بر عکس په کابل حاکم شوی اسلام بیا نور څه وايي. په دې اسلام کې ښځه مینځه یا غلامه ده چې د زدهکړې، کار، سیاست او ان تفریح حق نهلري، غږ یې محرم دی، مخ یې عورت او ان لاس لیدل یې د شهوت را پارېدو وسیله.
همدا ډول په دې اسلام کې هیڅوک د یوه طالب پر وړاندې د غږ پورته کولو حق نهلري، کار نهشي غوښتی، د اولاد لپاره د تعلیم غوښتنه یې د نظام ضد بغاوت یادېږي، په استخباراتي کړنو یې بحث کفر مطلق دی، د وطن د معدنیاتو په چور تالان یې نیوکه تخریب او په امیر خو یې نیوکه "بلا تشبیه"د پیغمبر په نبوت شک ښودل دي.
اوس جالبه دا ده چې له اسلامه د دې ګونو روایتونو راویان درګرده اخته دي له کابله د دمشق بریا ته نڅاوې کوي، انسان حیران شي چې واښه خوړونکي به هم په دومره تناقض کې ژوند وکا.؟
اصلي خبره دا ده چې په کابل واکمنو د افغانستان لپاره د اسلام هغه نسخه راوړې چې استخباراتي ده او په هغه قلم لیکل شوې چې رنګ یې د یوه لوی ملت وینې دي او د همدې ملت د انزوا او بربادۍ لپاره جوړ شوی دی.
دا نسخه د اسلام افراطي تعبیر دی چې قصدا او بې له کومې اسلامي مخینې او روایت د استخباراتو په خونو کې جوړ شوی او د افغانستان د لهمنځهوړو لپاره را انتقال شوی دی. هو با هو لکه د ګوډ او ړوند ملا اسلام چې د هر روښان فکره د وژنې حکم له ځان لري او هره هغه دروازه بندوي یا یې لهمنځه وړي چې د ابادۍ لپاره پرانستل کېږي.
اوس د اسلام له دې روایت سره مبارزه د هغه ملت دنده ده چې د همدې اسلام پاکه نسخه یې د خپلو نېکونو په وسیله تر نورو لېږدولې وه. په دې مبارزه کې باید دا ملت د بلې هر تکیې پرته په خپل زور و قوت دا افراطي تعبیر مسخه کړي او وښيي چې افغانان د یوه با عظمته قوم په توګه د دې لارې پیروان نهدي.
اوسمهال د افغانستان خلکو ته په یوه وخت کې دوه مبارزې ور تر غاړې دي چې د افراطیت ور تر غاړه کېدونکی ځنځیر مات کړي او همدا ډول خپل راتلونکی نسل د اسلام د دې افراطي تعبیر له زدهکړې وساتي.
احمد حقاني د حقانی شبکې د ترور شوي غړي خلیل الرحمن حقاني مشر زوی دی او د حقانی شبکې بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني وراره او ددې شبکې د اوسمهالي مشر او د طالبانو په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د تره زوی دی.
طالبان یې حافظ هم بولي. احمد حقاني دوه ځله له خپل ترور شوي پلار سره یوځای د پاکستاني استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
لومړی ځل په ۲۰۰۳ او دویم ځل په ۲۰۰۵ کلونو کې ونیول شو او بیا وروستی ځل په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستاني استخباراتو له زندان څخه ازاد شو.
د طالبانو سرچینې وايي، چې احمد حقاني د حقاني شبکې تر چتر لاندې په بریدونو کې برخه اخیسته، چې یو ځل په ټپي حالت کې د امریکایانو له خوا له نیول کېدو وروسته بګرام زندان ته انتقال شو. د سرچینو په خبره، احمد حقاني د حقاني شبکې د فدایي یا د ځانمرګو ګروپ مرستیال او ددې شبکې د مشر سراج الدین حقاني له نږدې کسانو کې شمېرل کېږي.
