هغه په ۲۰۱۷ کال کې بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او د امریکا سفارت یې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږداوه، چې دا کار د فلسطین او نورو عربو هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.
په ۲۰۲۰ کال کې ټرمپ د اسراییل او ځینو عربو هېوادونو ترمنځ د ابراهیم تړونونه هم منځته راوړل، چې له مخې یې متحده عربي امارات، بحرین، سوډان او مراکش له اسراییل سره ډېپلوماتیکې اړیکې عادي کړې.
د راتلونکې پالیسي احتمالي اقدامات
د ولسمشر ټرمپ د واکمنۍ له پیل سره د فلسطین او اسراییل ترمنځ د اړیکو په اړه به یې پالیسي غالباً لاندې ځانګړتیاوې ولري:
•د اسراییل ملاتړ زیاتول:
ټرمپ به احتمالاً اسراییل ته لا نور ډېپلوماتیک او پوځي ملاتړ ورکړي او د فلسطین پر وړاندې به خپل یو اړخیز دریځ نور هم پیاوړی کړي. د دې معنا دا ده چې د اسراییل د امنیت په نوم به د هغو اقداماتو ملاتړ وکړي چې د فلسطینیانو د ځمکې نیولو او د دوی په حقونو فشار راوړلو کې مرسته کوي.
•د فلسطین په چارو کې مالي او ډېپلوماتیک فشارونه زیاتول:
ټرمپ کېدی شي په هغو نړۍوالو مرستو کې کموالی راولي چې فلسطینیانو ته ورکول کېږي او دا مرسته به یوازې په هغو فلسطیني ادارو پورې محدوده وي چې امریکا یې په نظر کې لري.
دغه راز، که هغه بیا واک ته ورسي، ممکنه ده چې د فلسطین د حقونو د ملاتړ کوونکو نړۍوالو ادارو څخه د امریکا ملاتړ هم محدود کړي.
•د سولې د یوې اړخیزې حللارې پر هڅو ټینګار:
د ټرمپ په پالیسي کې د اسراییل او فلسطین ترمنځ مذاکرات په حقیقت کې د اسراییل په ګټه وو او داسې ښکاري چې که ټرمپ بیا خپله واکمني پیلوي، نو د دې پالیسي پر دوام به ټینګار وکړي.
۲. د غزې په اړه د ټرمپ احتمالي پالیسي
د غزې تړانګه چې اوس د حماس د غیر مستقیمې واکمنۍ لاندې ده، د ټرمپ په لومړۍ دوره کې هم یوه مهمه موضوع وه.
ټرمپ په ښکاره ډول د حماس او نورو فلسطیني ډلو په اړه منفي دریځ درلود او د هغوی پر وړاندې یې سخت دریځ غوره کړی و.
د حماس ډله چې د اسراییل د نیواک پر وړاندې مقاومت کوي، د ټرمپ له خوا د یو ترهګر سازمان په توګه کتل شوې وه.
که څه هم په امریکا کې د ولسمشر بدلون د متحده ایالاتو په بهرنۍ پالیسۍ کې بېړنی بدلون نه رامنځته کوي؛ خو په منځمهال کې ښايي یو شمېر پالیسۍ او نظریات تغیر وکړي.
د افغانستان او طالبانو په تړاو د ټرمپ د پالیسۍ شالید ته که وکتل شي نو جوته به شي چې په مختلفو پړاوونو کې یې تغیر کړی دی.
د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې لومړی د اسیا لپاره د هغه پالیسي د طالبانو او پاکستان په مطلق زیان و او بیا د دغې پالیسۍ نه تطبیقېدل او له طالبانو سره مذاکرات کول د افغاستان په تړاو د ټرمپ یوه کاملاً نوې او د افغانستان خلکو ته حیرانوونکې پالیسي وه.
وروسته له هغې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات وشول او جمهوري دولت په مطلق ډول له دغو خبرو لرې وساتل شو او په پایله کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط او طالبان واکمن شول ټرمپ بیا د بایډن ادارې په دغې کړنې توندې نیوکې وکړې.
هغه وویل چې د ده ادارې نه غوښتل چې له افغانستانه په دا ډول شرموونکې حالت ووځي او ده غوښتل چې باګرام وساتي.
