• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو سازمان حال وش: ایران د یوه افغان په ګډون دوه تنه اعدام کړل

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۹ GMT+۰

د بشري حقونو سازمان حال وش وايي، چې د ایران حکومت تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۲۰مه) د دغه هیواد د زاهدان په زندان کې د یوه افغان په ګډون دوه بندیان په دار ځړولي. دغه سازمان ویلي چې ایران دغه افغان وګړی د «نشه‌يي توکو» په تور اعدام کړی.

په ایران کې د افغانانو د په دار کولو په دوام د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د ایران حکومت په زاهدان زندان کې یو افغان وګړی اعدام کړی.

د بشري حقونو دغه سازمان د اعدام شوي کس نوم «محمد نبي پوپلزی» یاد کړی او ویلي یې دي، چې عمر یې ۲۸ کاله و.

حال وش ویلي، چې د ایران حکومت په دې لړ کې یو بل بلوڅ وګړی چې د بلوچستان د زابل اوسیدونکی و هم په دار کړی خو پر هغه د تور په اړه یې څه نه دي ويلي.

روان لمریز کال په ایران کې د افغان وګړو په ګډون د اعدام سزا کچه تر پخوا ډېره لوړه شوې.

د ایران د بشري حقونو سازمان تیره پنجشنبه د (لړم ۱۷مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د ایران حکومت د درېیو افغان وګړو په ګډون د دغه هیواد په کرج کې ۱۱ تنه په بیلابیلو تورونو په دار ځړولي دي.

د دغو تازه په دار شویو دوو بندیانو د اعدام په اړه ایراني رسنیو او د ایران حکومت تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.

د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

واشګټن ټایمز: امریکا د افغانانو پر اېستلو او مېشتېدلو ۱۴ میلیارډه ډالره لګولي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۵ GMT+۰

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) له قوله خبر ورکړی، چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د افغانانو د ژغورنې او په امریکا کې د بیا مېشتېدنې لپاره څه د پاسه ۱۴ میلیارده ډالر لګولي دي.

د راپور له مخې، د دغو پیسو ډیره برخه د امریکا پوځ له لوري د افغانانو د اېستلو پر الوتنو، او امریکا ته له رسېدو وروسته په نظامي اډو کې د لسګونه زرو افغانانو د ځای پر ځای کېدو او همدارنګه له پوځي اډو څخه تر وتلو وروسته د افغانانو د بیا مېشتېدو په برخه کې لګول شوي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د جوبايډن حکومت درې میلیارده ډالره افغانستان ته د بشري مرستو په توګه لیږلي دي.

سیګار په خپل وروستې درې میاشتني راپور کې ویلي، چې«امریکا د افغانانو لپاره تر ټولو ډیر مرسته کوونکی هېواد دی.»

واشکنټن ټایمز وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سره اوس سیګار په افغانستان کې د ګډوډ حالت په اړه د امریکا کړنې جدي څاري.

واشنګټن ټایمز د جان سوپکو له قوله لیکلي، چې په دغو پیسو کې ۸،۷ میلیارده ډالر امریکا ته د ورغلو افغانانو د ښه راغلاست او ۵،۳ میلیارډه ډالر د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره ځانګړي شوي وو.

واشنګټن ټایمز وايي، د سیګار ادارې مشر د ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې مشري په غاړه لري، خو نوموړي ویلي، چې په راتلونکي اوړي کې خپل دنده پای ته رسوي.

د سیګار د ادارې د تړلو په اړه جان سوپکو لیکلي: «د ادارې د تړلو لپاره زما وړاندیز د طالبانو د واک د جیو پولیټیک واقعیتونو او له افغانستان سره د امریکا د مرستو د کمولو په اړه څرګندونه کوي.»

نوموړي ویلي دي، چې دغه مسوولیت دې نور پلټونکي لکه د بهرنیو چارو وزارت پلټونکي په غاړه واخلي.