احمد حقاني د خپل ترور شوي پلار خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا د پلار ځایناستی وټاکل شو. سراج الدین حقاني د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي په حضور کې احمد حقاني ته د مشرۍ پګړۍ ور پر سر کړه.
حقاني شبکه له دې کار سره دا هڅه هم کوي، چې په خپله ډله کې قدرت نوي نسل ته انتقال کړي او هغه څوک رامخکې کړي چې په راتلونکي کې د سیاست په ډګر کې د حقاني شبکې او ددې کورنۍ استازیتوب وکړای شي.
د حقانیانو دا کار ددې ښودنه کوي چې دوی ته د کډوالو چارو وزارت لپاره د راتلونکي سرپرست ټاکل مهم دي او په کندهار کې ناست د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ښيي، چې احمد حقاني کولی شي د خپل پلار ځایناستی شي. دوی واردمخه کندهار ته خپل انتخاب په ډاګه کړی.
ملا هبت الله غواړی د حقاني شبکې واک کم کړي
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د کندهار وروستۍ غونډه د طالبانو د مشر ملاهبت او د حقاني شبکې تر منځ له ناندریو وروسته پای ته رسېدلې ده.
د خلیل حقاني د جنازې مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په خپله وینا کې د خلیل الرحمن حقاني له مخالفت څخه پرده پورته کړه او ویې ویل چې د کندهار په وروستۍ غونډه کې یې د ملاهبت الله پر وړاندې په جرئت سره خپل نظر له ټولو څخه مخکې وړاندې کړ.
په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو مشر ملاهبت الله غواړي د حقاني شبکې ځواک راکم کړي او دغه ډله کمزورې کړي. ملاهبت الله دا یو فرصت ګڼي.
د طالبانو یو شمېر پلویانو د خلیل حقاني پرځای د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي محمد یوسف وفا، چې د ملا هبت الله له نژدې کسانو څخه دی، د ګومارنې تبلیغات پیل کړي، خو دا رپوټونه ډېر ژر د ځینو طالبانو له خوا رد شول او ځینو پر دې پرېکړې نیوکې وکړې.
د طالبانو رسمی ویاندویان په ځانګړي ډول له ملا هبت الله سره ناست په کندهار کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وروستي رپوټونه نه رد کړي او نه یې هم تایید کړي دي.
سرچینې زیاتوي ملاهبت الله هڅه کوي، چې لومړی د خپلې خوښې کس وګوماري او که ددې پرېکړ پر وړاندې غبرګونونه زیات ول نو بیا په دویم قدم کې هڅه کوي نه هم د خپلې او نه هم د حقانی شبکې په خوښه کس د وزارت سرپرست په توګه وګوماري.
دا به په راتلونکو ورځو کې په ډاکه شي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني تر منځ د کډوالو چارو وزارت د سرپرست ټاکلو پر سر د روانو اختلافاتو دا سلسله تر کومه ځایه رسیږي.
که څه هم په اسلام اباد کې په نومبر کې هوا په یخیدو وه، خو د دغې میاشتې په دویمه نیمايي کې د پاکستان په پلازمینه کې سیاسي تودوخه لوړې درجې ته رسیدلې وه.
دا ځکه چې د پاکستان د اپوزیسیون په بند کې ناست مشر عمران خان د خپل سیاسي ګوند تحریک انصاف غړو او حامیانو ته غږ کړی و چې د نومبر په څلرویشتمه په ګڼ شمیر اسلام اباد ته د پرلت لپاره راشي او تر هغه وخت دې خپل پرلت ته ادامه ورکړي چې دولت یې غوښتنې نه وي منلې.
د پي ټي ای په غوښتنو کې د فرورۍ په میاشت کې شوې ټول ټاکنې ملغا کول، په اساسي قانون کې لږ وخت وړاندې د فعلي حکومت په وړاندیز راغلی شپږویشتم تعدیل ختمول او د عمران خان په ګډون د ټولو سیاسی بندیانو خوشي کول شامل و.