که څه هم چې په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافق وشو، بیا هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت کمزوری شو او د پاکستان په مرسته طالبان غښتلي شول؛ خو دا ځل دا امکان شته چې ټرمپ د طالبانو پر حکومت نظامي او اقتصادي فشارونه زیات کړي. دا به تر ډېره د طالبانو له لوري د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو او لږکیو د حقوقو د نقض په پار وي؛ خو تر شا یې د پټ تعامل څرکونه هم لیدل کیږي.
۲. له طالبانو سره محدود تعامل
که څه هم ټرمپ به له طالبانو سره مستقیماً تعامل کولو ته ډیر لیوال نه وي، خو هغه ممکن له طالبانو سره د محدودو مذاکراتو او خبرو ملاتړ وکړي ترڅو طالبان وهڅوي چې په نړۍواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره بدلونونه رامنځته کړي.
د طالبانو څخه د نړۍوالې ټولنې مهمه غوښتنه د ترهګرۍ ضد ژمنې دي او امکان لري چې ټرمپ طالبان د خپلو ژمنو د پلي کولو لپاره تر فشار لاندې ونیسي.
۳. اقتصادي بندیزونه او مالي فشارونه
د طالبانو حکومت له پرلهپسې اقتصادي ستونزو سره مخ دی. ټرمپ به د دې اقتصادي ستونزو څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.
د امریکا او نړۍوال بانک له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل ساتل او د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونه به احتمالا پر خپل ځای پاتې وي او ممکن نور بندیزونه هم پلي شي.
د ډالرو د اونیزو بستو پر لېږد هم ښايي بندیز ولګیږي چې له امله به یې د طالبانو حکومت اقتصادي زیان وویني.
۴. د افغانستان د راتلونکي لپاره اوږدمهاله پلان
که څه هم ټرمپ د امریکا د نظامي شتون د کمولو لپاره هڅې کړې دي، خو هغه به د افغانستان په اړه یو اوږدمهاله امنیتي پلان ولري.
دا پلان به تر ډېره په سیمهییز امنیتي ثبات او د ترهګرۍ پر ضد جګړه متمرکز وي. ټرمپ شاید د افغانستان څخه د کډوالو مخنیوي، د نشهیي توکو د قاچاق کنټرول او د ترهګرو ډلو لکه داعش او القاعده د بیا ظهور مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
۶. په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت
ټرمپ به احتمالاً د طالبانو په حکومت کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه جدي دریځ غوره کړي.
د ډونالډ ټرمپ سیاستونه به په دوو برخو ویشل شوي وي؛ یو له طالبانو سره سخت دریځ او اقتصادي فشارونه او بل له طالبانو سره د محدودو تعاملاتو او خبرو اترو امکانات.
ټرمپ به هڅه وکړي چې طالبان د نړۍوالو قوانینو او معیارونو منلو ته اړ کړي، ترڅو افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدل نهشي او د امریکا ملي ګټې خوندي وساتل شي.
بیل هیګرټي له ټینیسي ایالت نه جمهوري غوښتونکی سناتور او په جاپان کې د امریکا پخوانی سفیر هیګرټي د چین په اړه د خپل سخت دریځ او د «امریکا لومړی» بهرنۍ پالیسۍ له امله مشهور دی.
مارکو روبیو د فلوریډا سناتور او د ټرمپ ټینګ ملاتړی، چې ډېر یې د هغه د بهرنۍ پالیسۍ د تخصص له امله یادونه کوي. پر دې سربېره دغه پوسټ ته د رابرټ اوبراین او مارکو روبیو نومونه هم اخستل کیږي.
د دفاع وزیر:
مایک پومپیو د ټرمپ د سي آی اې پخوانی رییس او د بهرنیو چارو وزیر، د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ لید ته د پومپیو اوږدمهاله وفاداري هغه د بهرنیو چارو وزیر یا دفاع وزیر لپاره احتمالي نوماند ګرځوي. ټام کاټن د ارکنساس سناتور او د عراق جګړې تجربه لرونکی، کاټن د ټرمپ کلک مدافع دی او په پراخه کچه د پنټاګون مشرتابه لپاره د پیاوړي نوماند په توګه مطرح کیږي.