ لویو ټولواکمنو یوه لویه جغرافیا په میراث پريښې او په دې جغرافیا کې مو ګډ برخلیک لرلای دی. په ۷۲۱ قمري/ ۱۳۲۱میلادي کې سیف بن محمد بن یعقوب هروی (سیفي هروي) په خپل «تاریخنامۀ» هرات کتاب۶۲۶ مخ کې د افغانستان حدود داسې تعریف کړي دي:
" له هرات څخه بیا د ټول افغانستان تر بریدونو او د آمو تر حد پورې ..."
د اوولسمې پېړۍ په پای کې میرویس خان نیکه او ځایناستو یې له اغیارو څخه د دغې ملي جغرافیې د سپېڅلي وجود پاکول راپیل کړل، تر دې چې د اتلسمې پېړۍ په پیل کې سترټولواک احمدشاه بابا د دغې جغرافیې پر زړو هډونو د نوي افغانستان داسې واکمني جوړه کړه، چې دا دی تر نن پورې د اسیا په وجود کې د خوځند زړه حیثیت لري.
۳ـ د افغانستان خلک بشپړ اکثریت معتدل مسلمانان دي او زموږ د ملت اعتقادي بنسټ یې پیاوړی په میراث راپریښی دی. د افغانستان د حکومتونو عرفی جوړښت تل له دغه ګروهیز یووالي د ملي پیوستون لپاره ګټه پورته کړې ده، که څه هم انګریزي ښکېلاک تر نن پورې د نویو افراطي ډلو ټپلو، د مذهب ترنامه لاندې ښکېلاکي ویشونو، شخړو او فرقهيي ویشونو ته لاس واچاوه، په شدت سیاسي شوي، بلکې استخباراتي شوي زهر یې د مذهب و دین په نامه راوشیندل او له خپلو سیمهییزو سیالانو سره یې د افغانانو د جنګولو لپاره د دوی سپېڅلې عقیده د ویشلو او تقابل د میتود پربنسټ کارول وغوښتل، خو ملت خپله اعتدالي، معقوله اسلامي ګروهه وساتله او سیاست یې خپل عرف ته پرېښود. ولس تل هڅه کوله چې سپېڅلې عقیده د سیاستلوبو له ککړتیا څخه بېله او لرې وساتي.
۴ـ او بالاخره د ملت ودانولو څلورم بنسټ چې ښايي په نړۍ کې د لږو نېکمرغه ملتونو په برخه وي، هغه ټولنیز بافت دی. د افغانستان په جغرافیا کې له ډيرو لرې پرتو او په غرونو کې راګیرو سیمو پرته نور افغانانو دومره خېښۍ و خپلوۍ سره کړي دي، چې اوس په هره کورنۍ کې د افغانستان بېلابېل توکمیز عناصر موندلای شئ. له مزار و بدخشان را نیولې تر پکتیا وکندهاره او له هراترانیولې بیا ترننګرهار و لغمان پورې ګڼې کورنۍ سره ګډې شوې دي. لوی ښارونه او بیا ورڅېرمه سیمې د دغه ګډون او مزج لوښي دي او افغانستان یې سره داسې ګنډلی چې نه په کې خالصه کندهارۍ کورنۍ پاتې ده و نه هم خالصه بدخشۍ یا هراتۍ و کونړۍ. موږ ټول په حقیقت کې د یوې لویې (افغانې) کورنۍ غړي یو. دا هرڅه شعارونه او د ملي یووالي لپاره خوشبینانه خیالات نه دي، د دې ټولنې واقعیتونه دي، که نه وي هریو دې خپله کورنۍ و خېلخانه وګوري، چې څومره ملي ګډون په کې دی.
دې څلورو بنسټونو ته په کتلو موږ بیخي زیات امکانات لرو، چې یو لوی او پیاوړی ملت ودان کړو.
زه نهغواړم هغو سادګانو ته د نصیحت په ژبه څه ووایم، چې دا ورځې یې د افغانانو اذهان او افکار د سیمې، ولایت، ژبې، لهجې، لیکدود، ملي شخصیتونو، ملي نښو، د تاریخي پېښو په سر د شخړو او نورو بېځایه ناندریو په وسیله نارامه کړي دي. بلکې هغوی ته د زړهسوي په لحن وایم، چې دا خوارۍ مو د ګونګټې ده او بېځایه مو ځانونه ستړي کړي دي. دا لوڅې پوڅې مو هېڅ ځای نهنیسې. هسې په لوی ملت کې ځانونه مه تجریدوئ. تاریخي پېښې و تاریخي څېرې ان تاریخي ویاړونه تاریخ ته پرېږدئ. له تاریخ څخه یوازې هویتي و تجربي تومنه اخیستلای شو، نور نو د نن و سبا د جوړولو زمانه ده. له لوی او بیخي لوی تاریخي افغانستان څخه مو مټې راتاو کړئ! د یادو څلورو پیاوړو بنسټونو پرسر د یوه پیاوړي او سره متحد افغان ملت ښکلې ودانۍ رالوړه کړئ. د ودان ملت له دیوالونو خښتې مهباسئ، بلکې د ستر سوري شېرشاه ارمان را معاصر کړئ او داسې یې یو بل ته ووايئ، چې:
« افغانانو! قومیت پرېږدئ! ملت جوړ کړئ!»
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.