د پاکستان مرکزي حکومت او د پنجاب ایالتي حکومت اسلام اباد ته د مظاهره کوونکو د تګ د مخنیوي لپاره کلک تیاری نیولی و، ځکه د پنجاب نه ډیر لږ خلک په دې وتوانیدل چې اسلام ا باد ته ځان ورسوي، خو بیا هم د پښتونخوا نه چې د عمران خان ګوند واکمن دی تر ۴۰/۵۰زرو پورې کسان د دغه ایالت د سر وزیر علي امین ګنډه پور او د عمران خان د میرمنې بشرا په مشرۍ اسلام اباد ته په دویمه ورځ ورسیدل.
د داخله چارو وزیر محسن نقوي او د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ اول د مظاهره کوونکو په ضد د څو ورځو تبلیغاتي جګړه هم پیل کړې وه، خو خبره د دې نه وراني ته واوښته چې دغو مرکزي وزیرانو ،چې دواړه پنجابیان دي،خپله تبلیغاتي جګړه د عمران خان تر ګوند محدوده نه وساتله او د ټولو پښتنو او افغانانو په ضد یې تبلیغات پیل کړل.
دې وزیرانو په مظاهره چیانو تور پورې کړ چې دوی له خپل ځان سره د افغانستان نه راغلي دهشتګرد هم اسلام اباد ته په دې موخه راوستي دي چې پر حساسو مرکزونو ترورستي بریدونه وکړي.
د پاکستان د مرکزي حکومت وزیرانو د نومبر په پنځویشتمه په افغان مهاجرینو د مظاهره چیانو سره یو ځای په اسلام اباد د برید تور پورې کړ او جالبه دا ده چې سره د دې چې دوی باصلاحیته وزیران وو او ټول دولتي امکانات او منابع یې په لاس کې وې، خو بیا یې هم د دغو ناوړه تورونو په حق کې هیڅ ثبوت وړاندې نه کړی شو.
د پاکستان د مرکزي حکومت د دغو پنجابي وزیرانو له خوا د دغه کرغیړن کمپاین درې غټې موخې لرلې.
وړومبۍ موخه دا وه چې پاکستان کې د سیاسي قدرت په لوبه کې پنجاب کلیدي سنګر دی، د پاکستان د ټولو نفوسو شپیته فیصده پنجاب تشکیلوي.
د پاکستان د پوځ د پرسونلو مطلق اکثریت پنجابیان دي او د پاکستان د سیاسي قدرت درې اصلي لوبغاړي د اردو لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د واکمن ګوند مسلم لیګ ریس نواز شریف او د اپوزیسیون زعیم عمران خان درې واړه پنجابیان دي، نو چا چې پنجاب وګاټه هغه به په اسلام اباد بادشاهي کوي، نو ځکه دې وزیرانو غوښتل چې په پنجاب کې ویره خوره کړي چې د افغانستان او پښتونخوا څخه په پنجاب یرغل شوی او مرکزي حکومت او پوځ د پنجاب دفاع کوي، نو ځکه باید پنجابیان د مسلم لیګ حکومت او پوځ سره ودریږي او مرسته ورسره وکړي.
د حکومتي کمپاین دویمه موخه دا وه چې نړیوالو ته داسې ښکاره کړي چې ګویا په اسلام اباد کې نارامي او پروتستونه د پاکستان داخلي او ځايي سیاسي مسله نه ده ، بلکې دا خلک د افغانستان په لمسون د شمال نه راغلي او غواړي چې پاکستان په سیاسي او امنیتي توګه بې ثباته کړي.
د کمپاین دریمه موخه د حکومت د دغه تور مضبوتول و چې د پي ټي ای پروتست سیاسي نه دی. دا تشه اسلام اباد ته د ترهګرۍ د رالیږدولو لپاره یوه لوبه دهاو دا چې افغانان/پښتانه په پاکستان کې د ترهګرۍ خورولو اصلي عاملین دي او د دوی په ضد د پاکستان د پولیسو او پوځ خشونت روا دی.