اوچا: د اقلیم بدلون په ناسته کې دې د اقلیمي بدلون د زیانمنو ټولنو لپاره بېړنی اقدام وشي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

اوچا په اذربایجان کې د اقلیمي بدلون په ناسته کې له زیانمنو هېوادونو سره د بیړني اقدام په اړه ټینګار کړی او وايي، افغانستان د شین کوریزو ګازونو په کم تولید سربېره هم د اقلیمي بدلون د لسو زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی.

د راپورنو له مخې، افغانستان په دغې ډله کې شپږم ځای لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د دوشنبې په ورځ د (لړم۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان د نړۍ د شین کوریزو ګازونو له ۰،۱ سلنې څخه په کم تولید سربیره هم د اقلیم د بدلون په وړاندې د نړۍ د لسو زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی.

اوچا په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په نړۍواله غونډه کې له زیانمنو هېوادونو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې.

دغې ادارې وړاندې لیکلي، چې د اذربایجان په باکو ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په ۲۹مه ناسته کې دې د هغو ټولنو لپاره د بیړني اقدام اړتیا ده، چې د تودوخې لوړې درجې، د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دي.

د اوچا د راپور له مخې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی.

بل خوا نن د اذربایجان په باکو ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلمي بدلون ناسته کیږي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په دغې ناسته کې په لومړي ځل د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د مشر مطیع الحق خالص په ګډون یو پلاوی ګډون کوي.

طالبان وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون ناستې ته استول شوی پلاوی به یې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړۍوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون په برخه کې د شته مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او اقلمي بدلون سره د عیارېدو او مبارزې په تړاو خپلې غوښتنې شریکې کړي.

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکه: د امریکا راتلوونکی حکومت دې له طالبانو سره جوړجاړی نه کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو تېره ورځ په پاکستان کې د یوې راټولېدنې پر مهال د امریکا پر راتلوونکي حکومت غږ وکړ چې له طالبانو سره دې جوړجاړی نه کوي. دوی پر طالبانو د هدفمندو بندیزونو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو تېره ورځ یکشنبه (د لړم ۲۰مه) په پاکستان کې د یوې راټولېدنې پر مهال د امریکا پر راتلوونکي حکومت او په ځانګړي ډول ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې له طالبانو سره دې جوړجاړی نه کوي او پر هغوی دې د دوی د ناوړه کړنو له امله هدفمند بندیزونه ولګوي.

دوی وايي چې طالبانو د خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي او په څرګند ډول له بشري حقونو سرغړونه کوي.

دغو فعالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم هیڅ ډول ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري او باید پیاوړی نه شي.

دغې شبکې په خپله خبرپاڼه له ښاغلي ټرمپ غوښتي چې: «موږ د بشري حقونو، ښځو او د افغانستان د مظلومو خلکو په اړه اندېښمن یو، له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو کړکېچن او ناوړه وضعیت ته جدي پام وکړئ.»

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو له ډونالډ ټرمپ څخه په پنځو برخو کې غوښتنې کړې دي: «له طالبانو سره د تعامل پالیسي پایته ورسوي، په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ملاتړوکړي، په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز جبر سره د مبارزې ملاتړ دې وکړي، د بشردوستانه مرستو د ویش د بهیر نړۍواله څارنهدې وکړي او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره د نړۍوالو هڅو ملاتړدې وکړي.»

د دغې شبکې غړو ویلي، افغانې میرمنې چې په سیستماتیک ډول له ټولنې څخه ایستل شوې او له جنسیتي تبعیض سره مخ شوې، دوی د متحده ایالاتو د ټاکل شوي ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د امریکا راتلوونکی حکومت دې د افغانانو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې پخواني مشر له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۳ GMT+۰

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر ویلي، چې په دې حساس وخت کې دې، د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په اړه ګډ کار وشي.

د پاکستان (ده نېشن) ورځپاڼې د راپور له مخې، د سارک سازمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر افتخار علي ملک د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سوېلي اسیا کې د خوښې وړ د سوداګرۍ یو پر درېیمه برخه کمه ده او دا په ډاګه کوي،‌ چې ۶۷ سلنه پوره ګټه نه ده ترې اخیستل شوې.

