• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر: غزه کې جګړه هغه وخت پای ته رسیږي کله چې خپلو موخو ته ورسیدږو

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۸ GMT+۰

په لبنان کې د اوربند په رامنځ ته کیدو سره یو شمېر هېوادونو د غزې تړانګه کې د ورته موافقې د عملي کیدو غوښتنه کړې ده. خو د اسراييل د بهرنيو چارو وزير ګيدون سعار ټينګار کړی، چې د غزې جګړه به يوازې هغه وخت پای ته رسيږي چې اسراييل خپلو موخو ته ورسيږي.

سعار د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) وویل، چې د اسراییل په اهدافو کې د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د دې ډاډ ترلاسه کول چې دا ډله به د غزې تړانګه بیرته نه نیسي، شامل دي.

هغه ټینګار وکړ، چې اسراییل په غزه کې د ملکي وګړو د ژوند د کنټرول اراده نه لري او زیاته یې کړه: "موږ باور لرو چې سوله حتمي ده، مګر د توهماتو پر بنسټ سوله نه شي ترسره کیدی."

نیویارک ټایمز د پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې لیکلي، چې د حماس چارواکي په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کولو او له مصر سره په ګډه پوله د فیلاډلفیا په دهلېز کې د اسراییل د حضور د دوام په اړه خبرې کوي.

د دې ورځپاڼې په وینا، حماس تمه درلوده چې د ایران نیابتي ځواکونه به اسراییل مجبور کړي چې د حماس د شرایطو په چوکاټ کې اوربند ومني، خو د یحی سنوار له مړینې وروسته څرګنده شوه چې تهران له اسراییل سره د مخامخ جګړې په لټه کې نه دی.

نيويارک ټايمز د فلسطيني او امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې په لبنان کې د اوربند تر عملي کېدو مخکې هم حماس دې ته چمتو و، چې د يحيا سنوار تګلاره پرېږدي او په غزه کې يوې هوکړې ته ورسېږي.

نيويارک ټايمز د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې ممکن د اسراييل لومړی وزير بنيامين نتنیاهو په تمه دی، چې د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول سپينې ماڼۍ ته ننوځي او بيا له حماس سره د معاملې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د لبنان ورځپاڼې الاخبار هم راپور ورکړی، چې تمه کیږي د مصر یو اطلاعاتي پلاوی به د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ په اتمه) اسراییل ته لاړ شي چې په قاهره کې د غزې په تړانګه کې د جګړې د درولو لپاره چمتو شوی هر اړخیز پلان اسراییلي چارواکو ته وړاندې کړي.

په دې پلان کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول، غزې تړانګې ته د بشري مرستو زیاتولو او اسراییلي یرغمل شویو ته د درملو د استولو وړاندیزونه شامل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اسټرالیا سنا له ۱۶ کلونو د کم عمره کسانو له خوا د ټولنیزو شبکو د نه کارولو طرح تصویب کړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د اسټرالیا سنا د پنجشنبې په ورځ د ۱۶ کلنو څخه د کم عمره کسانو له خوا د ټولنیزو شبکو پر کارولو د بندیز لګولو طرحه تصویب کړه. دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې دا ډول قانون تصویبیږي.

دا طرحه د استرالیا په سنا مجلس کې د ۱۹ مخالفو رایو په مقابل کې په ۳۴ موافقو رایو سره تصویب شوه. دا قانون به لږ تر لږه د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره پلي نشي.

د دې قانون له پلي کېدو وروسته که ټولنیزې شبکې لکه ټیک ټاک، فیسبوک، اېکس، انستاګراماوسنپ چټپه سیستماتیک ډول له ۱۶ کلنو کم عمره ماشومانو لپاره د کاروونکي اکاونټونو د جوړولو مخه ونه نیسي، جریمه کېږي.

دا جریمه کیدای شي تر ۵۰ میلیون اسټرالیایي ډالرو (۳۳ میلیون امریکایي ډالر) وي.

د اسټرالیا د استازو مجلس د چهارشنبې په ورځ له ۱۶ کلنو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو د استعمال د بندیز لایحه د ۱۳ مخالفو رایو په مقابل کې په ۱۰۲موافقو رایو سره تصویب کړې وه.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز وویل، چې دا قانون د ټولنیزو رسنیو د "ضرر" سره د مبارزې لپاره اړین و، هغه ټکی چې ډیری کورنیو منلی دی.

البانیزي زیاته کړه: "دا یوه نړیواله ستونزه ده او موږ غواړو چې اسټرالیايي ماشومان یو رښتینی ماشومتوب ولري. موږ غواړو چې د میندو او پلرونو ذهن هم له دې اړخه ارامه وي."