له دې تبلیغاتو نه وروسته د نومبر د پنځویشتمې او شپږویشتمې تر منځ شپه کې د پاکستان پوځیانو د هغې ټولې سیمې بریښنا پرچاو کړه او بیا یې په مظاهره چیانو حمله وکړه، مخامخ ډزې یې ورباندې وکړې، د پنځلسو شاوخوا کسان ووژل شول اود زخمیانو شمیره په سوونو دی، خو د پاکستان په میډیا قدغن ولګید چې هغوی به د مرګ ژوبلې او یا د توقیف شویو پښتنو خبرونه نه نشروي.
د دې نه وروسته د اسلام اباد پولیسو د ښار په ټولو سیمو کې د پښتنو او افغان مهاجرینو توقیفولپیل کړل. هغوی یې کورونو، بازارونو او سړکونو کې ونیول، د مدافع وکیلانو وینا وه چې هغوی لږ تر لږ دوه زره بندیان وشمیرل، په دوی کې په سوونو افغان مهاجرین هم وو.
هسې خو په ۱۹۴۷کې د پاکستان د تاسیس د وخت نه د قدرت واګېد پنجاب د بیروکراسۍ په لاس کې وې خو په ۱۹۷۱کې د بنګالیانو د بیلیدو نه وروسته په پاتې پاکستان کې پنجابي اشرافیه د مطلق واکدارانو نقش غوره کړی دی.
دوی د بلوچستان او پښتونخوا د اومو مودو په ذخایرو ګیډه اچولې ده او د دغې خاورې ولسونو سره د برده ګانو برخورد کوي.
په بلوچستان کې د بلوڅو په ضد په اوه اویا کلونو کې پنځه غټ پوځي عملیات شوي، د پښتونخوا نه د تیرو پنځوسو کالو نه پاکستاني جنرالانو په افغانستان کې د نیابتي جنګونو د سازماندهۍ مرکز جوړ کړی دی.
په دې وخت کې جنرالواکي پښتنو ته ځکه په قهر ده چې په تیرو څو کلونو کې د پښتونخوا په هره سیمه کې د ترهګرۍ او نظامي ګرۍ په ضد په پرله پسې توګه تظاهرات شوي او ځايي پرګنو په واز کومې ویلي دي، چې د پاکستانی جنرالانو له خوا د ضرب استحکام په نوم اعلان شوي پوځي عملیاتو مخالف دي، د اسلام د نزدې ورځو د وژلو، نیولو او ځورولو یو هدف له پښتنو نه د دغې غړولو غچ اخستل هم و.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د دوی بېلابېل مخالف لوري له دې ننګونې سره هم مخامخ دي چې څنګه له ټولو خپلمنځیو او ناندریزو تضادونو سره - سره پر یوې لویې داعیې را ټول او طالبان یا اصلاح کېدو ته مجبور او یا یې افغانستان له منګولو وژغوري.