نوموړي ویلي، چې د منځنۍ اسيا، منځني ختيځ او سوېلي اسيا تر منځ د نښلوونکي او د ځمکني پل په توګه د افغانستان رول بايد په اوسنيو شرايطو کې وڅېړل شي، چې د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختيا تمرکز وشي.

ښاغلي افتخار علي ملک وویل، چې نن هم د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان تېلو او ګارزو ته په مستقیمه توګه د لاسرسي په لرلو سره افغانستان د سوېلي اسیا هېوادونو لپاره د یوې ګټورې دروازې په توګه کڼل کیږي.

هغه وویل، غوره سوداګریزې اړیکې به د اقتصادي په وده کې مرسته وکړي او په سیمه کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې به د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

افتخار ملک وايي، پاکستان له ایران او چین وروسته د افغانستان درېیم لوی سوداګریز ملګری دی، چې سمنټ، د درملو تولید، سلفر، ډبره، پلسټر، میوه، سبزیجات، غوړي او خوراکي توکي تولیدوي او د افغانستان صادرات غالۍ دي، چې د ټولو صادراتو ۴۵ سلنه جوړي، په داسې حال کې چې د وچې میوې صادارت یې ۳۱ سلنه او درملي بوټو صادارت یې ۱۲ سلنه جوړوي.

د سارک سازمان پخوانی مشر داسې مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا خبره کوي چې په دې وروستیو کې یوه هندي پلاوې کابل ته سفر کړی او له افغانستان سره د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې یې کړې او په دې برخه کې یې د هندوستان د هر ډول چمتوالي ډاډ ورکړی.

طالبانو د سیګار هغه راپور رد کړ چې ویلي یې و، د امربالمعروف قانون د ښځو ازادۍ ترې اخیستي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د امربامعروف وزارت ویاند د سیګار هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې و، د امربالمعروف نوي قانون له افغانو ښځو او نجونو د هغوی ازادۍ اخیستې دي. سیګار په خپل وروستي راپور کې دغه قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر تېره شپه ناوخته په ایکس پاڼه د سیګار هغه راپور رد کړ، چې د روانې لړم میاشتې په ۱۹مه یې خپور کړی او په کې راغلي و چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د قانون مادې د ښځو د ازادیو د سلب کولو لپاره جوړي شوې او د ښځو ډیرې ازادۍ ددغه وزارت د محتسبانو له لوري ترې اخیستل شوې دي.

‏دغه طالب ویاند وايي، چې «سیګار د تېر په څرې په خپل راپور کې هغه مواد را اخیستي چې دوی یې له وخته عادت لري.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې چې په ۱۳۵ مخونو او شپږو فصلونو کې خپور شوی، ګڼو برخو ته اشاره کړې.

په دغه راپور کې د سیګار ادارې مشرجان سپکو له شاوخوا شپاړلس کلن فعالیت وروسته په افغانستان کې د دې ادارې د فعالیتونو بندېدو خبر ورکړی.

د سیګار په دغه راپور کې د افغانانو او په تېره بیا د ښځو په برخه کې د امربالمعروف وزارت وروستی قانون له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بلل شوې او په وینا یې، ورسره د عامو افغانانو په شخصي ژوند کې لاسوهنه او څارنه لا زیات شوي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو درې کاله وروسته، طالبانو په تېره اګسټ میاشت کې د خپل فرمان په خپرولو سره له بشري حقونو په ښکاره ډول سرغړونه کړې او د پخوا پرتله یې د افغانانو په عامه او شخصي ژوند کې ستونزې ډېرې کړې دي.»

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره سیګار په ۲۰۰۸ زېږدیز کال د امریکا د کانګرېس له تایید وروسته رامنځته شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په چوکات کې فعالیت کوي او د دغو وزارتونو تر څنګ کانګرېس ته هم ځواب ویوونکې او په افغانستان کې د امریکا د بېلابېلو ادارو او وزارتونو له خوا ترسره شوې مرستې څاري او په تړاو یې میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی راپور چمتو او کانګرېس ته وړاندې کوي.