هکرانو د یوګانډا مرکزي بانک څخه د سیسټم په هک کولو سره شاوخوا ۱۷ میلیون ډالر غلا کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د یوګانډا رسینو د پنجشنبې په ورخ (لېندۍ ۸مه) راپور ورکړی، چې هکرانو د دغه هیواد د مرکزي بانک سیسټم هک کړی او له دې سره یې ۱۶.۸ میلیونه ډالر چې شاوخوا ۶۲ میلیارده یوګانډايي شیلینګ کیږي، غلا کړي دي.

دغه هکران، چې د ویسټ ځان معرفي کوي، د یوګانډا بانک معلوماتي سیسټمونو ته یې لاسرسی موندلی او د دې میاشتې په پیل کې یې په ناقانونه توګه پیسې انتقال کړي دي.

د یوګانډا دولتي ورځپاڼې په یو راپور کې د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي، چې په سویل ختیځې اسیا کې میشتې دغې د هکرانو ډلې د غلا شویو پیسو یوه برخه جاپان ته استولې، خو بانک توانیدلی چې د غلا شویو پیسو نیمایي برخه بیرته راوګرځوي.

د دغه سایبري برید په ځواب کې ولسمشر یوري موسویني د څیړنو امر کړی.

د یوګانډا مرکزي بانک او پولیسو په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

په یوګانډا کې د مخابراتي شرکتونو په ګډون بانکونه او نور د مالي خدمات وړاندې کونکي په مکرر ډول د سایبري بریدونو لاندې راغلي، خو چارواکي وايي، چې ځینې بانکونه په عامه توګه د داسې پیښو په تاییدولو کې زړه نازړه دي.

د یوګانډا تر ټولو لوې خپلواکې ورځپانې ډیلي مانیټر راپور ورکړی، چې ممکن غلا کې د بانک داخلي کسان هم ښکیل وي.

د انلاین مانیټر د راپور له مخې: «امنیتي ادارې له دې سره د داخلي دندې په توګه چلند کوي، دا د یوګانډا بانک، د مالیې وزارت د خزانې ریاست او د عمومي محاسبې دفتر ترمنځ د همکارۍ پایله وه.»

منظور پشتین: د استعماري ریاستي نظام ظلم اوج ته رسیدلی

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پر غړو د پاکستان د حکومت برید غندلی او وايي، چې دولتي دستګاه د ولس مظلومیت د بري په توګه نمانځي خو دا کړنې به ددوی د ماتې او بد پای لامل شي.

پشتین د پي ټي ای لاریونونو ته د پوښښ ور کوونکي خبريال مطيع الله جان تښتول غندلي او له خبریالانو سره یې خپل پیوستون ښودلی.


منظور پشتین چې له اوږدې مودې وروسته یې پر خپل اېکس پیغام خپور کړی وايي، چې «خلک په ظلم او له واک څخه په ناوړه استفادې سره نه شي غلي کېدای».


نوموړي زیاته کړې « هرڅومره چې دا ظلمونه کوي هغومره به يې د زوال ورځې کمې وي، په دې شرط چې بېلابېلې ولسي کړۍ د دوی پر وړاندې مبارزه کې خپل مورال لوړ وساتي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي».

د عمران خان په غوښتنه راغوښتل شوی لاریون او پرلت په اسلام اباد کې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته له مرګ ژوبلې سره مل پای ته ورسېد. په دغه لاریون کې ګڼ کسان وژل شوی او ټپیان دي، خو حکومت یې د نړیوالو غبرګونونو له ویرې تراوسه کره شمېر نه دی ډاګیز کړی.

د منځنۍ اسیا شنونکي: په افغانستان کې د جماعت انصارالله حضور د تاجکستان امنیت ګواښي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله تقویه شي.د یاد تړون غړو هیوادونو یو پریکړه لیک لاسلیک کړ چې د افغان-تاجک پولې د پیاوړتیا لپاره د ډله ییز امنیت تړون سازمان په نښه شوی پروګرام تاییدوي.

د تړون غړو هېوادونو دغه راز د نړیوال او سیمه ییز امنیت په تړاو ۱۴ سندونه لاسلیک کړل.

د یاد تړون عمومي منشي، ایمانګلي تاسماګامبیتوف، ویلي، چې د افغان-تاجک پولې د تنظیم او امنیت هوکړه لیک یو بین ‌الحکومتي پروګرام دی.

د اذربایجان کالیبر رسنۍ ددې ناستې په درشل کې په یوه تحلیل کې ویلي، چې په افغانستان کې میشتې وسله‌ والې ډلې جماعت انصارالله، چې د "تاجک طالبانو" په نوم هم پېژندل کېږي، د تاجکستان پر وړاندې د نظامي عملیاتو لپاره خپلې تیارۍ چټکې کړې دي.

د روسیې د عصري افغانستان مطالعاتو مرکز په وینا، دې ډلې ته له سوریې، عراق او افغانستان نه د جګړه‌ مارو د ورتګ شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، چې د سیمې لپاره یې د امنیتي ننګونو کچه لوړه کړې ده.