سره له دې، چې ګڼ لوري د واکمن استبداد او ناورین پر وړاندې مبارزې ته ګڼې داعیې لري او اکثره دغه داعیې برحقه او د منلو وړ دي، خو داسې داعیې لږې تر سترګو کیږي چې ګڼ لوري پرې ګډ دریځ ولري او پوره کولو ته یې ګډ کار وکړي. دلته به دې بحث ته لږ تم شوو، چې اساسي قانون څنګه د یوې لویې داعیې په توګه ګڼ لوري پر ځان ټولولی او له اوسني ناورین څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره منسجمولای شي؟
ملي او نړۍوال اعتبار د افغانستان اساسي قانون، چې په ۱۳۸۲ هجري لمریز کال(۲۰۰۴) کې د لویې جرګې له خوا تصویب شوی و، د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ستر حقوقي سند ګڼل کیږي. دغه سند له څو لسیزو خونړیو جګړو او بې قانونۍ وروسته د یوه نوي پړاو په درشل کې د افغانستان د نوي نظم بنیادونه رامنځته کړل. د اساسي قانون له جوړیدو وروسته په افغانستان کې په لومړي ځل د ولسمشرۍ ټاکنې د خلکو له پراخ ګډون سره ترسره او ورپسې نورې ټاکنې او د ولسواکۍ ځینې نور بشپړ یا نیمګړي تمرینونه وشول. د طالبانو له خوا لغوه شوی اساسي قانون، تقریباً نورو ټولو لوریو او خلکو تایید او په رامنځته شویو پروسو کې یې ګډون کړی. له حقوقي پلوه، یاد شوی سند اوس هم مشروعیت لري، ځکه کومې مشروع ملي مرجع ځنډولی یا لغوه کړی نه دی؛ بلکې یوې نا مشروع ډلې لغوه کړی او پر ځای یې خپله استبدادي ایډیالوژي واکمنه کړې ده. د افغانستان په اساسي قانون کې د نظام او ټولنې له جوړښت او اساسي ارزښتونو نیولې ، د واک مشروعیت او د دغه مشروعیت د تامینولو تر پړاوونو، د ملي یووالي او انسجام تر ساتلو، د خلکو د اساسي حقونو او ازادیو تر تضمین او د نړۍوالې ټولنې د یوه مسوول غړي په توګه د افغانستان تر تعهداتو پورې ټولې برخې روښانه شوي. دا قانون پر ملي سربېره نړۍوال مشروعیت هم لري، ځکه نړۍوال یې په دیموکراتیکه توګه د رامنځته کیدو او تصویب شاهدان دي او تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان تعاملاتو هم له دغه قانون څخه سرچینه اخیسته.
مشروعیت، مشروعیت پياوړی کوي ګڼ غیر طالب لوري، واکمنه ډله او واکمني یې غیر مشروع ګڼي، خو د خپل مشروعیت د پياوړتیا سند یانې اساسي قانون ته د اساسي داعیې په توګه فکر نه کوي. دوی کې ځینې د سلیقو او وړو لیدلورو په دایره کې ایسار او اساسي قانون سره د سیاسي نظام د ښودلي موډل، یا نورو مسایلو په اړه ښایي اختلاف ولري، خو دې ته نه ګوري چې د قانون له واکمنیدو سره پر قانون بیا کتنه او بحث نا ممکن نه دي. واقعیت دا دی، چې د ځینو جریانونو داسې سطحي چلند هم د طالب له بیا واک ته رسیدو او دوام سره مرسته کړې او نور نه باید ځان او نور د خپلو بې تدبیریو او سلیقو قرباني کړي. غیر طالب لوري ښایي له همدې امله وخت پر وخت له بېلابېلو پوښتنو سره مخ کیږي، چې په ځینو برخو کې ورته بې ځوابه پاتې کیږي. مثلاً: دوی که طالبان نامشروع ډله ګڼي، د خپل مشروعیت سرچینه یې څه ده؟
د دوی برتري پر طالب په څه کې ده؟
دوی څه غواړي؟
څنګه او د څه پر اساس یې غواړي او که احیاناً طالب سم نه شي او وپرځول شي دوی به افغانستان کوم لور ته بیایي، د لارې نقشه او اساس به یې څه وي؟ دا لوري که فکر وکړي، ښایي قانع شي چې د دوی د مشروعیت لپاره تر ټولو ښه سرچینه او د پورتنیو او ډېرو نورو پوښتنو د ځواب لپاره لغوه شوی اساسي قانون یو بې بدیله جامع سند دی. دا سند د غښتلي ملي او نړیوال مشروعیت له لرلو سره کولای شي چې ټولې خواوې او خلک لږ ترلږه د طالب واکمنۍ د مخه ارزښتونو پر محور را ټول او د سراسري ملي، مشروع او هدفمندې مبارزې مسیر ته سوق کوي.