یادې رسنۍ د افغان-تاجک پولې د امنیت او په افغانستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د جنګیالیو د حضور په تړاو د منځنۍ اسیا ځینې شنونکي غږولي.

د تاجکستان سیاسي شنونکي پروېز ملوجانوف په باور، د افغان-تاجک پولې د پیاوړتیا لپاره یو نړیوال توافق شته. هغه کالیبر ته وویل: « له همدې امله به د دې موخو لپاره له بېلابېلو سرچینو څخه بودجه ځانګړې شي. د دې نړیوال توافق دلیل دا دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړیواله ټولنه او ګاونډیو کې اعتماد نه‌ دی رامنځته کړی».

د ملو جانوف په وینا، که د تاجک-افغان پولې په اوږدو کې کومه جدي شخړه رامنځته شي، د سی.ایس.ټي.او غړي هېوادونه به د موجوده تړونونو پر بنسټ تاجکستان ته د نظامي او تخنیکي مرستې په ورکولو مکلف وي. هغه زیاته کړه، « په تاجکستان کې د ټولنیزو رسنیو او انلاین رسنیو تحلیلونو ته په کتو، عامه نظر په پراخه توګه د طالبانو پر وړاندې سخت دی. له همدې امله، د احتمالي برید په صورت کې به د تاجک ځواکونو لپاره پراخ ولسي ملاتړ موجود وي».

د قرغزستان سیاسي کارپوه او تاریخپوه، اسکر جاکیشیف، وویل چې له افغانستان سره د نږدې ۱۴۰۰ کیلومترو اوږده پوله درلودونکی تاجکستان د سی.ایس.ټي.او په سرحدونو کې تر ټولو زیانمن ټکی دی. هغه زیاته کړې « دا اندېښنې د سی.ایس.ټي.او غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه، چې په ځانګړو نظامي عملیاتو کې ژوره ښکېلتیا لري، په ګډه هڅوي چې د تاجکستان د پولې د امنیت لپاره پراخ اقدامات وکړي».

د قزاقستان سیاسي شنونکي، ګزیز ابیشیف، خبرداری ورکړ چې تاجکستان ښايي یوازې د افغانستان له اړخه د افراطیانو پر وړاندې له ستونزې سره مخ شي. هغه ویلي، چې « افراطیان نه یوازې ایدیالوژیکي او مادي انګېزې لري، بلکې د جګړې تجربه او پرمختللې وسلې هم لري، چې د تاجکستان لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کوي، خو زه باور لرم چې د تاجکستان ملګري به یې یوازې پرېنږدي».

ابیشیف زیاته کړې چې په تاجکستان کې بې‌ثباتي به ټولې مرکزي اسیا ته لوی ګواښ پېښ کړي، په ځانګړي ډول قزاقستان او روسیې ته. هغه وویل، « له همدې امله ډېر احتمال شته چې د سی.ایس.ټي.او غړي هېوادونه د تاجک-افغان پولې په امنیت کې زیاته پانګونه وکړي».

جرمني په پولنډ کې پټریاټ هوايي دفاع سیسټم بېرته ځای پر ځای کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۰

جرمني پلان لري چې په پولنډ کې خپل پټریاټ هوايي دفاع سیستم په لنډمهالې توګه ځای پر ځای کړي. د دې ماموریت د پيل لپاره به د جرمني پوځ «بوندس‌ویر»په نږدې راتلونکو ورځو کې لومړنی تیاری او څیړنې ترسره کړي او اصلي عملیات به په جنوري میاشت کې پیل شي.

دغه ماموریت به د پولنډ په جنوب ختیز کې د رزیژوف ښار په شاوخوا کې ترسره شي.

دا سیمه د یوه هوایي ډګر کوربه ده چې د امریکایي پټریاټیونټونوله خواساتل کېږي او امریکایي ځواکونه هم پکې مېشت دي. سربېره پر دې، دغه سیمه د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږد لپاره یوه مهمه نقطه ګڼل کېږي.

د جرمني د خبري اژانس د رپوټ له مخې، د پولنډ د شوروي پېر پټلۍ، چې د ۶۵م نمبر ګاډي کرښې په نوم یادېږي، د زاموش ښار له لارې د اوکراین پولې ته رسېږي او د وسلو لېږد ته اسانتیا برابروي.

دا دویمځل دی چې جرمني خپل پټریاټ سیستمونه په پولنډ کې ځای پر ځای کوي.

پولنډ، چې د اروپايي ټولنې او ناټو غړی دی، د اوکراین لپاره یو مهم سیاسي او نظامي متحد دی. دغه هېواد د لوېدیزو پوځي مرستو لپاره د لوژستیک مرکز په توګه مهم رول لري.